په ټوله نړۍ وحشتناکه څېره
د
مستره خور د هغه د ښكلولو په حال كې
خوزه مستره ۵۱ کلن اسپانوي هغه وحشتناکه څېره لرونکې انسان دی، چې
له څېرې څخه يې خلک ډارېږي. ددې اسپانوي په شوڼده هغه مهال يوه غده
راوختله، چې دې لا کوچنې و.
کله چې خوزه جراح ډاکټر ته ورغې، نو هغه ورته د عمليات سپارښتنه وکړه، مګر دده (خوزه) له لورې ورته منفي ځواب ورکړ شو.
دې (خوزه) چې د يوه يهودي ټولنې (يهوا) غړې دی، ددې کار سره
مخالفت کوي، چې د خولې يا د بدن د کومې بلې برخې څخه انسان ته وينه ورکړ
شي، او دا کار د څښتن په کارونو کې لاسوهنه ګڼي.
د خوزه مستره کورنۍ ته کابو ۳۰ کاله مخکې دا د سر درد پيدا شو، چې
دا کورنۍ هم د خوزه مستره په څېر د يهوا د ټولنې له سرسختو پلويانو څخه
ده. دې کورنۍ د ګاونډيانو د ډېر ټينګار او سپارښتنې سره سره چې خپل ناروغ
زوی ډاکټر ته بوزي ته چندانې پام ونکړ.
دا غده په پرله پسې توګه يو وحشتناکه بڼه خپله کړه، او ورو ورو په
لويېدو شوه، په لومړي سر کې خوله او لږ څه وروسته يې پوزه هم ور بنده کړه. د
يو څه نورې مودې په تېرېدو سره دا غده دې بريد ته ورسېده، چې له سترګو يې
هم لاس ووينځلو او ړوند شو.
خوزه مستره چې د پرله پسې وينه بهېدنې سره لاس و ګرېوان و، ډېره
وېروونکې څېره يې خپله کړې وه، ان تردې چې خپله هم له خپلې څېرې څخه وډار
شو. په پای کې يې له الماني ډاکټرانو څخه مرسته وغوښته، مګر هغوی ورته وويل
چې بې له وينې ورکونې څخه دده عمليات ناشونې دي.
له يو څه مودې وروسته خوزه د ډېسکوري چېنل لخوا انګلستان ته راوستل شو،
او دوه برتانوي ډاکټرانو ته وښودل شو، ډاکټرانو ورته وويل چې د ۵ کيلويی
غده بايد عمليات شي.
مګر دې ځل يې خور، چې د برتانيې په سفر ورسره مله وه، د خوزه اعتراض رد
كړ، او د ډاكټرانو شرطونه يې ومنل.
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.