Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Thursday, December 27, 2012

ځوانه جانه ښځه چه دهغې خاوند ورک وي څه وکړي ؟







 

{1}
سلامون اووروسته له سلام نه ډېرتشکور چی زمونږپوښتنی ځوابوی او الله جل جلاله و دې اجردرکړی اوپوښتنه می دا ده که که چیرې دیوې ښځی میړه ورک وی او دا بل چا سره نکاح وکړی او میړه یی بیرته پیدا شی نو دا ښځه د اولنی مړه کیږی او که دوروستنی .
میړه حق کیږی؟
 فضل محمد

{2}
پوښتنه: که د يوې ښځي خاوند ورک شي، مړاو ژوندي مالوم نه وي؛ نو ښځه يې ورته څومره انتظار کولاي شي؟

{1}
که دیوی ښځی میړه ورک شی اودډیری مودی وروسته ښځه قاضی ته ولاړه شی چه زمامیړه ډیر وخت لادرکه دی هیڅ دژوند اومرګه حال یی ندی معلوم وروسته یی قاضی بلچاته په نکاح ورکړی یوڅه موده وروسته همدا اولنۍ میړه پیداشی ایاددی ښځی نکاح دهمدی دوهم میړه سره باقی پاتی کیږی اوکه اولنی میړه ته ردکیږی دشریعت په رڼا کی یی پوره ځواب راته ولیکۍ په درنښت قریشی -------------------------------

ځواب

  بسم الله الرحمن الرحيم  

مفقود الخبر هغه چا ته ويل کيږي چې بې درکه شوی او ورک شوی وي د مرګ او ژوند هيڅ پته يې نه وي . ايا د بې درکه سړي ښځه د بل چا سره نکاح کولای شي ، د خپل ميړه د درک پيدا کيدو د پاره څومره انتظار کولای ؟ په دې اړه د فقهاؤ د يوې سترې ډلی رايه دا ده چې تر څو پورې خاوند مړ نه وي يا د هغې د مرګ پوره پته و نه لګيږي هغې پورې ښځې ته د بل چا سره نکاح کول جايز نه دي (جديد فقهي مسائل ج ۲ ص ۱۵۶ – مختصرالقدوري ص ۱۵۰ – مصنف ابن ابی شيبه ج ۴ ص ۲۳۶ ) . دا چې په غالب ګمان ښځه څومره وخت انتظار وکړي تر څو د مرګ غالب ګمان پيدا شي دا نظر وخت او ځای ته فرق کوي په دې اړه د حنفي علماؤ رايې مختلفي دي ، شرح وقايه کې د ۹۰ کالو ذکر شوی دی ، د امام ابوخنفيه يو قول صرف د ۳۰ کلونو دی ، ځنو حضراتو ۶۰ يا ۷۰ کاله ذکر کړی دی او د صاحبينو نه د ۸۰ کلونو نقل شوی دی . او کوم فقهاء چې د بې درکه سړي ښځې ته د هغه د مرګ د خبر راتلو پورې يا په قياس او قرائنو سره ددې تر اندازې کولو پورې د بل چا سره نکاح نه شي کولای ، د هغوی دلايل دا دی : د حضرت مغيره بن شعبه رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : اِمرأة المفقود امرأته حتی ياتيها البيان ( دارقطني ) . يعنې : د بې درکه سړي ښځه تر هغه پورې د هغه ښځه ده څو پورې د هغه د مرګ او ژوند پته و نه لکيږي . همدارنګه د حضرت علی رضی الله عنه روايت دی چې چې د بې درکه سړی ښځې لره تر هغې پورې صبر کول پکار دی څو د هغه د مرګ او ژوند پوره حال معلوم شي : فلتصبر حتی يستبين موته او طلاقه . او د حضرت علی رضی الله عنه د قول سره ابن مسعود رضی الله عنه موافق دی . مګر د امام شافعي او امام مالک په نزد باندې د بې درکه سړي ښځه يوازې ۴ کاله انتظار کولای . د دوی دليل دا دی چې د حضرت عمر رضی الله عنه او حضرت عثمان رضی الله عنه  روايت نقل شوی دی چې د بې درکه سړي ښځه به څلور کاله انتظار کوي او څلور مياشتې او لس ورځې به عدت تيروي د هغه وروسته د بل کس سره نکاح کولای شي : قالا فی امرأة المفقود تربص اربع سنين و تعتد اربعة اشهر و عشرا (هدايه ج ۲ ص ۶۰۲ ) . ځنې متخرينو حنفي فقهاؤ د امام مالک په قول فتوی ورکړی ده : و لا يفرق بينه و بينها و لو بعد مضی اربع سنين خلافا لمالک ( درمختار ۴/ ۲۹۵ ) – الحلية الناجزة ص ۵۹ ) . خلاصه الفتاوي ليکي : قول مالک معمول به فی هذه المسئلة و هو احد قولی الشافعی و لو افتی الحنفی بذالک يجوز فتواه لان عمر رضی الله عنه  قضی هکذا فی الذی استهوية ( حاشيه خلاصة الفتاوي ) .



