Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Thursday, January 10, 2013

آزادي که تباهي





جنسي ګناهونه د سړي جسم ککړوي او د الهي مقاصدو د تر سره کولو په وړاندې دهغه وړتیا له منځه وړي. جنسي ګناه له دې کبله مستثنی ده چې، موږ هغه د خپل جسم پر وړاندې تر سره کوو. زموږ جسم د الهي روح معبد ده، نو کله چې موږ د جنسي ګناهونو لپاره له خپلو جسمونو څخه کار اخلو، نو د هغوئ په پاکوالي باندې تیری کوو او هغه پاک معبد ورانوو. همداشان هغه کسان چې له هغو سره دغه ګناه تر سره کوو، هغوی هم ککړو. خپلو جسمونواو خدای پاک(ج) ته د درناوي کمښت، له پروردګار عالم(ج) سره زموږ اړیکه له منځه وړي.
جنسي اړیکې خدایي روح غمګینه کوي. هره هغه ګناه چې تر سره کوو یې، د خدايي روح د غمګینتیا سبب ګرځي او زموږ په ژوند کې د سپیڅلې روح لمبه مړه کوي. هر څومره چې مو دا لمبه مړه کوله، هغومره له نیکو او غوره کارونو څخه واټن نیسو.
د جنسي اړیکو تر سره کول د انسان په ژوند کې د شر او شیطان لپاره یوه کلکه کلاه جوړوي . کله چې موږ پرله پسې ګناهونه کوو، نو په خپل ژوند کې د شیطان لپاره کلکه کلا جوړوو. هرڅومره چې شهوت او هوس ته ځان ورکوو، هغومره د هغوۍ کنټرول پرموږ باندې ډېریږي، تر هغه ځایه چې موږ به یو مخ دخپل ځان بنده وګرځوي. نو په هغه صورت کې به دا کلا ډېره کلکه کلا وي، چې زموږ جسم، روح او روان به یې په ځان کې ایسار کړيوي. له نیکه مرغه، د اسلام مبارک دین د دغې کلکې کلا د ورانولو لپاره ډېرې لارې چارې زموږ مخ ته ایښې دي.
د جنسي اړیکو په تر سره کولو سره به په تاسو پورې تل د خپل مېړه یا ښځې او یا زامنو له لوري یو ډول نفرین وي.جنسي ګناه شیطان ته ددې امکان ورکوي، تر څو موږ او له موږ نه وروسته نسلونه په خپل نفر ین سره ذلیل کړي. جنسي بې بند وباري، زنا، طلاق، د اولاد نه زېږول او نورې ستونزې کولای شو، د جنسي اړیکو دګناهونو پایله وبولو.جنسي اړیکې روحي پریښانې له ځان سره لري. له ګناهونو نه د ډکو خوندونو په تر سره کولو او د ښه او بد د تشخیص په خاطر له خپل وجدان څخه کار نه اخیستنه، روحي پریښاني او وارخطايي له ځان سره لري. هرڅومره چې موږ دګناه او فساد په لټه کې واوسو، هغومره به مو وجدان زیانمن کېږي. یو زیانمن شوی وجدان ددې باعث ګرځي چې، نور هم د شیطاني درواغو په منځ کې واوسو او په دې صورت کې له پاک الله(ج) څخه زموږ لریوالی رامنځ ته کېږي . بیا دا مسئله هغه ځای ته رسیږي چې، موږ خپل کارونه هېڅ ګناه نه بولو او د د توبې ایستلو او د ځان داصلاح لپاره زموږ وړتیا کمېږي.
جنسي اړیکې احساسي پريښاني له ځان سره لري. جنسي اړیکه، له جنسي شریک سره احساسي ژمنتیا او تړاو رامنځته کوي. ددغو ژمنو قدرت د اړیکو د ډول له مخې بېلابېل وي. خو خدای پاک دغه تړاو او جنسي ژمنتیا دمېړه او ښځو لپاره رامنځته کړې ده. که چیرې دغه ژمنتیا او تړاو له خپل مېړه/ښځې څخه پرته له بل چا سره تر سره شي، نو احساسي وارخطاوالی او پریښاني به له ځانه سره ولري. دغه پریښاني یا وارخطاوالی په بېلابېلو ډولونو سره رامنځته کېږي، چې دلته یې یولړ ډولونو ته اشاره کوو:
د پخوانیو جنسي اړیکومکرر یادونه او افکار .
له خپل مېړه/ښځې سره د احساسي صمیمیت په ټینګولو کې بې وزلي.
دهغو کسانو پر وړاندې پیښماني او بده یادونه کوم چې په پخوانیو اړیکو کې یې کس ته تاوان پیښ کړی وي.
په جنسي اړیکو کې له پخوانیو کسانو سره د خپل مېړه/ ښځې پرتله کول.
له ریښتینې مینې څخه د اشتباه درک کول.
د ریښتینې مینې او صمیمیت د پیدا کولو په هلو ځلو کې، جنسي بې بندوباري او بې قیدي.
د احساسي وارخطاوالي خطر په هغه اندازه دی، چې کولای شي سړی له خپل مېړه/ښځې یا خدای پاک سره د صمیمیت له تجربې څخه بې برخې کړي. همداشان جنسي اړیکې کولای شي چې د نفرین په څیر عمل وکړي او جنسي اخته والی او نور کشمکشونه له ځان سره ولري.
جنسي اړیکې تلپاتې یادونه پر ځای پرېږدي. د جنسي اړیکو یادونه دځانګړو هورمونونو په مرسته چې د جنسي تحریکاتو په مهال تولیدیږي، د سړي په مغزو کې رامنځته کېږي. شیطان له دغو یادونو څخه د سړي دمحکومولو او د شهوت په اسارت کې د ساتلو لپاره کار اخلي. دغه یادونه بیا ښایي له میړه/ښځې سره د کس په جنسي اړیکو کې ستونزې راولاړې کړي. دلته یې ځینې بېلګې شته:
له مېړه/ښځې سره د کس جنسي تجربې د پخوانیو جنسي اړیکو له یادونو او افکارو او یا هغو مستهجنو انځورونو سره کوم چې دې کس لیدلي دي، خرابیږي.
له پخوانیو جنسي شریکانو څخه به بت جوړ کړي- په تیره بیا کله چې په خپله کوروالي کې له کومې ستونزې سره مخامخ کېږي.
د خپل مېړه/ښځې له جنسي عمل څخه به خوښ نه وي.
د هغه مغز به د ریښتینې مینې د ښودلو پرځای دخپلو شهواتو د ارضا‌ء په موخه، جنسي اړیکو ته مخه کړي.
که چیرې مېړه یا ښځه د هغو کارونو د تر سرکولو لپاره، کوم چې ده په پخوانیو جنسي اړیکو او یا هم په مستهجنو فلمونو کې لیدلي وي، راضي ونه اوسي، نو به قهرجن او په غصه شي.



خو که چیرې موږ خپل مبارک او سپیڅلي دین ته راوګرځو، نو دداشان ناخوښو او پستو تجربو د له یاده وتلو لپاره به، زیاتې وړتیاووې تر لاسه کړو او و به کولای شو چې، خپل فکر او روان پریمینځو او یو ځل بیا دژوند د چارو کنټرول په لاس کې واخلو.
جنسي اړیکې د حرامیانو د زېږېدنې سبب ګرځي. هغه ماشومان چې له دې لارې نړۍ ته راځي، په هغو کورونو کې به ژوند کوي چې، هېڅ مهربانه مور او پلار سیوری به پر هغو نه وي.
جنسي اړیکې خلک په خطر ناکو او وژونکو ناروغیو باندې اخته کوي چې، کولای شو له ایډز څخه نوم واخلو او دا پرته له مرګ نه بله چاره نه لري.
جنسي اړیکې، ازدواج او کورنۍ له منځه وړي. زیاتره وخت، زنا کول د ازدواج او کورنۍ د له منځه تلو سبب ګرځي. کله چې د وفاداري زنځیر وشکیزي، نو مېړه او ښځه له احساسي، روحي او ان کله کله له جسمي ځورونو سره مخامخ کېږي. د دې درز د ډکولو لپاره، بنسټیزې درملنې ته اړتیا شته. هغه یادونه کوم چې د ازدواج د له منځه تلو په صورت کې رامنځته کېږي، د عمر تر پایه له هغه سره پاته کېږي او کېدای شي، نور نسلونه هم تر اغیزې لاندې ولري. د شهوتي او مستهجنو فلمونو او انځورونو لیدنه هم د ریښتینې زنا په څیر له ګناه او تاوان نه ډک کار دی چې، دا موضوع هم باید له پامه ونه غورځوو.
جنسي ګناه داخلاقي بې بندوباري او جنسي انحراف سبب کېدای شي. جنسي ګناه زیاتره وخت د سړي په ذهن کې تر شهوت تیز اور رامنځته کوي. که چیرې پرله پسې هغه اور ته لمن ووهي، نو سړی به لا ډېر د فساد او تباهي ژورو کندو ته وروغورځوي.



زنا او ټولنيز تيري :



فکر وکړئ چې زنا سره څومره زياتې ټولنيز ې ناروغتياوي نژدې او ژورې اړيکي لري .



۱-د هر څه دمخه يوزنا کار خپل ځان د خبيثه ناروغيو په لمن کې ورغورځوي ، او په دې توګه نه يوازې د خپلو جسماني ځواکونو ټولنيزو ګټو ته زيان رسوي ، بلکه ټولنې او نسل ته هم زيان اړوي .د سوزاک په هکله هر ډاکټر به درته داو وايې چې د متيازو کولو دلارې دغه ناروغي په پوره ډول کله هم نه جوړيږي . د يوه لوې ډاکټرو ينا ده چې [يوځل سوزاک د تل سوزاک ] دهغې څخه ځيګر اغيزمن کيږي ، مثانه ، انثیين او نور غړي ډير وخت په رنځ اخته کيږي او تر څنګ يې د نورو ناروغيو له پاره هم زمينه برابروي او د تلپاتې شنډتوب ، شونتيا هم ترې را پيدا کيږی . خو د اتشک د ناروغۍ په هکله هر څوک په دې نه پو هيږي چې ټول جسماني نظام ترې مسموم کيږي ، د سر نه تر پښو پورې هیڅ داسې غړې ، بلکه د جسم هیڅ برخه به داسې نه وي چې پرې ددې موذي ناروغۍ زهر اغيز و نه کړی . دا ناروغي يوازې د ناروغ جسماني ځواکونه له منځه نه وړي بلکه د مختلفو لارو څخه نورو بې شميره غړو ته رسيږي او بيا د همدې ناروغتيا په اساس د ناروغ اولاد او دهغې د اولاد اولاد په دغه بې قصوره سزا محکوميږي . دکوچنيانو ، ړندو ، ګونګيانو ، کڼو او کمعقلو پيدا کيدل دهغه څو لحظو دخوند اخیستنې يوه معمولي پایله ده چې يوه عياش پلار دخپل ژوند يوه ارزښتناکه پانګه ګڼلې وه.۱ (۱)[ اوس په دې څو وروستيو لسيزو کې د زنا بل سوغات ایډز يا (HIV)دې چې ټوله نړۍ يې لړزولې ، ددې ناروغتيا نوم مرګ دې اوتر اوسه يې پوره علاج نه دې پيدا شوې (ژباړن )]



۲-په خبيثه ناروغتياو باندې دهر زناکار اخته کيدل حتمې نه دې مګر دهغې اخلاقي کمزوريو څخه دهیچا خوندې کيدل شوني نه دي چې د زنا سره په لازمي توګه تړلې دې ، بې حيايې، غولونه ، درواغ ، بدنیتي ، خپل غرضي ،د نفس غلامي ، بې صبري ، حيراني ، تلون ، بې ثباتي او بې وفایی ، دا ټولې د زنا هغه اغيزې دي چې پخپله د زاني په نفس باندې مرتب کيږی . هغه وګړي چې دغه ځانګړتياوو ته په خپل ځان کې وده ورکړي نو دهغې د کمزرويو اغيز يوازې د جنسي معاملاتو تر حده پورې نه را نغښتل کيږي . بلکه د ژوند په هر اړخ کې دهغې له اړخه دغه تحفه ټولنې ته رسيږي . که چيرې په يوه ټولنه کې په ډيرو خلکو کې داسې اوصاف وده وکړی نو دهغې په واسطه هنر(ارټ Art) ، ادب ، تفریحات ، او لوبې، علوم او فنون ، صنعت او حرفت ، ټولنه او اقتصاد ، سياست او عدالت ، عسکري خدمت او ملکي انتظام یعنې هر شي ترې اغيز من کيږي . په ځانګړي توګه په جمهوري نظام کې چې د وګړو يو يو اخلاقي ځانګړتيا دټول ولس په ژوند کې منعکس کيږي ، ديوولس د ډيرو وګړوپه مزاج کې چې کوم ثبات نه وي دکوم ولس چې ډيره کي چې د وفا ، ايثار ،په نفس د کنترول او دداسې نورور وړو اوصافو څخه عاري وي نو دهغوې په سياست کې به استحکام او ثبات له کومه راشي ؟



۳-د زنا د جايز کولو سره دا هم لازميږي چې په ټولنه کې د فاحشه ګرۍ کاروبار تلپاته او جاري وي . څوک چې دا وايې چي يو ځوان سړې ته د تفریح او ساعت تيرۍ حق ورپه برخه دې نو هغه ددې تر څنګ دا هم وايې چې په ټولنه کې دې د ښځو يوه داسې ډله موجوده وي چې له هره اړخه د پستي او ذلت په اخري مرتبو کې وي ، نو دا ښځی به له کومه ځایه راځي ؟ هغوې خو به په همدغه ټولنه کې را پيدا کيږی ، په هر حال به هغه حتماً د چا لور وې اويا به د چا خور . هغه په لکونو ښځې چې د يو يو کور ملکه ، د يوې يوې کورنۍ بنسټ ایښودونکې او دڅو څو کوچنيانو پالونکې جوړيداي شي ، همغوې با زار ته راوستلې کيږي، تر څو د عمومي تشنابونو په څير د کوڅه ډبو سړو د اړتياو د رفع کولو ځاې و ګرځي . دهغوې څخه د ښځې توب هغه شریفانه ځانګړتياوې اخیستل کيږي ، هغوې ته د ناز د پلورلو روزنه ورکول شی ، هغوې دهمدې کار له پاره تياريږي چې خپل محبت ،خپل زړه ،خپل جسم ، خپل حسن او خپلې نخرې هره ګړۍ په يوه نوې اخیستونکې باندې وپلوري ، او ديوه نتیجه ورکونکې او ميوه پيدا کونکې خدمت پر ځاې ټول عمر د کوڅه ډبو نارينه و د تسکين او نفس پالنۍ نا نځکې ترې جوړې شي.



۴-د زنا د جواز څخه دنکاح تهذيبي او قانوني حيثيت ته حتما زيان رسيږي ، ان تر دې چې نکاح له منځه ځي او يوازي اويوازې زنا پاته کيږی . اول د زنا په لور ميلان کوونکو ښځو او نارينه و کې دا صلاحيت ډير لږ پاته کيږی چې سهي ازدواجي ژوند تر سره کړي ،ځکه چې کومه بدنيتي ، بد نظري او کوڅه ډبي په دوې کې د زنا له امله پيدا کيږی اوتر څنګ يې په داسې خلکو کې د جذباتو بې ثباتي او په نفسي غوښتنو باندې دکنترول دنه درلودلو کومه کمزوري وده کوي هغه دهغې صفاتو له پاره وژونکې زهر دي چې د بریمنده ازدواجې اړيکو له پاره ورته اړتيا ده . دا خلک که د نکاح په مبارکه رسۍ کې هم و تړل شی بيا هم دهغوې تر منځ نيک سلوک ، يو په بل باور او هغه د ميني وفاداره اړيکي هیڅکله هم جوړښت نه مومي چې بهتر نسل ترې وزيږيږي او دخوښيو نه ډکه کورنۍ جوړه کړی.



بيا نو چيرته چي د زنا له پاره اسانتياوي وي نو هلته عملا دا نا شونې ده چې د نکاح متمدنه طریقه وده ومومي ، ځکه کومو وګړو ته چې د مسؤليت د منلو پرته د نفسي غوښتنو د تسکين نورې مواقع ور په برخه وي هغه څه اړتيا لري چې نکاح و کړي اوپه خپل سر د مسؤليتونو دروند بار ور بار کړي؟



۵-د زنا د جواز او رواج په واسطه نه يوازې د تمدن ریښې له منځه ځي بلکه په خپله د انسان ریښې هم غوڅيږي . لکه چې تر مخه مو ثابته کړه چې په ازادانه جنسي اړيکو کې د ښځې او نارينه و دواړو څخه دهیڅ يوه دا خوښه نه وي او نه کيداې شی چې د نسل د پایښت خدمت تر سره کړي .



