Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, January 25, 2013

فتوا- د حلال رزق لپاره کومه دعا ښه ده؟




سوال:  که د حلا ل رزق د دعا  يا و ظيفې د طريقې  او اجازې په  هکله معلومات 

راکړئ مهرباني به مووي ؟ 

بشير احمد 



جواب : د حلال رزق حاصلولو له پاره به څوک دعا هم کوي او عملي ګام به هم اوچت وي د داسي کاروبار څخه به ځان ساتي کوم چي هغه حرام او ناجايز وي الله جل جلاله د انسانانو بلکي د ټولو حيوانانو د رزق ذمه پخپل فضل او کرم اخيستې ده او د دوئ د رزق له پاره يې بې شمېره اسباب پيدا کړي دي نو هيڅ څوک بايد داسي فکر ونکړي، چي که فلانى کار نه وي نو زه به څه خورم ؟ بلکي څومره چي انسان د حرامو څخه ځان ساتي او تقوا کوي هومره به يې الله جل جلاله د رزق او د ژوندانه نور مشکلات ور حل کوي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : إِنِّي لَأَعْرِفُ كَلِمَةً وَقَالَ عُثْمَانُ آيَةً لَوْ أَخَذَ النَّاسُ كُلُّهُمْ بِهَا لَكَفَتْهُمْ قَالُوا يَا رَسُولَ اللَّهِ أَيَّةُ آيَةٍ قَالَ{ وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا } ( رواه ابن ماجه عن ابي ذر ). 

 ژباړه : ما ته داسي وينا يا وايي داسي آيت معلوم دئ که ټول خلک په هغه عمل وکړي نو د ټولو د اړتياوو د پوره کولو له پاره به کفايت او بسنه وکړي صحابه کرامو رضي الله عنهم وويل : يا رسول الله صلی الله عليه وسلم ! دا کوم آيت دئ ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل : وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا، وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ ..... ( سورت الطلاق ايت ٢_٣ ) 

که څوک د الله جل جلاله د نافرمانيو څخه ځان وژغوري الله به د هغه د هر مشکل څخه د وتلو لاره پيدا کوي او د داسي خوا به رزق ورته ورکوي، چي دى به يې هيڅ ګمان لا هم نه کوي . 
 
 د حلال رزق دعاوي ډېري دي د هغو څخه يوه همدا ده : اللَّهُمَّ اكْفِنِي بِحَلَالِكَ عَنْ حَرَامِكَ وَأَغْنِنِي بِفَضْلِكَ عَمَّنْ سِوَاك ( رواه الترمذي عن علي ) 
 
ژباړه : يا الله جل جلاله ! په حلالو دي زما کفايت او بسنه د حرامو څخه وکړه او پخپل فضل مي بېله ستا څخه د نورو د اړتياوو څخه غني وګرځوه.
 
دا د پور د ادايني د پاره هم د حضرت علي رضي الله عنه  په وينا ښه دعا ده .

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۹ ګڼه- د دارالافتاء څانګه

 

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User