Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, February 18, 2018

د کتاب پېژندنه

کتاب پېژندنه


ليک: اميد


د جبران خليل جبران څخه موږ ته په ادبي ميراث شل بېلا بېل اثر په انګرېزي او عربي ژبو پاته دي، چي دغه هنري اثر تر سلو هم په زياتو ژبو ژباړل سوي، چي دا وخت يې د نړۍ په ګوټ ګوټ د ده مينوال لولي.
نن زما د وړوکي کتابتون څخه تاسو ته د جبران خليل جبران ځګ او شګي نومي کتاب در پېژنم، چي دغه کتاب ښاغلي عصمت زهير پښتو ژبي ته وړاندي کړى
ځګ او شکي
د جبران خليل جبران د نثري ټوټو ټولګه ده، چي پښتو ژباړه ئې ليکوال او ژباړن عصمت الله زهير کړې.
ټوله کتاب په 95 مخونو کي د رنګه پښتۍ په درلودلو سره پر سپين کاغذ فکر نو ادبي فورم پښين خپور کړى دئ
کمپيوټر چاري بشير احمد نادم او د پښتۍ طرحه ئې سميع الله کړې ده
د کتاب تړون:
د سراښو ذهنونو لکبله يوار بيا
په وينو کي ښکېل د جبران
د ښکلي لبنان په نوم!
جبران د لبنان او لبنان د جبران تر هر څه يو
جوخت شناخت ګرځېدلى دئ!
((د جبران د اثارو ژباړه)) تر دې نامه لاندي ښاغلي محمد نعيم آزاد سريزه کښلي دى د ځک او شکي ژباړه ګټوره بولي او داسي ليکي:
.... د جبران د ليک منځ پانګه ټولنيز فکر خوروي؛ انساني ژوند يې سکالو، موضوع ده ځکه يې ټولانسانيت يه درانه نامه نوموي جبران ژوند دومره ژور څارلى دئ لکه څنګه، چي دخوږمن زړه د اوښکو په هر څاڅکي کي درد بريښي... .
پر ياد کتاب يعقوب شاه غرشين هم د جبران دا ژباړه تر عنوان لاندي سريزه کښلې ده.
ده د دغه اثر ژباړه ډېره ګټوره بللي ده او د عصمت الله زهير دا هڅه ستايلې، چي دپښتو ژبي تې(ته يې) ځګ او شکي زښت زيار او د خپلي پوهني په کمال ډالۍ کړى.
خپله ژباړن هم پر دغه کتاب ياداښت کښلى دى وايي:
... د جبران زيات لوستونکي اکثر شکايت کوي چي اصل مفهوم ته په ژباړه کي صدمې رسېدلي دي آن يو شمېر ژباړونکو د مذهبي مسلکونو چوکاټونه د ژباړي مهال ورته تراښلى دي، چي د جبران سره بربنډ ظلم دئ.
ځګ او شکي ژباړه خپل اصل SAND AND FOAM ته څومره ورته دی دا انګريزي پوهانو ته پرېږدم... .
ښاغلي زهير د هغو خواخوږو ملګرو يادونه هم کړې، چي کتاب يې د انګريزي متن سره کتلى.
دکتاب په اووم(7) مخ کي د ځک او شګي تر نامه لاندي خپله ليکوال(جبران خليل جبران) لنډ خو پور معنى ياداښت ليکلى:
دا وړوکى کتاب، چي څنګه يې له نامه ځګ او شګي څخه جوته ده ريښتيا هم يوه لپه د سيند غاړي شګي او يو لپه د سمندر ځګ دئ، که څه هم د شګي په دې زرو مي د زړه غوښي ور ګډي او د سمندر پر دې ځګ مي د خپلي روح جوهر پاشلى دئ، خو بيا هم دا کتاب د سمندر په مقابل کي ساحل او د تعبير و بيان تر حدونو بالاتر د وصال په مقابل کي يو حدود شوق ته زښت ور نږدې دئ او تل به داسي ورنږدې وي
هر يو نارينه او ښځه په خپله غېږ کي يو څه د شګو او يو څه ځګ خوندي لري په موږ کي يو څه اندازه خلګ د خپلو غېږو دا اسرارونه لوڅول او ځيني پټوال غواړي پاته سوم زه، زه د هغه خلګو د ډلي يم، چي تر شرم و حيا بالاتر وي نو تاسي مي مجبوره او معذوره وګڼئ او و مي بخښئ.
جبران خليل جبران نيويارک
دىمبر 1926
ځګ او شګي په خپله لمن کي ډېري خواږې نثري ټوټې لري
تاسي خواږه دوستانو کولاى سئ، چي دا کتاب تر لاسه کړئ او خپله ادبي تنده پرې ماته کړئ.
په درنښت
اميد

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User