خطیب وايي:
پيغمبر چې شفاعت كوي ، شفاعت يو
درخواست دى ، يو عريضه ده ، چې حضور صلی الله علیه وسلم به د الله سبحانه
وتعالى دربار ته وړاندې كوي . له دېنه دا معلومه شوه چې درخواست او عريضې وركولو ولا مقام بېل دى .
او عريضې قبلولو والا مقام بېل دى .
د عبديت مقام بېل دى ــ د عبوديت مقام بېل دى .
دغوښتلو والامقام بېل ده وركولووالامقام بېل ده
د غوښتلو والا نبي دى ــ وركولو والا الله سبحانه وتعالى دى .
يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ .
الله تعالىٰ د خلكو مخكې او وروسته
تمام حالاتو باندې عالم او خبردار دى ، د مخكې او وروسته مفهوم دا هم
كيداى شي ، چې ستاسو د پيدايش نه مخكې ، او وروسته په تمام حالاتو الله
سبحانه وتعالى عالم دى او دا مفهوم هم كيداى شي ، چې ستاسو په مخكې حالاتو ،
يعنې ستاسو ظاهري حالاتو باندې ، او ستاسو وروسته حالاتو باندې يعنې ستاسو
باطني حالاتو باندې الله سبحانه وتعالى عالم ، او خبردار دى
وَلاَ يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِّنْ عِلْمِهِ إِلاَّ بِمَا شَاء .
انسان او تمام مخلوقات د الله
سبحانه وتعالى د علم په يو حصې احاطه نشي كولي ، مګر الله سبحانه وتعالى چې
څومره علم وركړى وي ، بس هغه علم به ورسره وي . نو انسان سره يا جنياتو
سره يا نورو مخلوقاتو سره ټول علم نشته ، ټول علم او علم غيب صرف او صرف
الله سبحانه وتعالى سره دى .
علم الغيب او اخبار عن الغيب
عزتمندو ! علم غيب بېل شى دى ــ او اخبار عن الغيب بېل شى دى .
علم الهى بېل علم دى ــ او علم نبوي بېل علم دى .
علم خالق بېل علم دى ــ او علم مخلوق بېل علم دى .
علم غيب
علم نبوي
اطلاع على الغيب
اظهار على الغيب
دا ټول جدا ــ جدا شيان دي ، اوس پرې بحث نشم كولى وخت كم دى .
وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ . يعنې دومره لويه كرسي ده چې تمام آسمانو او ځمكې باندې محيط ده او نګراني په ده باندې زره كدر هم مشكل ندى .
محترمينو د كرسى نه مراد علم الهى
دى ، حضرت ابن عباس ضي الله عنه- نه دا معنى منقوله ده ، او زياتو نورو
مفسرينو هم دا معنى اخيستى ده
كُرْسِيُّهُ ــ اى علمه ( ابن جرير ابن عباس )
قبل مجاز عن علمه ( روح )
الكرسى هو العلم ( كبير )
د كرسى معنى قدرت او حكومت هم ده ،
زياتو اهل لغت او اهل تفسيرو دا معنى اخيستى ، الكرسى السرير ) قاموس (
المراد من الكرسى السلطان والقدرة والملك (الكبير )
نو ثابت شوه چې څوك حاكم وي هغه به اله وي .
هغه به خداى وي ، هغه به الله وي .
او څوك چې محكوم وي ــ هغه اله نشي كيداى ، هغه خداى نشى كيداى .
وَلاَ يَؤُودُهُ حِفْظُهُمَا .
او دا حفاظت چې آسمان او ځمكه ده
په الله سبحانه وتعالى باندې زره كدر هم مشكل نده ځكه په قادر مطلق باندې
دا كوم مشكل نه وي ، دا حفاظت نهايت آسان كار دى .
وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ .
او هغه عالي شان دى ــ او عظيم شان هم ده .
خطيب وايي
ټولې دنيا ته چلنج دى چې داسې براهين ، داسې دلائل وړاندې كي، دا صرف د يو الله سبحانه وتعالى ذات دى .
