Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning
Showing posts with label دبنی اسریلو دیوه پاچا قصه. Show all posts
Showing posts with label دبنی اسریلو دیوه پاچا قصه. Show all posts

Sunday, March 25, 2012

دبنی اسریلو دیوه پاچا قصه


دبنی اسریلو دیوه پاچا قصه

پاچا دیو نوکرصفت اوریدلی و چی ډیرهوښیار هلک دی،هغه یی خپل دربارته راوغوښت چی ته دلته زماسره اوسیږه زه به ښه معاش درکوم،نوکر وویل چی زه یوه پوښتنه لرم هغه داچی که ته پداسی وخت کی داخل شی چی زه دتاه له وینځی سره ټوکی کوم ته زماسره څه کوی؟پاچاه زیات په قهرشو اوورته ویی ویل احمقه! تاته دما په مخ داجرات چاه درکړی دی اوس غواړم سخته سزا درکړم،ته خبریی دچاه په مخ کی داخبره کوی،
نوکر وویل:پاچاه صیب زه ډیره بښنه غواړم زه ستا غلامی نه شم کولای توان یی نه لرم که اجازه وی زه به ولاړشم،پاچاه نو هم په قهرشوویی ویل بی وقوفه ددی پرځای چی بښنه وغواړی اوس زما له نوکری څخه هم لاس اخلی ما آوریدلی وچی ته ډیر هوښیاریی مګر ته ډیر بی عقل یی،نوکو وویل:جناب زه دداسی رب غلام یم چی که روزانه اویاه ځله ماپه ګناه کولو ووینی نو په غضب کیږی نه اونه می له خپله درباره شړی نه رزق او روزی راباندی قطع کوی نه روغ صحت نه خوشحالی اونه شتمنی راڅخه اخلی،که یووارپه اخلاص توبه وباسم توبه می قبلوی که هرڅومره ستر جرم می هم کړی وی،نوزه ولی دهغی دربارپریږدم او دی تا دربارته راشم ،ماستا پرمخ کی صرف نافرمانی اوکړه ستا دا حال شو که ریښتیا هم زمانه غلطی وشی ستابه څه حال شی دایی وویل له دربارنه خارج شو
نوګرانو وروڼواو خویندو ریښتیا هم الله پاک تر هرچاه ډیر مهربانه اوپوره رحم والا دی که مونږ په اخلاص سره توبه وباسو قبلوی یی نو راځی دخپلو ګناهونو څخه په اخلاص توبه وباسو په ژوند اعتبار نه شته دی خدای مه کړه داسی نه شی چی دتوبی نه مخکی مړه شو.
ستاسو ددوعاو په هیله،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،افضل الحکایات لمړی ټوک
وروڼو او خویندو کی مونږ په اخلاص سره توبه وباسو


بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User