Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Wednesday, January 23, 2013

یوازې د ربیع الاول ۱۲ مه نیټه ولې؟

 

 

یوازې د ربیع الاول ۱۲ مه نیټه ولې؟

سیرت النبی غونډه:

د رسول الله صلی الله علیه وسلم دعوت او پیغام

د شیخ القرآن و الحدیث مولانا ګوهر الرحمن (رح) وینا
 
الحمدلله وحده والصلوة والسلام علی من لانبی بعده:


فاعوذ بالله من الشیطن الرجیم


بسم الله الرحمن الرحیم


یا ایهاالنبی انا ارسلناک شاهدا و مبشرا ونذیرا ، و داعیا الی الله باذنه و سراجا منیرا، و بشر المؤ منین بان لهم من الله فضلا کبیرا، ولا تطع الکافرین والمنافقین و دع اذاهم و توکل علی الله و کفی بالله وکیلا.


اما بعد:

درنو او محترمو علماوواو مسلمانانو وروڼو!
 
ما ستاسې په وړاندې یو څو آیتونه تلاوت کړل، غواړم چې د هغو مطلب بیان کړم، همدغه د سیرت تقریر او وینا ده او همدغه د سیرت النبی صلی الله علیه وسلم بنیادي او اساسي مسئله ده، ددې آیتونو ترجمه داده، الله (ج) فرمایي ( اې پیغمبره! بیشکه مونږ ته ( د توحید او اسلام ) ګواهي ورکوونکی او مومنانو ته زیری ورکوونکی او هغه کسانو ته چې ایمان یې ندی راوړی د عذاب نه ویروونکی او خبروونکی  لیږلی یې ، او ته دالله(ج) لورته، د الله(ج) دین ته اود الله(ج) عبادت ته د الله (ج) په حکم بلونکی یې، ( په خپله خوښه، د خپل ځاني غرض او هدف لپاره دا دعوت نه ورکوې بلکې تاته د الله(ج) له لوري نه حکم شوی دی) او ته لمر یې چې ټوله نړۍ روښانه کوې، او مؤمنانو ته زیری ورکړه چې یقینا دوی ته به غټ فضل ورکول کیږي او خبره مه منه او اطاعت مه کوه ، پیروي مه کوه، د کافرو او منافقانو، او هغه ظلمونه او تکلیفونه چې دوی یې تاته رسوي ، پریږده، معنا ده چې پروا یې مه لره، اوپه الله(ج) باندې توکل وکړه هغه پوره وکیل او کار جوړوونکی دی. نو هغه به دې له هغوی نه ژغوري.


نو وروڼو پدې آیتونو کې شان رسول هم بیان شوی دی او دعوت رسول هم، او د قرآن کریم په آیتونو کې چې د سیرت کومه وینا او خبره وي هغه بل ځای کې نه وي، پدې آیتونو کې لومړۍ خبره الله پاک دا بیان کړه چې اې پیغمبره ته مونږ پیغمبر کړی یې ، په خپله نه یې پیغمبر شوی او نه خو بل چا رالیږلی یې، دا خبره خو په ظاهره څه ساده غوندې ښکاري خو پدې کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ډیر لوی شان بیان شوی دی، څنګه چې د الله پاک مثال نشته، نو د الله(ج) د رالیږلي پیغمبر او استاځي هم په مخلوق کې مثال نشته ، په انسانانو کې د لوی انسان استازی لوی ګڼلی شي او د یوه عادي انسان استازی د خلکو په نظر کې عادي ښکاري، د زورور او قوي حکومت سفیر زورور ګڼلی شي او د کمزوري حکومت سفیر ته هم خلک د کمزوري په سترګه ګوري

دا انساني نفسیات دي، او دا رسول د الله(ج) استازی دی، د الله پیغمبر دی، د الله نماینده دی، نو الله (ج) د ټولو نه لوی دی نو د هغه استازی او نماینده هم په ټول مخلوق کې لوی دی، نو دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم شان پدې ځای کې بیان شوی دی، څنګه چې الله(ج) د هرعیب نه پاک دی، نو د الله دا هر پیغمبر د هرې ګناه نه پاک دی، الله(ج) عادل پاچا دی، نو د الله(ج) رالیږلی استازی هم د عدل او د انصاف پیغام خپروونکی دی، الله پاک د تمام جهان رب دی، د تمام جهان پالونکی دی، د ټولو کایناتو تربیت او روزنه کوي، نو خپل استازی او پیغمبر یې هم د ټولو انسانانو د روزنې او تربیت لپاره رالیږلی دی، د هغوی روحاني تربیت او اخلاقي روزنې لپاره دغه عظیم پیغمبر را لیږلی دی، څنګه چې الله پاک نور دی ( الله نور السموات والارض) الله(ج) د ځمکې او آسمانونو رڼا ده، د آسمان او ځمکې نور دی، ددې معنا څه ده؟ نو څوک چې د صحابه وو په طریقه د قرآن تفسیر نه کوي، نو په تشویشونو کې اخته وي، چې دا مطلب دی او هغه مطلب دی، عبدالله بن عباس (رض) تفسیر کړی دی، له هغه نه غوره تفسیر بل څوک نشي کولی، او هغه دا چې ( الله هادی اهل السموت والارض) د ځمکې او آسمانونو خلکو ته هدایت د الله پاک دا پیغمبر محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم هم نور دی او رڼا ده، بلکې سراج منیر دی، نو ددې څه معنا ده چې پیغمبر نور او رڼا ده؟ ځکه چې په قرآن کې خو الله پاک په ډیرو آیتونو کې په وار وار ویلي دي چې پیغمبر بشر دی، پیغمبر انسان دی او عظیم انسان، معصوم انسان او بې مثاله انسان دی، له ګناه نه پاک انسان دی او له فرشتو نه یې مرتبه اوچته ده او کمه نده، خو بیا هم انسان دی او د آدم علیه السلام اولاد دیکوونکی او لارښوونکی الله(ج) دی، د لمر رڼا لمر ته الله(ج) ورکړې ده، سپوږمۍ ته رڼا الله(ج) ورکړې ده، ستورو ته رڼا الله (ج) ورکړې ده، بریښنا، ډیوې او چراغ ته الله(ج) رڼا ورکړې ده، د انسان د سترګو رڼا الله(ج) پیدا کړې ده، د انسان په زړه کې د عقل او فهم رڼا الله(ج) پیدا کړې ده، هرډول محسوسه او معنوي رڼا  الله(ج) ورکړې ده، ایمان هم رڼا ده نو د ایمان رڼا هم مومن ته الله پاک ورکړې ده، علم هم رڼا ده ، جهل تیاره ده، هر عالم ته علم الله پاک ورکړی دی، نو الله(ج) رڼا ده، آسمان او ځمکې والا ته رڼا او هدایت ورکوونکی دی، او د الله پاک دا پیغمبر محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم هم نور دی او رڼا ده، بلکې سراج منیر دی، نو ددې څه معنا ده چې پیغمبر نور او رڼا ده؟ ځکه چې په قرآن کې خو الله پاک په ډیرو آیتونو کې په وار وار ویلي دي چې پیغمبر بشر دی، پیغمبر انسان دی او عظیم انسان، معصوم انسان او بې مثاله انسان دی، له ګناه نه پاک انسان دی او له فرشتو نه یې مرتبه اوچته ده او کمه نده، خو بیا هم انسان دی او د آدم علیه السلام اولاد دی، مګر په ځینو آیتونو کې قرآن کریم وایي چې محمد صلی الله علیه وسلم نور او سراج منیر دی، او الله پاک هم نور دی، 
امام المفسرین محمد بن جریر الطبري  (۳۱۰ ه ق کې وفات شوی دی ) د وفات کال مې ځکه وښود، چې تاسې ته حقیقت معلوم شي چې له متقدمینو مفسرینو څخه وو، دا د مفسرینو امام وو، او دده تفسیر په تفسیر ابن جریر مشهور دی او دا ام التفاسیر بلل شوی دی، د تفاسیرو مور ده، په هغه کې نوموړی تفسیر کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم نور او رڼا ده، پدې معنا چې د توحید رڼا یې خپره کړې ده، د اسلام رڼا یې خپره کړې ده، د علم رڼا یې دنیا ته رسولې ده، علم رڼا ده او جهل تیاره ده، توحید رڼا ده او شرک تیاره ده، اسلام نور دی او کفر تیاره ده، او د اسلام ، توحید او علم رڼا چا خپره کړې ده؟ هغه د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم په وسیله خپره شوې ده، مونږ ته هم د هغه په وسیله راورسیده، نو الله پاک دې زمونږ او تاسې ټولو خاتمه د اسلام په نور باندې کړي، نو پدې معنا باندې الله پاک هم نور دی او دهغه پیغمبر هم نور دی، او د رسول الله په زړه باندې چې کوم قرآن نازل شوی دی هغه هم نور دی، الله پاک فرمایي ( وانزلنا الیکم نورا مبینا) مونږ تاسې ته ښکاره رڼا رالیږلې ده، نو قرآن کریم ځکه نور دی چې علم دی، د علم کتاب دی، د مومن په زړه کې چې کوم ایمان دی هغه هم نور دی، ( مثل نوره کمشکوة) دغلته چې کوم نور راغلی دی نو لدې نه د ایمان نور مراد دی، نو د ایمان رڼا له قران نه حاصلیږي، او د قرآن رڼا د محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم په وسیله راغلې ده نو دا د محمد رسول الله لوی شان دی، قصیده برده کې شاعر وایي :
فهوالذی تم معناه و صورته……ثم اصطفاه حبیبا بارئ النسم
دا هغه عظیم پیغمبر دی چې دده سیرت هم کامل او پوره دی، او دده ظاهري صورت هم کامل او ښایسته دی، او ددې نه وروسته د پیغمبر لویه مرتبه داده چې الله پاک په ټولو کایناتو کې دغه مبارک د خپل حبیب جوړولو لپاره ټاکلی دی، دا د الله(ج) خاص حبیب دی، اوبیا وایي :