هغه الْحَيُّ دى .
هغه الْقَيُّومُ دى .
هغه لاَ تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلاَ نَوْمٌ دى .
هغه لَّهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ دى .
هغه مَن ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلاَّ بِإِذْنِهِ دى .
هغه يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ دى .
هغه وَلاَ يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِّنْ عِلْمِهِ إِلاَّ بِمَا شَاء دى .
هغه وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ دى .
هغه وَلاَ يَؤُودُهُ حِفْظُهُمَا دى .
هغه وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ دى .
هغه د رب ذوالجلال ذات دى .
هغه د خالق ذات دى .
هغه د غفار او قهار ذات دى .
بل ذات كې داسې كمالات ــ داسې صفات نشي جمع كيداى ، او نه به جمع شي .
د توحيد نور دلائل
عزتمندو ! بل ځاى كې الله سبحانه وتعالى د خپل وحدانيت اعلان بيا كوي . إِنَّنِي أَنَا اللَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ أَنَا . (پاره ۱۶) بېشكه زه الله يم ، زما نه ما سوا بل معبود نشته. داد الله بل د وحدانيت اعلان وه .
بيا الله سبحانه وتعالى په قرآن كريم كې بل ځاى فرمايي : فَاعْلَمْ أَنَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ . (پاره ۲۶)
پوه شئ ، يقين وكئ ، چې د الله سبحانه وتعالى نه سوا بل څوك د عبادت نشته ، صرف الله سبحانه وتعالى معبود دى .
بيا الله سبحانه وتعالى بل ځاى كې په قران مجيد كې فرمايي : . وَإِلَـهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ لاَّ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ .(پاره ۱۲)
ستاسو اله ستاسو معبود يو معبود دى
ــ او بل معبود ده نه سوا نشته ، هغه رحمن او رحيم دى ــ داسې ذات خدای وي
چې رحمن او رحيم وي ، بيا الله سبحانه وتعالى فرمايي : إِنَّمَا هُوَ إِلَـهٌ وَاحِدٌ . ( پاره ۶ پ ـ۷ پ ـ۱۳ ) .
يقيناً معبود يو دى ، اله يو دى ــ الله سبحانه وتعالى يو دى .
بيا الله سبحانه وتعالى د خپل وحدانيت اعلان كوي : وَمَا مِنْ إِلَهٍ إِلاَّ اللَّهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ. (پاره ۲۳ سورة ص ) نشته ده معبود مګر يو الله سبحانه وتعالى دى او قهار هم دى .
د الله شهادت د ټولو نه لوى شهادت دى
زما وروڼو ! د الله د شهادت نه بل لوى شهادت نشته ، دا زه نه وايم ، دا خپله الله فرمايي : قُلْ اَيُّ شْئٍ اَكْبَرُ شَهَادَةً قُلِ اللّٰهُ .( پاره ۷ سورة الانعام )
او وايي څه شى د الله د شهادت نه لوى دى ؟ او وايي د الله شهادت ، او خبرې:
د ټولو نه لوى ذات ــ د الله سبحانه وتعالى دى .
د ټولو نه لويه خبره ــ د الله سبحانه وتعالى دى .
د ټولو نه لوى شهادت ــ د الله سبحانه وتعالى دى .
د ټولو نه لويه مسئله ــ د توحيد دى .
ولى په څه شى باندې چې الله سبحانه
وتعالى شهادتونه وركوي ، نو دا اهمه او عظيمه مسئله وي چې په چا كې توحيد
نه وي د الله سبحانه وتعالى د وحدانيت قائل نه وي . د هغه عبادت هيڅ فائده
نه وركوي .
د فرشتو شهادت
محترمينو ! فرشتو هم پدې شهادت وركړى چې الله سبحانه وتعالى يو ده : يُنَزِّلُ
الْمَلآئِكَةَ بِالْرُّوحِ مِنْ أَمْرِهِ عَلَى مَن يَشَاء مِنْ عِبَادِهِ
أَنْ أَنذِرُواْ أَنَّهُ لاَ إِلَـهَ إِلاَّ أَنَاْ فَاتَّقُونِ .
