Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, September 16, 2012

عاشقان ګمان کوي چې دا عشق به د ژوند تر پايه دوام لري مګر ....... ؟؟؟



گرانو دوستانو زه دیر خوش یم چی تا سو دا ویب پانه چوره کری ده
زما داسوال ده ؟
که کوم سوگ له دی چی هغه انجلی او یا کومه شزی سره بیدون له دی چی نکاح یی ورسره کری وی هغه سره عشق ولکری یعنی لمسی یی کری مگر جماع ورسره ونه کری ده دی سری او انجلی حکم نظره په شریعت سره سه دی یعنی حد پری جاری گیگی او که نه 

وسلام 

ستاسو کشر ورور انجنیرمحمد اسمعیل ناصری 

وبخشی ما چی زما کیبورد پشتو توری نه لری 


بسم الله الرحمن الرحيم
 
ګرانه وروره ! فوراً په کلک عزم توبه و باسه داسې فکر وکړه چې د محشر ورځ برپا کيدونکي ده او لپ لغړ د الله جل جلا له  در بار ته ور روان يو ، داسې فکر وکړه چې که ناګهانه د مرګ شبې را ورسيږي سترګې مې پورته نيولې وي او د مرګ نښې نښاني په سترګو ووينم نو هغه وخت به څه کوم؟
د الله جل جلا له  په مهربانه دربار کې خپل د عجر سر تيټ کړه او په خپلو کړو توبه وباسه او د الله جل جلا له  فرمانبرداري پيل کړه .
الله جل جلا له  تا ته په مهربانه او مينه ناک لهجه داسې وايي :
يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لاَ تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ (الزمر 53 )
ای زما  بنده ګانو!  کومو کسانو چه پر خپلو ځانونو تيری کړی دی د الله له رحمت څخه مه ناهيلې کيږی يقينًا الله ټولی ګناوی بښي هغه خو بښونکی اومهربان دی .
او چا چې په صدق توبه ويستله او نيک کارونه يې پيل کړل هغوی پاک شول الله جل جلا له  فرمايي :
د کبيره ګناهونو د بيان وروسته فرمايي : (إِلَّا مَنْ تَابَ وَآَمَنَ وَعَمِلَ عَمَلًا صَالِحًا فَأُولَئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا) [الفرقان: 70].
مګر هغه چا چې ( له ګناهونو څخه وروسته ) توبه ايستلې وي او ايمان يي راوړی وي او ښه عمل يې کړی وي د دغسې خلکو بدۍ به الله جل جلا له  په ښو واړوي . او الله جل جلا له  بخښونکی او مهربان دی .
 
د زنا د نږدېوالی اسباب د بيګانه ښځو سره نا مشروع ارتباطات ، اختلاط او بې حجابې ، د شیطاني ورکشاپونو سريالونه کتل ، فاحش فلمونه کتل او داسې …
نو زما ځوانه وروره ! چې تر نيمو شپو د فاحشو تلويزيونو فاحشو سريالونو ته ناست وې ، موبايل دې له فاحشو سندرو او فاحشو فلمونو ډک وي نو ولې به له واکه نه وځي ؟
ځواني خو د عبادت اساسي مرحله ده ، چيرې دی ستا عبادت ؟ ، چيرې دی ستا درس او کتاب ؟
مسجد ته د تګ پر ځای سريال ګورې ، سينما ته روان وې ، د نجونو لارې چارې .
د الله تعالی د (محبت او ويرې ) د اوښکو او غم پر ځای مجازې عشق بازۍ وسوځولې .
د درس ، کورني کار ، مطالعې ، انکشاف او اختراع پر ځای د شهواني خيالونو په پالنه او روزنه بوخت يې .
په داسې حال کې به ولې ستا شهواني خيال ستا پر عقل او دماغ قبظه نه کوي ؟
ګرانه ! که ددې شهواني او شيطاني خيالونو پر پالنه او روزنه اخته وي دنيا او آخرت به دې دواړه برباد کړي .
اول : دا چې په اسلامې شريعت کې د نامحرمو ښځو سره اختلاط ، ملګري کول ، ارتباط او مينه کول حرام دي .