فمبلغ العلم فیه انه بشر…….و انه خیر خلق الله کلهم
د علماوو دعلم انتها داده، چې دا محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم بشر دی، لیکن دا په ټول مخلوق کې غوره بشر دی، د الله په ټول مخلوق کې بهترین انسان دی، دغه یې خلاصه ده، بیا وایي چې هسې نه خدایي ته یې ورسوې،
دع ما دعته النصاری فی نبیهم…. واحکم فیه بما شئت مدحا واحتکم
هغه خبره پریږده چې نصاراوو د خپل پیغمبر په باره کې کړې ده، چې د الله(ج) زوی دی، الله دی او په دریو خدایانو کې دریم دی، دا خبره پریږده، الله ته یې مه رسوه، نه کارساز دی، نه مشکل کشا دی، نه حاجت روا دی، نه مختار کل دی، نه په غیبود الله(ج) عظیم نبي او پیغمبر دی، علم یې د ټولو نه زیات دی، اما د الله(ج) د علم په مقابل کې ددغه پیغمبر علم د یوه څاڅکي نه هم کم دی، خو د پیغمبر په زړه کې د علم یو بحر او سمندر دی، خو د الله د علم په مقابل کې د یو څاڅکي نه هم کم دی، بیا نو چې کوم صفت د خپل پیغمبر ستا خوښ وي هغه کوه، او کوم نعت او صفت دې چې خوښ وي د بل نه هم اوره، د رسول الله صلی الله علیه وسلم نعت ویل هم ثواب دی او نعت اوریدل یې هم ثواب دی، چې کوم دې خوښ وي هغه وایه، خو خدای ته یې مه رسوه، پوهیږي، بلکې د الله(ج) عظیم نبي او پیغمبر دی، علم یې د ټولو نه زیات دی، اما د الله(ج) د علم په مقابل کې ددغه پیغمبر علم د یوه څاڅکي نه هم کم دی، خو د پیغمبر په زړه کې د علم یو بحر او سمندر دی، خو د الله د علم په مقابل کې د یو څاڅکي نه هم کم دی، بیا نو چې کوم صفت د خپل پیغمبر ستا خوښ وي هغه کوه، او کوم نعت او صفت دې چې خوښ وي د بل نه هم اوره، د رسول الله صلی الله علیه وسلم نعت ویل هم ثواب دی او نعت اوریدل یې هم ثواب دی، چې کوم دې خوښ وي هغه وایه، خو خدای ته یې مه رسوه،


