Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, November 26, 2010

د ګاڼه يا ګروی (رهن) لنډ بيان

د ګاڼه يا ګروی (رهن)  لنډ بيان

په هغه صورت کی چه سړی په سفرکی وی روپو ته يی ضرورت پيښ شی ياپه خپل وطن کی وی خوڅوک ونه پيژنی اويا دقرض د آداکولو اعتبار موجود نه وی .
پدغه صورتونو کی داسلام اقتصادی نظام ددی ډول ستونزو حل درهن يا ګروی دحکيمانه لاری په مشروعيت سره کړی دی .
درهن شرعی تعريف :
رهن عربی لفظ دی چه معنی څه څيز لره دڅه سبب په بنا باندی منع کول يا پابندول دی
په شرعی اصطلاح کی رهن دمال بندول اوتوقيف دی ،دحق په مقابل کی،دومره مال چی دحق نه اداکولو په صورت کی له ګرو شوی شی څخه حق پوره کيدای شی.
درهن (ګاڼه يا ګروی )ارکان اوشرطونه :
۱- ګروی به د دواړو په رضامندی وی .
۲- دګروی دوهم رکن قبضه ده کوم شی چه په ګروی ورکول کيږی بايد هغه شی مرتهن (ګرو نيونکی ) ته په قبضه کی ورکړی ،مثلاً ځمکه په ګروی کی ورکوی خو په هغه باندی دبل چا قبضه وی نو دا ګروی نه صحی کيږی.
۳- ګرو ايښودونکی  او ګرو اخيستونکی  به دواړه قاعلان وی ،يعنی په معامله باندی پوهيږی .
۴- د ګروی شی به ددی قابل وی چه خرڅ شی قيمت پری وصول شی ،موجود وی او دګروی په وخت کی په هغه قبضه کيدای شی .
مثلاً څوک د درياب ماهيان ،دباغ ميوه د موسم نه مخکی ياپه بل ملک کی مال وی چه دهغه په راتلو وخت اوخرچ لګی ،نودا ټول څيزونه په ګرو ايښودلو کی نه صحی کيږی .
دراهن (ګاڼه  يا کرو ايښودونکی )  مسئوليتونه اوحقوق :
1- راهن ياګرو ايښودونکی  بايد دګروی شی ګرو اخيستونکی  ته تسليم کړی .
۲- تر څو چه ګرو اخيستونکی  ته دګروی شی نه وی حواله شوی نوګرو اخيستونکی  هغه معاهده فسخ کولای شی.
۳- دګاڼه يا ګرو شوی شی له تسليمی او دګاڼه ګرو اخيستونکی   درضامندی نه ورسته ګاڼه ايښودونکی  معاهده نشی فسخه کولای .
۴- ګانه ايښودونکی  دګاڼه کړی شی د بدلولو داختيار جواز لری په هغه صورت کی چه ګاڼه اخيستونکی  پری راضی وی .
۵- دګاڼه ياګروی په موده کی دګاڼه شوی شی چه څومره زياتوالی اوګټه کوی هغه به هم له ګاڼه يا ګروی سره يوځای د راهن يا ګاڼه ايښودونکی  وی .
مثلاً دباغ ميوه ،دځمکی حاصيلات ،دڅاروی بچی او دمکان کرايه داټول څيزونه دراهن ياګاڼه  ياګروی ايښودونکی  دی .
نوڅرنګه چه دګاڼه کړی شی ګټه د ګاڼه ايښودونکی  وی  نوپه هغه چه څومره مصرف  شوی وی هغه مصرف به ګاڼه اخيستونکی  ته ورکوی .
مثلاً دځمکی دبزګری مصارف ،دڅاروی مصارف  اونور به ګاڼه اخيستونکی  ته ورکوی.
۶- که راهن مړ شی نود ګاڼه ياګروی معاهده فسخ ده ،نووارثان دده به له ترکی نه قرض اداکوی اوګاڼه شوی شی به بيرته اخلی .
دګرو اخيستونکی مسئوليتونه اوحقوق :
۱- ګرو اخيستونکی به دګروی شی يو امانت ګڼی او دهغه به پوره ساتنه کوی .
۲- دګرو شی په ساتنه اوحفاظت چه کوم خرڅ کيږی هغه دګرو اخيستونکی په غاړه دی ،خوکه دا خرڅ دګرو شوی شی دبقا اوګټی لپاره وی نو بيا په ګرو ايښودونکی دی .
۳- ګرو اخيستونکی له ګرو شی څخه ګټه نشی اخيستی ،دځمکی حاصلات نشی خوړی ،په سرواوسپينوزرو اونغدو پيسو تجارت نشی کولی ،دباغ ميوه نشی خوړلی .
۴- که ګرو ايښودونکی دګرو شی دبقا اوګټی خرڅ نه ورکوی ، نوګرو اخيستونکی چه په هغه کوم خرڅ کړی وی  هغه د ګروی شی له کټی څخه کټ کړی .
۵- په ګرو شی که څه خرابی راشی نوهغه دګرو اخيستونکی مسئوليت دي  يعنی د قرض د ادا کولو په وخت کی به راهن يا ګرو ايښودونکی ته اختيار وی  چه دتاوان په اندازه روپی  ترينه کټ کړی .
۷- که راهن يا ګرو ايښودونکی موجود نه وی ګرو اخيستونکی بغير دحکومت له اجازی  ګاڼه کړی شی   نشی خرڅولای.
۸- که مرتهن  يعنی ګرو اخيستونکی مړشی نودهغه وارثان به دګرو شی ګرو اخيستونکی  وی.
 دګرو شی څخه فائده اخيستل :
په ننی زمانه کی دګرو ايښودونکی او ګرو اخيستونکی دواړو په ذهن کی داوی چه ګرو ايښودونکی به ګټه اخلی ولی په ګروی باندی ګټه اخيستل سراسر سود دی ،ځکه چه دلته دقرض په بدل کی ګټه په لاس ورځی او هغه  خوری  داسی نه کوی چه ګټه  په قرض کی حساب کړی .
په افغانستان چه نن سبا کومی ځمکی په ګروی ورکول کيږی  هغه ته  يی د يوی بيعی  نوم ورکوی  چه بيع الوفا  يی بولی .
بيع الوفا يوه اجتهادی بيعه ده چه د بخارا علماؤ ټاکلی ده  اود نړی علماء پدی اړه  مختلف نظريات لری
دهندوستان  علماء هم ليکی دا بيع د بلخ او بخارا علماوو ټاکلی ده  ،يواختلافی مسئله ده .
چی ځنی  يی روا اوځنی يی د سود لپاره يوه لاره بولی .
عربی علماؤ هم  پدی اړه ذياتی ليکنی کړی  دوی هم ليکلی دا د سمرکند علماؤ ټاکلی ده .
يوه اختلافی بيعه ده چه ځنی علماء ردوی اوځنی يی تائدوي  والله اعلم .
                                                                                                                                     
حمدالله شاکری
سرچینه اسلام 610

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User