Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Saturday, November 24, 2012

په قرآن کريم د عيسويانو اعتراضونه

 

 

په قرآن کريم د عيسويانو اعتراضونه

 

اول اعتراض

 

عيسوي عالمان په قرآن کريم باندې اولين اعتراض دا کوي، چې دا خبره د منلو وړ نده چې د قرآن کريم بلاغت هغه انتهاېي معيار ته رسيدلی کوم چې له انساني طاقت څخه بهر دی، که چيرته دا وو هم منل شي بيا دا اعجاز ناقص دليل دی، ځکه چې د ده پيژندل او په ده پوهيدل د هغو خلکو کار دی کوم چې عرب دي، يا په عربي ژبه او لغت کې پوره مهارت لري، له دې څخه دا هم لازمه شوه چې هغه ټول کتابونه کوم چې په يوناني او لاطيني ژبو کې دي او د بلاغت اعلی مرتبی ته رسيدلی هغه هم د الله Y کلام ومنل شي، بل له دې څخه علاوه دا هم ممکن ده چې باطل او قبيح مضامين کوم چې په فصيحو او بليغو الفاظو سره اداء کيږي، هغه د هم د بلاغت دغې مرتبه ته ورسيږي.

جواب

د قرآن کريم عبارت د بلاغت اعلی درجی ته رسيدل نه منل بی له سرکشي نه بل هيڅ ندي، هر چې د دوی دا خبره چې په دې خو صرف هغه څوک پوهيږي چې يا عرب وي او يا په عربي کې پوره مهارت لري، دا سمه خبره ده، ليکن په دې سره خو د دوی مدعا نه ثابتيږي، ځکه چې د قرآن کريم دغه معجزه د فصحاؤ او بلغاؤ د عاجزيدو او قاصر کيدو لپاره ده او د هغوی عجز ثابت هم دی، نه صرف دا چې هغوی معارضه نده کړی، بلکه په خپله عاجزۍ يې اعتراف هم کړی.
عامو خلکو د لکهاؤ اهل زبان او عالمانو له شهادت څخه دا خبره معلومه کړی، لهذا د هغه معجزه کيدل يقينا ثابت دي، دا کامل دليل دی، نه ناقص، لکه څنګه چې د دوی ګمان دی، دا خبره له هغو اسبابو څخه يوه ده له کومو چې معلوميږي قرآن کريم د الله Y کلام دی.
مسلمانانو کله دا دعوه کړی چې قرآن کريم د الله Y کتاب دی او سبب يې همدا بلاغت دی، بلکه هغوی خو داسې دعوه کړی چې بلاغت هم د قرآن کريم د الله Y په کلاميت باندې له هغو بی شماره اسبابو څخه يو سبب دی او قرآن کريم په همدې لحاظ سره منجمله له ډيرو معجزو نه د حضور r يوه معجزه ده، د هغه معجزه کيدل نن هم د لکهاؤ اهل زبان، عالمانو او د بلاغت د ماهرينو په نزد ښکاره ده، د مخالفينو عجز د معجزی د ظهور له وخت څخه نيولی تر ننه پورې ثابت ده، دا هر چا په خلاصو سترګو ليدلی، د کومی چې يو زر دوه سوه او اتيا کلونه کيږي.
هر چې دا خبره ده چې هغه ټول کتابونه کوم چې په نورو ژبو باندې د بلاغت په معيار سره فوقيت لري هغه د هم کلام وبلل شي، دا خبره صحي نده، ځکه چې نه خو د دغو کتابونو مصنفينو د بلاغت دعوه کړی او نه د همغو کتابونو ژبی دومره فصيحی دی چې خلک يې له مقابلی څخه عاجز شي، که چيرته کوم کس دا قسم دعوه کړی وي، بيا خو د داسې دعوی ثبوت پکار دی او که ثبوت نوي نو له داسې دعوو څخه بيا د ځان ساتل پکار دي، له دې نه علاوه بعضی عيسويانو دهغو کتابونو په متعلق دا شهادت(ګواهی) ورکوي چې د هغو په ژبو کې دا کتاب د بلاغت هغه معيار ته رسيدلی په کوم معيار کې چې په عربي ژبه کې قرآن دی، دا خبره هم د منلو وړ نده، ځکه چې دا خلک په خپله اهل زبان ندي، نه د دويمی ژبی په تذکير، تانيث، مفرد، تثنيه او جمع کې امتياز کولی شي، نه په مرفوع او مجرور کې تميز کولی شي، نه په زيات بلاغت او کم بلاغت کې تميز کولی شي، دا امتياز کول تر عربی ژبی پورې مخصوص ندي، بلکه له خپلی ژبی نه علاوه په نورو ژبو کې هم شته دی، خوا هغه يوناني وي يا عبراني، خوا هغه سرياني وي يا لاطيني، دوی ته د دې مهارت نده حاصل.
په انګريزي ژبه کې د مختلفو شيانو لپاره عموما يو قسم صيغی استعماليږي، د دې په خلاف په عربی کې د هر يوه لپاره جدا جدا صيغی راوړل کيږي، په انګريزي کې کلمی په دوه قسمه ديو يو مفرد بل جمع، په عربي کې له دغو دواړو څخه علاوه د تثنيه لپاره هم جدا صيغه ده، په بنيادي امورو کې په عربي ژبه کې ډير وسعت دی، له دې نه علاوه د عربي لغات له انګريزي څخه څو چنده زيات دی.
البته عيسويان دا امتياز لري چې کله دوی د کومی ژبی يو څو کلمی زده کړي، بيا دا ګمان کوي چې دی په همدې ژبه کې ماهر شو، د کوم علم د يو څو مسئلو له زده کړی څخه وروسته دوی ځانونه د هغه علم په علماؤ کې شماري، د دوی په دغه بد عادت باندې يوناني او فرانسيسي حضرات هم اعتراض کوي او لعنت ور باندې وايي.