فاق النبیین فی خلق و خلق……..و لم یدنوه فی علم ولا کرم
فانه شمس فضل هم کواکبها…….یظهرن انوارها للناس فی الظلم
دا نو هم نعت دی او هم دعوت دی، قصیده برده وایي، د قصیده بردې ځینې اشعار داسې څه مشتبه دي خو خیر نور ډیر محب رسول وو، ده به په لومړي سر کې د پاچاهانو صفت کاوه، د پاچاهانو صفت چې کوي نو کله پکې ښه وي او کله پکې غلط هم وي، خو وروسته یې وویل، چې ما له الله پاک سره وعده وکړه چې لدې نه وروسته به د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم نه پرته دبل مخلوق صفت نه کوم، که بل مخلوق د صفت وړ هم وي خو څه فرض خو ندی، نه به یې کوم ، خو ددې پیغمبر صفت به خامخا کوم، نو په دې هر شعر کې نعت او صفت هم دی او دعوت هم دی، نو وایي چې دا محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د ټولو پیغمبرانو نه په صورت او سیرت کې لوړ دی، د هغه مبارکه حلیه د ټولو نه ښکلې وه، او سیرت کې هم د ټولو نه اوچت دی که څه هم چې هر پیغمبر پاک اومعصوم دی،  او یو هم ده ته په علم او سخاوت کې ندی نزدې شوی ، ځکه چې دی خو د تولې دنیا پیغمبر وو او دده په وسیله نړۍ ته علم خپور شوی دی، او هغوی خو د خاصو خاصو قومونو پیغمبران وو، محمد صلی الله علیه وسلم د فضیلت لمر دی، او نور پیغمبران ستوري دي، دوی په تیارو کې خلکو ته خپلې رڼا ګانې څرګندې کړې دي، د کفر او شرک په تیارو کې یې رڼا خپره کړې ده.
نو اې پیغمبره! مونږ لیږلی یې ، په خپله پیغمبر شوی نه یې ، مونږ پیغمبر کړی یې، خو د څه لپاره مې لیږلی یې؟ یوازې صفت به کوو او که دعوت به هم بیانوو، نو الله(ج) ورته وایي چې ته شاهد یې،  ګواه یې، د څه ګواهي به ورکوې، د توحید ګواهي ، په خپله وینا او عمل به خلکو ته توحید بیانوې، دا د (شاهدا) معنا ده، او د قیامت په ورځ به په خپل امت باندې ګواهي ورکوې، چې ما دوی ته توحید او د اسلام پیغام رسولی وو، دنیا کې ګواهي دا ده چې توحید به په ژبه او عمل دواړو بیانوې، او په اخرت کې ګواهي دا ده چې دا ګواهي به ورکوې چې ما دا خلک په توحید باندې پوه کړي وو، هر پیغمبر به د قیامت په ورځ په خپل امت باندې ګواه وي نو خاتم النبیین به هم ګواه وي، نو ثابته شوه چې توحید پیغام رسول دی، توحید دعوت رسول دی، توحید څه ته وایي؟ توحید ډیره آسانه، لنډه او ساده مسئله ده ، په یوه جمله کې هم بیانیږي، او د توحید مسئله په ټول اسلام باندې خپره هم ده، په ساده الفاظو کې د توحید معنا دا ده چې د الله(ج) حق به مخلوق ته نه ورکوئ، او ددې توحید بنیاد پدې عقیده دی، دا عقیده تاسې ته معلومه ده ، خو تازه یې کړئ، دا سبق تازه کوو.
یوازې د ربیع الاول ۱۲ مه نیټه ولې؟

خو دا هم درته وایم چې ددې سبق د تازه کولو لپاره د ربیع الاول میاشت نه رسول الله صلی الله علیه وسلم خاص کړې ده او نه  صحابو ، ما نن یو صاحب سره خبره کوله ، چې زه ددې کتابونو د مطالعې ډیر شوقي یمه،له پیل نه ،  له هغه وخت  نه چې سبق مې شروع کړی دی،پخوا کتابونه هم کم وو اوس خو ډیر شوي دي ، زمونږ مدرسه کې هم د ضرورت سره سم کتابتون موجود دی، او دا زما شوق دی، د صحابو په دور کې، د تابعینو په دور کې، او په دور د تبع تابعینو کې، یعنې (قرون مشهود لها بالخیر) علماء پرې پوهیږي، عام خلک هم پرې پوهیږي، صحابه د رسول الله صلی الله علیه وسلم شاګردانو ته ، تابعین د صحابه وو شاګردانو ته او اتباع تابعین د تابعینو شاګردانو ته وایي، او د دغو درې واړو نسلونو او پیړیو په باره کې رسول الله صلی الله علیه وسلم شاهدي ورکړې ده چې دا خیرالقرون او غوره پیړۍ دي، ( خیر القرون قرني، ثم الذین یلونهم ، ثم الذین یلونهم ثم یفشوالکذب) پدې درې واړو نسلونو کې په ضعیف سند سره هم، چې هغه معتبر هم ندی، خو بیا هم داسې څه روایت زما مخې ته ددې دومره پراخه مطالعې سره سره ندی راغلی، چې چا دې د ربیع الاول میاشتې ته د کال په نورو میاشتو یوه ذره امتیازي د رسول الله صلی الله علیه وسلم پیدایښت د ربیع الاول په میاشت کې شوی دی، خو پدې خبره کې اتفاق نشته چې هغه په ۱۲ نیټه پیدا شوی دی ، پدې اړه څه نور نظرونه هم شته، خو پدې اتفاق دی چې میاشت د ربیع الاول وه، د دوشنبې ورځ وه او د الله (ج) د وروستي پیغمبر، خاتم النبیین ، شفیع المذنبین، او د الله(ج) نه وروسته په ټول مخلوقاتو کې بهترین ، پیدایښت په بشریت باندې د الله پاک ترټولو ستر احسان دی او هغه د ربیع الاول میاشت کې شوی دی، لیکن صحابه، تابعین او تبع تابعینو دې میاشت ته هیڅ امتیازي شان ندی ورکړیاو ځانګړی حیثیت ورکړی وي، نه یې دی ورکړی، پداسې حال کې چې دا خبره اتفاقي ده، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پیدایښت د ربیع الاول په میاشت کې شوی دی، خو پدې خبره کې اتفاق نشته چې هغه په ۱۲ نیټه پیدا شوی دی ، پدې اړه څه نور نظرونه هم شته، خو پدې اتفاق دی چې میاشت د ربیع الاول وه، د دوشنبې ورځ وه او د الله (ج) د وروستي پیغمبر، خاتم النبیین ، شفیع المذنبین، او د الله(ج) نه وروسته په ټول مخلوقاتو کې بهترین ، پیدایښت په بشریت باندې د الله پاک ترټولو ستر احسان دی او هغه د ربیع الاول میاشت کې شوی دی، لیکن صحابه، تابعین او تبع تابعینو دې میاشت ته هیڅ امتیازي شان ندی ورکړی، بیا چې په کومه ورځ په غار حراء کې وحې راغلې وه، له پیدایښت نه څلویښت کاله وروسته، او جبراییل علیه السلام په لومړي ځل راغی اوویې ویل چې (اقرأ باسم ربک الذی خلق) قران لوله، نو د الله پاک په تولو نعمتونو کې لوی نعمت قرآن کریم دی، او د قرآن د نزول پیل د حراء په غار کې د رمضان په میاشت کې د لیلة القدر په شپه کې شوی وو، لیکن لیلة القدر د رمضان د میاشتې یوه شپه ده، نوهغې ته بهتري الله(ج) ورکړې ده او د هغې شب بیدارۍ کې ثوابونه دي، خو هغه د نزول قرآن په وجه ده، ددې عظیم نعمت شکرویستل په پیغمبرصلی الله علیه وسلم باندې ایمان راوړلو او د هغه د طریق مطابق ژوند تیرولو سره اداء کیدای شي، لدې نه ستره طریقه د شکر ادا کولو بله نشته، علماء دلته ناست دي، د شکر معنا کتابونو کړې ده، صوفیانو هم یوه معنا کړې ده هغه هم صحیحه ده، ( صرف العبد جمیع ما انعم الله علیه الی ما خلق لاجله) د الله(ج) ورکړی نعمت د الله پاک په عبادت کې استعمالولو ته د نعمت شکرپه ځای کول وایي، او د الله(ج) نعمتونه د الله(ج) په نافرمانۍ کې مصرفولو ته کفران نعمت وایي، نو د پیغمبر راتګ د الله(ج) لوی نعمت دی او شکر یې دادی چې د هغه اطاعت او د رب العلمین عبادت وشي، او د ربیع الاول په میاشت کې که څوک اتفاقا سیرت غونډه جوړوي، نو هروخت کې په کار ده، ربع الاول میاشت کې یې هم کوئ او په بله میاشت کې یې هم، خو دا میاشت پکې خاص شوې نده، زما شاګردانو ماته هغه ورخ تلیفون وکړ، چې مونږ د ربع الاول په ۱۲ مه نیټه په خپل جومات کې سیرت غونډه جوړوو، نو ما ورته په ځواب کې وویل، چې زه یې په ۱۲مه نه کوومه، دا ۱۲مه دې ولې یاده کړه، ته مانه پیژنې، ته له ماسره نه یې اوسیدلی، خو چې له خپل  ماحول سره بلد شي نو هغه خبرې هم ټولې هیرې کړي، مونږ ورته شپږ اوه کاله بخاري شریف او نور کتابونه تدریس کړي دي خو چې په یوغر او بل غر اخته شي، نو په ګډو وډو سر شي، نو هغه شاګرد مې چوپ شو، په خبره پوه شو، ما ورته ویل چې تازه لا نه یم پیژندلی، نو وارخطاشو چې هسې مې ۱۲مه یاده کړه، خیر دی مخکې یا وروسته به یې جوړه کړو، نو بیا یې په یوه بله ورځ هغه جوړه کړه، نو خبره مې تردې پورې کوله، چې د ربیع الاول د ۱۲مې نیټې لپاره مې څوک غواړي زه بیخي نه ورځم.
د ربیع الاول ۱۲ مې جشن چا پیل کړ؟

