Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, January 25, 2013

که امام څو رکعتونه تېر کړي وي نو...؟




سوال :  ملا صاحب اول رکعت دوهم رکعت دواړه تير کړي دي او پر اوله ناسته ناست دئ که زه چيري ورسره کښېنم نو بيا څنګه رکعتو نه را کرځوم او که په دريم رکعت کي وي نو څنګه او که په څلورم رکعت کي وي  نو څنګه ؟
د سوال کونکي نوم : نادر

جواب : د کوم کس څخه چي يو يا څو رکعتونه تېر سوي وي هغه ته مسبوق وايي ، مسبوق چي امام په هر حالت کي ومومي په هغه حالت کي به اقتداء پسي کوي ، که امام پر سجده وو په سجده کي به ور سره يو ځاى  کيږي ، د سجدې څخه د را ولاړېدو انتظار به نه باسي ، که امام ناست وو مسبوق به ور سره کښېني  مسبوق چي په اوله ناسته کي د امام سره يو ځاى سي دوه رکعتونه د امام سره کوي ، څه مهال چي امام خپل لمونځ پوره کړي او سلام وګرځوي نومسبوق ولاړيږي اعوذ بالله ، بسم الله ، الحمد لله او سورت به وايي ، په دوهم رکعت کي به هم بسم الله ، الحمد لله او سورت وايي بيا اخره ناسته کوي او سلام ګرځوي  که د دريم رکعت ولاړه يا رکوع د امام سره ونيسي هلته هم د امام د سلام وروسته په پورته ډول دوه رکعتونه کيږي.

 که څلورم رکعت د امام سره ونيسي نو څه مهال چي امام سلام وګرځوي مسبوق به ولاړيږي اعوذ بالله ، بسم الله ، الحمد لله او سورت به وايي د سجدې وروسته به کښيني التحيات به وايي دا يې په اوله ناسته کي شمېرل کيږي ، هغه مخکنۍ ناسته چي د امام سره يې کړې ده هغه يې پر اوله ناسته نه شمېرل کيږي ، د التحيات وروسته به ولاړيږي بسم الله ، الحمد لله او سورت به وايي دا يې دريم رکعت سو ، څلورم رکعت به تش کوي يعني بسم الله او الحمد لله به وايي بيا رکوع ته ځي او د دوو سجدو وروسته کښېني او تر التحيات ، درود او دعا وروسته سلام ګرځوي .

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۸ ګڼه- د دارالافتاء څانګه
 
 

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User