Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, August 23, 2013

درهن (ګاڼه يا ګروی ) لنډ بيان



درهن (ګاڼه يا ګروی ) لنډ بيان
 
په هغه صورت کې چه سړی په سفر کې وي روپو ته يې ضرورت پيښ شي يا په خپل وطن کې وي خو څوک و نه پيژني او يا د قرض د آدا کولو اعتبار موجود نه وي .
پدغه صورتونو کې د اسلام اقتصادی نظام ددی ډول ستونزو حل د رهن يا ګروی دحکيمانه لاری په مشروعيت سره کړی دی .
 
 د رهن شرعی تعريف :
رهن عربی لفظ دی چه معنی يې څه څيز لره دڅه سبب په بنا باندی منع کول يا پابندول دي.
په شرعی اصطلاح کې رهن د مال بندول او توقيف دی ،د حق په مقابل کې،دومره مال چې د حق نه اداکولو په صورت کې له ګرو شوی شي څخه حق پوره کيدای شي.
 
درهن (ګاڼه يا ګروی )ارکان اوشرطونه :
۱- ګروی به د دواړو په رضامندی وي .
۲- د ګروی دوهم رکن قبضه ده کوم شی چه په ګروی ورکول کيږي بايد هغه شی مرتهن (ګرو نيونکی ) ته په قبضه کې ورکړی ،مثلاً ځمکه په ګروی کې ورکوي خو په هغه باندې د بل چا قبضه وي نو دا ګروی نه صحی کيږي.
۳- ګرو ايښودونکی او ګرو اخيستونکی به دواړه قاعلان وي ،يعنی په معامله باندې پوهيږي .
۴- د ګروی شی به ددی قابل وي چه خرڅ شي قيمت پری وصول شي،موجود وي او دګروی په وخت کې په هغه قبضه کيدای شي .
مثلاً څوک د درياب ماهيان ،دباغ ميوه د موسم نه مخکې يا په بل ملک کې مال وی چه دهغه په راتلو وخت اوخرچ لګی ،نو دا ټول څيزونه په ګرو ايښودلو کی نه صحی کيږی .
 
د راهن (ګاڼه يا کرو ايښودونکی ) مسئوليتونه او حقوق :
1- راهن ياګرو ايښودونکی بايد دګروۍ شي ګرو اخيستونکی ته تسليم کړي .
۲- تر څو چه ګرو اخيستونکي ته دګروی شي نه وی حواله شوي نوګرو اخيستونکی هغه معاهده فسخ کولای شي.
۳- دګاڼه يا ګرو شوي شي له تسليمی او دګاڼه ګرو اخيستونکی د رضامندی نه ورسته ګاڼه ايښودونکی معاهده نشی فسخه کولای .
۴- ګانه ايښودونکی د ګاڼه کړی شي د بدلولو د اختيار جواز لري په هغه صورت کی چه ګاڼه اخيستونکی  پری راضی وي .
۵- د ګاڼه ياګروی په موده کې دګاڼه شوي شي چه څومره زياتوالی اوګټه کوي هغه به هم له ګاڼه يا ګروی سره يوځای د راهن يا ګاڼه ايښودونکی وي، او دی به يي د کټې په توګه نه اخلي .
مثلاً د باغ ميوه ،د ځمکې حاصيلات ،د څاروی بچی او د مکان کرايه دا ټول څيزونه دراهن يا ګاڼه ياګروی ايښودونکي دي .
نو څرنګه چه دګاڼه کړی شي ګټه د ګاڼه ايښودونکي وي نو په هغه چه څومره مصرف شوی وي هغه مصرف به ګاڼه اخيستونکی ته ورکوي .
مثلاً دځمکی د بزګری مصارف ،د څاروي مصارف او نور به ګاڼه اخيستونکي ته ورکوي.
۶- که راهن مړ شي نو د ګاڼه يا ګروی معاهده فسخ ده ،نو د ده وارثان به له ترکی نه قرض ادا کوي او ګاڼه شوی شی به بيرته اخلي .
دګرو اخيستونکی مسئوليتونه اوحقوق :
۱- ګرو اخيستونکي به د ګروی شي يو امانت ګڼی او د هغه به پوره ساتنه کوي .
۲- د ګرو شي په ساتنه او حفاظت چه کوم خرڅ کيږي هغه دګرو اخيستونکی په غاړه دی ،خو که دا خرڅ دګرو شوي شي د بقا او ګټی لپاره وي نو بيا په ګرو ايښودونکی دی .
۳- ګرو اخيستونکي له ګرو شي څخه ګټه نشي اخيستی ،د ځمکی حاصلات نشي خوړی ،په سرو او سپينو زرو او نغدو پيسو تجارت نشی کولی ،د باغ ميوه نشي خوړلی .
۴- که ګرو ايښودونکی دګرو شی د بقا او ګټی خرڅ نه ورکوي ، نوګرو اخيستونکی چه په هغه کوم خرڅ کړی وي نو هغه به د ګروی شي له کټی څخه کټ کړي .
۵- په ګرو شي کې که څه خرابی راشي نو هغه دګرو اخيستونکی مسئوليت دی  يعنی د قرض د ادا کولو په وخت کې به راهن يا ګرو ايښودونکی ته اختيار وي  چه د تاوان په اندازه روپی ترينه کټ کړي .
۷- که راهن يا ګرو ايښودونکی موجود نه وي ګرو اخيستونکی بغير د حکومت له اجازی  ګاڼه کړی شی نشي خرڅولای.
۸- که مرتهن يعنی ګرو اخيستونکی مړ شي نو د هغه وارثان به دګرو شي ګرو اخيستونکی وي.
 
 د ګرو شی څخه فائده اخيستل :
په ننۍ زمانه کې دګرو ايښودونکی او ګرو اخيستونکی دواړو په ذهن کې دا وي چه ګرو ايښودونکی به ګټه اخلي ولی په ګروۍ باندی ګټه اخيستل سراسر سود دی ،ځکه چه دلته دقرض په بدل کی ګټه په لاس ورځي او هغه خوري داسې نه کوي چه ګټه په قرض کی حساب کړي .
زمونږ په هيواد کې چه نن سبا کومې ځمکی په ګروۍ ورکول کيږي هغه ته د يوی بيعی نوم ورکوي چه بيع الوفا  يی بولی .
بيع الوفا يوه اجتهادي بيعه ده چه د بخارا علماؤ ټاکلی ده او د نړی علماء پدی اړه  مختلف نظريات لري
دهندوستان علماء ليکی دا بيع د بلخ او بخارا علماوو ټاکلی ده ،يو اختلافی مسئله ده .
چی ځنی  يی روا اوځنی يی د سود لپاره يوه لاره بولي .
عربی علماؤ هم پدی اړه زياتی ليکنې کړی هغوی هم ليکلي دا د سمرکند علماؤ ټاکلی ده .
يوه اختلافی بيعه ده چه ځنی علماء ردوي اوځنې يی تائيدوي .
خو ځنې خلک بيا په بيع الوفا هم نه بوهيږي بلکي مستقيماً معامله د ګروۍ وي او بيا د هغه ګټه تر لاسه کوي چې دا صريح سود دی
(فقه مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله )
والله اعلم .

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User