الله جل جلا له  مؤمنانو ته حکم کړی چې : وَلاَ تَقْرَبُواْ الزِّنَى (اسراء ۳۲ )

يعنې زنا ته مه نږدې کيږئ ، د زنا د نږدېوالی اسباب د بيګانه ښځو سره نا مشروع ارتباطات ، اختلاط او بې حجابې ده .

ځکه چې : إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاء سَبِيلاً – يقناً چې (زنا) فاحش عمل او بده لاره ده .

او زنا د قتل نه وروسته لويه ګناه ده .

 وَالَّذِينَ لا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا ءَاخَرَ وَلا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلا بِالْحَقِّ وَلا يَزْنُونَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا 68 يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَانًا69

ژباړه : او هغه خلك چې نه بولي له الله پرته بل معبود او څوک نه وژني هغه چې حرام کړی الله مګر په حق سره ، او نه کوي زنا او څوک چې دا کار وکړي نو هغه ښکيل شو په ګناه کې دوه چنده به وي هغه لره عذاب په ورځ د قيامت او پروت به وي په هغه عذاب کې سپک شوی .

نو ځکه د زنا د اسبابو څخه ځان وساتئ چې زنا ډير ناوړه او سپک عمل دی .

د نامشروع ارتباطاتو آخري پايله مجازي عشق او يا زنا ده او د نامشروع ارتباطاتو د وجې د نکاح ثمره هم خراب وي ځکه چې د هغه حواس او خيالات بې واکه او بې کنترول وي ، کيدای شي بله ورځ په خپلو شيطاني او بې واکه خيالاتو کې بل کس په نظر ښه ورغلی وي او بيا به د عشق د مرض او درد څه ثمره نه وي . نو مسلمان بايد له داسې ارتباطاتو ځان کلک وساتي .
د بيګانه ښځې او سړي ملګري ، تعلق او ارتباطات چې په عامه اصطلاح عشق يا محبت بلل کيږي په اسلامي شريعت کې حرام او د ګناهونو او فتنو مجموعه ده .
رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ( إِنَّ اللَّهَ كَتَبَ عَلَى ابْنِ آدَمَ حَظَّهُ مِنْ الزِّنَا أَدْرَكَ ذَلِكَ لا مَحَالَةَ فَزِنَا الْعَيْنَيْنِ النَّظَرُ وَزِنَا اللِّسَانِ النُّطْقُ وَالنَّفْسُ تَمَنَّى وَتَشْتَهِي وَالْفَرْجُ يُصَدِّقُ ذَلِكَ أَوْ يُكَذِّبُهُ ) رواه البخاري (6243) ومسلم (2657) .

