سلامونه ډالی کوم
او
هیله مند یم دالاندی دوه سوالونه راته جواب کړی
او
هیله مند یم دالاندی دوه سوالونه راته جواب کړی
دمړي دغسل څه طريقه ده
پوښتنه :
که چېرې مړته غسل ورکول وي . نو په کومه طريقه به ورکوي ؟ ايا داغسل سنت دى
که فرض دى . که واجب دى ؟ او څنګه به يې لامبوي ؟ اوکوم سړى چې بې ترکيبه مړي ته
غسل ورکړي . اودمړي په بدن باندې اوبه ښه
اوبهوي اودغسل دقاعدې څخه ناوافقه وي . نودهغه غسل تهيک شواوکه نه ؟
ځواب : دمړي دغسل
طريقه داده چې داستنجاء کولوڅخه وروسته دې ورته اودس (وضوء ) اوکړى شي . اودهغه په
سراوپه ټول بدن باندې دبيرې په پاڼوکې پوخ شوې ( تړمې ) اوبه واچولى شي . اودهغه
سر او ګيره دې په خطې سره اووينځلى شي . اوګسه ډډه دې څملولى شي . ښې ډډه دې ورته
اوبه واړوي . بيادې په ښه ډډه څملوي اوګسه ډډه دې ورته ووينځي . بيادې په اډانړې
ورکولوسره کينوي . اوخيټه دې ورته وروورواومږي . چې څه اونه وځي اوکه وځي هغه دې
اووينځي بيادې خملوي .اوپه ټول بدن دې ورته اوبه واړوي . په دې کې به سنت اوفرض
غسل ټول اداء شي اوفرض يواځې يوځل بدن وينځل دي . باقي ټول امورسنت دي . که چېرې
مړي ته بې ترتيبه غسل ورکړى شو. نوغسل اداء شو خو بهتر دادى چې دسنتو موافق ورله
غسل ورکړى شي . څنګه چې پورته اوليکلى شو . فقط .
دمړي غسل لپاره څنګه اوبه پکاردي ؟
پوښتنه :
دامشهوره ده . چې دمړي غسل لپاره مخکې دبېرې پانړوکې جوش کړي اوبه
بياکافوروکې ګډې کړي . اوبه اوپه دريم ځل خالصې اوبه جوش شوې نه وي . ( صحيح خبره
څنګه ده . ) ؟
ځواب : شامي دمړي دغسل په باره کې داتفصيل کړى دى . چې
مخکې دې خالصواوبوسره غسل ورکړى شي . بيادبيرې پاڼړو کې پخ شوې اوبه اوبيادې ورباندې هغه اوبه واچوي چې
کافورپکې ګنډشوي وي . اودفتح القديرڅخه يې نقل کړي دي . غوره دادى . چې مخکې دوه
ځله دبېرودپاڼو پخ شوې اوبه اوپه دويم ځل دې ورباندې دکافورو والا اوبه واچوي (1) فقط
(1) ذکرشيخ الاسلام ان الاولى بالقراح اى الماء
الخالص والثانية بالمغلى فيه سدر والثانية بالذي فيه کافورقال فى الفتح والاولى ان
الاوليين بالسدر کما هوالظاهرالهداية لما في ابي داؤد بسندصحيح ان ام عطيه تغسل
بالسدرموتينوالثالث بالماء والکافور( ردالمختارباب صلاة الجنائز١ص ٢ .٨ ط.س. ج٢ ص
١٩٨ )
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.