(پاره ۱۴ ركوع ۶ سورت النحل ) الله سبحانه و تعالى نازلوي ملايكې سره د روح
، په امر خپل چې هر چاته آراده وشى ، له بندګانو نه ، او انبياء ته او
فرمايه چې زما بندګان ؤ وېره وه ، چې زما نه ماسواء بل څوك اله نشته او صرف
زما نه ووېريږئ .
فرشتو هم خلك خبردار كړي دي ، چې د
الله سبحانه وتعالى نه سوا بل څوك د عبادت لايق نشته ، صرف خوف او خطر دې
ذات نه كوي ، نفع او نقصان ده نه ماسواء بل څوك چاته نشى وركولى ، عزت او
زلت صرف هغه يو د الله سبحانه وتعالى لاس كې دى . وَتُعِزُّ مَن تَشَاء
وَتُذِلُّ مَن تَشَاء . عزت او زلت وركولو والا صرف هغه يو الله سبحانه
وتعالى ذات دى .
انبياء عليه السلام شهادت
همداسې انبياؤ هم د الله سبحانه وتعالى د وحدانيت شهادت وركړي ده . وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رَّسُولٍ إِلاَّ نُوحِي إِلَيْهِ أَنَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ أَنَا فَاعْبُدُونِ . ( پاره ۱۷ ركوع ۲ ) .
او مونږ نه وه ليږلي ستا نه مخكې
رسولان مګر مونږ به هغو ته وحى كوله ، چې زما نه ماسواء څوك معبود نشته ،
مګر زه يم ، زما عبادت كوئ !
عزتمندو ! ټولو انبياؤ دا جدوجهد
كړى ، دا كوشش كړى چې د عبادت لايق صرف او صرف يو الله سبحانه وتعالى دى ،
ماسواء د الله سبحانه وتعالى نه څوك د عبادت لايق نشته . زما وروڼو د توحيد
په مسئله باندې څو شهادتونه وشو .
)( د الله تعالىٰ شهادت .
)( د فرشتو شهادت .
)( د انبياء شهادت .
)( د علماء شهادت .
دې څلورو شهادتونو نه معلومه شوه چي:
حقيقي معبود
حقيقي رازق
حقيقي مالك
حقيقي حاجت روا
حقيقي مشكل كشاء
صرف او صرف الله سبحانه وتعالى دى ، ده نه ماسواء بل څوك نشته .
وفي كل شى له اية-تدل على انه واحد، په هر شى كې د الله سبحانه وتعالى د وحدانيت نشانى موجودي دي او په دې شاهدي وركوي چې الله سبحانه وتعالى يو دى .
ان شاءالله نور بيا...