ابن عباس روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : الله تعالی د هر چا د پاره د زنا يو حصه تعين کړی ده ، پس د سترګو زنا نا محرم ته کتل دي ، د ژبه زنا خبرې کول دي او د نفس زنا د هغه هيله او آرزو کول او غوښتل دي ، دا شرمګا ده چې بيا د هغه يا تصديق کوي او يا تکذيب .
نن عصر محبت او عشق بازی اکثره د ناروا اختلاط نتجه وي نه د ديندارۍ او ښو اخلاقو ، نو د داسې عشق بازۍ په چارو کې عقل سليم خطا کيږي ځکه چې په دې کې د شيطان مداخله وي كما قال الله تعالى : ( وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ) الأنعام/43
د ټولنيزو چارو عالم إسماعيل عبد الباري ليکي چې د واده نه مخکې عشق او اړيکو واله نکاح او ازدواج 75% خراب وي چې عوامل يې په لاندې ډول دي :
۱- د عشق او محبت په دوران کې هر طرف کوښښ کوي تر څو خپل عيبونه پټ کړي او د خپل محبوب لورې د خوشحالی د پاره ښه اخلاق او رويه کاروي ، خو کله چې د دوی ترمينځ واده وشي او ژوند پيل شي څنګه چې ژوند له مشکلاتو ډک دی نو په کراره کراره د دوی دواړو غيبونه ښکاره کيږي او د بل نه نفرت اختياروي .
۲- عاشقان ګمان کوي چې دا عشق به د ژوند تر پايه دوام لري مګر د ژوند د مشکلات او مناظرو سره له مينځه ځي .
۳- د عشق په وخت کې د سړي حقيقي صورت نه څرګنديږي بلکي دوی هغه څه تر سره کوي کوم چې د مقابل لورې رضا په کې وي خو کله چې د واده نه وروسته ژوند پيل شي نو د هغه هغوی دينداري ، اخلاق ، رحم او ادب څرګنديږي چې د عشق د دوران سره به سراسر په ټکر کې وي .
۴- د عشق ژوند او ديدن د سپوژمۍ په شان وي چې د قطع څخه يې وېره لري نو کله چې دوی د واده وروسته په يو اتاق کې ژوند پيل کړي او زړه يې نور صبر شي نو دا ژوند د عشق له ژوند سره ډير توپير لري .
د نکاح په باب د خپل مور او پلار مشوره او رايه ډيره ضروري ده ځکه چې هغوی هر طرف ته توجه کوي نو تاسې خپل انتخاب ته د مور او پلار په انتخاب باندې ترجيح ورکړي الله تعالی به ستاسې په ژوند کې برکت واچوي .
بيا به توبه وباسم :
له بيګانه ښځو سره ملګري او عشق بازي کوي او وايې خير چه کله فارغ تحصيل شم نو بيا به توبه وباسم ،حال داچه د عبادت اصلی مرحله د ځوانۍ ده په ځوانۍ کې سړی کولای شي ځان ته د نيکو اعمال زخيره جوړه کړي خو دوی به دغه مهمه دوره په عشق بازۍ تيروي .
چه کله مې سن پوخ شو توبه به وباسم .
يا به وايي خير که نن د شيطاني ورکشاپونو غير اسلامې او غير اخلاقي فلمونه او سيريالونه ګورم ځواني مې ده ځواني خو د مستی دوره وي چه کله مې سن پوخ شو توبه به وباسم .
 - سزا تپوس مه کوه بس توبه وو باسه .
ګرانه وروره ! هيله ده ددې ليک د لوستو سره سم د خپلې ځوانۍ تندی الله جل جلا له  ته په ځمکه ولګوې او په رښتنې ډول ثابته کړه چې د چا بنده يې او د څه د پاره پيدا شوې يې .
الله جل جلا له  دې زمونږ سره د توبې توفيق درکړي ته چې زمونږ د روازې ته راغلی او خپل غم دې زمونږ سره شريک کړ مونږ به ان شاء الله جل جلا له  ستا د پاره دعا وکړو او خپلو اوښکې به تويې کړو .
 څه تفصيل دلته وګورئ
 