په شام سیمه کې پدې وروستیو پیړیو کې یو پاچا تیر شوی وو، هغه شرابي، فاسق ، فاجر وو د دنیا ټول ناروا کارونه یې کول، نو دا چا په ذهن کې ورته کینوله چې مولود شریف جوړوه نو خلک به دې بزرګي  ومني او د بزرګ په سترګه به درته ګوري، نو هغه به ۱۲ ربیع الاول لمانځله، یو ځای او بل ځای به یې ډیوې بلولې، او رنګ رنګ ګروپونه به یې روښانول، نو خلکو به ویل ، چې ډیر لوی بزرګ دی، لوی بزرګ دی، په داسې حال کې چې هغه ډیر لوی شرابي وو، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: ( سیأتی زمان علی امتی لایبقی من الاسلام الا اسمه ولا یبقی من القرآن الا رسمه) زما په امت باندې به داسې زمانه راځي چې د اسلام به تش نوم او د قرآن به هسې رواج پاتې شي، په هرحال ما دا خبره ځکه وکړه چې دا هم باید بیان شي، خلک باید پرې پوه شي، معلمین یو، د اسلام اصلي فهم او پوهه خپروو، مولانا سید ابو الاعلی مودودي (رح) له رباني علماوو څخه وو، څه معصوم نه وو، عالمانو نه غلطۍ هم کیږي، خو رباني عالم وو، نور رباني علماء هم شته، یوازې هغه خو نه وو، نور هم ډیر دي، الله(ج) دې ټولو ته اجر ورکړي، خو زما په زړه کې له هغه سره محبت او مینه ژوندۍ ده ، کله کله فکر کوم چې هغه اوس هم زما امیر دی خو چې سوچ وکړم چې هغه خو وفات شوی دی نو مړی خو امیر کیدای نشي، خو په زړه کې مې ځای لري، نو د هغه دا ښه والی وو چې خبره یې رسوله، خالص قرآن او سنت به یې بیانول او خلک به یې په دین پوهول، شعوري مسلمانان به یې تیارول، د اسلامي نظام سپاهیان به یې روزل، نو الله (ج) دې په دغه لاره مونږه قایم او دایم ولري.
د نړۍ نظام ابدال پرمخ بیایي او که الله(ج)؟

علماء حضرات پوهیږي، زه هغه ابدال منم چې په حدیثو کې یې یادونه شوې ده، خو له هغو ابدالو نه رباني علماء مراد دي، یو عالم به لاړ شي بل به الله(ج) راپیدا کړي، بل به لاړ شي او نور به راپیدا کړي، خو دا ځینې خلک بیا له ابدالو نه غلطه معنا اخلي او ګومان کوي چې دنیا همدوی(ابدال) چلوي، مونږ دا عقیده لرو چې هرڅه الله(ج) کوي، قرآن کریم فرمایي( له مقالید السموات والارض) د آسمانونو او ځمکې کیلیانې د الله(ج) په لاس کې دي، بل ځا کې فرمایي( تبارک الذی بیده الملک وهو علی کل شیئ قدیر) برکت هغه الله(ج) ورکوي چې دهغه په لاس کې پاچاهي ده، او هغه په هرڅیز باندې قادر او توانا دی، بل ځا کې فرمایي( له ملک السموات والارض) پاچاهي د الله(ج) ده، واک له الله(ج) سره دی، چې وغواړي باران وروي، چې وغواړي باران بند کړي، کله چې وغواړي زامن ورکوي او کله وغواړي چاته لوڼه ورکوي، چاته دواړه ورکوي، چاته یو هم نه ورکوي، کله یې اراده وشي نو یو سړی د پاچاهي له تخت نه کوز کړي او بل یو هلته کینوي، په بله ورځ دغه دویم کوز کړي نو دریم پاچا کړي، دا نظام الله پاک چلوي، خو لدې نه کله دا مطلب وانخلئ، چې که الله(ج) یو څوک د پاچاهۍ په تخت کینولی وي نو دا به بزرګ او ولي وي، دا مطلب ندی، که الله(ج) په خپلو بندګانو رحم کوي نو نیکانو ته حکومت ورکړي او که عذاب ورکوي نو ظالمان واکمن کړي، فرعون ته هم الله(ج) حکومت ورکړی وو، خو هغه عذاب وو، یوسف علیه السلام ته هم الله پاک اتیا کاله حکومت په مصر کې ورکړی وو، خو هغه رحمت وو، خو مطلب مې دادی چې هرڅه الله(ج) کوي، ته به کوښښ کوې، اسباب به استعمالوې، هغه بیله موضوع او مسئله ده، خو توحید بیانوم، یوځل د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې چا وویل چې( ماشاء الله و ماشاء محمد) هغه څه به کیږي چې الله پاک او محمد صلی الله علیه وسلم غواړي، نو هغه مبارک ورته غوسه شو، ورته ویې ویل( اجعلتنی لله ندا) آیا زه دې له خدای سره برابر کړم، داسې مه وایه، بلکې وایه چې ( ماشاء الله کان وما لم یشأ لم یکن) الله(ج) چې څه غواړي هغه به کیږي او چې هغه نه غواړي نو نه به کیږي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم دا غوښتل چې تره یې ابو طالب مسلمان شي، خو چې الله(ج) نه غوښتل نو د هغه ایمان نصیب نشو، یوځل د یوه واده په مهال رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه کور ته تللی وو نو وړو نجونو سندرې ویلې نو سندرې خو په واده کې روا دي ښځو ته، دا خو وړې نجونه وې خو که لویې ښځې هم په واده کې دریا وهي نو خیر دی، خو نارینه یې ونه وهي، ماته چا وویل چې که په واده کې دریا وهل روا ده نو د دعوت لپاره ولې روا نده؟ ما ویل: ځکه چې د دعوت لپاره یې روا کړی ندی او د واده لپاره یې روا کړی دی نو نور به زه له تا سره څه سر خوږوم، دغه دې جواب دی، او په واده کې یې هم یوازې ښځو ته جواز ورکړی دی، ښځو ته هم د پردیو سړیو په وړاندې د دریا وهلو او سندرو اجازه نشته خو په یوه ګوټ او د پردو سړیو د نظر نه پناه ځای کې یې که وهي نو خیر دی، نو دغو نجونو د بدر شهیدان ستایل، نو د یوې جینۍ په ذهن کې دا خبره راغله چې د الله(ج) پیغمبر خو زمونږ د شهیدانو نه اوچت دی، نو هغې وویل:(وفینا رسول الله یعلم مافی غد) نن زمونږ په کور کې  د الله (ج) پیغمبر موجود دی او هغه پوهیږي چې سبا ته به څه کیږي، هغه جینۍ وړه او صفت یې مطلب وو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل چې داسې مه وایه، په سبا باندې یوازې الله(ج) عالم دی، هغه مخکې دې چې د شهیدانو صفت کولو نو هغه نظم او شعر دې ښه وو، خو دغه شعر او نظم دې غلط دی، ځکه چې دا دعقیدې مسئله ده، دا د رسول الله دعوت دی، دا اساس دی، که یو څوک لمونځونه کوي، تهجد کوي، ښه اخلاق لري، خوږې خبرې کوي، لویې لویې قربانۍ ورکوي، غزاګانې کوي، خو چې عقیده یې خرابه وي نو الله(ج) ته هیڅ منظور او قبول ندي، الله(ج) فرمایي( لئن اشرکت لیحبطن عملک) که شرک دې وکړ، نو نیک عمل دې برباد شو، دغه سړی به په تمه وي چې ښه کارونه او نیکۍ یې کړې دي خو هغه به د شرک او خرابې عقیدې له امله بربادې شوې وي.
پیغمبر صلی الله علیه وسلم به څه ډول د توحید شاهدي ورکوي؟