- پوښتنه: د نانزکو کارول د ماشومانو جينکو لپاره څنګه دي؟
- پوښتنه: ځينې مېرمنې له لمانځه وروسته د جاينماز څنډه راغونډ وي
- پوښتنه: که د يوې ښځي خاوند ورک شي، مړاو ژوندي مالوم نه وي؛ نو
- پوښتنه: که يوه ښځه په عدت کې وي؛ نو کوم شيان پرې بند او کوم ورته ازاد دي ؟
- پوښتنه:د مېرمنو{ ښځو } له پاره پنجابي لباس کول څه حکم لري؟
- پوښته : د دواړو سجدو په منځ كې دادعاء لوستل روا دي اوكه نه ( اللهم اغفرلي وارحمني الخ ) ؟
- پوښته: دانګريزانو وړينې جامې ليلاميږي په هغې كښې شبه دناپاكۍ شته ، اياهغې سره مونځ جائز دى اوكه نه ؟
- پوښته: داودس وچولو وخت كښې سلام كول يا د سلام ځواب وركول جائز دي اوكه نه ؟
- پيوند كاري اعضاء دليل مانعين دلائل قائلين: ند كاري اعضاء
- ځيني خلك له ركوع نه رورسته نيغ نه ودريږي اوسيده سجدې ته ځې په داسې كولو مونځ كيږي اوكه نه ؟
- څلورو ښځو سره د نکاح کولو اجازه ورکړل شوې ده او ښځو بيا له يو خاوند څخه زيات خاوندان نشي کولاي؟
- چا ته د مينې ،عقيدې او اخلاص له مخې د هغه عزت او اکرام لپاره قيام پاڅېدل او درېدل څه حکم دې تفصیلی وضاحت واکړې
- چه اميان راټول شي اوځانته ځانته مونځونه كوي نو آيا اذان ورباندې شته اوكه نه ؟
- چه په سجده كښې دواړوه خپې اوچتې كړي نو څه حكم لري؟
- چک چکې وهل او د معلم د استقبال د پاره د زده کونکو پورته کيدل
- چی دنوی واده والا کسان چی مسافری یی تر۳میاشتو اضافه شی دوهمی ځل نکاح پری اوړی ایا دا واقعیت لری که نه ؟
- چې اوبو سره استنجاء كولو وخت كښې څاڅكي راځي نوڅه وكړي ؟
- چې د کومې ښځې سره چا زنا کړې وي نو د هغې لور ورباندې حرامه ده ، نکاح یې ماتیږي ؟
- ډيرخلك له سجدې نه څلور ګوتې پورته شي دويمه سجده كوي دهغوي مونځ كيږي اوكه نه ؟
- ډیری ښځی دی اولیــأووشهـــیدانــوقبــرونوته ورځې اوهــلته ورته زانـګو اچوی
- ښځه د مجلس دفيشن او ماډرن لپاره نه ده
- ښځه د مخ او لاسونو نه اضافي ويښتان لرې کولای شي ؟
- ښځه چې په كور كې په خپله نرمه بسترناسته وي الله رب العزت د جهاد ثواب وركوي
- ښځو ته د دا سې بوټونو پښوکول چې دتګ په مهال اواز کوي
- ښځورواج ده چــــی پــه مخ خالونه وهی په شریعت کی ددی عــمل حکم څه ده ؟
- ښځينه معلمې ته کتل او ور سره خبرې کول ګناه ده ؟
- که د لمانځه په مهال موبائل زنګ {رینګ} ر اشی نو څه کول پکار دې ؟
- که حاملې ښځې ته د روژې نيولو په وجه د هغې ځان يا بچي د پاره نقصان او خطر وي نو هغه ته د روژې پريښودل جايز دي
- که د دين د پاره خطر وي په غير مسلم هيواد کې استوګنه کول ښه نه دي
- که د نفاس په موده کې وينه نا منظمه يا تر څلويښتو ورځو زياته شي ؟
- که دمسجدپه کړکینو کې دلمونځ کونکي عکس ښکاري نولمونځ یې صحیح دی؟
- که دواړه پښې د سجدې په وخت کې پورته شي لمونځ فاسديږي ؟
- که زه په روژه کی دورځی دخپلی ښځی سره مستی وکړم مذی می ووځی روژه پری ماتیږی اوکه نه؟
- که مو مېرمن په حيض کې هم وي جماع کولی شئ، خو…
- که مو نوی واده کړي وي يو ځل يې ولولی
- که څوک د نوکرۍ په حالت چې حج ورباندې فرض نه وي حج وکړي ايا د اسطاعت نه پس په هغه دوباره حج فرض دی ؟
- که یوتن په لمانځه کې دوه دري ځلي ساعت ته وګوري ؟
- ګرانه : هرې خواته تلاش کوه د خير او نيکۍ لارې ډيرې دي
- ګرانه لوستونکیه : آيا د توبې اراده لرې؟ آیا لدې فرصت څخه ګټه نه اخلې؟
- ګرانې خورې دغه درد مې واوره (۲)
- یوه د راز خبره درته کوم خو چا ته به نه وایي
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.