دويم اعتراض

د عيسويانو دويم اعتراض دا ده چې قرآن کريم په بعضی ځايونو کې د عهد قديم او عهد جديد له کتابونو څخه مخالفت کړی، نو ځکه هغه د خدای کلام نشي کيدلای.

اول جواب

لکه څرنګه چې د عهد قديم او عهد جديد کتابونو د سند متصل سلسله تر مصنفينو پورې نده ثابته، همدا شان دا هم نده ثابته چې هغه کتابونه الهامي دي،اما دا خبره بيا ثابته ده چې دوی ( عيسويان) په همغو کتابونو کې په بيشماره ځايونو کې معنوي اختلاف سره لري او په يقيني طور سره همغه کتابونه له بيشماره غلطيو څخه ډک دي، همدا شان په همدغو کتابونو کې تحريف هم ثابت دی، لهذا د قرآن کريم په ډير ځايونو کې له هغوی څخه مخالفت مضر نده، بلکه د دې خبرې دليل دی چې په همغو ځايونو کې غلطي ده، يا دا چې هلته تحريف شوی، د قرآن کريم دغه مخالفت ارادي او قصدي ده، له هغه نه مقصود دا ده، کوم شی چې له قرآن کريم څخه مخالف دی هغه غلط دی، يا تحريف شده دی، دا مخالفت سهوا نده.