نو ( شاهدا ) د توحید ګواهي به ورکوي، نو دا د توحید دعوت دی، ام المؤمنین عایشه صدیقه (رض) فرمایي، چې څوک دا وایي چې محمد صلی الله علیه وسلم پدې عالم دی چې سباته به څه کیږي، نو دی دروغ وایي، ولې دروغ وایي؟ ځکه چې الله(ج) فرمایي( قل لایعلم من فی السموات ومن فی الارض الغیب الا الله) ورته ووایه اې پیغمبره، نه پوهیږي په هر ډول غیبو باندې هغه څوک چې په آسمانونو کې دي ( ملایکې) او هغه څوک چې په ځمکو کې دي، که پیغمبران دي، که اولیاء دي، که بزرګان دي، بر دي او که ښکته دي مګر یو الله(ج) په غیبو باندې عالم دی، او که نه د ډیرو څیزونو علم الله (ج) د وحې په وسیله پیغمبرانو ته ورکړی دی، ( تلک من انباء الغیب نوحیها الیک) دا د غیبو خبرې دي چې تاته یې د وحې په وسیله ښيو او رسول الله صلی الله علیه وسلم بیا مونږ ته ښودلې دي،
جنت او دوزخ مونږ لیدلی ندی خو مونږ پرې ایمان لرو، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته ویلي دي او هغه ته الله پاک ویلي دي، خو په هر غیبو او ټولو پټو څیزونو باندې عالم یوازې الله(ج) دی.
نو دا توحید بیانوم، سجده د الله(ج) حق دی، نصرانیانو به د پیغمبر قبر ته سجدې کولې،  مسلمانان حبشې ته تللي وو نو چې بیرته مدینې ته راغلل، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې وویل چې مونږ خلک ولیدل چې خپلو مشرانو ته یې سجدې کولې، نو ته زمونږ مشر یې ، اجازه راکړه چې مونږ هم تاته سجدې شروع کړو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل، چې که له الله(ج) پرته بل چاته د تعظیم سجده روا وای نو ما به ښځې ته ویل چې خپل میړه ته سجدې کوه، خو روا ندی، او تاسې چې په حبشو کې لیدلي دي، نو دغه د الله(ج) په مخلوقاتو کې بد او ناوړه خلک دي، او دغه کار خو شرک دی،   او ام المؤمنین وایي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم چې کله وفات کیده، نو زما په غیږ کې وو او دا خبره یې وکړه ( لعن الله الیهود والنصاری اتخذوا قبور انبیائهم مساجد…) یهود او نصرانیان د الله(ج) په لعنت اخته دي، ځکه چې دوی د پیغمبرانو او بزرګانو قبرونو ته سجدې کوي، د تعظیم سجدې نو ځکه خو لعنتیان شول، اوس یې هم ډیر خلک کوي، او رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه دوعا وکړه، چې ( اللهم لاتجعل قبری وثنا یعبد ) اې الله(ج) زما د وفات نه وروسته زما له قبر نه بت مه جوړوه چې خلک یې عبادت کوي، نو څرګنده شوه چې که شکل یې د بت نه وي خو تعامل ورسره د بت وشي نو هغه هم بت ګرځي، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته بت ویلي دي، ما خو ټول عمر خلک توحید ته بللي دي نو زما له وفات نه وروسته چې زما قبر ته سجدې شروع کړي، نو دا خو بیا د منلو نده نو زه ځکه سوال کوم چې زما له قبر نه بت جوړ نشي، او دا چې کله په قبر باندې جشن جوړ وي او ډیوې بلې وي نو د خلکو هم سجدې ته زړه وشي، چې ډیر ستر ولي الله هم وي خو چې په قبر یې جنډه نه ولاړه نه وي نو خلک ورته دوعا هم نه کوي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم خو حکیم وو، د الله(ج) استازی وو، نو هغه دغه کار منع کړ،
د مسلم شریف حدیث شریف دی ( نهی رسول الله ان یجصص القبر و ان یبنی علیه ) رسول الله صلی الله علیه وسلم منع کړې ده چې قبر دې چونه شي او یا دې ورباندې وداني جوړه شي، که قبر خام وي نو د چا به ورته پام نه وي او چې قبر پوخ وي نو بیا د خلکو هم ورته تشویش شي چې خامخا دې کې څه خبره ده، پوښونه او پردې هم پرې اچوي.


