د واده په لومړي ګهيځ زوم او ناوې پرېکړه وکړه چې هېچاته به دروازه نه پرانيزي
لومړی د زوم مور او پلار راغلل؛
خاوند او مېرمنې يو بل ته وکتل؛ خو د
پرېکړې پر بنسټ يوه هم ور واز نه کړ. لږ وروسته د ناوې مور او پلار راغلل؛
خاوند او مېرمنې يو بل ته وکتل؛
د مېرمنې
په سترګو کې اوښکې ټولې شوې وې. وئې ويل: نه شم کولای، مور او پلار مې د
وره شاته وي او زه ئې ورته پرانه نيزم. خاوند څه ونه ويل او مېرمنې ور
پرانيست
.
کلونه تېر شول؛
کلونه تېر شول؛
الله دوی ته څلور زامن ورکړل او پنځم اولاد ئې
لور وه. پلار ډېر خوښ شو او د لور د زېږېدلو په وياړ ئې څو پسونه خيرات
کړل او ښې مېلمستياوې ئې ترتيب کړې. خلک حيران شول او د دې کار لامل ئې
وپوښت چې ولې ئې د لور زيږون په دومره خوښۍ ولمانځه؟.
سړي ډېر ساده ځواب
ورکړ: ځکه چې دا همغه کس دی چې د وره تر شا به مې نه پريږدي ..
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.