Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Thursday, July 11, 2013

په روژه کې څه ډول علاج او درملنه جايز دي ؟





3
 
اسلام عليكم بعد سلام نه ستاسو مهرباني تاسي خكلي جوابونو نه
يوسوال لرم
زما ده سيني الرجي ده
اوما دير زيات علاجوكرو
خو فايده نه كوي
وس داكتر راته سپري ليكلي دي
ايا روزا كي سپري كول جايز دي كه روزي ته نقصان رسي
خو سپري ونه كرم نوسا ه مي بنديگي جواب ضرور غوارم
الله د تاسي له جنت فردوس دركري

2

اسلام علیکم وبعد:
که مهربانی وکری په روجه کی د پیچکاری- سیرومو او په مجموع که کوم دول دواگانی کولای شی چه روجه ماته کری په مستند دول راته معلوما راکری دیره مهربانی به مو وی زکه همیشه ورسره لاس او گریوان یو حقیقت دا دی چه چاته قاطع دلیل نشو ویلای .په درنشت
ډاکتر عبدالهادي رحماني

1

هغه مريضان چې د تنفسي سيستم په مريضی اخته وي هغوی ته د اکسيجن ورکول روژه فاسدوي او که نه ؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم
مسئله هغه دوا یاغازي ګیس چي په انګریزي کي ورته Desmopressin - یا   Otrivin - یا Rinoclenil-sfrayچي په پوزه کشول کیږي . نوکه چیري دهوا څخه علاوه نوري اجزاوي اوغازات ورسره وي او ترستوني تیریږي یادماغ ته رسیږي نوروژه یې ماتیږي .اوقضاء به راګرزوي . خواوس وقت دغه دوا زیاتره دمایعاتو په شکل کي راځي نوروژه باندي ماتیږي .
وفی المفطرات المعاصرة ۲۷ بخاخ الأنف
والبحث فيه هو البحث نفسه في بخاخ الربو عن طريق الفم، وقد سبق بيانه، فحكمه كحكمه تماماً ولا داعي لتكرار الكلام.

تنفسي مريضانو ته د مصنوعي اکسيجن ورکول روژه نه ماتوي ځکه د هوا د تنفس حکم لري د غذا حکم نه لري ، په دې اړه د معاصرو فقهاؤ ټولنې مجتمع الفقه الاسلامية فتوی ورکړی ده .

غاز الأكسجين الذي يعطي لبعض المرضى ، لا يفسد الصيام ، لأن هذا الأكسجين لا يضاف إليه أي مواد أخرى ، فحكمه حكم تنفس الهواء الطبيعي . ولهذا جاء في قرار ” مجمع الفقه الإسلامي” : “الأمور الآتية لا تعتبر من المفطرات : … غاز الأكسجين” انتهى . وانظر : “مجلة مجمع الفقه الإسلامي” (10/2/96، 454) ، “مفطرات الصيام المعاصرة” للدكتور أحمد خليل ص (50) .  

و الله اعلم


اول : که د مريض د پاره د روژې نيول زيان رسوي هغه ته د روژې پريښودل جايز دي ، لقوله سبحانه وتعالی :

شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ وَمَن كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ يُرِيدُ اللّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلاَ يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ (البقره ۱۸۵ ) .

ژباړه : د روژې مياشت هغه (مياشت) ده چې قرآن په کښې نازل شوی دی ، چې د خلکو لپاره هدايت دی او د هدايت د پاره روښانه دلايل او (حق او باطل) تر مينځ بېلوونکی دی ، نو ستاسې څخه هر څوک چې مياشت وويني نو روژه دې ونيسي او که څوک ناروغ او مسافر وي نو له ورپسې ورځو څخه دې د خوړل شويو ورځو په شمير ( قضايي روژه ونيسي ) الله پر تاسې د آساني اراده لري او پر تاسې د سختی اراده نه لري .

دوهم : ټول هغه درمل که ګولی وي ، کپسول وي ، شربت وي او نور چې د خولي يا پزې لياري د درملنې د پاره معدي ته داخل شي په اتفاق د امت روژه ماتوي .

دريم : پيچکاری او سيروم باندې روژه نه ماتيږي ، ځکه چې د رګ ليارې بدن ته داخليږي نه د منفذ ليارې لکه خوله ، پوزه و غيره .

فی التنوير الابصار ، اوادهن او اکتحل او التجم ، و ان وجد طعمه فی حلقه ، و فی الشامية ، لان المود فی حلقه الرد داخل من المسام الذی هو خلل البدن ، والمفطر، انما هو من المنافذ (ردالمختار ، کتاب الصوم ۲/۳۹۵ ) .

مګر علماء البلدالحرام او اللجنة الدائمة پيچکاری په دوو برخو ويشي :

اول : د درد يا انتي بيوتيک و غيره پيچکارې باندی روژه نه ماتيږي .

دوهم : تعذيوي پيچکاری کوم چې د لوږې او تندې سره مرسته کوي روژه ماتوي او دا د احتياط قول دی .

په لاندې درملو او تداوی باندې روژه نه ماتيږي :

۱- د ستوګو قطره ، د غوږ قطره ، د غوږ مينځل ، د پوزې قطره په شرط ددې چې تر حلق لاړ نه شي .
۲- د غاښ برمه کول ، ډکول او د غاښ ايستل په شرط ددې چې وينه يا دوا تر حلق تيره نه شي .
۴- د خولې د علاج د پاره د دوا مضمضه کول يعنې په خوله کې دوا اچول په شرط ددې چې د حلق لاړ نه شي .
۵- د تنفسي مريضانو د پاره د اکسجين کارول .
۶- د جلد تداوي په مرهم يا کومه بله کيمياوي ماده باندې د پوستکي غړول .
۶- د زړه يا سيني او نور ته د علاج د پاره شراينو ته د لولې داخلول .
۷- د زخمونو درملنه ، پاسمان و غيره .
مسلمان طبيب ته لازمه ده چې لومړی مريض د صبر توصه وکړي تر څو خپله درملنه د روژه ماتې وروسته کړي خو که ضرورت وي نو بيا په پورته صورتونه د مريض علاج کولای شي .
خلاصه الفتاوي ج ۱ ص ۲۵۴ – فتاوی هنديه ج ۱ ص ۱۰۴ – مجمع الفقه الإسلامي ص 213 او الفتاوي الشرعية
و الله سبحانه وتعالی اعلم

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User