۶-کوم کوچنيان چې د زنا له لارې ټولنې ته وړاندې کيږي هغوې ته حراميان ويل کيږي . په نسب کې دحلال او حرام بيلتون يوازې يو احساساتي مسئله نه ده لکه چې ځيني ناپوه خلک پرې ګمان کوي ، بلکه د ډيرو اړخونو څخه د حرامي کوچنيانو پيدا کو ل پخپله په کوچني او انساني تمدن باندې يو ستر تيرې دې . اول دا چې په هغه وخت کې ددې کوچني نطفه داسې جوړيږي چې پر مور او پلار دواړو خالص حيواني جذبه مسلطه وي . د يوې واده شوې جوړې په زړونو کې چې د جنسي عمل په وخت کې کوم پاک انساني جذبات موجود وي، هغه هیڅکله هم په ناجايزه توګه يو ځاې شوې جوړې کي موجود نه وي . دوې خو يوازې د حيوانيت جوش او ولولې سره را يو ځاې کړي وي او ددوې تر منځ په دغه وخت کې ټولې انساني ځانګرتياو ي له منځه تللې وي .په دې خاطر يو حرامي کوچنې دخپل مور او پلار دحيوانيت وارث وي او بيا هغه کوچنې چې د ښه راغلاست له پاره يې نه مور تياره وي او نه پلار ،او هغه پخپله هم د يوه مطلوب شی په څير نه بلکه د يوه نا څاپې غم په څير د والدينو منځته را لويدلې او دپلار دمحبت او امکاناتو نه تل بې برخې وي .نو کله چې هغه يواځې د مور يو اړخيزه روزنه و مومي او هغه هم د بې رغبتۍ او نا خوښۍ په حالت کې. هغه ته چې د نيا، نيکه ،کاکا ، ماما او د کورنۍ د نورو غړو پالنه ور په برخه شوي نه وی ، نو هغه په هر حال د يو ناقص او نامکمل انسان په څير وده کوي. نه هغه سهي کريکتر پيدا کولی شي او نه يې صلاحيتونه را برسيره کيداې شی، او نه ورته د پر مختګ او کار کولو پوره پوره وسايل مهياوي . هغه پخپله هم ناقص ، بې وسيله او بې يارو مددګار او مظلوم وې او دتمدن له پاره هم دومره ګټور نه ثابتيږي . څومره چې هغه دحلالي په صورت کی دتمدن له پاره ګټور ثابتيداې شو.



د ازادو شهوت پالونکو له آنده د کوچنيانو د ښوونې او روزنې له پاره يو ولسی نظام ته اړتيا ده تر څو کوچنيان د والدينو د ازادانه اړيکو له لارې وز يزيږي او ولس د هغوې روزنه وکړي او د تمدن د خدمت له پاره يې تيار کړي . ددې خبرې څخه ددې خلکو موخې دادې چې د ښځو او نارينه و ازادي او دهغوې و ګړيز ژوند خوندی وي او دهغوې نفساني غوښتنې د نکاح په بنديزونو کې د را بنديدو پرته د نسل د توليد او دهغوې د روزنې اړتياوې تر سره شي . خو دا ډيره عجيبه خبره ده ، هغه وګړو ته چې د اوسني نسل وګړيز ژوند دومره ګران دې هغوې د راتلونکې نسل له پاره د ولسي روزنې يا دولتي تر بيې دداسې سیستم وړانديز کوي چې په هغه کې د انفراديت د ودې او د شخصيت د ارتقا هیڅ امکان نه شته . په دغسې يوه سیستم کې چې په زرګونو او لکونو کوچنيان په يوه وخت د يوې نقشې، يوې قاعدې او يورنګ اصولو لاندې روزل کيږي هلته د کوچنيانو انفرادي ځانګړتياوې نه نمو کولاې شی او نه را څرګنديداې شی . هلته خو د هغوې تر منځ يو شان والې او مصنوعي برابري پيدا کيږی . ددې کارخانې څخه به په هماغه توګه ديوه ډول شخصت لرونکې کوچنيان راوځي لکه څنګه چې د کومي کار خانې څخه د اوسپنې پرزې په يوه ډول قالب کې اچول شوي وي. دوې غواړي د باټا د بوټانو په څير انسانان تيار کړی ، هغوې ته دانه ده معلومه چې د کوچني د شخصيت جوړول يو ډير ظریف هنر دې او دا هنر يوازې په يوه وړوکې کارخانه کې صورت نیسي ، هلته چې د هر مصور توجه يوازې او يوازې په يوه تصور باندې متمر کزه وي . په يو لوېه کار خانه کې ، چيرته چې مزدوران يو ډول عکس د لکونو په شمير کې تياروي نو هلته به دا هنر (ارټArt ) د پر مختګ او ترقۍ په ځاې غارت کيږي او له منځه به ځې .



بيا د ولسې ښوونې او روزنې په دغه ډول سیستم کې به تاسې ته دداسې کار کوونکو اړتيا پيدا کيږي چې د ټولنې له اړخه د کوچنيانو د روزلو کار په غاړه واخلي او دا هم په ډاګه ده چې دداسې خدمت د تر سره کولو له پاره داسې کاروکونکې موزون اوبرابر وي چې په خپلو غوښتنو او جذباتو باندې کنټرول ولري او د اخلاقي انظباط خاوندان اوسي . او که نه نو هغوې به په کوچنيانو کې څه ډول اخلاقی انظباط را پيدا کړي.



اوس پوښتنه داده چې داسې وګړي به تاسې له کومه راوړئ ؟ تاسې خو ولسي ښوونه او روزنه د همدې له پاره جوړول غواړئ چئ ښځې او نارينه د خپلو نفسي غوښتنو د پوره کولو له پاره ازاد پریښوول شی او په دې ترتيب تاسې په ټولنه کې د اخلاقي انظباط او نفسي غوښتنو د کنټرول تخم له منځه وړئ نو بيا به د ړندو په کلي کې د سترګو او ليد خاوند څنګه پيدا شي ؟ او څوک به نوې نسل ته د سمې لارې لارښوونه وکړي.؟



۷-د زنا له لارې چې کوم خپل غرضې انسان يوه ښځه د کوچنی مور جوړه وی نو ددې ښځې ژوند د تل له پاره تباه کيږي اوپرې دذلت ، عمومی نفرت او د مصيبتونو داسې غر را لويږي چې بيا په ټول ژوند کې ددې ستر بار نه سر نشې را ویستلاې .



نوې اخلاقی اصولو ددې ستونزې حل داسې وړاندې کړې چې هر ډول موروالې ته برابر حق ورکړل شی که هغه د نکاح په بند کې وی او يانه . ويل کيږې چې مور والې په هر حال د احترام وړ دې .او دا چې کومې نجلۍ د خپلې ناپوهۍ او سادګۍ په اساس دمور والې دروند بار په غاړه اخیستې وي نو دا به په هغې ظلم او تيرې وي چې ټولنه هغه د طعن او لعن لاندې و نیسي .



لمړۍ خود ا حل داسې دې چې په هغې کې که فاحشه ښځو ته هر څومره ارا متياوې وي خو د ټولنې له پاره په هر اړخيزه توګه يو مصيبت دې. ټولنه چې په فطري توګه د حرامي کوچنی مور ته دکوم ذلت او نفرت په سترګو ويني هغه له يوه اړخه وګړي د ګناه او بدکارۍ څخه منه کوی او د بله اړخه دا پخپله ټولنه کې د اخلاقي حس او شعور ژوندي پاته کيدو يوه نښه ده . که چيرې د حرامي او حلالی کوچنيانو ميندې برابرې و ګڼل شي نو دهغې معنا داده چې د ټولنې څخه د خير او شر ، نيکۍ او بدۍ ، ګناه او ثواب تو پير له منځه تللې او که فرض کړو چې دا کار دې وشي نو ايا په ریښتيا سره به هغه ستونزه حل شی چې د يوه حرامی کوچنی مور ته را پیښيږي ؟



تاسې په خپل خيال کې د حلالي او حرامي کو چني ميندې برابرې او مساوي ګڼلاې شئ خو فطرت هغوې دواړو ته مساوې حق نه ورکوي او په حقیقت کې هغوې هیڅکله هم مساوې کيداې نه شي ، دهغوې مساوات د عقل ، منطق ، انصاف ، حقیقت او هر شی پر خلاف دې . اخر هغه بې عقله ښځه چې د خپلې شهوانې غريزې په ليونتوب کې يې خپل ځان د داسې خپل غرضه سړې په غيږ کې ور وا چاوه چې نه دهغې او نه د هغې د کوچني کفالت ته تياروی ، څنګه به دهغې پوهې او عاقلي ښځې په څير وګڼل شي چې خپل جذبات يې تر هغه وخته پورې تر ولکې لاندې کړي وی تر څو چې ورته يو مسؤل او ذمه وار سړې نه وې پيدا شوې ؟ څه ډول عقل به دا دواړه برابر کړي ؟ خو تاسې به هغې بې عقلي ښځې ته هغه کفالت او ساتنه ، د زړه له کومي ملګرتيا ، د ميني نه ډکه ساتنه ، دخيراو ښيګڼې نه ډکه پالنه ، د زړه قرار او ډاډ له کومه ځایه را وړئ کوم چې يوازې يوې میړه لرونکې ښځې ته ور په برخه کيداې شي ؟ ايا تاسې د هغې کوچني ته دپلار شفقت او د ټولې پلرنۍ لړۍ محبت او پاملرنه د کوم بازار څخه را نيولاې شئ ؟ تاسې هغوې ته يوازې او يوازې د قانون په زور د غه نفقه تر لاسه کولائ شئ ، مګر ايا يوې مور او يو کوچنې ته په نړۍ کې يوازې د نفقي اړتيا ده ؟



نو دا حقیقت دې چې د حرام اوحلال موروالې د يوه شان کولو څخه ګناه کونکو ته چې هر څومره بيروني تسلي هم ورکړل شی بيا به هم دغه شيان د هغوې د بې عقليو او حماقتونو طبیعې پايلې اوددې پايلو څخه داسې پيدا شوې کوچنيان دحقيقې زيان څخه خوندې نه شي پاته کيداې .



ددې اسبابواو ذرایعو څخه دا خبره په ډاګه شوه چې د ټولنيز ډاډمن ژوند د قيام او سالمې ودې له پاره دې ته اړتيا ده چې په ټولنه کې په غوڅه توګه د نامشروع جنسي عمل څخه مخنيوې وشي او د شهواني جذباتو دتسکين او اشباع له پاره يوازې او يوازې يوه دروازه چې د نکاح دروازه ده پرانیستې پریښودل شی . وګړوته د زنا ازادی ورکول او دهغوې سره بې ځایه رعايت کول په ټولنې تيرې ، بلکه د ټولنې وژل دي . هغه ټولنه چې دغه معامله سپکه ګڼي او زنا ته يوازې د وګړو د ساعت تيرۍ (Having a good time) په سترګو ګوري او له نظره يې غورځوي او د ازاد تخم شنيدلو (Sowing Wild Oats) دفعل سره د سترګو پټولو څخه کار اخلي ، نو دا ډول ټولنه په اصل کې يوه جاهلي ټولنه ده ، هغوې ته د خپلو حقوقو په هکله شعور هم نه شته ، هغوې دخپل ځان سره په خپله دشمني کوي که چيرې هغوې ته دخپلو حقوقو شعور وي او په دې و پو هيږي اوځان پرې هم و پوهوي چې په جنسي اړيکو کې د وګړيزې ازادۍ څومره بد اغيز چې په ټولنيزو ګټو پر يوزې نو بيا به هغوې دې کار ته هم په همغه سترګو کتلاې لکه غلا، ډاکې ، اود قتل عمل ته چې ګوري . بلکه دا دغل څخه هم بد تر دې . غل او قاتل او ډاکو زيات نه زيات يوه وګړي يا يوې کورنۍ يا څو وګړو ته زيان ور رسولې شي. خو زاني په ټولې ټولنې او د دې ټولنې په راتلونکې نسلونو باندې ډاکه غورځوي. هغه په يوه وخت کې د لکونو او ميليونو انسانانو څخه غلا کوي ، دهغې د جرم زبیښې د ټولو څخه ډيرې او تر لرې لرې پورې غزيدلې دي .



کله چې دا و منل شي چې د وګړو دخپل غرضه لاس غزونو د مخنيوي په خاطر د ټولنې په بسپنه سره د قانون ځواک ته اړتيا ده او کله چې په همدې بنسټ ، غلا ، قتل ، لوټول، جعل کاري ، د خلکو حقوق غصبول جرم ګڼل شوي وي او د بنديز او مخنيوې له پاره يې د جزا قانون نافذوي نو بيا خو هیڅ علت نه شته چې د زنا په معامله کې هم قانون د ټولنې محافظ او ساتونکې نه وي او هغه يو جزايې جرم و نه ګڼل شی .



د اصولي حثيت له مخې هم دا ښکاره ده چې نکاح او زنا دواړه يوځاې په يوه وخت کې د ټولنې دنظام برخه نه شی ګرځيداې ،که چيرې يوه وګړې ته د مسؤليتونو د منلو پرته د نفس د غوښتنو د تسکين اجازه ورکړاې شی نو بيا خو د همدې کار له پاره د نکاح ټاکل يو بې معنا شئ دې . ددې مثال داسې دې لکه چې په ريل ګاډې کې بې ټکټه سفر کول هم جايز وي او بيايې د سفر کولو له پاره د ټکټ اخیستلو له پاره اصول هم ټاکلي وي ، هیڅ د عقل خاوند دغه دواړه طريقې په يوه وخت کې نه شی استعمالولې ، معقوله لار خو داده چې يا خو د ټکټ اصول له يوه سره له منځه يوسي او که دا اصول ټاکل شوې وي نو بيا دې د ټکټ پرته سفر کول د سزا وړ جرم و ګرځول شي . په همدې توګه د نکاح او زنا په هکله هم دواړه يو ځاې مخکې وړل يو غير عملي او نا معقول کار دې که چيرې د تمدن له پاره د نکاح مسئله اړينه وي لکه څنګه چې مو په د لايلو ثابت کړه نو دهغې سره دې ته هم اړتيا ده چې زنا جرم و ګرځول شي۱ .



(۱)-[يوه عامه غلطه انګيرنه داده چې ويل کيږي چې د نکاح څخه دمخه يوه ځوان ته د هغه د نفسي غوښتنو د تسکين له پاره لږ څه موقع او فرصت ورکول اړين دي . ځکه چې په ځوانۍ کې د جذباتو د جوش کينول ستونزمن کار دې او که دا جذبه تر فشار لاندې و نيول شی نوزيانمنه ثابتيږی . خو دغه خبره چې په کوم بنسټ کيږی هغه له يوه سره غلطه ده که چيرې د جذباتو دغه ډول جوش د ولکې لاندې را نه وړل شی نو دغه غير معمولي (Abnormal) حالت دې او په (Normal) نارمل وګړي کې دا صفت د غلط تمدني نظام په واسطه را ولاړيږي . زمونږ سينما ګانې ، ليکنې ، فحش مجلې ، لوڅ عکسونه ، سازو سرود، او په دغه ټولنه کې د لوڅو بربنډو ښځو د سړو او ځوانانو سره اختلاط دا ټول هغه عوامل دی چې يو نارمل انسان د شهواتو له اړخه په يوه غيرمعمولې انسان بدلوي ، او که نه په يوه ډاډمن او ارام چاپيريال کې عامو ښځو او نارينه و ته دغسې غير نورمال هیجان هیڅکله هم نه را پيدا کيږی . چې د ذهن او اخلاقو د روزنې له لورې هغه دولکې لاندې را نه وړل شی . او دا تصور چې د ځوانۍ په وخت کې د جنسي عمل نه اجرا کول روغتياته زيان رسوي ، د يوې مغالطی پرته نور څه نه دي . په اصل کې د روغتيا او اخلاقو دواړو دغه غلط معيارونه بايد بدلون و مومي د کومو په اساس چې نکاح ستونزمنه اوزنا اسانه ګرځيدلې ده .]



د جاهليت د ځانګړتياو څخه دا هم يوه څرګنده ځانګړتيا ده چې د کومو شيانو زبیښې چې محدودې وي او ژر او په محسوس توګه مخته راځي نو هغه درک کيداې شی خو دکومو زبیښې چې پراخه او تر لرې لرې پورې د رسيدو په اساس غيرې محسوس وي او ډير وروسته را په ډاګه کيږی نو هغوې ته کوم ځانګړې اهميت نه ورکول کيږي بلکه د اعتنا وړ هم نه ګڼل کيږي . د غلا، وژلو او ډاکې اچولو په څير امور مهم او د زنا په څير امور غير مهم ګڼلو علت همدغه دې. هغه وګړي چې په خپل کور کې د طاعون د ناروغتيا موږکان ساتی يا ساري ناروغتياوې خپروي د جاهليت تمدن هغه دمعافي وړنه ګڼی ، ځکه چې د هغې دغه کار په څرګند ډول زيانمن دې خو هغه زنا کار چې د خپل دغه فعل په واسطه د تمدن ریښې غوڅوي نوڅرنګه چې دهغې زيان رسونه د محسوس کيدو په ځاې معقوله بریښې په دې خا طر هغه جاهلانو ته له هره اړخه معقول او د رعايت وړ ښکاري ، بلکه هغوې دا درک کولاې هم نشي چې اخر د هغې په دغې عمل کې د جرم کومه خبره پټه ده ؟ که چيرې د تمدن بنسټ د جاهليت پر ځاې پر عقل او علم او فطرت باندې ولاړ وي نو دا طرز عمل هیڅکله هم نه شې غوره کيدلاې .



پرکوچنیانو د شهواني چاپیریال اغیزې :



قاضي بن لنډسي (Ben Lindsy) چې په ډنوور(Denvar) کې ورته د کوچنیانو د جرائمو دمحکمې( Juvenile Court )درئیس په څیر ، د امریکا د تنکیو ځوانانو داخلاقي حالت د پیژندلو ښه زمینه برابره وه ، په خپل کتاب (Revolf of Modern Youth) کې لیکي چې:[ په امریکا کې کوچنیان له وخته مخکې بلوغ ته رسیږي ، او په ډیر خام عمر کې په کې د جنسي اړیکو احساس را پاریږي .]