په دې مسئله  كښې  دصحابه کرامو تابعينو اودمذاهبودامامانوترمنځ لوى اختلاف دى 

حضرت عمر t  اويولوى جماعت صحابه کرام ددې ويون كښې  دى  چه  دورک ښځې ته ترڅلورو کلونو انتظار کول پکاردي 

 له دې  نه  وروسته دوفات دعدت په پره کولوسره دويمه نکاح کولاى شي

 ځينو په دې خبره باندې دصحابه وو اجماع دعوه هم کړى ده 

 اوداوينا برسيره په حضرت عمر t حضرت عثمان  اوحضرت علي t ته هم په يوه روايت منسوبه ده 

زرقاني اوداقول دامام  مالک رحمه الله ) هم دى اوځينې نور صحابه کرام لکه ابن مسعود اوحضرت علي t دبل روايت په بنست دافرمايي   

چه  دمفقود ښځې ته ترهغه وخته انتظار کول په کار دې 

 چه  تر ۍڅودمفقود دمړينه متحققه اوظاهر ه شي 

اوداقول امام ابوحنيفه رحمه الله )  هم غوره کړى دى په داسې ډول  كښې  

 دحنفې فقهاؤ لا ندينې اقوال مشهور دي

 ( ١)) دمفقود داقرانو همځولو ترمړينې مفقود ژوندى بلل کيږي  

(٢)  ترنوې کلونوپورې 

( ٣) ترسلوکلونوپورې 

( ٤)  تريوسل اوشل کلونو پورې دمفقود مړينې حکم نه کيږي 

( ٥)  دقاضي رايي ته مفوضه ده څه وخت  چه  قاضي په دې  كښې  مصلحت ووينې هغه وخت دې دمفقود دمړينې حکم وکوي  ددې حاصل دا دى  چه  کوم مقرر وخت نه دى ټاکلې بلکه څنګه  چه  دامام ابوحنيفه رحمه الله )  عام مسلک دى  چه  دمبتلې به رايي ته تفويض کول کيږي  همداسې دلته هم اختيار وکړشوې دى ( کما في البحر واختيار شمس الائمة ان الا يقدر بشى الا نه اليقين لايزول بالشک الاشباه والنظائر القاعدة الثالثة ص ٧٥ بطريق الفقه لان نصب المقادير بالراى لاتکون وفي الهدايه انه الاقيس وفوضه بعضهم الى القاضي فاى وقت راى المصلحة حکم بموت قال الشارح وهو المخيار بحر ( ج ٥ ث ١٧٨ اودقنيي صاحب داقول دامام ابوحنيفه رحمه الله ) قول بللى دى ( کما قال نافع عن ابي حنفة ان مدة الفقدمفوض الى رائ القاضي فيحکم بمااوى اليه اجتهاده  فيقسم ماله حينذبين الاحياء من ورثته قنيه ص ١٨٠ 

اوزيلعي هم همداغوره کړى دى ، 

دبحرصاحب له ينابيع  نه  په نقل کول سره داقول الروية بللى دى ،

لکه څنګه  چه  په شامي  كښې  دي قوله واختيارالزيلعي تفويضه للامام قال في الفتح فاى وقت رائ المصلحة حکم بموته قال في النهروفي الينابيع قيل يفويض الى رائ القاضي ولاتقديرفيه في ظاهرالزواية وفي القنية جعل هذارواية عن الامام اه 

دبحردصاحب هم همداقول مختارښکاريږي ځکه  چه  دنورواقواله دمختاروونکوپه  متعلق يې دتعجب څرګندونه کړي ده ،

 اوليکلي دي والعجب من المشائع کيف يخارون خلاف ظاهرالمذهب مع انه واجب الا بتاع على مقلدي ابي حنيفة والامام محمد لم يعتبر السنين وانما اعتبره المقدمون بعده وقال الصدر الشهيدفي شرحه ماقال محمد احوط کمافي النتارخانية ولقدصدق من قال کثرة المقالات توذن بکثرة الجهالات ومن الغريب مانقله في النتار خانية انه مقدر بثمانين سنة وعليه فتوى بحر( ج ٥ ص ١٧٨   

خلاصه دا ده  چه  تريوه معنيه وخته دانتظار کولوحکم  چه  حنفيانو مذهب بلل کيږي هغه په حقيقت  كښې  له حنفې امامانو نه  منقول نه دي بل كښې  دامامانوقول دادى  چه  کله له اثارو اوقرائنو  نه  دهغه مړينې ګمان غاﻻب شي نوهغه وخت دمفقود مړينې حکم کاوه شي لکه څنګه  چه  په ځينو موافق  كښې  دلمي مودې په تيريدو سره هم دمرک دحکم په کولو باندې قائل شوى دى ( کما في شامي تقلا عن الزيلعې وقال الزيلعي لانه يختلاف ياختلاف البلاد وکذا غلبة الظن تختلاف اختلاف الاشخاص فان الملک العظيم اذا انقطع خبره يغلب على الظن في ادنى مدة انه قدمات اه ([1])