د ترمذي شریف حدیث هم دی چې،( لعن رسول الله صلی الله علیه وسلم زوارات القبور والمتخذین علیها المساجد والسرج ) ( رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغه خلکو باندې لعنت ویلی دی چې زیارتونو ته ځي، او په هغو خلکو چې په قبرونو ډیوې جوړوي) دا ولې؟ ډیوې ولې بلوي؟ ځکه چې که ډیوې بلیږي نو سجده به کوي، او چې نه بلیږي نو بیا سجدې ته د چا زړه نه کیږي، او که سجده نه کوي نو رکوع خو به خامخا ورته کوي، نو طواف خو به خامخا ترې نه کوي او یا د حجر …خو چې ډیوې نه وي او کنبده پرې نه وي نو چې د ولی الله قبر هم وي نو بیا ورته د سجدې خطره نشته، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه لارې هم بندې کړې چې نه ډیوې به هم په قبرونو نه بلوئ، نه به یې پخوئ، نه به چونه ورکوئ ، نه به پوښونه ورکوئ، بس چې د الله(ج) په دربار کې څوک نیک خلک او اولیاء دي نو جنت کې ګرځي،اسود په څیر به یې خامخا مچو کوي چې برکت یې را ورسیږي، خو چې ډیوې نه وي او کنبده پرې نه وي نو چې د ولی الله قبر هم وي نو بیا ورته د سجدې خطره نشته، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه لارې هم بندې کړې چې نه ډیوې به هم په قبرونو نه بلوئ، نه به یې پخوئ، نه به چونه ورکوئ ، نه به پوښونه ورکوئ، بس چې د الله(ج) په دربار کې څوک نیک خلک او اولیاء دي نو جنت کې ګرځي، د پیغمبرانو ، شهیدانو او ولیانو روحونه په جنت کې دي او مسند احمدبن حنبل کې راغلي دي چې د هرمومن روح هم په جنت کې دی، خو په درجو کې یې فرق وي، له خپل بدن سره یې تعلق او اړیکه شته هغه ځان ته یوه باریکه مسئله ده، خو ځای یې جنت دی، د رسول الله صلی الله علیه وسلم او نورو پیغمبرانو روحونه جنت کې دي او د هغوی بدنونه خو نه خاورې کیږي، هغوی به په خاورو کې محفوظ وي، خو روح به یې په جنت کې وي، او د عامو مومنانو که بدنونه خاورې هم شي خو روحونه به یې په جنت کې وي، نو مراد دادی چې دغه ته توحید او شاهدي ویلی شي.


اسلامي حکومت څه ته وایي؟

 

خو یو بل توحید هم شته، هغه دا چې څنګه چې د الله(ج) دا حق دی، چې سجده به هغه ته کوې، رکوع به هغه ته کوې،  نذر او منښته به د هغه په نوم ورکوې، غیبي مدد به له هغه نه غواړې، نو  دغه راز دا هم د الله(ج) حق دی چې نظام به هم د هغه منې، د بل چا نظام به نه منې، د الله(ج) قانون به منې او د بل چا به نه منې، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم خلکو ته دا شهادت او ګواهي ورکړه، چې ریښتونی نظام اسلام دی ( ان الدین عند الله الاسلام ) د الله (ج) په نزد یوازې اسلام دین دی، او څوک چې بل دین غواړې نو نه به ترې منل کیږي او تباه او برباد به شي، نبی علیه السلام دغه آیت خلکو ته واوراوه ( انا انزلنا الیک کتابا بالحق لتحکم بین الناس بما اراک الله ولا تکن للخائنین خصیما) ژباړه (مونږ پرتا باندې قرآن کریم په حقه سره نازل کړی دی، ددې لپاره چې ته به د خلکو ترمینځ د قرآن د احکامو سره سم حکومت کوې او ته به د خاینانو پلوي او وکیل نه ګرځې)  نو پدې کې د زیاتې شرحې اړتیا څه ده؟ قرآن خو د حکومت لپاره راغلی دی نو څوک چې د قرآن مطابق حکومت کوي دغه توحید دی، او څوک چې د قرآن خلاف حکومت کوي دا شرک دی، اسلامي حکومت هغه ته وایي چې د قرآن او سنت نظام نافذ کړي، د قرآن او سنت واکمني عملا موجوده وي، یوازې اعتقادا نه، اعتقاد خو ضروري دی، خو اسلامي حکومت کې عملا  قرآن او سنت نافذ وي،  او چې د قرآن او سنت واکمني نه وي، نظام غیر اسلامي وي، اقتصادي سیستم په سود باندې روان وي، په قضاء او محاکمو کې وضعي قانون باندې فیصلې کیږي، پارلمان د غربي سیکولریزم په پارلماني اصولو او سیستم روان وي، رسنۍ او نشراتي وسایل د خیر او نیکۍ په ځای د بدۍ او بې حیایۍ په خپرولو لګیا وي، نو دا غیر اسلامي نظام دی، که څه هم چلوونکی یې مسلمان وي، په ګڼو اسلامي هیوادونو کې واکمنان مسلمانان دي خو نظامونه یې غیر اسلامي دي، ځکه چې د توحید په ځای یې په شرک باندې نظام روان کړی دی.