هغه دنمونې په توګه د (۳۱۲) نجونو په هکله څیړنه کړي چې په هغوې کې (۲۵۵) داسې وې چې د (۱۱) او (۱۳) کالو په عمر کې بالغې شوې وې او په هغوې کې دومره جنسي او بدنې غو ښتنې را پیدا شوې وې چې په یوې (۱۸) کلنې نجونې او یا دهغې څخه د زیات عمر په نجونو کې را پیدا کیږی .(د۸۶-۸۲ مخونه)



ډاکټر ایډت هوکر(Dr. Edith Hooker) په خپل کتاب (Laws of Sex) کې لیکي چې ډیرو مهذبو او شتمنو طبقو کې هم دا کومه غیر معمولي خبره نه ده چې د اووه کالو نجونې دې د خپلو هم عمرو هلکانو سره عشق او محبت و کړي . او ډیر وخت دا محبت او مینه د هغوی تر منځ په مباشرت کولو پاې ته رسیږي . هغه لیکي چې: [ یوه اووه کلنه کوچنۍ نجلۍ چې د یوې درنې کورنۍ لور وه ، د خپل مشر ورور او دهغې ددوستانو سره جنسي اړیکي لري .]



په یوې بلې پیښې کې د پنځه کوچنیانو یوه ډله چې ددوه هلکانو او ددرې نجونو څخه جوړه شوې وه او کورونه یې یو د بل سره ډیر لنډوو، یو د بل سره په ښه کلکو شهواني اړیکو کې ککړو. هغوې نور هم عمره کوچنیان هم دې لورې ته ترغیبول . په دې ډله کې د تر ټولو د لوې هلک عمر لس کاله و . یوه بله پیښه د یوې نهه کلنې نجلۍ ده چې په ښکاره توګه یې خپل ځان ډیر کلک ساته خو دې نجلۍ په خپلو ډیرو عاشقانو فخر کاوه .]



د بالټې مور(Baltimore)د یوه ډاکټر په راپور کې ویل شوې چې د یوه کال په جریان کې د هغوې په ښار کې تر زرو زیاتې داسې پیښې شوې دي چې د ۱۲ کالو څخه د لږ عمر پر نجونو جنسي تیرې شوې .



دا دهغې هیجان پاروونکې چاپیریال لومړنۍ میوه ده چې هر لورې ته په کې د جذباتو او احساساتو د راپارولو وسایل برابر شوې و . د امریکا یو لیکوال لیکي چې :[ زمونږ د ولس ډیره برخه چې نن کوم ډول ژوند مخته بیایې هغه دومره غیر فطري دې چې په کې نجونو او هکانو ته په لس کلنۍ کې دا فکر پیدا کیږی چې هغو باید یو دبل سره عشق وکړي . ددې زبیښې ډیرې زیاتې غمناکې دي . ددغه ډول مخکې له وخته د جنسي غوښتنو څخه ډیر بد ې پایلې را څرګندیداې شي . او همداسې کیږي . دهغې لږ تر لږه پایلې دادې چې نوې ځوانې نجونې د خپلو دوستانو سره تښتي ، یا په کم عمرۍ کې واده کوي او که چیرې په محبت کې ناکامي ورپه برخه شی نو ځان وژنه هم کوي .



دښوونې اوروزنې مرحله :



په دې توګه چې په کومو کوچنیانو کې د وخت نه تر مخه کوم جنسي احساسات راپاریږي د هغوې له پاره لومړنې تجربه ځاې ښوونځې دي . شوونځي او مکتبونه دوه ډوله دي ، یو ډول هغه دي چې د یوه صنف یا یوه جنس کوچنیان په کې داخلیږي . او بل هغه ډول دي چې هلته صنفونه مخلوط وي . په لومړي ډول صنفونو کې د همجنسو محبت «Homo Sexuality» او د موټک وهلو«Masturbatio » وبا خپریږي ځکه هغه احساسات چې په کوچنیانو کې را پاریدلې دي ، نو ددې پاریدنې وسایل هرې لورې ته خپاره وي نو هغوې دخپلې جنیسي غریزي د تسکین له پاره یوه نه یوه لاره پیدا کوي . ډاکټر هوکر لیکي چې د ښوونې اوروزنې په دې ډول مرکزونو ، لیسو ، د نرسنګ په مکتبونو او مذهبي مدرسو کې تل داسې پیښې پیښیږي چې په هغې کې د یوه جنس دوه کسه په خپل منځ کې شهواني اړیکي ټینګوي او د مقابل جنس سره دهغوې محبت له منځه ځې . په دې لړ کې هغه ډیرې داسې پیښې بیان کړي چې په کې نجونې د نجونو سره ۱او هلک د هکلکانو سره په جنسي اړیکو کي ککړ ښوول شوې دې .



۱( دښځو دښځو سره مینه او جنسي اړیکي د (Lesbian)) په نامه یادیږي او هم د نارینه د نارینه و سره اړیکې د«Homo Sexuality» په نامه یادیږي نن په غربې ټولنو کې دغه ډول اړیکي ډیر زیات شوې دي . (ژباړن )



د ځینو نورو کتابونو څخه هم همداسې را څرګندیږي چې دا د« همجنسود محبت » د وبا ناروغتیا څومره ډیره په خپریدو ده . ډاکټر لوري(Dr.Lowry) په خپل کتاب (Hereself) کې لیکي چې یو ځل د یوه مکتب سر معلم (۴۹کورنیو ته په پټه خبر ورکړ چې دهغوې کوچنیان اوس په مکتب کې نه شي ساتل کیداې ځکه چې په هغوې کې بد اخلاقي ویرونکي حال ته رسیدلې ده .



اوس یو بل ډول مکتبونو ته ووینئ : دا هغه ښوونځې دې چې نجونې او هلکان په کې یوځاې درس وایې . په دې ښوونځیو کې د راپارولو وسایل هم شته اود هغې د تسکین او سړولو وسایل هم . دهغه هیجان ابتداء چې د وړکتوب څخه شوې دلته په رارسیدو سره هغه پوره کیږي . ډیرې خرابې لیکني او کتابونه د هلکانو او نجونو د لوست لاندې وي ، دعشق قصې په اصطلاح د نن (Art) مجلې په جنسي مسایلو باندې ډیر چټل کتابونه او دحمل د مخنیوې په هکله معلومات اومضامین لري . دا هغه څه دي چې د ځوانۍ په مرحله کې د لیسو او پوهنتونونو د شاګردانو (نجونو او هلکانو ) نظر ځانته را اړوي ، یو مشهور امریکایی لیکوال هیندرچ فان لون (Hendrich Von Loain) وایې چې دا لیکنې چې په پوهنتونو او کالجونو کې یې ډیره غوښتنه کیږی د ګندګۍ ، غلاظت ، فحش او چټلتیا هغه ټوله ده چې یوه وخت په دومره ازاده توګه عوامو ته نه وړاندې کیده .



ددې لیکنو څخه چې کوم معلومات تر لاسه کیږی نو ددواړو صنفونو اړوند ځوانان پرې په ډیره ازادۍ او بې باکۍ سره بحث کوي او دهغې وورسته د عملي تجربو په لور قدم ږدی . نجونې او هلکان یو ځاې (Petting Parties) میله ځایو ته ځې او هلته په ازادانه توګه سګرټ او شراب استعمالوي او د ګډا او نڅا نه پوره خوند اخلي (How I can get married? P. 172).



د لنډسې د وینا له مخې چې د لیسو د شاګردانو څخه (۴۵) په سلو کې نجونې د ښوونځې دپریښودو تر مخه استعمال شوي وي او بیا وروسته تعلیمي مدارجو کې یې منځنۍ کچه ددې نه هم زیاتیږي (اوسنۍ شمیرنې ښئ چې اوس په ښوونځیو کې نجونې نژدې سل په سلو کې استعمالیږي ، ان تر دې چې په دې هکله ورته په ښوونځیو کې د جنسي زده کړو یو اونیز او یادوه اونیز کوروسونه جوړیږي «ژباړن »). دلیسې هلک شاګرد ، د نجلۍ شاګردې په پرتله د جذباتو په شدت کې ډیر وروسته پاته وي ، نجونی په دې هکله مخکې والي کوي او هلکان د هغوې په اشاره خوځیږي .



درې ستر پارونکي :



په ښوونځیو او لیسو کې خو بیا هم یو ډول نظم او ډسپلین شتون لري چې تر یوه حده پورې ددې عمل په ازادۍ کې خنډونه را پیدا کوي . خو کله چې دا ځوانان دخپلو هماغه شهواني پاریدلو احساساتو او بدو عاداتو سره د عملي ژوند په ډګر کې قدم ږدی نو بیا دهغوې خوځښت د ټولو حدودو او قیوداتو څخه ازاد وی . دلته د هغوې د جذباتو د اور د لازیاتولو له پاره د اور ځاې شتون لري او د جذباتو د ارامولو له پاره یې هر ډول سامان پرته له کوم ځنډه او خنډه تیاریږي .



یو امریکای مجلۍ هغه وسایل چې دهغې له لارې بد اخلاقۍ ته پوره وده ورکول کیږی دا ډول بیانوي : [درې شیطانی ځواکونه دی چې دهغوې مثلث نن زمونږ په نړۍ باندې را خپور دې او دغه درې واړه د یو دوزخ په جوړولو کې مصروف دي .



لمړۍ محرک : فحش لیکني دي، چې د نړیوال جنګ نه وروسته په ډیره تیزۍ او ډیرې بې شرمۍ سره په زیاته اندازه خپریږي .




دویم محرک : عکسونه دي چې نه یوازې د شهواني جذباتو د راپاریدو کار ترسره کوي بلکه نمونه او انځور یې هم وړاندی کوي .




دریم متحرک : د ښځو هغه را لویدلې اخلاقي معیار دي چې دهغوې د کالیو او ډیر وخت د هغوې د لوڅوالي او دسیګرټو د ورځني زیات استعمال او د نارینه و سره دهر قیدو بند نه د ازاد اختلاط په شکل کې راښکاره کیږی .




دغه درې واړه شیان زموږ په ټولنه کې ورځ په ورځ ډیرښت مومي او دهغې زبیښه د مسیحې تهذیب او ټولنې زوال او با لاخره تباهي ده . که ددې مخنیوې و نه شی نو زمونږ تاریخ به هم د روم او نورو هغه ولسونو په شان شي چې دهمدغي نفس پالني او شهوانیت ، د شرابود څکلو اود ښځود نڅا د خوندونو سره یو ځاې فنا شول .



دغه درې علتونه دې چې د تمدن او ټولنې په چاپیریال باندې را خپاره شوی د هر ځوان سړي اوځوانې ښځې په جذباتو کې یوتلپاتط خوځښت را پیدا کوی . نو د چا په وجود کې چې لږه ګرمه وینه هم موجوده وي د فواحشو ډیرښت دهغې د خوځښت لازمي زبیښه ده .



د بدکاریو ډیروالې :



کومو ښځو چې په امریکا کې زنا او فحشا خپله دنده ګرځولې دهغوې شمیره لږ تر لږه د څلورو او پنځه لکو تر منځ ښوول شوې ده (Prostitution in the United States pp64-69)(اوس دا شمیره د میلیونو ښځو پورې شمیرل کیږي «ژباړن ») خو امریکایې فاحشي د هندوستانی فاحشو په څیر نه دي . ځکه چې امریکایي فاحشي هغه ښځې دي چې تر پرونه پورې یې د یوې ازادې ښځې په څیر خپله دنده درلوده ، خرابو عاتونو د بدۍ لورې ته را ښکوده او په زنا ځایو کې کیناسته . هغه یو څو کاله دلته تیروي بیا دا کار پریږدي او په یوه کور یا دفتر کې ځانته دنده پیدا کوی . د یوې سروې له مخې د امریکا (۵۰) سلمه فاحشې په کورنو کې دکارکوونکو ښځو (Domestic Servents) څخه او پاته (۵۰) سلمه یې په روغتیایې مرکزونو ، روغتونونو، دفترونو او دکانونو کې خپلې دندې پریږدي او دغه دنده پیلوې او د (۲۵) یا (۳۰) کالو عمر ته په رسیدو سره فحاشي پریږدي او بله کومه ازاده دنده تر لاسه کوی .



اوس تاسې ګمان کولې شئ چې په امریکا د څلورو یا پنځو لکو زناکارو او فاحشو موجودیت څه معنې لري . لکه چې پخوا مو وویلې په غربی هیوادونو کې زناکاري او فاحشه ګرې د یوه منظم بین المللې کارو بار او تجارت (International Buseniss) حیثیت لري . د امریکا د نورو لویو ښارونو په څیر په نیویارک ، ریوډي جننز او بیونس آیرس کې ددې کاروبار لوې لوې مارکیټونه او پلورنځې دی .



د نیویارک ددوو لویو ماڼیو هر یوه یې یوه مشورتي اداره لري چې رئیس او سکرتر یي د غړو له خوا ټاکل کیږي . هر یو قانونې پوه مشاورین لري ، تر څو چې په کومې عدالتي پریکړې کې د نښتو په وخت کې د هغوې د ګټو ساتنه وکړي . د ځوانو نجونو په را جذبولو کې هلته په زرګونو دلالان کار کوي . دغه دلالان په هر ځاې کې د ښکار کولو په لټه کې مشغول اوسي . د دې ښکاریانو د زبیښو او لاسته راوړنو اندازه ددې څخه معلومیږي چې د شکاګو نه د راتلونکو مهاجرینو د اتحادیي مشر یو ځل د ۱۵ میاشتو شمیره را ټوله کړه نو څرګنده شوه چې په دې وخت کې د (۷۲۰۰) نجونو لیکونه د مهاجرینو د اتحادیي دفتر ته رسیدلې و چې هغوې شکاګو ته را روان دی خو دهغوې څخه یوازې (۱۷۰۰) خپل منزل ته ر ا ورسیدلې دپاته نجونو درک و نه لګیده چې چیرته او له چا سره ولاړې .



د زنا ځایو څخه اخوا نور د لیدنو کتنو ځایونه یا (Assignation Houses) او (Call Houses)دي چې په دې خاطر تیار ساتل کیږی چې که «شریف » وګړی او ښځې کله وغواړی یو د بل سره وویني نو هلته د هغوې د لیدنو کتنو له پاره تیارې نیول کیږی . د څیړنو څخه را څرګندیږي چې هلته په ښار کې د (۷۸) دغسي کورونه او ماڼۍ شته . په یوه بل ښار کې (۴۳) او په یوه بل کې (۳۳) داسې ځایونه موجود دی . دغه ځایو ته یواځې ناواده شوې ښځې نه ورځې بلکه ډیرې واده شوې ښځې هم هلته خپل سکون تر لاسه کوي .



د یوه مشهور اصلاح غوښتنونکې (ریفارمر Reformer) وینا ده چې : [ د نیویارک د واده شوو وګړو یو په درې برخه داسې ده چې د اخلاقي او جسماني پلوه خپلو ازدواجي مسؤلیتونو ته وفاداره نه دي او د نیویارک حال د هیواد د نورو برخو دحالاتو څخه ډیر توپير نه لري .



د امریکا د اخلاقو د مصلحینو یوه ټولنه چې د (Commettee of Fourteen ) په نامه یادیږي . ددې ټولنې د اړخه د بد اخلاقۍ د مرکزونو لټون او دهیواد د اخلاقي حالت د څیړنې او د اخلاقو د اصلاح په خاطر د عملی لارو چارو دراپیداکیدو کار تر ډیره حده پورې تر سره شوی . دهغې په راپورونو کې ویلې شوې چې په امریکا کې چې څومره د نڅا ځایونه ، نایټ کلبونه Night Clubs او د حسن او ښایست ځایونه (Beauty Saloons) او د لاسونو دښایسته کولو دکانونه (Manicure Shops) د مالش او چاپي کولو ځایونه (Massage Rooms) او د ویښتانو دښایسته کولو دکانونه (Hair Dressings) شته ، ټول په قحبه ځایو تبدیل شوي بلکه د هغوې نه یې هم بدتر حال غوره کړې دې . دا ځکه چې هلته د نه بیانیدونکې افعالو ارتکاب کیږي .



طلاق او بیلتون :



په دغسې حالاتو کې ښکاره ده چې د کورنۍ نظم او د ازدواج مقدس اړیکې په خپل ځاې نه پاته کیږي . په ازادۍ سره ځانته روزی پیدا کونکي ښځې چې د شهواني اړتیاو پرته دخپل ژوند په هیڅ اړخه کې نارینه و ته اړتیا نه لري او د واده پرته ورته هم په ډیره اسانۍ سره نارینه پیدا کیداي شي واده یو عبث او فضول کار



ګڼي .



نوې فلسفې او ماده پاله فکرونو د هغوې د وجدان څخه دا تصور هم لرې کړې چې د واده پرته د کوم نارینه سره اړیکي ټینګول هم کوم عیب ناکه کار دې . ټولنه دغې چاپیریال دومره بې احساسه کړې چې څوک هم دا ډول ښځو ته د نفرت یا ملامت په سترګو نه شې کتلې .



«قاضي لینډسي» د امریکایې عامو نجونو د افکارو ترجماني په دې ټکو سره کړیده .