له دينه وروسته دشامي مصنف په خپله وايي ( ومقتضاه انه يجتهد ويحکم بالقرائن الظاهرة الدلة على موته وعلى هذا يبتني ) ([2])




[1] - درالمختار کتا ب المفقود ( ج  ٣ ص ٤٥٧ ط س


[2] - ايضا ( ج ٣ ص ٤٥٧ ط س



د کومې ښځي خاوند چې ورک شوي وي،
 نو په دې اړه د حنفي فقهې په جزياتو باندې عمل کول ستونزمن دي، 
خو د نوروفقهاوو په مذهب باندې عمل کول روا دي؛ 
خو دا به بيا د حنفي فقهې حکم ګڼل کېږي، 
بشپړه تفصيل د ځواب په دې ډول دي، 
چې دا ښځه چې په دارالاسلام کې ده؛ نو دا به د قاضي په محکمه کې مرافعه وکړي،
نو په شرعي شهادت او يا په عام شهرت سره به خپله نکاح له خپل خاوند سره ثابته کړي 
او بيا به د ګواهانو په واسطه د خپل خاوند ورکه ثابته کړي. 
بيا به قاضې په خپله د نوموړي ورک پلټنه وکړي، د قاضي د پلټنې صورت دادي،
 چې کوم ځاي ته د ورک د تللوغالب ګومان وي، 
هلته دې سړي ولېږي او که غالب ګومان نه وي يوازې احتمال وي،
 نو هلته که يوازې د ليک ليکل کافي وګڼي هم سهي دي او که په اخبار کې د هغه د ورکې د پيدا کيدو اميد وي 
نو دا دې هم وکړي.کله چې د مالوماتو څخه مايوسه شي؛ 
نو قاضي به ښځې ته د دې نه وروسته د څلورو کالود انتظار حکم کوي،
او که بيا هم د ورک پته په دې څلورو کلنو کې ونه لګېده، 
نو ورک سړي به له دې نه وروسته مړ ګڼل کېږي او ښځه به له دې نه وروسته څلور مياشتې او لس ورځې عدت تېروي،
 او تر دې وروسته به دا ښځه واک لري، چې د بل چا سره نکاح وکړي. 



  1. سوال :- ډیرخلګ په میراث کی خوراولــــورته کـــومه حصــه نه ورکوی
  2. سوال :- ښځو چی په نوکانو رنګونه لګوی ددی عــمل په کولوسره په اوداسه اوغسل کی کوم تغیرراځی اوکه نه ؟
  3. سوال :-بعضـــی خلـــګ پـــه خپـــل مړی پســې دایــصال ثــواب په نـیت اویا دمصیبتوددفع په خاطرختمونه کوی
  4. سوال :-داخترپه ورځــوکی خلــــګ دی مړی دوارث کورته ورځې اوورتـــــه تعزیه کوی
  5. سوال :-ډیری ښځی اوځنی سړی خاوری خوری ایاد کار جائزده اوکه نه ؟
  6. سړی تر څومره مودې پورې د ميرمنې نه جلا مسافرت کولای شي ؟
  7. سګریټ د طب او شریعت له نظره
  8. شهوت پارونکې جامې اغوندې
  9. شيخ الحديث مولانا شیرعلی شاه صاحب خصوصی بیان
  10. شيخ القرآن مولانا گوهر الرحمن کتابونه تفهیم المسائل مکمل شپږ جلده علوم القرآن مکمل دوجلده
  11. شيطان به وتړل شي، خو كه ستا نفس شيطان شي
  12. شيطان څنګه نيکان خلک دوکه کوي (مهم مطلب دی تر آخره يې په پوره حوصله ولولې )
  13. شیخ غلام الرحمن په غږ کې پښتو ترجمه او تفسير
  14. شېخ القران مولانا امیرحسین باچا لفظي ترجمه
  15. شېخ القران مولانا طاهر پنجپیرې صاحب پشتو بیانات
  16. شېخ القران مولانا عطاء الله بند یالوی صاحب پشتو بیانات
  17. شېخ القران مولانا غلام حبیب صاحب پشتو بیانات
  18. شېخ القران مولانا میر سمیع الحق افغانی صاحب پشتو بیانات
  19. شېخ القران مولانا ولی الله کابلګرامی صاحب پشتو بیانات
  20. شېخ حسن جان صاحب پشتو بیانات
  21. طاقتور خلك د زيات طاقت لپاره کوشش کوي او غريب خلك د خپلې روزي لپاره،
  22. قيا م الليل يا تهجد د اشراق لمونځ د څاښت لمونځ فضيلت او اهميت
  23. كه پرتوګ وروسته له كوروالي سمدلاسه وتړل شي نوهغې سره مونځ صحيح دى اوكه نه ؟
  24. كه په روژه كې دسهارلمونځ دپيشمني څخه وروسته لږ وړاندي وكړاى شي نو صحيح دى اوكه نه ؟
  25. كه څوك د مانځه په قعده كښې كله يوه اوكله بله دعاء و وايې داحنافو په نزد خوبه كوم ممانعت نه وي ؟
 

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User