دويم جواب

عيسائي پادريان د قرآن کريم او بائبل تر منځ چې کوم مخالفت بيانوي، هغه په دری قسمه دی، اول د منسوخي احکامو په لحاظ سره، يعنی هغه سابقه احکام کوم چې قرآن کريم منسوخ کړي دي، دويم دا چې دوی داسې يو اعتراض کوي چې بعضی واقعات داسې دي د کومو ذکر چې په قرآن کې موجود ده او د دواړو عهدو په کتابونو کې نسته، دريم دا چې په قران کې داسې حالات بيان شوي دي کوم چې د هغو نورو کتابونو له حالاتو څخه مخالف دي.
په همدغو دری واړو طريقو سره عيسويان چې په قرآن کريم کوم طعن واردوي محض اپلتی، بی ځايه او بی معنی خبرې دي، په اول لحاظ سره ځکه چې نسخ له قرآن کريم سره مخصوصه نده، بلکه په کثرت سره په مخکنيو شريعتونو کې هم راغلی، لکه د عيسی u شريعت چې له نهو احکامو ماسواء نور يې ټول منسوخ کړل، تر دې پورې چې د توريت مشهور لس احکام يې منسوخ کړل،د عيسائي نظريې مطابق په هغه کې تکميل سوی او تکميل هم د دوی په نظريه کې د نسخ يو قسم ده، لهذا دغو احکامو ته هم بايد د دوی په لحاظ سره منسوخ وويل شي، له دې  وروسته هر عقلمند عيسوي ته په دې لحاظ سره په قرآن کريم باندې د طعن لپاره څه پاته ندي.
په دويم لحاظ سره هم اعتراض نشي کولی، ځکه چې د عهد جديد په کتابونو کې ډيرې داسې قيصی ذکر دي کومی چې د عهد قديم په کتابونو کې نسته،. دلته د مثال په توګه يو څو درته ذکر کيږي.
(۱) د تيمتيس په نامه د دويم خط د دريم باب په اتم نمبر آيت کې راغلي، په کومه طريقه چې نتيس او ريمبريس د موسی u مخالفت وکړ، په همغه طريقه خلکو د حق مخالفت وکړ،  په دې عبارت کې چې د مخالفت کومی واقعی ته اشاره شوی، هغه د کتاب خروج په اوم باب کې ذکر ده، ليکن د دغو دواړو مذکورو نمونو هلته هيڅ نوم او نشان نسته، نه په هغه باب کې او نه په نورو بابونو کې او نه د عهد عتيق ( قديم) په کوم کتاب کې.
د پطرس د دويم خط د دويم باب په څلورم آيت کې داسې راغلی، کوم وخت چې خدای ګناه کونکي فرښتی پرې نه ښودلی، نو هغه يې جهنم ته وليږلی او په تياره غارونو کې يې واچولی، تر څو د عدالت ( قيامت) تر ورځې پورې هلته په حراست کې وي، د فرښتو په باره کې دا خبره چې يهوداه او پطرس ته منسوبه سوی، د عهد قديم په هيڅ کوم کتاب کې موجوده نده، بلکه دا ښکاره دروغ دي، ځکه چې په قيد کې له اچول شويو فرښتو څخه مراد شياطين دي، سره له دې چې شياطين هم ابدا او دائمي په قيد کې نوي، لکه چې د انجيل مرقس د اول باب له دولسم آيت او د پطرس د اول خط د پنځم باب له اتم او نورو آيتونو څخه معلوميږي، ديته ورته په سلګونو  داسې ځايونه سته دي چې هلته يو څه ذکر شوي او د عهد قديم په کتابونو کې يې نوم او نښان هم نشته، مونږ د کتاب حجم ته په کتو سره په همدې اکتفاء کوو.

دريم اعتراض

په قرآن کريم کې وئيل شوي دي، چې هدايت او ګمراهي د خدای Y له لوري ده، په جنت کې نهرونه، حوری او محلونه دي، له کافرو سره د جهاد کول واجب دي، عيسويان وايي ! دا دری واړه کارونه قبيح او ډير بد دي، کوم چې په دې دلالت کوي چې په داسې قبيحو مضامينو باندې مشتمل کتاب قرآن کريم د الله کلام ندی.
دا اعتراض د عيسويانو لپاره د جنګ يو زبردست اعتراض ده، تر دې پورې کوم کتاب چې د دوی لخوا د مسلمانانو او اسلام په خلاف جوړيږي هغه د دغه اعتراض له بيان څخه خالي نوي، عيسائي حضرات د دغه اعتراض په بيان کې عجيبه عجيبه خبرې ليکي.

جواب

د دې په جواب کې مونږ وئيلی شو چې دا قسم مضامين خو د عيسويانو په مقدسو کتابونو کې ډير ځايه موجود دي، لهذا په يقيني طور سره بيا خو د دوی مقدس کتابونه هم د الله له جانب څخه ندی.

څلورم اعتراض

عيسويان وايي، په قرآن کې هغه مضامين نشته کوم چې روح غواړي او خوښوي يې.

جواب

د روح مقصد او مقتضا او د هغه غوښتنه او هغه ته خوښ هغه دوه شيان دي، چې يو کامل اعتقادات او دويم نيک اعمال او قرآن کريم دغه دواړه قسمونه په مکمل طور سره بيان کړي دي ([1] ).



[1]  بائبل سی قران تک صفحه نمبر ۳۹۰ جلد ۲.