[زه ولې واده وکړم زما تر څنګ چې په دې تیرو دوو کالو کې کومو نجونو ودونه کړي دي ، دهغې د هرو لسو څخه پنځه په طلاق منتج شوې دي . زه پو هیږم چې په دې وخت کې هره نجلۍ د محبت په معامله کې د ازادۍ فطري حق لري . مونږ ته د حمل نه د خوندی پاته کیدو تدبیرونه هم پوره پوره معلوم دي نو په دې خاطر دا خطر هم لرې کیداې شي چې د یوه حرامي کوچني پیدا کیدل کوم ستونزمن کار وګرځي . مونږ ډاډ من یو چې رواجي لارې او طریقي په نورو لارو او طریقو باندې بدلول د عقل غوښتنه ده . ]



ددا ډول آندونو لرونکې بې شرمه ښځې که چیرې کوم احساس واده تیار وي هم ، نو هغه یوازې او یوازي د محبت او مینې جذبه وي . لیکن د غه جذبه هم د زړه له کومي نه وي . او یوازې د یوه عارضي کشش پایله وي. او د نفسي غوښتنو د نشې د ښکته کیدونه وروسته بیا د میړه او ښځې تر منځ الفت او محبت نه پاته کیږی . د مزاج او عاداتو ډیر کوچني اختلاف دهغوې تر منځ منافرت او تفریق پیدا کوی .



«لینډسې » لیکي چې [ په (۱۹۲۲م ) کې په ( ډینوور) کې دهر واده تر څنګ د طلاق او تفریق پیښه هم منځته راغلې او ددوه ودونو تر منځ د طلاقو یوه پیښه هم منځته راغلې .]



دا یوازې د( ډینوور) حالات نه دې بلکه د امریکا د ډیرو ښارونو حالات همد غسې درواخله او بیا مخته لیکې چې :[ د طلاقو او جدایي پیښې مخ په زیاتیدو دې او که چیرې همدغه حالت پاته شو لکه څنګه چې معلومیږی نو په اغلب ګمان چې په هیواد کې چې څومره د واده لایسنسونه ورکول کیږي په هماغه اندازه به د ا طلاقو پیښې هم منځته را ځي . ](Revolt of Modern Youth ”p.211-214)



څه وخت د مخه د ډیټرویټ (Detriot) په ازادو خپرونو( Free Press ) کې په دغه حالاتو یوه مقاله خپره شوه چې دهغې یوه جمله داسې ده : [ دنکاحګانو کمښت ، د طلاقو زیادښت او دنکاح پرته د ناجائزو تلپاتې او یا مؤقتو اړیکو زیاتوالې ددې معنې لري چې مونږ د حیوانیت په لور روان یو . د کوچني دپیدا کولو فطري غوښتنه له منځه تلونکې ده ، د پیدا شوو کوچنیانو په هکله غفلت کیږي او ددې خبرې احساس له منځه ځې چې کورنۍ او دکور ابادي د تهذیب او ازاد حکومت د بقا او پایښت له پاره اړین دې . ددې برعکس د تهذیب او حکومت به امورو کې ډیره بې درده بې پروائي را پیدا کیږي . د طلاق او تفریق ددغه ډیرښت علاج اوس دا ښوول کیږی چې باید (Comissionate Marriage)« ازمیښتې نکاح» ته رواج ورکړل شي خو دا علاج هم د اصل ناروغتیا څخه ډیرې بدې پایلې لري ]



د ازمیښتي نکاح معنې داده چې نر او ښځه په« زړه طریقه Old Fashion » د واده پرته تر یوه وخته پورې یو دبل سره واوسي ، که چیرې ددې یو ځاې والي په واسطه ددوې زړونه یو له بله سره و لګیدل نو واده دې وکړي او که نه ، نو دواړه دې یو دبل څخه جدا شي او بل چیرته دې خپل قسمت او بخت و ازمایي . د ازمیښت په دوران کې به د اولاد د پیدا کیدو مخه نیسي . ځکه چې دکوچني دپیدا کیدو سره سم هغوې باید نکاح وکړي . دا هغه څه دي چې په روسیه کې دازاد محبت یا د (Free Love) په نامه یادیږي .



ولسي ځان وژنه :



نفس پالنه ، د ازدواجي مسؤلیتونو نه کرکه او نفرت ، د کورني ژوند څخه بې زاره کیدل او د ازدواجي اړیکو نه پایښت ، ښځه دخپل فطري مورنۍ جذبې څخه ډیره لرې کړې چې په نسواني جذباتو کې تر ټولو اشرف اواعلي روحانې جذبه ده ، او پایښت یې نه یوازې د تمدن او تهذیب له پاره اړین دې بلکه دانسانیت پایښت هم په همدې جذبي کې را نغښتې دې .



دحمل منه کول ، دحمل اسقاط او دکوچنیانو وژل دهمدغې جذبې د مړینې نه راپیدا کیږي . د حمل د منعې کولو معلومات د ټولو قانوني بندیزونو سره سره په امریکا کې د هر ځوان هلک اوهرې ځوانې نجوني په واک کې شته .



دحمل د منه کولو درمل او وسایل په پوره ازادۍ سره په درمل پلورنځیو او دوکانونو کې پلورل کیږي . عامي ازادې ښځې خو پریږده ، د لیسو او او پوهنتونو شاګردانې هم دغه الات او درمل تل له ځانه سره ساتي .



قاضي «لینډ سي » په دې هکله لیکي چې :



[د یوې لیسې (۴۹۵) کمه عمره نجونو په خپله ماته اقرار وکړ چې هغوې د هلکانو سره جنیسي اړیکي تجربه کړي دي . دهغوې د ډلې څخه یوازې (۲۵) نجونې داسې وې چې حمل یې په ګیډه شوې و . په پاته نجونو کې ځینې اتفاقاٌ خوندي پاته شوې وې . لیکن زیاتو دحمل دمنه کولو په هکله اغیزمن تدبیرونه نیولې و . دحمل دمنه کولو په هکله د هغوې پوهه دومره زیاته ده چې عام خلک یې د پوهیدو څخه عاجز دي .]



پیغلي یا ناواده شوې نجونې دا تدبیرونه په دې خاطر استعمالوی چې د هغوې په ازادۍ کې کوم خنډ پیدا نه شی . واده شوې ښځې په دې خاطر دهغې نه ګټه پورته کوي چې د کوچني د پیدا کیدو په خاطر نه یوازې په هغوې د روزنې او ښوونې بار باریږي بلکه دمیړه څخه د طلاق او بیلتون د اخستو په وخت کې هم دا لوې خنډ ګرځي . دا ډول ټولو ښځو په دې خاطر دموروالي څخه نفرت پیدا کړې چې د ژوند څخه د پوره خوند اخیستلو له پاره هغوې ته د جنجال نه د خوندي پاته کیدو اړتیا ده . او ددې تر څنګ دکوچني په پیدا کیدو سره دهغوې په ښایست کې هم توپیر را پیدا کیږی .(Macfaddin, Manhood and Marriage)



په هر صورت لاملونه چې هر څه دي خو د (۹۰) په سلو کې د ښځو او میړونو تر منځ اړیکې داسې دي چې د هغې فطري پایلې ( دحمل منه کول ) د همدې وقایوې تدابیرو له لارې صورت نیسي او پاتې پنځه په سلو کې داسې پیښې دي چې هلته اتفاقا حمل صورت نیسي دهغوې له پاره بیا د اسقاط او دکوچنیانو د وژلو لارې پرانستي دي .



دانګلستان حالت :



زه نه غواړم دغو غمناکو پیښو ته نور هم تفصیل ورکړم خو مجبوریم چې په دغه برخه کې د «جارج رائلي سکاټ» دکتاب (A History of Prostitution)[ د فحشاء د تاریخ] نه څو اقتباسات را واخلم . ددې کتاب لیکونکې پخپله انګلیس دې . نوموړي د خپل هیواد د اخلاقي حالت انځور په دې ټکو کې وړاندې کوي .



[ یو ډول هغه ښځې دي چې ژوند یې په دې پورې تړلې چې دخپلو وجودو په کرایه ورکولو سره ځانته روزي و ګټې. د دوې نه پرته یو زیات شمیر نورې ښځې دي ،اود هغو شمیره ورځ په ورځ زیاتیږی ، چې د ژوند د اړتیاو د لاسته را وړلو په خاطر نورې لارې لټوي او تر څنګ یې فاحشه توب او زنا هم کوي . تر څو په خپل عاید کې ډیر والې راوړي . داد کسب ګرو فاحشو څخه څه ډیر توپیر نه لری خو هغوې په دغه نومونو نه نومول کیږي ، مونږ دا ډول ښځو ته غیرکسب ګرې فاحشي (Amateur Prostitution) ویلې شو . ددغې شوقي یا غیر کست ګرو فاحشو ډیرښت نن سبا دومره دې چې په تاریخ کې هیڅکله هم دومره نه و . د ټولنې د ښکته طبقي څخه نیولې تر پورته طبقي پورې ټولې ښځې په کې شاملې دي . که چیرې د غو معزوزو ښځو ته به کومه کنایه کې هم فاحشه وویلې شی نو دوې د اور سکروټه شي خو دهغوې په دغه نارضایت باندې حقیقت نه شې بدلیداې . په هر حال حقیقت همدا دې چې دهغوې او نورو د فاحشو تر منځ په اخلاقي معیار کې هیڅ توپير نه شته . اوس د یوې ځوانې نجوني له پاره بد چلني او بې باکي د فیشن حیثیت لري او د سیګرټو څکول ، ترخه شراب استعمالول ،په شونډو سرخي لګول ، د جنسي اړیکو او دحمل د مخنیوي په هکله د خپلې پوهې څرګندول ،په فحش لیکنو باندې بحث اوخبرې کول دا ټول شیان دهمغي فیشن له ډلې څخه شمیرل کیږی . همدا راز دداسې ښځو او نجونو شمیره ورځ په ورځ زیاتیږي چې د دواده ترمخه ، پرته له کومې ستونزي، صنفي اړیکي جوړوي او هغه نجونی ډیر په سختۍموندل کیږي چې د کلیسا په وړاندې د نکاح د وفا د تړون په وخت کې په سهي معنا پیغله پاته شوي وي . لیکوال لږ څه مخته ځې او لیکي چې : [دهر څه د مخه د ارایش شوق ووینئ چې دهغه له امله په هره نجلۍ کې د نوي فیشن د قیمتي کالیو او ښایست د زیاتوالي مختلف ډوله سامانونو د رانیولو حرص راپیدا شوې . دا دا هغه بې بندو باره فاحشه ګرۍ په وسایلو کې تر ټولو لوې لامل دې .]



هر هغه څوک چې لیدونکې سترګې ولري نوپه اسانۍ سره کتلې شي چې هغه په سلګونو او زرګونو نجونې چې هره ورځ دهغوې تر سترګو کیږی عموماٌ دومره قیمتي کالي اغوندي چې دهغې خپل جایز معاش او مزدوري په هیڅ صورت دهغې ددا ډول قیمتي لباس بار نه شې پورته کولې . لهذا نن دا خبره همدومره سهي ده څومره چې نیمه پیړۍ مخته سهي وه . چې نارینه د هغوې له پاره کالي اخلي خو فرق دادې چې هغه وخت به هغه سړې ، دهغوې پلار ، ورور یا میړه و او اوس دهغې پر ځاې څه نور خلک دي .



ددغې ډول حالاتو په راپیدا کیدو کې د ښځو ازادي هم پوره پوره دخیله ده ، د تیرو څو کالو راهیسي په نجونو د والدینو کنترول تر دې حده پورې کم شوې چې هغه ازادي چې (۳۰ ) یا( ۴۰ ) کاله پخوا هلکانو ته هم ور په برخه نه وه خو نن نجونو ته ورپه برخه شوې ده .



یوبل مهم لامل چې په ټولنه کې په پراخه پیمانه د جنسي خپل سرۍ د خپریدو سبب شوې دادې چې ښځې مخ په زیاتیدونکې توګه په تجارتي کاروبار ، دفترې دندو او نورو ډول ډول کارونو کې ورننوځې او هلته شپه او ورځ د نارینه و سره د خلط ملط کیدو موقع په لاس ورځي . دې کار د ښځو او نرو اخلاقي معیار ډیر را ښکته کړې اوتر څنګ یې د نارینه و داقدام په وړاندې د ښځو د مزاحمت ځواک هم ډیر را کم کړې دې او د دواړو صنفونو شهواني اړیکې یې د ټولو بندیزونو څخه ازدې کړې دي . اوس د ځوانو نجونو په ذهن کې د واده او پاکیزه ژوند تصور هم نه شته . ازادانه خوشحاله وخت تیرول چې پخوا به یواځې خپلسري نارینه ورپسې ګرځیدل اوس هره نجلۍ دهغې پسې منډې ترړی وهي . پیغلتوب او بکارت ته د یو ارتجاعی آند په سترګو کتل کیږی او د نوې زمانې نجونې خو هغه یو مصیبت ګڼي . دهغوې په آند د ژوند خوند په دې کې را نغښتې چې د ځوانۍ په دوران کې د نفس د لذتونو جام ښه په ډک زړه و چښل شي . دهمدې څیز د لټون په خاطر هغوې د نڅا ځایو د نائیټ کلبونو ، د هوټلونو او چاې خوړلود ځایونو شاوخوا ګرځي را ګرځي او په همدې ارزو هغوې د یوه ناپیژندل شوې سړې سره دهغه په موټر کې چکر وهلو ته هم تیارې وي . یا په بل عبارت هغوې پخپله دخپل نفس د غوښتنې سره هم خپل ځان داسې یو چاپیریال ته ور رسوي چې جنسي جذبه نوره هم را وپاروي او بیا چې د دې کومي طبیعی زبیښې دې د هغوې نه د وې ویریږي هم نه ، بلکه هغه ته ښه راغلاست هم وایې.



پریکنده پوښتنه :



زمونږ د هیوادپه ګډون په ګڼو نورو شرقي هیوادو کې هم چې کوم وګړي د پردې ممانعت کوي نو د هغوې په وړاندې په حقیقت کې د ژوند همدغه یادکړل شوې انځور موجود دې . د همدغې ژوند ځلاندو وړانګو دهغوی حواس اغیزمن کړی دي . د همدغه افکار و اخلاقي اصولو او دهمدغې مادې او حسي ګټو او خوندونو روښانو اړخونو د هغوې په زړه او دماغ پنجې ښخې کړې دي . په دې خاطر هغوې دپردې نه کرکه او نفرت کوي . سره له دې چې ددوې اخلاقي فلسفه د هغه غربي اخلاقي فلسفي سره تو پير لري چې دوې پرې ایمان لري او عملا دهغې ګټو او لذتونو د تر لاسه کولو په مخ کې خنډ وې چې دې وګړو دخپل ځان له پاره هدف ټاکلې.



اوس دا پو ښتنه چې د ژوند ددغې انځورد تیاره اړخ یعنې دهغې دعملي زبیښو د منلو له پاره هم دا وګړي تیار دي او که نه ؟



نو په دې خبره کې دهغوې تر منځ یووالې نه شته ، یوه ډله په دغه زبیښو پوهیږي او دهغې منلو ته هم تیار دي . دهغوې په وړاندې په حقیقت کې دا د غربي ژوند یو روڼ اړخ دي نه تیاره اړخ. یوه بله ډله دا تیاره ګڼي او دهغې دپایلو منلو ته تیار نه دی . مګر دهغې په هغه ګټو باندې یې زړونه له لاسه ورکړې چې ددې ډول ژوند سره تړلې دي . دریمه ډله نه خو په دې افکارو پوهیږي او نه یې د پایلو څخه واقفیت لري او نه په دې خبره غور کوي چې ددې افکارو او دهغې د پایلو تر منځ څه ډول اړیکي شتون لري . هغوې یوازې هماغه کار کوي چې په نړۍ کې یې رواج موندلې وي .



دغه درې واړه ډلې په حقیقت کې دومره سره را نژدې شوې او رانښتې چې د خبرو اترو او بحث په وخت کې ډیر وخت دا توپیر نه شی کیداې چې زمونږ مخاطب دکومې ډلې پورې تړلې دې . دهمدغې اختلاط په اساس غلطه څیړنه مخته راځې . په دې خاطر دې ته اړتیا ده چې دا درې واړه ډلې یو له بله جداکړل شي او ورسره د هغوې دحیثیت په اندازه خبره وشي .



شرقي غرب پالونکي :



لمړۍ ډله په همغه فلسفي افکارو او تهذیبي اصولو پوخ باور لري چې غربي تهذیب او تمدن پرې ولاړ دې . دوې د نوي اروپا د جوړونکو په څیر د آندلرونکي او د ژوند مسایلو ته د غربي زاویې څخه ګوري او د خپلو خپلو هیوادونو تمدني او ټولنیز ژوند د غربي نقشې مطابق جوړول غواړی .



