Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, February 18, 2018

د کتاب پېژندنه


د کتاب پېژندنه
دمترجم مقدمه
بسم الله الرحمن الرحيم
ددارالعلوم ديوبند مکمله فتاوى  څلورم جلد
نحمده ونصلي على رسوله الکريم :
دالله تعالى فضل اوکرم دى . چه هغه ما خاکسار ته ددين قيم اودديني علومو دخدمت شوق رانصيب کړى دى دفتاوى داڅلورم جلد چه وړاندې کووم زړه مې له خوښۍ ډاډ منني  نه  ډک دى له زړه نه دعا کووم چه داحقير خدمت دقبولتيا شرف حاصل کړي اوپه راتلونکي  كښې   دمدارجو پوړۍجوړه شي .
دفقهي دنوي ترتيب اوتدوين اودنوو مسائلو دحل کولو دضرورت احساس مخ په عاميدو دى .عزتمندو عالمانو په دې هکله لومړنۍ هڅي هم  شروع  کړي دي په دې لړۍ  كښې   ترټولو د مخه په هندوستان  كښې   دتحقيقات شر عيه بنسټ کيښودل شو چه دهغه دصدارت فرائض زمونږ دشورى دمجلس مشهور شريك حضرت مولانا سيد شاه منت الله (رحماني ) دامت برکاتهم دبهار اواړيسي دشريعت امير تر سره کول هغه سره له دې چه يوعمل لرونکى عالم ؤ داوږده فکر اوژور نظر څښتن اوله موجوده غوښتنو  نه  په تمامه معنى خبردار ؤ .
بيا پاکستان  كښې   ديوه مجلس قيام په عمل  كښې   راغى اوپه پاى  كښې   دمصر دحکومت تر کتني لاندې د( مجمع البحوث الاسلاميه ) ناسته په قاهره  كښې   راوغوښتل  شوه چه په هغې  كښې   ددوه څلويښت ملکونو عالمانو  حصه  اخيستي وه په دې اجلاس  كښې   دهندوستان له لوري دداراالعلوم ديوبند سر پرست ( حکيم الاسلام   حضرت مولانامحمدطيب صاحب ، مولاناسيدشاه منت الله رحماني اومولاناسيداحمداکبرابادي ) ( دامت برکاتهم ) شريک شول ، اودکتاب ، سنت اوتاريخ په ړنا كښې   هغوى خپله مضبوطه  رايه وړاندې کړه ،خلاصه  دا چه  ددارالعلوم ديوبندمشرانودموجوده حالاتوجائزه واخستله ، او چه  کوم څه په اعتدال سره کولاې شي هغه کوي ، اوپه راتلونکي  كښې   به يې هم کوي ، رښتياخوداده چه دارالعلوم ديوبندته الله جل جلاله ددين اوفقهي دبصيرت اوخدمت کوم معتدل مزاج وربښلى دى هغه ته سم  شان کتلوسره ددې کاردترسره کولوحق همدوى ته حاصل دى ، اوهيڅ شک نشته چه دارالعلوم دسلوکلونوله نوروخدماتوسره سره داعظيم الشان خدمت هم په څه ناڅه درجه  كښې   ترسره کوي ، زمونږ فتاواووتازه لړۍ چه له دارالعلوم  نه  خپريږي ، دهغې له مطالعې سره به تاسووپوهيږۍ چه ددارالعلوم دارالافتاء له زړومسائلوسره دنويومسائلودحل کولوفريضه هم په ښه توګه ترسره کوي ، په راتلونکي  كښې   به په دې موضوع باندې دړنااچولوکوشش وکول شي ، په پاى  كښې   دعاده چه اى بې نيازه ربه ، دخپل حقيربنده خدمت قبول کړې ،اوداخدمت دده دپاره داخرت توښه جوړه کړي .

ربناتقبل مناانک انت السميع العليم ، امين يارب العالمين .






No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User