اتوم بم جوړول څه حکم لري؟

دا چې ځینو اسلامي هیوادونو اتومي بمونه جوړ کړل ، نو زه د یوه دیني ډلې او خوځښت د یوه کارکوونکي او غړي په توګه په دې باندې خوښ شوم خو دا هم باید ووایم چې اتوم بم انسانیت وژونکې وسله ده، او لومړنی جوړوونکی هیواد یې هم امریکا ده، امریکا دغه بشریت ختموونکې وسله ایجاد کړې ده، دا هغه وسله ده چې په کوم ځای وغورځول شي، نو ښځې هم مري او سړي هم ، پوځیان هم مري او په کور کې ناست ماشومان هم، تردې چې په هغه ځمکه تر ډیره وخته کرنه او کښت هم نه کیږي، او د اسلام حکم دا دی، چې د کفارو له کومو پوځیانو سره جګړه ده، نو په هغو به حمله کوې مګر که چیرته په سهوه او خطا سره د هغوی په مینځ کې راګیر شي، نو پدې اساس اسلام کله هم د دغه ډول انسانیت وژونکې وسلې د جوړولو هڅونه نه کوي، او اسلام غواړي چې د ټولې نړۍ نه دغه بشریت بربادوونکې وسله ختمه او لرې کړل شي، ځکه چې پدې کې له مجرمانو سره بې ګناه او غیرمجرم خلک هم تباه کیږي، او دا د اسلام له لارښوونو سره منافي ده، خو دا چې طاغوتي قوتونو د انسانیت لپاره دغه وسله تیاره کړه، یهودانو، صلیبیانو او کمونستانو خو مخکې درلودله ، پدې وروستیو کې هندوانو هم تیاره کړه، نو اوس هر یو په بوره جرات سره په مسلمانانو سترګې را وباسي او  ګواښونه ورته کوي، خو چې ځینو اسلامي هیوادونو هم جوړه کړه او څه آزمیښتي چاودنې یې هم وکړې، نو په هغو هم ویره راغله، او په ډار کې پریوتل، نو قرآن کریم وایي چې( و اعدوا لهم ما استطعتم من قوة ) (کوم قوت چې ممکن وي، دښمنانو ته یې تیار کړئ)، ګټه یې څه ده؟  ( ترهبون به عدو الله و عدوکم )( د الله(ج)  او ستاسې دښمنان به پرې وویریږي) نو چې وسله جوړوې، د شریعت سره سمه به یې استعمالوې، اسلام خو د ړندو نظام ندی، په کلاشنکوف هم  چې ډزې کوې نو په هغه ځای کې به کوې، چې شریعت درته اجازه کړې وې، خو وسله به تیاره ساتې، چې دښمن درنه وویریږي، که دغه وسله یومخ له دنیا نه ختمه شي خو ډیره ښه ده خو چې نور یې نه ختموي او د مسلمانانو پر خلاف یې کاروي نو دوی یې هم ساتلی شي، دغې وسلې ته بیا اسلامي وسله او دفاعي اتوم بم ته چې مسلمانان یې د خپل ځان، هیواد او دین د ساتلو لپاره ساتي اسلامي بم ویلی شي، کله چې الله پاک وایي چې تاسې داسې قوت او سله چمتو کړئ، ستاسې او د الله(ج) دښمن پرې وویریږي نو په دغه موخه جوړه شوې وسله اوقوت اسلامي دی.
خو پدې خبره هم باید پوه شو چې امریکا او نور شیطاني قوتونه د اتوم بم نه دومره نه ویریږي، څومره چې د اسلامي شریعت نه ویره لري، نو په کومه ورځ چې په اسلامي هیوادونو کې دا اعلان وشي چې له نن نه وروسته به ټولې فیصلې د اسلامي شریعت پربنسټ کیږي نو تاسې به ووینئ، چې د الله(ج) د رحمت باران ووریږي، خو زمونږ واکمنانو ته دغه توفیق الله(ج) ندی ورکړی، زیاتره واکمنان کلمه وایي، اسلام هم مني خو تطبیقوي یې نه، چې دې ته دوه مخي او منافقت وایي، نو الله(ج) دې دوی ته توفیق ورکړي، چې تضاد او دوه مخي پریږدي او شریعت پلی کړي، او ملتونو ته هم لازم دي چې د اسلامي شریعت د تطبیق او دین د اقامې لپاره هڅو او کوښښونو ته دوام ورکړي.
ستا مسئولیت څه شی دی؟

زه دوه نورې خبرې هم کول غواړم:
یو دا چې حدیث شریف دی چې ( کلکم راع و کلکم مسئول عن رعیته ) ستاسې هر سړی مسئول دی او له هغه نه به د خپل رعیت په اړه پوښتنه کیږي، څوک چې د خپل ځان واکمن او مسئول دی نو هغه ته په کار دي چې شریعت په خپل ځان پلی کړي، که د کور مشر دی نو هغه به په خپله کورنۍ شریعت پلی کوي، که څوک د یوې ډلې او ګوند مشر دی نو هغه به د خپل ګوند دننه شریعت نافذوي، عدل او انصاف به تطبیقوي او د شریعت غوښتنې او تقاضاوې به پوره کوي، او څوک چې د ټول هیواد واکمن او حاکم شي نو بیا به په ټول هیواد کې شریعت نافذوي.
د دعوت جهاد نرمه ژبه غواړي!

بله دا چې په اسلامي ټولنو کې ـ چې هلته بهرني یرغلګر تیری نه وي کړی ـ د وسلې جهاد ناروا او د دعوت جهاد لازم او ضروري دی، بدې باندې هیڅ عالم هم فتوی نده ورکړې، نو چې د دعوت جهاد کوو، پدې باید په شو چې د دعوت ژبه جلا او د قتال ژبه جلا وي، د قتال ژبه دا وي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خیبر فتحې ته لاړ، نو تقریر ته نه ووتللی بلکې جنګ او غزا ته تللی وو، د وعظ نه بلکې د جنګ میدان وو، د تعلیم او دعوت نه بلکې د جنګ ډګر وو، په جنګ کې نرمې خبرې نه کیږي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپله نعره تکبیر وویله ( الله اکبر، خربت خیبر، انا اذا نزلنا بساحة قوم فساء صباح المنذرین )  د جګړې میدان وو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم امر وکړ، چې (وژنئ) اما د دعوت انداز بیا د محبت وي، شفقت وي، د یوچا د پوهولو انداز وي، د سړي په دماغ کې د کینولو وي، که سختي او تکلیف راځي نو داعي یې زغمي، کله چې د حق خبره وشي نو د یولوري نه د دعوت سره مخالفت وشي ، ناوړه اقدام وشي، نو داعي به یې زغمي ، خیر دی که سخت ګوزار وشي او داعي مړ شي نو شهید به شي، نو دغه انداز کې د توحید بیان واکمن ته هم په کار دی.
او د ( داعیا الی الله ) معنا دا ده چې د الله(ج) دین ته خلک رابولي، چې څوک یې مني هغه ته زیری ورکوې او چې څوک یې نه مني هغه د الله(ج) د عذاب نه ویروي، بیا الله پاک وایي چې مومنانو ته زیری ورکړه چې دوی ته به د الله(ج) له لوري نه غټ فضل وي او د کافرو او منافقانو خبره مه منه او د دوی د تکلیفونو پروا مه ساته، په الله(ج) باندې بروسه وکړه
په پای کې د قرآن کریم د څو آیتونو ژباړه وړاندې کوم چې په هغو کې ستر پیغام پروت دی ( ن ـ والقلم وما یسطرون، ما انت بنعمة ربک بمجنون، وان لک لاجر غیر ممنون، و انک لعلی خلق عظیم، فستبصر ویبصرون، بایکم المفتون) کفارو به په رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې ویل چې دی لیونی شوی دی نو الله(ج) وویل: ( زما دې په قلم باندې ـ هغه که د ملایکو وي او که د انسانانو ـ او په هغه خبرو چې دغه قلم یې لیکي، قسم وي چې ته د الله(ج) په نعمت، مهربانۍ او د هغه د پیغمبر کیدو په وجه لیونی شوی نه یې، ستا لپاره نه ختمیدونکی اجر دی، ته په لوړو خویونو باندې قایم یې او ژر ده چې ته به ووینې او دوی به هم وویني، چې لیونتوب په چا کې دی، لیونتوب د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مخالفینو کې دی، او دی خو د الله پاک سپیڅلی پیغمبر دی.


خلق عظیم ( لوړ اخلاق ) څه ته وایي؟ دې الفاظو کې ستر معنویت پروت دی، ښه خوی کله نا کله په بې کاره خلکو کې هم څرګند شي، خو ده ته الله(ج) وایي چې ته په لوړو اخلاقو همیشه قایم او دایم یې، سعد بن هشام (رح ) وایي، چې ما د عایشې رضی الله عنها نه پوښتنه وکړه، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم خوی څنګه وو؟ نو هغې وفرمایل: ( کان خلقه القرآن) د رسول الله صلی الله علیه وسلم خوی قرآن وو.
نو بس قرآن کریم زده کړئ او په هغه عمل کوئ همدغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت دی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مولانا ګوهرالرحمن د تفهيم القرآن مدرسې مهتمم او د ګڼو ديني کتابونو ليکوال و

منبع :اصلاح آنلاین .