ددوې له آنده ، د ښځو د ښوونې او روزنې هغه اخري موخې دادي چې هغوې د ګټې وړتیا تر لاسه کړي او تر څنګ یې د زړه راښکون سره سره له لطیفه فنونو څخه هم پوره پوهه او واقفیت ولري . په کورنۍ کې دښځې صحیح حیثیت دهغوې په وړاندې همدا دې چې هغه د سړي په څیر یو ګټور غړې و ګرځي او په ګډه بودیجه کې خپله ونډه وا چوي ، په ټولنه کې دښځې اصل ځاې د هغوې له آنده همدغه دې چې هغه دخپل ښایست او نازو نخرو له مخې په ټولنیز ژوند کې یو لطیف عنصر ور زیات کړي . دخپلو خوندورو خبرو په واسطه د زړونو تودوخه نوره هم زیاته کړي . دخپلې موسیقۍ په واسطه د غوږونو پردې و تخڼووي او دخپلې نڅا په واسطه په نفسونو کې لار را پیدا کړي ، هغوې هڅه کوي چې د خپل جسم ټوله ښکلا راڅرګنده کړي تر څو د ځوانانو زړونه خو شحاله ، سترګې یې یخې او سړه وینه یې ګرمه شي . دهغې په وړاندې په ولسې ژوند کې دښځې کار ددې نه اخوا نور څه نه دې چې هغوې دې ټولنیز کارونه کوي، ښاري او مشورتي غونډو ته دې ځې، په کنفرانسونو او کنګرو کې دې ګډون کوي ، د سیاسي ، مدني او اقتصادې ستونزو په حل کې دې خپل فکر او ذهن مصرف کړي . په لوبو ، سپورتونو او د منډو او ځغاستو په مسابقو کې دې برخه واخلي . لنډه دا چې ټول هغه څه دې وکړي چې د کوره دباندې دې او دهغه څه سره هیڅ کار ونه لري چې دکور دننه دي . هغوی همدغه ژوند ته نمونه یې ژوند وایې . دهغوې په وړاندې د نړۍ د پرمختګ همدغه یوه لاره ده او په دې لار د تللو په مخکې چې څومره پخواني اخلاقي آندونه خنډ شوې دې هغه له یوه سره لغو او باطل دي . ددغې نوې ژوند له پاره پخواني اخلاقي ارزښتونه (Moral Values) په هغه ډول په نوی ارښتونو تبدیل کړي لکه څنګه چې اروپایانو تبدیل کړی و . مالي ګټې او نوې جسماني ننداره دهغوې له آنده ډیر ارزښتناکه ده . او دهغې په پرتله حیا او عصمت ، پاکوالې او اخلاق په ازداواجې ژوند کې وفادار پاته کیدل ، د نسب ساتنه او په دې ډول نور شیان نه یوازې د ا چې بې ارزښته بلکه د تیاره فکرۍ یوه نمونه وه . چې د له منځه وړلو پرته یې د پر مختګ په لور قدم نه شو ایښودل کیداې . دا وګړي په حقیقت کې په غربي دین باندې ایمان لرونکې و او په کوم لید یې چې ایمان راوړې و ، په شرقي هیوادونو کې یې دهغې د خپرولو له پاره د ټولو هغو تدبیرونو څخه ، چې په اروپا کې ترې کار اخستل شوې و ، کار واخیست .



نوي ادآب :



د ټولو تر مخه د هغوې هغو لیکنو ته و ګوري چې د ذهنونو د تیارولو له پاره تر ټولو ستر ځواک جوړوي . ددوې تش په نامه ادب کې ... چې په اصل کي بې ادبي ده ... ددې هڅه کیږي چې د نوي نسل مخې ته دغه نوې اخلاقي فلسفه په ډیره ښکلې بڼه وړاندې کړي او د همدې لارې پخواني اخلاقي ارزښتونه د زړه او د ماغ د ریښو څخه بیرون را وکاږي. دنمونې په توګه زه دلته د اردو ادب څو نمونې وړاندې کوم.



د هیواد یوې مشهورې میاشتنۍ مجلي د (خوږ سبق ) تر عنوان لاندې یو اوږود مضمون نشر کړ . ددې مضمون لیکونکې داسې یو شخصیت دې چې د اعلي روزنې خاوند ، په ادبي حلقو کې مشهور او په یوه ستر منصب باندې کار کوي . د مضمون لنډیز دادې چې :[ یوه ځوانه نجلۍ له خپل استاد نه د سبق د ویلو له پاره ناسته وه ، د سبق په دوران کې یې د استاد مخې ته د خپل یوه ځوان دوست د محبت لیک کیښود ترڅو د ځواب له پاره یې ترې مشوره واخلي . هغې دخپل دغه محبوب سره د چایو په یوه ټولنه کې کتلي و . هلته کومې ښځې ددې دواړو تر منځ پیژندګلوې کړې وه . ددوې تر منځ دهمغې ورځې څخه یو بل ته نژدیوالې او د لیکنو لړۍ پیل شوې وه اوس دغه نجلۍ غواړي د خپل استاد څخه د مینې او محبت د لیک اخلاقي ځواب تر لاسه کړي . استاد هڅه کوي چې دا نجلۍ د بې هوده او عبث فکر نه واړوي او د لوست په لور یې متوجه کړی ، نجلۍ په ځواب کې استاد ته وایې چې :( لوست خو زه غواړم چې ویې کړم خوداسې لوست چې زما د ویښې دخوبونو او امیدونو په بریالتوبو کې له ماسره کومک وکړي ، نه داسې لوست چې له همدا اوسه ما زړه کړي . استاد ترې پوښتنه کوي چې ایا ددې ښاغلي نه پرته اخوا نور دوستان هم لرې ؟ شاګرده ځواب ورکوي چې څو نور هم دي مګر په دې ځوان کې یوه ځانګړ تیا ده چې هغه په ډیر خوند سره مارا پاروي . استاد ورته وایې چې که چیرې ستا پلار ددې لیک له لیکنې څخه خبر شي نو څه به درپیښ شي ؟ شاګرده ځواب ورکوي او وایې چې ایا پلار به مې د ځوانۍ په وخت کې دا ډول لیکونه نه وی لیکلي؟ هغه خو ډیر فیشني سړې دې . څه د حیرانتیا وړ نه ده چې اوس به یې هم لیکي . الله دې نه کړي زوړ شوې خو نه دې . استاد ورته وایې چې : له اوس نه پنځوس کاله وړواندې دا تصور هم شونې نه و چې د کومې شریفې کورنۍ نجلۍ ته څوک د میني لیک واستوي . نجلي ورته وایې چي ایا دهغې وخت خلکو یوازي د بد ذاته خلکو سره مینه کوله . دا خو دهغې وخت بد ذات ډیر په مزو کې او شریفان یې په ډیر بد حالت کې وو . دمضمون اخري ټکې چې لیکونکي پرې دخپل ادبي ظرفیت ټوله هڅه تمامه کړې دادې چې :[مونږ ځوانان ستر مسؤلیت لرو ، هغه خوښئ او لذتونه چې زمونږ مشرانو او پخوانیو له لاسه ورکړي مونږ یې باید بیرته را ژوندي کړو او هغه د قهر او ددرواغو عادتونه چې تر اوسه ژوندي پاته دي بیرته خښ کړو . ]



په یوې بلې ادبي مجله کې نزدې یو نیم کال دمخه یوه لنډه قصه د «پښیمانۍ» تر عنوان لاندې نشر شوه چې لنډیز یې په دې توګه دې .



د یوې معززې کورنۍ کوژده شوې نجلۍ د بل سړي سره سترګې جنګوي . دخپل پلار په نه موجودیت کې او دمور نه په پټه هغه خپل دوست کورته رابلي دهمدغه ناروا اړیکو په واسطه ښځې ته حمل پیدا کیږي . ددې وروسته هغه خپل دغه کار دخپل ځان له پاره حق ګڼي او په زړه کې د ځان سره داسې استدلال کوي چې : زه ولي خفه شم ، زړه مي ولې و غورزیږي ... ایا زما ضمیر ما ملامتوي ؟ ایا زه په خپلې کمزورتیا باندې پښیمانه یم ؟ ممکن هو ! لیکن دهغې رومانتیکې روڼې سپوږمۍ شپه خو زما د ژوند په یادونو کې په طلایې الفاظو لیکل شوې ده . د ځوانۍ مست وختونه او دهغې یاد زه دخپل ځان له پاره ډیره ستره خزانه ګڼم .



ایا زه دهغو وختونو د بیا دراوستلو په لاره کې دهر څه قربانولو ته تیاره نه یم ؟ نو بیا ولې زما زړه رپیږي ؟ د کومې ګناه ویره ده ؟ ایا ما ګناه کړې ؟ نه ما خو ګناه نه ده کړې . زما د ګناه څخه چاته څه زیان رسیږي.؟ ما خو قرباني ورکړه . قرباني دهغې له پاره ، کاشکې چې ما دهغې له پاره نوره قرباني هم ورکړې وای ... زه د ګناه څخه نه ویریږم لیکن زه ددغې ویره ونکې ټولنې نه ویریږم چې هغو ې به څنګه څنګه د شک په ستر ګو ماته ویني . اخر زه ولي دهغوې نه وویریږم ؟ د خپلې ګناه په خاطر ؟ خو اخر زما ګناه څه ده ؟ ایا هغه څه چې ما کړي د ټولنې بله کومه نجلۍ یې نه کوي ؟ هغه طلایی شپه او هغه یوازیتوب ، هغه څومره ښایسته وه ، هغه څنګه خپلې شونډي زما په شونډو کیښودې او خپلې غیږی ته یې زه ورکش کړم . او زور یې را کړ....اف ، دهغې د ګرمی او معطرې سینې سره زه څومره په ډاډمنه توګه و نښتم .، ما ټوله نړۍ په لغته ووهله او خپل ټول هر څه مي د عیش په هغه لحظو باندې قربان کړل. بیا څه و شول ؟ بل چا به څه کړې واې؟ ایا په نړۍ کې کومه ښځه په داسې وخت کې ددغسې لمحو سره ټکر کولې شي؟ ګناه ! ما هیڅکله نه ده کړې ، زه هیڅکله پښیمانه نه یم ، زه یو ځل بیا همغسې کولو ته تیاره یم ، عصمت ! عصمت څه شې دې ؟ یوازې پیغلتوب ؟ یا د فکرونو پاکوالې ؟ زه باکره نه یم ، لیکن ما خپل عصمت له لاسه نه دې ورکړې ؟ د فساد نه ډکه ټولنه چې څه کولاې شي هغه دې وکړي هغه زما څه کولې شی ؟ هیڅ ؟ زه د هغوې د احمقانه ګوت نیونې څځه ولې نا ارامه شم ؟ زه دهغوې د پس پسکو څخه ولې وویریږم ؟ ولې خپل مخ ژیړ کړم ؟ زه د هغوې د بې معنې خندا او تمسخر څخه ولې ځان پټ کړم ؟ زما زړه وایې چې ما صحیح کار کړې ، ډیر ښه مې کړي ، نو زه بیا ولې د غلې په څیر و ګرځم ؟ ولې په ډانګ پیيلې توګه اعلان و نه کړم چې ما دغسې کړي او ډیر مي ښه کړي؟



دا هغه استدالال او طرز فکر دي چې زمونږ د زمانې ادیبان یې هرې نجونې ، ممکن خپلې خور اولور ته هم ورښوول و غواړی. دهغوې ښوونه دا ده چې کله هم یوې ځوانې نجونی ته د ۱۴ مې په شپه ګرمه سینه تر لاسه شي نو بیا دی د هغې پورې ځان ورو نښلوي ، ځکه چې په داسې وخت کې همدا یوه لاره ممکن ده او هره ښځه چې دداسې حال سره مخ شي نو هغه به ددې کار پرته نور څه ونه کړي . دا کار ګناه نه بلکه قرباني ده . او نه ترې عصمت ته کوم زیان ور رسیږي . ددې کار په واسطه عصمت کې نور هم ډیرښت را ځي ، بلکه دا یو داسې روښانه کار دې چې باید د یوې ښځې د ژوند په تاریخ کې په طلایې ټکو سره و لیکل شي او د هغې هڅه باید داوي چې د هغې د ژوند ټول کتاب د همداسې طلایي ټکو څخه ډک وي ، نو که چیرې هغوې په با عصمته ښځو باندې ګوتنیونه کوي نو هغوې بیا فسادې او ډیر ویونکي دي . هغوې په خپله ملامته دي چې دداسې فدا کارو نجونو په خلاف خبره کوي داسې تیرې کونکي ټولنه چې دومره ښه کارته بد وایې هیڅکله ددې وړ نه ده چې د هغې څخه ویره محسوس شي او د داسې د خیرد کار په کولوسره خپل ځان پټ و ساتي.



مګر اوس نوې ادب د هر کور لور اونګور د پخوانې وختونو د فحشاو څخه لس قدمه نوره هم مخته وړي ، ځکه چې دا د بد معاشۍ او فحش کارۍ د ملاتړ له پاره د اخلاقو نوې فلسفه را پیداکو ي .




په یوې بله مجله کې د (لیور ) په نوم یوه قصه خپره شوې ، لیکوال یې داسې سړې دې چې پلار یې د ښځو داخلاقي روزني له پاره د ډیرو ښو لیکوالانو څخه و اوپه همدې اساس هغه د هیواد د اردو ژبې ویونکو ښځو تر مینځ پوره محبوبیت درلود . په دې قصه کې لیکوال د یوې ځوانې نجوني کړچار(کریکټر) په ډیر ښه انځور کې د نمونې په توګه خپلو خویندو ته وړاندې کوي ، چې دواده تر مخه یې د خپل لیور دښایسته ځوانۍ په تصور ، په خپل و جود کې لړزه محسوسوله . هغې په پیغلتوب کې دا نظر او فکر درلود چې هغه ځواني چې خاموشه او دسکون نه ډکه تیره شي د هغسې ځوانۍ او کمزورتیا تر منځ هیڅ تو پير نه شته زما له نظره ددغه ډول جذباتو سره چینه باید د حسن او عشق کشمکش وي ، ددغه فکر او ارادې سره چې کله دا نجلۍ واده شوه ، نو دخپل ږیره ور میړه په کتلو یې جذبه او احساس مړاوې شو. او د مخکې څخه د جوړې شوې نقشې په اساس یې پریکړه وکړه چې د خپل میړه د ورور سره ناروا اړیکې ټینګې کړې او ددې خبرې فرصت ورته ډیر ژر په لاس ورغې. ځکه میړه یې د لوړو تحصیلاتو په خاطر لندن ته ولاړ خو ښځې یې د خپل میړه او وروریې د خپل ورو د نشتوالي څخه پوره پوره ګټه پورته کړه او د زړه د اخلاصه یې په خیانت لاس پورې کړ .



لیکوال دغه قصه په خپله دهغې زناکارې فاحشې د خولې څخه لیکلې ځکه چې هغې دا قصه خپلې یوې ناواده شوې ملګرې ته کټ مټ لیکلې وه او ټول هغه مراحل یې په تفصیل سره بیان کړي و چې دهغې په واسطه دهغې او لیور اړیکې ترد ې ځایه پورې رسیدلې و . هغې په خپلې لیکنې کې په خپل هیڅ کار د شرم احساس نه دې کړې ، یواځي هغه څه چې پاتې و هغه د جنسی عملیې عکس و چې هغه یې په کمره کې نه و ثبت کړې او ډیره شوني ده چې دا یې په دې خاطر پریښې وې چې لیدونکې او لوستونکي په خپله په تخیل سره دغه کمښت پوره کړي .



که ددې نوې ادب پر تله د فرانسې د ادب سره وشي چې دهغې څو مثالونه مونږ مخته بیان کړل نو په ډاګه به شي چې دا قافله دهمغې لارې څخه د همغې منزل په لور روانه ده چې د فرانسې ولس پرې تللې و ، دوې د ژوندانه دهمدغه نظام په لور په فکري او اخلاقي توګه ذهنونه تیاروي او دا په داسې حال کې چې ښځې یې د ځانګړې توجه وړ ګرځولې تر څو په هغوې کې د حیا او عزت په نوم څه شې پاته نه شي .



نوې تمدن :



د اخلاقو دغه نوې فلسفه او د ژوند دغه نوې آند او لید د ژوند په ډګر کې ځانته نه د ې ، بلکه د پانګه وال تمدن نظام او د غربي د یموکراسۍ اصول هم ور سره پوره پوره ملګرتیا کوي او دغه ټول ځواکونه یو دبل سره د ژوند هغه انځور جوړوي چې په غربی ټولنو کې د پخوا څخه شتون لري . دوې د جنسي مسائلو په هکله ډیرې زیاتې فحش لیکني او عکسونه خپروي او دغه ټول د مکتبونو ، لیسو او پوهنتونو شا ګردانو ته په پراخه پیمانه ورسیږی. اوس د بې عصمته ښځو لوڅ عکسونه د هر اخبار ، مجلې ، دوکان او هر کور دښایست وسیله ګرځیدلې . په هرکور او بازار کې هغه کیسټونه ، (CD) اوټیپونه په اوچت اواز غږیږي چې په کې د اخلاقو څخه لویدلې او چټلې سندرې تر غوږو کیږی . د سینما ګانو ټول کړه وړه د شهواني جذباتو په را پاروونکو فلمونو ولاړ دی او د سیمنا په پردو باندې د بې حیایې فلمونه په دومره شوق او ذوق سره خپروي چې د هرې نجونې او هلک سترګي دهمدغې لو بغاړې په فلمي ژوند دریږي او همغه د خپلې لارې مشال ګرځوي او کله چې ددغسې فلمونو د کتلو وروسته دواړه صنفونه د سینما څخه بهر راوځی نو دهغوې را پاریدلې جذبات او د عشق ولولې هرې لورې ته دعشق او رومانس موقع لټوي .



د ژوند دپانګه وال نظام په برکت په لویو ښارونو کې دغه ډول حالات ډیر په تیزۍ سره را پیدا کیږي ځکه هلته ښځې د خپلې روزۍ د پیدا کولو له پاره محبوریږي . او دهمدغې ظالمانه نظام په بسپنې دحمل د مخنیوې تبلیغات، د درملونو او وسائلو سره یو ځاې میدان ته را دانګي.