 
  1. پوښتنه: د نانزکو کارول د ماشومانو جينکو لپاره څنګه دي؟
  2. پوښتنه: ځينې مېرمنې له لمانځه وروسته د جاينماز څنډه راغونډ وي
  3. پوښتنه: که د يوې ښځي خاوند ورک شي، مړاو ژوندي مالوم نه وي؛ نو
  4. پوښتنه: که يوه ښځه په عدت کې وي؛ نو کوم شيان پرې بند او کوم ورته ازاد دي ؟
  5. پوښتنه:د مېرمنو{ ښځو } له پاره پنجابي لباس کول څه حکم لري؟
  6. پوښته : د دواړو سجدو په منځ كې دادعاء لوستل روا دي اوكه نه ( اللهم اغفرلي وارحمني الخ ) ؟
  7. پوښته: دانګريزانو وړينې جامې ليلاميږي په هغې كښې شبه دناپاكۍ شته ، اياهغې سره مونځ جائز دى اوكه نه ؟
  8. پوښته: داودس وچولو وخت كښې سلام كول يا د سلام ځواب وركول جائز دي اوكه نه ؟
  9. پيوند كاري اعضاء دليل مانعين دلائل قائلين: ند كاري اعضاء
  10. ځيني خلك له ركوع نه رورسته نيغ نه ودريږي اوسيده سجدې ته ځې په داسې كولو مونځ كيږي اوكه نه ؟
  11. څلورو ښځو سره د نکاح کولو اجازه ورکړل شوې ده او ښځو بيا له يو خاوند څخه زيات خاوندان نشي کولاي؟
  12. چا ته د مينې ،عقيدې او اخلاص له مخې د هغه عزت او اکرام لپاره قيام پاڅېدل او درېدل څه حکم دې تفصیلی وضاحت واکړې
  13. چه اميان راټول شي اوځانته ځانته مونځونه كوي نو آيا اذان ورباندې شته اوكه نه ؟
  14. چه په سجده كښې دواړوه خپې اوچتې كړي نو څه حكم لري؟
  15. چک چکې وهل او د معلم د استقبال د پاره د زده کونکو پورته کيدل
  16. چی دنوی واده والا کسان چی مسافری یی تر۳میاشتو اضافه شی دوهمی ځل نکاح پری اوړی ایا دا واقعیت لری که نه ؟
  17. چې اوبو سره استنجاء كولو وخت كښې څاڅكي راځي نوڅه وكړي ؟
  18. چې د کومې ښځې سره چا زنا کړې وي نو د هغې لور ورباندې حرامه ده ، نکاح یې ماتیږي ؟
  19. ډيرخلك له سجدې نه څلور ګوتې پورته شي دويمه سجده كوي دهغوي مونځ كيږي اوكه نه ؟
  20. ډیری ښځی دی اولیــأووشهـــیدانــوقبــرونوته ورځې اوهــلته ورته زانـګو اچوی
  21. ښځه د مجلس دفيشن او ماډرن لپاره نه ده
  22. ښځه د مخ او لاسونو نه اضافي ويښتان لرې کولای شي ؟
  23. ښځه چې په كور كې په خپله نرمه بسترناسته وي الله رب العزت د جهاد ثواب وركوي
  24. ښځو ته د دا سې بوټونو پښوکول چې دتګ په مهال اواز کوي
  25. ښځورواج ده چــــی پــه مخ خالونه وهی په شریعت کی ددی عــمل حکم څه ده ؟
  26. ښځينه معلمې ته کتل او ور سره خبرې کول ګناه ده ؟
  27. که د لمانځه په مهال موبائل زنګ {رینګ} ر اشی نو څه کول پکار دې ؟
  28. که حاملې ښځې ته د روژې نيولو په وجه د هغې ځان يا بچي د پاره نقصان او خطر وي نو هغه ته د روژې پريښودل جايز دي
  29. که د دين د پاره خطر وي په غير مسلم هيواد کې استوګنه کول ښه نه دي
  30. که د نفاس په موده کې وينه نا منظمه يا تر څلويښتو ورځو زياته شي ؟
  31. که دمسجدپه کړکینو کې دلمونځ کونکي عکس ښکاري نولمونځ یې صحیح دی؟
  32. که دواړه پښې د سجدې په وخت کې پورته شي لمونځ فاسديږي ؟
  33. که زه په روژه کی دورځی دخپلی ښځی سره مستی وکړم مذی می ووځی روژه پری ماتیږی اوکه نه؟
  34. که مو مېرمن په حيض کې هم وي جماع کولی شئ، خو…
  35. که مو نوی واده کړي وي يو ځل يې ولولی
  36. که څوک د نوکرۍ په حالت چې حج ورباندې فرض نه وي حج وکړي ايا د اسطاعت نه پس په هغه دوباره حج فرض دی ؟
  37. که یوتن په لمانځه کې دوه دري ځلي ساعت ته وګوري ؟
  38. ګرانه : هرې خواته تلاش کوه د خير او نيکۍ لارې ډيرې دي
  39. ګرانه لوستونکیه : آيا د توبې اراده لرې؟ آیا لدې فرصت څخه ګټه نه اخلې؟
  40. ګرانې خورې دغه درد مې واوره (۲)
  41. یوه د راز خبره درته کوم خو چا ته به نه وایي

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User