  1. په قبرونوپردی اوپوښونواچول څه حـــکم لری حالنـــــکه په ډیـــــرو پوښوډیرقـــرانی ســـورتونه لیکلی وی
  2. په قراءت اوتكبيركې داوچت او ورو اواز اندازه
  3. په قرض سره په ګران قيمت خرڅول
  4. په قسط باندې خرچول او اخيستل د اسلام له مخې څه حکم لري؟
  5. په كوركې دجماعت په كولوسره دجومات ثواب حاصليږي اوكه نه؟
  6. په كوركې دننه اذان اوجمعه كول :
  7. په كوټ اوپتلون كښې مونځ كيږي اوكه نه؟
  8. په كټ باندې مونځ كول صحيح دي
  9. په لاندى حالاتو كې دامانت تاوان وركول لازميږي
  10. په لباس کښي دزیب او زینت ترڅنګ دپردې خیال ساتل لازمي دی
  11. په لمانځه کې د سُتري ضرورت ، فوائد او احکام
  12. په لمانځه کې کوم ځای ته وکتل شي او د څه شي تصور کول پکار دی ؟
  13. په مذي باندې په ككړو جاموكې مونځ كول صحيح دى اوكه نه ؟
  14. په مسجد کې سوال غوښتل
  15. په مړی پسې دخیراتونوشرعې حیثیت
  16. په نابالغتوب کې يي له يوه نامردسره نکاح وشوه اوس څه وکړي ؟
  17. په نابالغتيا كې پلار چې د جينئ كومه نكاح وكړه هغه صحيح ده دويمه نكاح د بلوغ نه پس نه شى كولى
  18. په نني عصر کې دمسواک په ځای ټوتهـ پیسټ اوبرش ډیرزیات استعمالیږي په دې باندې اجر اوثواب میلاوېږې او که نه ؟
  19. په وترو کې چې کله دعاء قنوت وايي نو بسم الله ووايي اوکه نه ،اود جنازي په لمانځه
  20. په وخت د نكاح د ورور جوړولو رواج غلط دى
  21. په وړينو كاليوباندې ګنده ګې ا وچه شي اوپه خپله ورژيږي بغير له پاكولو نه مونځ روا دى اوكه نه ؟
  22. په يو پوزكي سړى اوښځه دواړه مونځ كولاى شي
  23. په پيچکاري، قطره، اکسيجن..روژه ماتېږي؟
  24. په کوموشيانو هم روژه ماتېږي او هم کفاره لازمېږي؟
  25. په ګاډي کې مړې اوړل څنګه دي ؟
  26. پوښتنه دسختې يخنۍ اوتبې په سبب سره تيمم روا دى اوكه نه ؟
  27. پوښتنه : آيا په کورتۍ او پتلون اغوستلو کې له کفارو سره مشابهت راځي اوکه نه ؟
  28. پوښتنه: آیا په اسلام کښی شاعری جائز ده؟
  29. پوښتنه: یو عالم چی څومره علم وکړی ورته شیخ الحدیث، او شیخ القرآن ویلی شو؟
  30. پوښته : د دواړو سجدو په منځ كې دادعاء لوستل روا دي اوكه نه ( اللهم اغفرلي وارحمني الخ ) ؟
  31. پوښته : په لمانځه کې قراءت څومره اندازه فرض دى ؟
  32. پوښته :كه څوك دلمانځه په قعده كې كله يوه اوكله بله دعاء و وايې داحنافو په نزد خوبه كوم ممانعت نه وي ؟
  33. پوښته: دانګريزانو وړينې جامې ليلاميږي په هغې كښې شبه دناپاكۍ شته ، اياهغې سره مونځ جائز دى اوكه نه ؟
  34. پوښته: داودس وچولو وخت كښې سلام كول يا د سلام ځواب وركول جائز دي اوكه نه ؟
  35. پيوند كاري اعضاء دليل مانعين دلائل قائلين: ند كاري اعضاء
  36. ځنی خاصې شپی لکه پنځلســـم دی برات اولســــم دمحرم اوداسی نوری
  37. ځوانه: په روژه كې خو دا لس كارونه وكړه
  38. ځيني خلك له ركوع نه رورسته نيغ نه ودريږي اوسيده سجدې ته ځې په داسې كولو مونځ كيږي اوكه نه ؟
  39. څوک چه په دويم رکعت كې شريک شي نوثناء{ سبحانک اللهم } به وائي اوکه نه ؟
  40. څوک چې ديوال لاندې ګيريدلو سره مړشې هغه له به غسل ورکولې شې
  41. چا ته د مينې ،عقيدې او اخلاص له مخې د هغه عزت او اکرام لپاره قيام پاڅېدل او درېدل څه حکم دې تفصیلی وضاحت واکړې
  42. چنده غير مسلما ن در مسجد
  43. چه اميان راټول شي اوځانته ځانته مونځونه كوي نو آيا اذان ورباندې شته اوكه نه ؟
  44. چه په سجده كښې دواړوه خپې اوچتې كړي نو څه حكم لري؟
  45. چه پيزاريې په پښووي نواذان كول څنګه دي؟
  46. چه اذان ياتكبيرغلط وويل شي نوراګرځول يې لازم دي اوكه نه؟
  47. چه دهندوانوپه ډول ساړى وتړي نو مونځ په كښې كيږي اوكه نه ؟
  48. چه مسبوق په هيره سره سلام وګرځوي بيادچاوريادولوسره پاڅيږي او پوره كړى مونځ ؟
  49. چک چکې وهل او د معلم د استقبال د پاره د زده کونکو پورته کيدل
  50. چکک او تیلو اچول روژی ته تاوان رسوی او که نه؟
  51. چی خپله خوریالورپه ډیـرو زیاتوروپو ورکوی او دهغی مهرپه خپل جیب کې اچـوی
  52. چی دنوی واده والا کسان چی مسافری یی تر۳میاشتو اضافه شی دوهمی ځل نکاح پری اوړی ایا دا واقعیت لری که نه ؟
  53. چې اوبو سره استنجاء كولو وخت كښې څاڅكي راځي نوڅه وكړي ؟
  54. چې مريض ته پليتي ورسيږي اواوبه ورته نقصان رسوي نوپاكوالى څنګه كېږي ؟
  55. ډيرخلك له سجدې نه څلور ګوتې پورته شي دويمه سجده كوي دهغوي مونځ كيږي اوكه نه ؟
  56. ډیری ښځی دی اولیــأووشهـــیدانــوقبــرونوته ورځې اوهــلته ورته زانـګو اچوی
  57. ښځه بيلتون غواړي نوڅه حکم وکول شي ؟

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User