نوې جمهورې نظام چې برکتونه یې د انګلیس او فرانس په واسطه شرقي هیوادو ته را رسیدلې له یوه اړخه یې ښځو ته په سیاسي او ټولنیزو کړو وړو کې لاره پرانستې ده او د بله اړخه یې داسې ادارې او دفتري نظام جوړ کړې چې په کې د سړو او ښځو یو ځاې کیدل او خلط کیدل یو حتمي کار ګرځي او دبله اړخه یې قانوني بندیزونه دومره نرم کړي چې نه یوازې د فواحشو اظهار بلکه د هغه عملي ارتکاب هم جرم نه ګڼل کیږی . په دې حالاتو کې چې کوم وګړي د ژوندپه دې لار په خلاص زړه تلل غواړي د هغوې په اخلاقو او ټولنیزو کړو وړو کې پوره بدلون را ځې ، د هغوې ښځې اوس په داسې کالیو کې بهر را وځې چې نژدې په هرې ښځې باندې د فلم د لوبغاړې ګمان کیږی . هغوې پوره بې باکه دی . دهغوې د لباسونو د تیزو رنګونو استعمال او په ښکلا او سنګار باندې اهتمام په دې دلالت کوي چې هغوې د ځانونو څخه جنسي مقناطیس جوړول غواړی. د بې حیایې دا حال دې چې د غسل د کالیو په اغوستو سره د سړو سره یو ځاې لمبیدل او په همدې حال کې د عکسونو اخیستل او په اخبارونو کې یې په خپرولو هم ددغه شریفو کورنیو ښځې د شرم احساس نه کوي بلکه د شرم سوال هم نه پیدا کیږي . د نوو اخلاقي تصوراتو په اساس د انساني وجود ټولې برخې یو برابر دي که چیرې د لاسونو ورغوی او دپښو تلي لو څیداې شي نو د ورنونو، سینو او تیونو په بربنډولو کې څه حرج دې ؟ د ژوند خوندونه چې ټولیز یا مجموعي نوم یې فن (Art) دې د خلکو په وړاندې د هر اخلاقي بندیز څخه پورته بلکه پخپل ځاې د اخلاقو معیار دې . په دې اساس پلار او ورور په هغه وخت کې په خوشحالۍ نه مړیږي چې د سترګو په وړاندې یې پیغله لور او خور په ستیج د نڅاکوونکو معشوقي لوبه په ډیره بهتره توګه تر سره کوي او په سلونو لیدونکې ترې خوند اخلي او دهغې په هرې آدا باندې د افرین لاسونه پړکوي . مادې سوبه چې بل نوم یې د ژوندانه موخې هم دي د هغوې له آنده د هر هغه شونې څیز څخه ډیر ارزښتناکه دې چې دهغې په قربانولو دا تر لاسه کیداې شی . هرې نجونې چې ددغې هدف په لاسته را وړلو او په ټولنه کې یې دهمدې لارې خپل محبوبیت ، لیاقت او وړتیا وښوده نو که چیرې هغې خپل عصمت له لاسه ورهم کړ نو ګویا چې هیڅ یې د لاسه نه دې ورکړي، بلکه هر څه یې موندلې دي . په همدې اساس دهغې په ذهن کې دا خبر له سره راګرځې نه ، چې د نجونو او هلکانو سره یو ځاې په لیسو او پوهنتونو کې درس ویل او یا د ځوانو نجونو په یوازې ځان اروپاته د ښوونې او روزنې له پاره تلل هم کوم د نیوکې وړ کار ګڼل کیږي .



دغرب پالو پریکړه :



دا هغه خلک دې چې دهر چانه زیات په پردې او حجاب باندې نیوکه کوي . دهغوې په وړاندې دغه پرده داسې یو سپک او باطل څیز دې چې د تردید له پاره یې دهغې پسې ملنډې وهل او هغه مسخره کول بسنه کوي . خو دا رویه بلکل همغسې ده لکه چې یو انسان نه غواړي په انساني مخ باندې د پوزې د موجودیت اړتیا احساس کړي او په دې اساس په هغوې وګړي پورې ملنډې وکړي چې په مخ باندې یې پوزه موجوده وي . دداسې جاهلانه خبرو او استدلال په واسطه یوازې جاهل او نا پوه خلک تر اغیز لاندې راتلا ی شي ، دوې که چیرې کوم معقولیت او پوهه ولري باید په دې پوه شی چې زمونږ او دهغوې تر منځ په ارزښتونو کې ډیر زیات توپير شتون لري . هغه څه چې مونږ یې با ارزښته ګڼوهغه د هغوې په وړاندې بې ارزښته دي نو په دې اساس د ژوند هره هغه عملي لار چې مونږ یې اړینه ګڼو نو پرته له شکه دهغوې په وړاندې هغه یو غیر ضرورې کار دې مګر دداسې بنسټیز اختلاف په وخت کې یواځې کم عقل سړې د اصلي اختلافي مسائلو پر ځاې په فرعې مسائلو کې ځان مصروفولای شي .



د انساني ارزښتونو په ټاکلو کې یواځنې پریکنده څیز د فطرت قوانین دي ، دهمدې فطري قوانینو له مخې چې د انسان خلاصون او سو به نغښتې وي نو په اصل کې همغه د قدر وړ دي . راځئ چې دهمدغې معیار په رڼا کې ووینو چې ستاسې ارزښتونه سهي دي او که زمونږ ؟ هغه علمي دلایل چې له تاسې سره دي هغه راوړئ او کوم دلایل چې له مونږه سره دي مونږ به همغه را وړاندې کړو بیا به نو د ریښتونو پوه انسانانو په څیر ووینئ چې وزن کومې لورې ته دروند دې . په دې توګه که مونږ د خپلو ارزښتونو میعار درست ثابت کړ نو بیا تاسې واک لرئ چې هغه ارزښتونه چې د علم او عقل په بنسټ بنا شوې و منئ او یا د هغه ارزښتونو پسې ځغلئ چې یوازې او یوازې د نفساني میلانو او غوښتنو په بنسټ تاسې غوره کړې دې خو په دې دویم صورت کې به ستاسې موقف دومره کمزورې شوې وي چې بیا به زمونږ د تګلارې پورې د خندا په ځاې تاسې پخپله د خندا وړ وګرځئ



دزنا زیانونه



بدکاري انسان مصيبتونو ته راکاږي .
په زړه کې د عبادت جذبه خرابوي .



د قيامت په ورځ انسان د رب العالمين د رحمت څخه منع کوي .
په زړه باندى مهر لږيږي .
د انسان د ذلت لامل ګرځي .
د انسان نيک صفت او شهرت ورسره ختميږي.
د انسان زړه توروي .
انسان د برکتونو د کمښت سره مخامخ کوي .
قحطى ورسره راځي .
د انسان علم له مينځه وړي .
د انسان زړه سختوي .
د رب العالمين او بنده تر مينځ لرې والى راولي .
انسان له طيب او پاک رزق څخه محروميږى .
د انسان نيک عمل خرابوي .
که انسان ئي حلال وګڼى له ايمانه وځي .
د قرانکريم له علمونو څخه ګټه نشى اخيستلاى .
انسان په يو پسى بلې ګناه ته هڅوي .
د انسان د استدراج ( ګناه کې ډوبيدل ) لامل ګرځي .
د دنيوى عذاب سبب ګرځى لکه ابن عباس رضى الله عنه فرمائي ( هيڅ مصيبت نه راځې مګر د ګناه له امله .
د انسان مشابهت د خبيثو او خرابو څارويو سره کيږي .
د انسان ژوند تنګوي .
د مخ توروالى ورسره راځي .
د انسان د شرميدلو لامل ګرځي .
انسان د نيکو اعمالو څخه منعه کوي .
د انسان د عمر برکت له مينځه وړي .
د انسان زړه د کلک هوډ او عزم څخه کمزورى کوي .
انسان د ګناه سره عادت کيږى .
ګناه د تيرو قومونو ميراث او هلاکت لامل ؤ نو انسان هلاکوي .
د رب العالمين په وړاندى انسان سپکيږي .
نور ګناهونه ورته بيا واړه ښکاري .
ددى زيانونه د انسان څخه نورو څارويو ته سرايت کوي .
د انسان عقل ورباندى خرابيږي ، د ځينو سلفو څخه داقول نقل دى .
انسان د لعنت مستحق ګرځي .
انسان د رسول الله صلى الله عليه وسلم د دعاګانو څخه محروميږي .
انسان پرى جهنم ته ځې لکه د معراج په حديث کې ورته اشاره شوي چې څه خلک د اور تنور کې سوځېدل چې زنا کار وه.
په ځمکه کې د نورو فسادونو لامل ګرځي .
د انسان غيرت ختموي .
د رب العالمين عزت او وقار د انسان د زړه څخه وځي .
انسان د رب العالمين د ياد څخه غافلوي ، د آيت شريف مفهوم دى ( دغه خلکو الله هير کړو د ګناه له امله الله تعالى به دوى هير کړي .
انسان د اخلاص او احسان له دايرى اوباسي .
د انسان د غم لامل ګرځي .
د انسان اړيکى له رب العالمين سره ختميږي .
د نعمتونو څخه محروميږي .
د انسان په زړه کې رعب پيدا کيږي نو هميشه به په ويره کې وي .
د انسان زړه د استقامت له دايرى اوباسي .
د انسان بصيرت او پوهه له مينځه وړي .
انسان د ابليس عليه اللعنت په لومو کې ښکيليږي .
د انسان جاه او عزت له مينځه وړي .
انسان ورسره په بد نوم ياديږي مثلاً چې فلانکى زنا کار دى او يا د لواطت په عمل کې دى.
د نفس ډاډ ورباندى کمزورى کيږي ، چې د نيکۍ خواته ئي رابولي .
د خپل ځان په مقابل کې د دښمن سره مرسته کوي چې په ده باندې د دغه عيب څخه نيوکه کوي چې دا دې مرض او بدکار والا دى.
انسان کم همته کوي .
د اعمالو خوند او برکت پرى له مينځه ځي .
انسان پرى د ملايکو د دعا څخه محروميږي.
انسان په ناشنا ناروغيو اخته کوي .
تر اوومى پيړۍ د انسان د لعنت سبب کرځي ، لکه په مسند احمد کې ورته اشاره شوى ( څوک چې ګناه کوي نو پدى سره رب غوصه کيږي او کله چې رب غوصه شي تر اوو پيړيو په انسان لعنت وائي .
دايمى فقر ورباندي راځى .
نفس پرى خبيثيږى.



.














دزنا روغتیايي اغیزي



دزنا دناوړه عمل پر اساس کیدای سي چي په ټولنه کي بیلابیلي ناروغۍ منځ ته راسي، چي دهغي جملي څخه یو هم دایډز تباه کوونکي ناروغي ده. چي دزنا له امله یي خپریدل زیات ممکن دی. کله چي په ټولنه کي دبداخلاقی روحیه خپره سي نو نوی نسل بیا هغه دومره تقویه کړي ، چي آن دټولني لمني ته اور ورواچوي. په ټولنه کي دفحشا او زنا زیاتوب دټولني پر روغتیايي پروسي باندي ډیره اغیزه کوي. لکه څرنګه چي افغانستان یو اسلامي هیواد دی او ټولنه مو داسلامي ارزښتونو څخه برخمنه ده، نو له همدي کبله زموږ په ټولنه کي دابده او ناوړه روحیه نده خپره سوي. دزنا په واسطه هغه ستر ه وبا او فاجعه چي دبشر په ژوندون کي خپره سوي ده یو هم دایډز ناوړه ناروغي ده، همدا ناورغي دزنا او فحشا له امله په ټولنه کي خپریږي . کله چي په ټولنه کي اسلامي قوانین نه وي، نو ددي ناروغی دخپریدلو مخه په ډیره سخته سره نیول کیږي. اوس به راسو دایډز دناروغۍ په اړه به یوڅه معلومات دلوستونکو مخي ته کښیږدو.



دایډز ناوړه ناروغي:



اېډز هغه بې درملنې، بدرنګه او وژونكې ناروغي ده. چې تر اوسه يې نړيوال د درمل په جوړولو نه دي بريالي شوي. اېډز (AIDS) د ناروغيو په وړاندې د بدن د مقاومت د له منځه تللو په مانا دى. نوموړې ناروغي د اېچ آى وي (Human Immunodeficiency Virus) له وېروس څخه را منځ ته كېږي. ساينسپوهان د اېډز په اړه وايي، چې ښايي له نن څخه٨٠ کاله وړاندې د لومړي ځل لپاره افريقايي انسانان په اېچ آی وي وايرس اخته شوي وي. چا چې د بيزوګانو غوښې خوړلې. د لومړي ځل لپاره په ۱۹۵۹ زېږديز کال د اېچ آی وي وايرس د افريقا په هېوادونو كې د يوه انسان په وينه کې وموندل شو. بيا په ۱۹۶۹ زېږديز کال کې د يوه امريکايي سرتېري په وينه کې اېچ آی وي وايرس څرګند شو. خو هغه وخت لا انسانان د اېډز له ناروغۍ څخه ناخبره و، او دغه ناروغي يې نه پېژندله.



د ايډز د وايرس يا اېچ، آى، وي د تاريخچې په اړه يوه نوې څېړنه د برېتاينا د ساينسي څېړنو د خپرونې په وروستۍ ګڼه كې خپره شوې ده. دغه څېړنه وايي چې د اېډز د ناروغۍ وايرس په كال كې يو فېصد بدلون مومي او ساينس پوهان د بدلون دې اندازې ته په پام سره اوس دې پايلې ته رسېدلي چې د اېچ، آى، وي وايرس لږ تر لږه څو اتيا كاله پخوا او شايد تر سلو كلونو پخوا لا د بيزوګانو له بدن څخه په مركزي افريقا كې د انسان بدن ته داخل شوي دي.



خو نن ورځ په ټوله نړۍ كې له اېچ آى وي څخه خپرېدونكې اېډز ناروغي مخ په ډېرېدو ده. خو د درمل د جوړېدو لپاره يې نړۍ ناتوانه ده. په اېډز باندې له اخته كېدو وروسته د نوموړي كس په وينه كې د نوموړي وايرس نښې څلورمه مياشت مثبتې ليدل كېږي، چې نوموړې ناروغي كولاى شي تر لسو كلونو پورې خپلې نښې په پوره ډول څرګندې كړي.



اېډز په نړۍ كې



دا ټولو ته څرګنده ده چې نن ورځ نړۍ د اېډز له يوه خطرناك ګواښ سره مخ ده او هره ورځ د دې ناروغۍ د نوو اخته كېدونكو شمېره له ۱۵ زرو څخه تر ۱۴ زرو تنو پورې رسېږي. اېډز يوازې يوه روغتيايي ستونزه او دا چې روغتيايي كاركوونكي په جګړه ورسره بوخت دي نه ده. بلكې دا ناروغي هغه لويه او ټولنيزه ستونزه ده چې ټوله نړۍ ورسره لاس او ګرېوان ده. نړيوال بانك د ميليونونو امريكايي ډالرو په لګښت د دغې ناروغۍ په له منځه وړلو كې كومه بريا نه ده تر لاسه كړې بلكې د راپورونو له مخې د هرې ورځې او هرې ګړۍ په تېرېدو د دغه وژونكې ناروغۍ ګراف مخ په لوړېدو دى. په ټوله نړۍ كې په دې وژونكې ناروغۍ تر ټولو ډېره د ځوانانو طبقه اخته ده. نو دا چې ځوانان د ټولنې د ملا تير جوړوي له دې امله جوته ده چې نوموړې ناروغي نړۍ د كاري ځواك له نعمت څخه بې برخې كوي چې هغه د ځوانانو له منځه تلل دي ځكه چې همدا ځوانان دي چې د نړۍ د كار ځواك بلل كېږي. بله لويه ستونزه چې د دې ناروغۍ له امله انسانان ورسره مخ كېږي، هغه فقر، بې وزلي، د ماشومانو بې سرپرسته كېدل او يتيم كېدل دي.



له هغې وخت څخه چې بشر دا وژونكې ناروغي پېژندلې ده. د نړيوالو له احصاييو سره سم، يې پنځه ويشت ميليونه كسان وژلي او دري دېرش ميليونه نور كسان ورباندې مبتلا دي.



د ملګرو ملتونو د نړيوال اېډز د ٢٠٠٥ زېږديز کال راپور ښيي چې په نړيواله کچه د اېډز په ناروغۍ اخته نويو کسانو شمېرڅلور اعشاريه نهه مليونو ته رسېدلی دی. او په دې ډول په ټوله نړۍ کې له ٢٧ مليونو څخه ډېر انسانان په دې ناروغۍ اخته دي. د اېډز په ناروغۍ اخته کسانو شمېر هېڅکله دومره نه و، ډېر شوى، لكه د ۲۰۰۵ زېږديز كال په اوږدو كې چې درې ميليونه انسانان د اېډز له امله د ژوند له نعمت څخه بې برخې شول.



د نړۍ د روغتيايي سازمان د ۲۰۰۶ زېږديز كال مطبوعاتي اعلاميې پر بنسټ، په ټوله نړۍ کې څه باندې٤٠ ميليونه تنه د اېډز په وايرس ککړ دي، چې تقريباً څه باندې څلور ميليونه يې په همدې زېږديز کال کې په دې ناوړه ناروغۍ اخته شوي دي.
خو نن ورځ چې ډېره د اندېښنې خبره ټولې نړۍ ته متوجه ده. هغه د اېډز د وژونكې ناروغۍ د كسانو مخ په ډېرېدونكي ډول ډېروالى دى. د کومې شمېرې له مخې چې همېشه نوي انسانان په دغه ناروغۍ اخته کېږي. يوازې د ختيزې اروپا، مرکزي او ختيزې آسيا په هېوادونو کې څه باندې يو اعشاريه شپږمليونه نوي انسانان په دغه ناروغۍ اخته شوي. د ملګرو ملتونو د اېډز د ادارې د يو راپور له مخې د نويو ناروغانو د شمېر د ډېرېدو د لاملونو له ډلې څخه لوى لاملونه د نشه يي توكو د چټلو ستنو په ګډه کارونه او بدلمني ده. د اېډز تر ټولو زيات ناروغان د افريقا په ستره وچه کې دي چېرې چې له ٢٦ مليونو څخه ډېر انسانان په دې ناروغۍ اخته دي. په تېرو ١١ مياشتو کې په افريقا کې له درې اعشاريه دوه مليونه څخه ډېر نوي انسانان په نوموړې ناروغۍ اخته شوي دي.



اېډز په افغانستان كې:



د افغانستان په دوديز او كورني ژوند كې هم دا ده د اېډز بلا د خپرېدو لوړ پړاو ته رسېدلې. په هېواد كې ورځ په ورځ د دې وژونكې او خطرناكې ناروغۍ مثبتې پېښې تثبيت كېږي. چې په دې ناروغۍ د اخته كسانو له ډلې څخه يې ډېرى له بهر څخه رالېږدېدلي دي. د اېډز د ناروغۍ په اړه په ۲۰۰۶ زېږديز كال كې۱۸۴ مثبتې پېښې په هېواد كې تثبيت شوې دي، نوموړې شمېره په همدې كال د روغتيا د وزارت له لوري اعلان شوې ده. د وزارت په دې اعلاميه كې راغلي، اټکل کېږي په هېواد کې د دې ناروغۍ له ٢٥٠٠ څخه تر ٣٠٠٠ پورې مثبتې پېښې موجودې وي.



د همدې ناروغۍ له امله په ۲۰۰۷ زېږديز كال كې هم د روغتيا وزارت د يوې اعلاميې له مخې د اخته کسانو شمېره له تېرې شمېرې څخه څلور برابره ډېره وښوده چې د همدې ناروغۍ د مخنيوي لپاره نړيوال بانک افغان حکومت ته لس ميليونه ډالره د دغې ناروغۍ په ضد د مبارزې لپاره ورکړي و.



په داسې حال کې چې پر HIV اېډز باندې د اخته کسانو کره او رسمي شمېرنه نه ده شوې، خو د روغتيا وزارت چارواکو د دوى اټکلي شمېره ٢٤٥ ښوولې ده.



همدارنګه د روغتيا وزارت په ۲۰۰۸ زېږديز كال كې د راتلونكو پنځو کلونو لپاره٤٠ ميليون ډالرو ته خپله اړتيا وښوده، او هيله يې وښوده چې نړيواله ټولنه به په دې برخه کې له دوى سره نوره مرسته هم وکړي.



په دې ناروغۍ د اخته كسانو سمه شمېره ځكه نه شي مالومېداى چې افغاني ټولنه يوه دود پاله او سنتي ټولنه ده، ډېر كسان يې په دې اړه له څه ويله څخه ډډه كوي. او كه پوه هم شي دا خبره له ځان سره پټه ساتي، تر څو چې نور كسان ورباندې خبر نه شي.



په دې ناروغۍ د اخته كسانو شمېره ورځ په ورځ مخ په ډېرېدو ده. د ۲۰۰۷ زېږديز كال په كچه په ۲۰۰۸ زېږديز كال كې په دې ناروغۍ د اخته كسانو شمېره خورا ډېره لوړه شوې ده چې په دې ۲۰۰۸ زېږديز كال كې ٥٠٥ مثبتې پېښې ثبت شوې، او همدارنګه په هېواد كې د همدې بدرنګې ناروغۍ له امله اووه تنه مړه شوي دي. خو د دې شمېرې په څرګندېدلو سره هم د روغتيا وزارت نه مني چې دا دې په هېواد كې په اېډز د اخته كسانو كره شمېره وي. دوى وايي اټکل کېږي چې په دغه ناروغۍ د اخته کسانو شمېر به د٢٥٠٠ او ۳۰۰۰ تنو تر منځ وي.



دغه شمېره له هغو کسانو نه چې په خپله خوښه د وينې د كتنې لپاره مرکزونو ته ورغلي او يا هم چې د وينې د اخيستلو او ورکولو په موخه روغتونونو ته ورغلي دي ترلاسه شوې ده.



د چارواکو په وينا د دې ناروغانو ډېره برخه نارينه دي او نژدې پنځه ماشومان هم په دې ناروغۍ اخته شوي دي.



د روغتيا وزارت څرګندوي هغه کسان چه په دې ورستيو کې په دې ناروغۍ اخته پېژندل شوي له ګاونډ پاکستان ا و ايران نه افغانستان ته راستانه شوي دي.



د دوى په وينا د دې ناروغۍ د کنټرول لپاره په هرات جلال اباد او ځينو نورو ولايتو کې د مبارزې مرکزونه پرانستل شوي دي. او دوى همدارنګه ديني عالمان هم په دندو ګمارلي ترڅو د دې ناروغۍ د مخنيوي په موخه تبليغ وکړي.



د خپرېدو لاملونه :



د اېډز بې درمله ناروغۍ د خپرېدو څرګنده لامل جنسي اړيكې او فحشاء ده، چې نوموړې ناروغي په ډېره توګه له جنسي كړنو څخه خپرېږي. په هغو ټولنو كې چې په دې برخه كې ډېره آزادي لري. په دې وژونكې ناروغۍ د اخته كسانو شمېره هم په كې خورا لوړه ده. خو د افغانستان د روغتيا د وزارت بيا ځينو نورو لاملونو ته هم ګوته نيسي، دوى وايي، چې په افغانستان کې د دغې ناروغۍ د خپرېدو لوى لاملونه کډوالي، د نشه يي توکو کركيله، د ناپاکو جراحي وسايلو کارول او د خلکو د پوهې د کچې ټيټوالى دى. ښايي دغه ناروغي د نايانو له لوري د ناپاکو چړو د کارولو له لارې هم يو بل ته ولېږدول شي.د دغې ناروغۍ خپرېدل په هغو روږدو كسانو کې ډېره ده، چې د پيچكاري له لارې نشه يي توکي کاروي او د يو بل له ګډو ستنو څخه کار اخلي. چې دا ډول معتادين په نوموړې ناروغۍ د اخته کسانو ٣ سلنه برخه جوړوي.



د روغتيا وزارت زياتوي، چې تر اوسه دوى په افغانستان کې د اېډز ناروغۍ د درملنې امکانات نه لرل، خو په دې وروستيو كې يې د دغې اړتيا په پوره کولو توانېدلي دي. که څه هم اېډز يوه وژونکې ناروغي ده، خو د نړۍ يو شمېر روغتيايي کارکوونکي ادعا کوي چې په دې وروستيو کې يې د دغې ناروغۍ د درملنې درمل کشف کړي او دا درمل کولاى شي چې لږ تر لږه په دغه ناروغۍ د اخته ناروغانو ژوند اوږد کړي.



مخنيوى او حل لاره :



د انساني وايرس پېژندنې نړيوال انستيتيوت د (AIDS information Guide:) تر عنوان لاندې د اېډز د مخنيوي په لارښونو كې په ډاګه وايي چې:



HOWEVER, there remains a risk of acquiring the infection even with the use of condoms. Abstinence is the only sure way to prevent sexual transmission of HIV1.



ژباړه: د سمو جنسي لارو چارو او كانډم (پوكاڼۍ) په كارولو سره هم د وايرس د لېږد خطر شته. له زنا څخه ځان ساتنه (پرهېزګاري) يوازينۍ ډاډمنه لار ده چې له جنسي لارو نه د وايروس د لېږد مخه نيسي.



خو كه موږ ځير شو له دې وژونكې ناروغۍ څخه د ځان ساتلو لاره يوازې او يوازې د اسلامي شريعت لارښوونه ده چې هغوى له زنا څخه په كلكه ممانعت كړى. دا چې په سپېڅلي كتاب قرآن عظيم الشان كې د داسې ناوړه كارونو په نه كولو باندې بنديز لګېدلى بې له حكمته خبره نه ده. كه چېرې لويديزه نړۍ په ځاى فكر وكړي نو اسلام ډېر پخوا له دې امله چې د داسې خطرناكو ناروغيو او ستونزو مخه نيول شوې وي داسې كړنې بندې كړې دي. نو دوى هم بايد د اسلام دين او قانون ته په درنه سترګه وګوري. د دې ټولو حقايقو په رڼا كې داخبره روښانه كېږي چې د اېډز د مخنيوي يوازينۍ لار د فحشاء مخنيوى او د فحشاء په اډو د بنديز لګول دي يا په بله معنا يوازې او يوازې په ټولنو كې د دين، معنوياتو او اخلاقو را ژوندي كول كولاى شي د اېډز د وژونكې ناروغۍ مخه ډب كړي. دا سمه ده چې د انسان جنسي غريضه بايد اشباع شي خو د يوې معلومې لارې او طريقې څخه او هغه د كورني نظام ژوندي ساتل دي. د نكاح د دود ساتل كولاى شي له يوې خوا د انسان جنسي غريضه پوره كړي او له بلې خوا د اېډز د وژونكې ناروغۍ مخه ډب كړي. دا هاغه حقيقت دى چې بايد نور يې نړيوال درك كړي او خپل ټول پام همدغه لور ته را وړاوي كه نه نو د دې بدبختۍ مخه نيول به ټولې نړۍ ته ناشوني وي او په كومه بله لاره به ونه شي كولاى چې د دې بدمرغې ناروغۍ مخه ونيسي.



ایډز څه شی دی؟



د ایډز ویی(کلمه) چې په انګلیسي کې AIDS ده، په ترتیب سره د لاندنیو کلمو له لومړیو تورو نه مشتقه ده:



(S) Syndrome ، (D) Deficiency، (I) Immune ، (A) Acquired چې مانا یی (په بدن کې د دفاعي اړیکو له منځه وړل) دي.



په لومړي ځل ددغه ناروغی ویروس په ۱۹۷۹ کال د نیویارک په ښار کې کشف شو.په همدی خاطر امریکا او دهغه تمدن ددغه ناروغی پیداکوونکي ګڼل کېږي.د ایډز ناروغی د پیداکېدو د وخت نه تر دریو کلونو پوری انسان ته غذاب ورکوي او په پایله کې یی د مرګ خولی ته ورکوي.په دغه ناروغی د اخته کسانو د ٪۱۰۰ نه ٪۴۸ په لمړي کال کې مري. هغوی چې دویم کال ته قدم ږدي ،۷۵٪ یی مري.مګر هغوی چې دریم کال ته رسیدلي دي،۹۲٪ یی مري.



ددی نه داسی مالومه شوه چې پدی ناروغی ټول اخته کسان هلاکېږي.



د امریکې فلمی ستورې(راګ دیسان) چې په ایډز اخته شوی وو، خپل حالت یی داسی بیان کړ: زه د مرګ په انتظار کې یم،مرګ زما دروازه ټکوي او زه د هغه آواز ته د خپل ټول شتو سره غوږ یم.هیڅکله می نده غوښتی چې داسی یو عذاب ووینم او د شلمی پیړۍ په سرطان(ایډز) اخته شم.ددی سره سره چې د تداوي ډیر ډولونه می تر سره کړ،ولی بیا هم دمرګ په انتظار کې یم! دا وروستي لحظی دي،مرګ می دروازه راټکوي او دادی رادننه کېږي!!



دایډز د پیداکېدو منبع :



ددغی ناروغی د خپریدا اصلي سبب هم هغه زنا او لواطت دی.د لواطت ونډه پدی کار کې له زنا نه ډیره ده،ډاکتران دی پایلی ته رسیدلي دي چې ۷۵٪ ناروغان د زنا او لواطت د لاری په دی ناروغی اخته کېږي.د زنا او لواطت نه غیرنور عوامل هم شته لکه : د مخدره توکو کارونه او مصنوعی کورتاژ ددی ناروغی سبب کېدای شي.



د ایډز ویروس ډیر زیات خطرناک او خپریدونکې دی، دبدن هغه حجری چې بدن ته د ناروغی په مقابل کې مقاومت ورکوي،په مسلسله توګه له منځه وړي. په پایله کې د ناروغ وجود خپله دفاعي قوه له لاسه ورکوي او ورځ په ورځ کمزوری کېږي او په ډیری بی وزلی سره د مرګ د ښه راغلاست وخواته قدم اخلي.



د ایډز د خپریدا ځایونه :



ایډز له هغو هیوادونو نه راپیدا شوی دی چې ځانونه د بشر د حقوقو ساتونکې ګڼي او د زنا او لواطت آزادی یو ددغو حقوقو نه ګڼي.



دغه جدول ته چې د۱۹۸۵ کال د می د میاشتی تر ۳۰ پوری د ایډز دناروغنو شمیر پکې راغلی دی، توجو وکړئ.



د هیواد نوم



د ناروغانو شمیر



امريكــــــــا



12067



برازيــــــل



480



فــــــــــرانســـــه



392



جــــــرمنــى



279



بريـــــطانــيه



179



بلجيــــكا



99



مګر دغه شمیر ورځ په ورځ زیاتیږي.لکه څنګه چې د امریکا د احصایی مرکز د ۱۹۸۶ کال د فیبروری په میاشت کې خپور کړ چې په امریکا کې د ثبوت شوو پیښو شمیر آن ۱۷۰۰۱ ته رسیږی او د همدی میاشتی په۱۰ نیټه کې دغه شمیره آن ۱۷۳۶۱ دی. دا په دی مانا ده چې، په یوه اونی کې ۳۶۰ پیښی زیاتی شوی وی. د ۱۹۸۵ کال په لمړیو کې ددغی ناروغۍ د ناروغانو شمیر ۱۰۰۰۰ ول او د همدی کال په پای کې دغه شمیره ۱۵۰۰۰ ته لوړه شوه.



آزادي که تباهي :



یو ګڼ شمیر زدکړیال د برطانيي د ۵۰۰ تنو پیژندل شوو څیرو سره چې د هغوي په منځ کې ځني نصراني روحانیون هم ګډون درلود،غوښتنه یی وکړ چې لواطت ته اجازه ورکړل شي.د برطانيي پارلمان د ۱۶۴ موافقو او ۱۰۷ ناموافقو رایو سره د هغوي دغی غوښتنه ومنله. په هالنډ کې هم لواطت ته قانوني اجازه ورکړل شوې ده.



سفلیس(Syphilis )



د سلفیس تومنه(ماهیت) او صتونه ټولو ته څرګنده ده.د پیداکېدو لامل یی ناروا جنسي اړیکې دي،که د څرګندیدو سره سم درملنه ونشي،ناروغ به په ډیرو کړاوونو، بدرمرغیو او دردونو کې اخته کړي.



سلفیس دری پړاوونه لري،په لومړني پړاو کې يي په شونډو تڼاکي راڅرګندیږي،په دوهم پړاو کې يي پښو او لاسونو ته خپریږي او ددریو یا ۱۳ میاشتو پوری په همدی حال کې پاتی کېږي او بیا ورکېږي.مګر کله چې دریم پړاو ته اوړي، د ناروغ د بدن او دلاسونو هډوکې خپله بڼه اړوي. دی پړاو ته ډیر لږ ناروغان ژوندی رسیدلي دي.



ډاکټر درک جان په ۱۹۷۴ کال کې اعلان وکړ چې هر کال په ټوله نړۍ کې ۵۰ میلونه وکړي په دی ناروغی اخته کېږي.



په هغه ازموینی کې چې د بریطانیا په ګلزګام ښار کې ترسره شوه لاس ته راغله چې ۸۵٪ واده شوي ښځۍ پدی ناروغی اخته شوي دي. دغه ناروغي ورته د میړونو نه چې په زنا اخته ول، دوی ته خپره شوې وه. سفلیس ډیر زر خپریدونکې ده.



د ایډز سره مبارزه :



دغه مبارزه ددوو نظریوو په بنسټ سره ده، دیني نظریه او ددیموکراسۍ نظریه.



ددیموکراسۍ لارویان ددغی ناروغی د پیدایښت د علتونو په وړاندی چې همغه زنا او لواطت دی، مبارزه روا نه ګڼي،او ددغه ناروغۍ د درملنی په لټه کې دي.



ځکه چې د دیموکراسۍ د قوانینو پر بنسټ د زنا او لواطت مخنیوی د بشر په حقوقو پایمال ګڼل کېږي.په همدی خاطر د ایډز په درملنی باندی په ملیاردونو ډالره لګوي مګر تر اوسه پوری کومی په زړه پوری پایلی ته ندي رسیدلي. په امریکا کې د ایډز د ناروغۍ د درملنی لګښت هر کال ۱۰ ملیارده ډالرو ته رسیږي.یواځی د هر ناروغ د ناروغی د تشخیص لپاره ۳۰۰ ډالره پکارده چې په امریکا کې د ټولو ناروغانو لپاره ۱۸ میلونه ته رسیږي.په دغه لاره کې یی د څیړنو او ساتنو په زرګونه مرکزونه جوړ کړیدي ، دوي یواځی همدا د ایډز سره د مبارزی لاره ګڼي.



ددی موضوع په اړه د اسلام د سپیڅلي دین نظر :



زمونږ د ګروهی(عقیدی) پر بنسټ هیڅ یوه ناروغي نشته چې درمل ونلري، لکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: ما أنزل الله داء الا أنزل له شفاء (رواه البخارى) الله هیڅ یوه ناروغي نده پیداکړی مګر د هغه لپاره یی درمل هم پیدا کړی دی.



ددی سره سره چې زمونږ د عقیدی پربنسټ هیڅ درد بی درمله ندی،مګر ایډز له نورو ناروغیو نه توپیر لري. ځکه چې هغه د خدای د نافرمانی په وجی او دزنا او لوطت د حرام والي له وجی منځ ته راغلې ده. په همدی خاطر دا د نورو ناروغیو په شان یوه عادي ناروغي نده بلکه د خدای غذب دی چې په زناکارانو او لواطت کوونکو باندی نازله شوې ده. همدا موضوع رسول الله صلی الله علیه وسلم داسی داسی شرحه کړیده: : لم تظهر الفاحشة في قوم قط حتى يعلنوا بها الا فشا فيهم الطاعون و الأوجاع التي لم تكن مضت في أسلافهم الذين مضوا(الحديث رواه ابن ماجه والحاكم) .



ژباړه: د کومو خلکو په منځ کې چې زنا او لواطت تردی بریده خپور شی چې هغه په ښکاره سرته ورسوي،په هغوی کې به وبا او داسی نوری ناروغۍ خپورشي چې نیکونو به یی هم نه وي لیدلي.



له شک پرته ایډز او سفلیس چې په اوله کې نه ول او د زنا او لواطت د خپریدو په پایله کې پیداشوي دي.لکه چې څرګنده ده د سفلیس نوم د ۱۵۳۰ کال راپدیخوا د هغه شپون له نومه اخستل شوی دی چې په سفلیس اخته وو او بیا د همدی ناروغی له وجی مړشو.مګر د ایډز ناروغي په ۱۹۷۹ کال کې کشف شوه چې تردی وړاندی موجوده نه وه.



هغوي چې په څښتن تعالی باور لري، ایډز او سفلیس د خدای لیږل شوی غذب ګڼي. لکه چې هغه ذات فرمايي: :" و ما أصابكم من مصيبة فبما كسبت أيديكم". ( الشورى:30 ) .



ژباړه:هغه مصیبت چې تاسو ته در رسیږي ، د هغه څه له وجې ده چې ستاسو لاسونو کسب کړیده،یعنی تاسو کړیده.



په همدی آساس مونږ په ټینګ هوډ او پوره ایمان ددغو ناروغیو د له منځه وړلو لاره د خدای په کتاب او د هغه د پیغمبر په تعلیماتو کې وینو. ځکه چې مونږ ښه پوهیږو چې زمونږ پیداکوونکې زمونږ په نسبت ډیر ښه پوهیږي چې څه زمونږ په ګټه او څه مو په ضرر دی.



په همدی آساس څنګه چې زنا زمونږ په ضرر ده،هغه یی منعه کړی او هغه ته يي حرام ویلی دی: " ولا تقربوا الزنا اٍنه كان فاحشة و ساء سبيلا " (الاٍسراء: 32 ) .



ژباړه: زنا ته مه نږدی کېږئ،بیشکه چې زنا فحش دی او د ډیره بدیو لاره ده.



لواطت د زنا نه کرغیړن او بد دی. لکه څنګه چې د خدای پیغمبر پدی اړه وايی: " من وجدتموه يعمل عمل قوم لوط فاقتلوا الفاعل و المفعول به " (حديث صحيح رواه أبوداود و الترميذي والنسائي و أحمد و ابن ماجه و الدارقطني و الحاكم )



ژباړه:که مو څوک ولیده چې د لوط د قام عمل سرته رسوي،فاعل او مفعول(یعنی دواړه) مړه کړئ.



نکاح او واده ته هڅول :



کله چې د خدای شریعت زنا او لواطت حرام اعلانوي، د هغه پرځای حلال نکاح ته هڅوي. ولی چې د زنا او لواطت د خپریدو وجه د سړو او ښځو مجرد تیا ده. لکه چې رسول الله صلی علیه وسلم فرمايي: : " و في بضع أحدكم صدقة قالوا يا رسول الله أيأتي أحدنا شهوته و يكون له فيها أجر؟ قال أرأيتم لو وضعها في حرام أكان عليه فيها وزرا فكذلك أذا وضعها في حلال كان له أجرا" ( حديث صحيح رواه مسلم و أبو داود و أحمد ).



ژباړه: په کورواله(جماع) باندی له خپلوښځو سره تاسوته صدقه ده،یعنی ثواب لري.



اصحابو کرامو وویل: آیا هر یو زمونږ نه چې د خپل شهوت لپاره کورواله کوي،ثواب ګټي؟ رسول الله صلی علیه وسلم وفرمایه: آیا داسی نده چې په حرام کار کې(زنا او لواطت) خپل شهوت آرامه کړي ګنهګار شي؟ همداسی (د هغه په خلاف) په حلالو کې پواب ګټي.



په بل حدیث کې فرمايي: :" يا معشر الشباب من استطاع منكم الباءة فليتزوج و من لم يستطع فعليه بالصوم فاٍنه له وجاء ( رواه الشيخان و غيرهما )



ژباړه: ای د ځوانانو ټونې! که لتاسونه څوک د واده توان ولري، باید ښځه وکړي.ولی چې هغه يي سترګی پردیو ښځوته له کتلو نه او د شرم ځای يي د بدو کارونو د پیښیدو نه ساتي. او که څوک توان ونه لري،باید روژه ونیسي.روژه یی شهوت ماتوي او هغه له زنا نه ساتي.



لنډیز


کورواله د نکاح له لاری ثواب او د زنا او لواطت له لاری ګنا ده.
هغه ځوانان چې د شهوت پړاو ته رسیدلي دی او د واده توان لري، باید زرترزره واده وکړي.
هغه ځوانان چې د شهوت خاوندان دي او د بی وزلی او غریبۍ له وجی د واده توان نلري، باید روژه ونيسي.
روژه نیول د شهوت د کمیدو او د زنا نه د خلاصون وجو نه ده.



باطله دعوا :



ځیني کسان د بشر د حقوقو په نامه انسانیت د حیوانیت و خواته بیايي،غواړي چې مونږ بی ناموسه او بربنډ کړي. حتی سپي او لیوان دا روا نه ګڼي چې د هغوي کورته نور حیوانات دننه شي او د هغوي سره کورواله وکړي.مګر د بشر د حقوقو ساتونکي زنا او لواطت ته په قانوني کولو سره هغه ته اجازه ورکوي او انسانیت له سپو او لیوانو نه هم بی شرفه او بی ناموسه کوي. حتی ځیني سپي او لیوان پدی بخیلي کوي چې نور سپي او لیوان د هغوی د ښځینه جوړو سره سره ووسي. مګر دغه د بشر د حقوقو دعوه کوونکي په خپله ددغه غیرت نه بی برخی دي او غواړي چې نور د ځان په شان بی غیرته کړي.په همدی خاطر د زنا کار سنګسارول او لوطي ته جزا ورکولوته د بشر د حقوقو پایمالول وايي. داپه داسی حال کې ده چې که یو زناکار یا لوطي په قتل ورسي،نور ددغسی عمل نه ډاریږي او هغه پریږږدي.د یو کس قتل دبشر د حقوقو پایمالول ګڼي مګر د ایډز د ناروغۍ نه دزرګونو کسانو په مرګ سترګی پټوي.



زناکاران او لوطیان د بشري ټولنی په تن کې لکه د هغه غړي وي چې په سرطان اخته وي او د خپل جسد د خلاصون لپاره باید هغه پری کړو. د لوطی قتل یا د زنا کار سنګسار د بشری ټولنی د جسد د روغ پاتی کېدو او د هغوی د حقوقونه ددفاع په خاطر دی. مګر افسوس چې ټول په دی حقیقت نه پوهیږي. په دی باندی د پوهیدو لپاره حتی ملسماني آړ (شرط) نده، یواځی روغ عقل او د رښتیا په کار ناصف لرل او بس.



د حق اقرار
 
د «المجتنمع» مجلی چې له کویټه خپریږي، د ۱۴۰۴ کال په ۶۶۱ ګڼه کې د امریکايی ختیځ پیژندونکي« فران فوزال » سره یی یوه مرکه خپره شوې وه.



فران فوزال وايي: په اسلامي شریعت کې سزاګانی ټاکلی شوي دي(لکه: سنګسار،قتل،دغل د لاس پریکول...) هغسی چې نور باور لري، بربریت او وحشانیت ندی، مګر هغه د غرب د قوانینو په نسبت په څو واری د جنایتونو مخنیوی کوي.دا سزاګانی مخنیوی کوونکي پایلی دي.



«مګر زمونږ په غرب کې جنایتونه ورځ په ورځ زیاتیږي او ټولنی ته رواني تشویشونه او ناآرامي منځ ته راوړي».



کاشکې په زنا او لوطت اخته مسلمانان د فران فوزال غوندی د خپل دین په حقیقت پوهیدل!!



کاشکې هغوي چې د مسلمانانو کارونه د هغوي په لاس دي، د فران فوزان په شان په اسلامي قوانینو يي اعتراف کولای او هغه يي په ټولنه کې پلي کولای!!



اړینه موضوع



پوښتنه: د وګړو په وروستۍ احصایه کې چې د شوروي دولت کړې وه، د وګړو۵۴٪ ښځو جوړوله.دا داسی معنی لري چې د ۱۰ میلونو نه زیاتو ښځو ته میړومه نه رسیږي، نو څنګه دومره ښځی څنګه په زنا لاس پوری نګړي؟



ځواب: ددغه ستونزی نه د خلاصي لاره ، د ډیرو ښځو د لرلوقانوني کول دی. که دغه قانون چې پیړی وړاندی قران بشریت ته وړاندی کړی دی، پلي شي،هیڅکله به دا ډول ستونزی مخی ته رانشي او د ښځو دومره ډیر شمیر به میړه ته دنه رسیدو نه کړاو نه ویني او نارواوو کارونو ته به لاس نه وروړي.



دا یو حقیقت دی چې یو نه یو ورځ به هغه ومني. که نن په ځینو ځایونو کې یو شړي ته دوه ښځی رسي،یوه ورځ به داسی راشي چې ۴۰ ښځو ته به ورسي.



لکه څنګه چې د خدای پیغمبر خبر ورکړئ او په هغی ایمان لرو.



پس هغه څوک چې ځان له خدایه هوښیار ګڼي،او د خدای د ډیرو ښځو قانون ردوي، هڅکله به د بد اخلاقی سره په مبارزه کې نه بریالي کېږي.



ځوانانو ته خطاب :



درنو ورونو او خویندو! ځواني کومه اوږده موده نده چې په هغه کې د ژوند د ماڼی لومړی ډبره ایښودل کېږي.که هغه ایښودل شوې ډبره مو سمه وي،ستاسو د ژوند د ماڼی دیوالونه به سیده او ټینګ وي.مګر که هغه کوږ کېږدئ،خپل راتلونکې د یو نه جبرانیدونکي خطر سره مخامخ کوئ. په همدی خاطر هوښیار ووسئ ترڅو د زنا او لواطت په کولو خپل دنیا لو آخرت برباد نکړئ! شرف او آبرو ډیر یو ستر نعمت دی چې هر چاته نه ورکول کېږي. تاسو د یو داسی ملت راتلونکې یاست چې خپل خاص کلتور اودین لري، د ژوند طریقه یی د دین او کلتور نه سرچېنه اخیستې ده.



باید وپوهیږی چې زمونږ دین او کلتور د بی حیایی کارونه لکه:زنا،لواطت او داسی نور ناروا ګڼي. که تاسو د شهوت پرستو او بی دینو په پوچو تبلیغاتو وغولیږی او خپل آبرو او شرف له لاسه ورکړئ،دخپل ملت راتلونکې په خطر کې اچوئ. په خپل دی کار سره به د خدای په غذب اخته او هیڅکله به د ایډز،سفلیس او نورو ناروغیونه به خلاصون ونه مومئ.له خدایه وډاریږئ او دهغه له بنده ګانونه شرم وکړئ. او که نه نو په دواړو جهانونو کې به رسوا وئ.



میندو او پلرونو ته خطاب



د خدای رسول فرمايي: ثلاثة قد حرم الله عليهم الجنة مدمن الخمر والعاق والديوث الذي يقر في أهله الخبث (حد يث صحيح رواه أحمد).



ژباړه: الله جنت ددریو ډلو لپاره حرامه کړیده:


د هغه کس لپاره چې په دوامداره توګه شراب څښي.
د هغه کس لپاره چې خپل پلار او مور زوروي.
د هغه کس لپاره چې خپله کورنی د بی حیایی(زنا او لواطت ) نه، نه منع کوي.



مونږ او تاسی ته ستر مسؤلیت پر اوږو پروت دی. که زمونږ اولادونه په سمی عقیدی او حمیده اخلاقو لوی شي،په دنیا کې به مو د افتخار سبب شي او په آخرت کې به د سترو نیکېو د لاس ته راوړلو سبب وي.



مګر که بد اخلاقه او بدچلنده لوی شي،په دنیا کې به بی پته او په آخرت کې به د الله په سخت عذاب کې به اخته شي.



که دچا ښځه یا اولاد زناکار یا لوطي وي او هغه منع نکړي،دغه کس ته خدای په دی دنیا کې دووس(دیوس) ویلی او جنت پری حرام شوی دی،لکه څنګه چې په کافرانو حرامه ده!



قانون جوړوونکو ته خطاب :



هر کس او یا هیواد خپل ځانګړي معنوي رواجونه او کلتور لري،چې نشئ کولای هغه په بل هیواد او خلکوکې ومومئ. زمونږ ټول رواجونه او کلتور زمونږ له دین نه سرچېنه اخستې ده. په همدی خاطر باید د قانون د تصویب پرمهال دغه ټکې په نظر کې ونیسئ چې آیا هغه څه چې تاسی یی منئ د خلکو له رواجونو او عقیدی سره موافقه ده که مخالفه؟



د نني دیموکراسۍ هغه قوانین چې زنا او لواطت روا ګڼي، زمونږ د عقیدی سره مخالفه ده او زمونږ د خلکو د معنویاتو سره موافقت ملري.که تاسو د غربیانو تقلید وکړئ او ددغو ناروا او کرغیړن اعمال قانوني کړئ،د خلکو د اخلاقو د تباهی او د ایډز،سفلیس او نورو د خپریدو باعث به شئ.له خدایه وډاریږئ او په د داسی یو کار اقدام مکوئ.



هغه غرب،چې په خپلو قوانینو فخر کوي او هغه پرمختګ ګڼي،هغه لاندی جدول ته نظر وکړئ چې کومه پایله یی لاس ته راوړې ده. د غرب د قوانینو سره کېدای شي زمونږ خلک د مادیاتو له مخی پرمختګ وکړي،مګر دهغوي معنویات له منځه ځي. هغه معنویات چې هغه په پیسو نه اخستل کېږي او د هر ملت د نیکمدغۍ بنسټ وي.



هره ورځ په امریکا کې



نیول کېږي



253 تنه د مخدراتو سره



تیری پری کېږي



180 ښځۍ



وژل کېږي



54 تنه



غلا کېږي



2618 ګاډي



زیږیږي



1282 حرامیان



پیښيږي



2986 طلاق



څکل کېږي



90 میلونه پیالی شراب



بلاربه کېږي



2740 نجونۍ له زنانه



اخته کېږي



8493 تنه په سفـليس



خبیثه ناروغتیاوې :



دفواحشو ددې ډیرښت حتمې زبیښې د خبیثه ناروغتیاو خپریدل دې . ګومان کیږي چې د امریکا نږدې (۹۰) سلمه خلک په دغه ناروغیو ککړ دي . د« انسائیکلو پیډیا بریټانیکا» د څیړنو نه معلومیږی چې دهغې ځای په دولتي روغتونو کې په منځنۍ کچه هر کال د اتشک د دوه لکو او د سوزاک د یو لک او شپیته زره ناروغانو علاج کیږي . (۶۵) روغتونونه دهمدې ناروغتیاو د درملنو له پاره ځانګړې شوي دي . خو ددولتي روغتونو په ځاې خلک شخصي درملتونو ته د درملو په خاطر رجوع کوي چې د اتشک (۶۱) سلمه او د سوزاک (۶۹) سلمه یې د ناروغانو په ډله کې دي .



د (۳۰) او (۴۰) زرو تر منځ کوچنیانو مړینه یوازې د میراثي اتشک په واسطه صورت نیسي . د سوزاک د ماهرینو د تخمیني په اساس (۶) سلمه ځوان وګړي په دغه موضي ناروغتیا ککړ دي چې په هغوې کې واده شوي هم شته او ناواده شوې هم .



دښځو دځانګړو ناروغتیاو پوهان وایې چې د واده شوو ښځو په جنسي غړو چې څومره عملیات کیږي د هغوې څخه (۷۵) سلمه داسي دي چې د سوزاک اغیز پرې پیدا کیږي .







اخځ لیکونه


دښځو ازادي، او دټولني په جوړښت کي دهغي اغیز، دقريب الرحمن سعيد ژباړه.
روهي ویب پاڼه، د زنا خیالونه او دجنسي ګناهونو پایلې، دمحمد بصیر سلیمانخیل ژباړه.
تاند ویب پاڼه، دشلمي پیړۍ وبا، لیکوال نامعلوم.
بینوا ویب پاڼه، دایډز ناروغي، لیکوال، ډاکټر فیض الله ثاقب.
پوهنه ویبلاګ، دفحشا او بدکارۍ(زنا او لواطت) زیانونه، لیکوال، مولانا سردارولي ثاقب.
پوهنه ویبلاګ.

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User