  1. سوال :- ډیرخلګ په میراث کی خوراولــــورته کـــومه حصــه نه ورکوی
  2. سوال :- ښځو چی په نوکانو رنګونه لګوی ددی عــمل په کولوسره په اوداسه اوغسل کی کوم تغیرراځی اوکه نه ؟
  3. سوال :-بعضـــی خلـــګ پـــه خپـــل مړی پســې دایــصال ثــواب په نـیت اویا دمصیبتوددفع په خاطرختمونه کوی
  4. سوال :-داخترپه ورځــوکی خلــــګ دی مړی دوارث کورته ورځې اوورتـــــه تعزیه کوی
  5. سوال :-ډیری ښځی اوځنی سړی خاوری خوری ایاد کار جائزده اوکه نه ؟
  6. سړی تر څومره مودې پورې د ميرمنې نه جلا مسافرت کولای شي ؟
  7. سګریټ د طب او شریعت له نظره
  8. شهوت پارونکې جامې اغوندې
  9. شيخ الحديث مولانا شیرعلی شاه صاحب خصوصی بیان
  10. شيخ القرآن مولانا گوهر الرحمن کتابونه تفهیم المسائل مکمل شپږ جلده علوم القرآن مکمل دوجلده
  11. شيطان به وتړل شي، خو كه ستا نفس شيطان شي
  12. شيطان څنګه نيکان خلک دوکه کوي (مهم مطلب دی تر آخره يې په پوره حوصله ولولې )
  13. شیخ غلام الرحمن په غږ کې پښتو ترجمه او تفسير
  14. شېخ القران مولانا امیرحسین باچا لفظي ترجمه
  15. شېخ القران مولانا طاهر پنجپیرې صاحب پشتو بیانات
  16. شېخ القران مولانا عطاء الله بند یالوی صاحب پشتو بیانات
  17. شېخ القران مولانا غلام حبیب صاحب پشتو بیانات
  18. شېخ القران مولانا میر سمیع الحق افغانی صاحب پشتو بیانات
  19. شېخ القران مولانا ولی الله کابلګرامی صاحب پشتو بیانات
  20. شېخ حسن جان صاحب پشتو بیانات
  21. طاقتور خلك د زيات طاقت لپاره کوشش کوي او غريب خلك د خپلې روزي لپاره،
  22. قيا م الليل يا تهجد د اشراق لمونځ د څاښت لمونځ فضيلت او اهميت
  23. كه پرتوګ وروسته له كوروالي سمدلاسه وتړل شي نوهغې سره مونځ صحيح دى اوكه نه ؟
  24. كه په روژه كې دسهارلمونځ دپيشمني څخه وروسته لږ وړاندي وكړاى شي نو صحيح دى اوكه نه ؟
  25. كه څوك د مانځه په قعده كښې كله يوه اوكله بله دعاء و وايې داحنافو په نزد خوبه كوم ممانعت نه وي ؟
  26. كه چا حيوان حلال كړ او دهغه په خيټه كى يې مړ بچى و مو ندنو ددغه مړبچى غوښه
  27. كه چرى د ېو سړې زمكه زياته غله اوپيداواركوى نوقربانى پرى لازم ده او که نه ؟
  28. كومې ښځې ته چه په لمبلوسره په غالب ګومان دناروغه كيدوويره وي نوخپل ميړه دجماع كولو نه منع كولى شي اوكه نه ؟
  29. له تكبير تحريمې څخه وروسته دلاسونو زوړندول نشته
  30. له خپلې ښځې سره دنزدېکت٬ جماع٬ آدبونه
  31. له سلام څخه وروسته د امام مخ كوم لوري ته اړول ښه دي ؟
  32. له واده مخکې اووروسته ځینې ستونزی اودحل لارې
  33. له وخت څخه دغوره ګټې اخستلو لارې چارې
  34. له وخته مخکې انزال او معالجه ېې
  35. له کافرڅخه لیک لوست زده کول
  36. لواطت تر زنا لويه ګناه ده
  37. محترم مفتي صاحب ډیرخلګ دمحرم میاشت دغم اوخفګان میاشت ګڼي آیا په شریعت کې هم دامیاشت دغم اوخفګان میاشت ده ؟
  38. مرغان په کور کښی په قفس {پنجرې} کښی ساتل څنګه دی؟
  39. مرګ نه پس ښځه خاوند يو بل ته کتلې شې
  40. مشکل اعراب القران که تاسوته دقرآن ېو آېت کی نحوې اشکال وې نولاندې کلیک کړې
  41. مصافحه يوبل ته لاسونو ورکول د شریعت په رڼا کښی څه حکم لرې تفصیلی جواب راکړې ؟
  42. معانقه [يوبل ته ورغاړې وتل ] د شریعت په رڼا کښی څه حکم لرې تفصیلی جواب راکړې ؟
  43. معانقه يوبل ته ورغاړې وتل هم په اسلام كې د ملاقات د ادابو څخه ده
  44. موږ د پنځلسو افغانيو مڼې ناليدلې نه اخلو.خو د ژوند دا اوږد تړون
  45. نجلۍ ته له خپل ملګري سره نکاح روا ده که ناروا؟
  46. نطفه اخلی او د ښخی د اولاد په ځای کی یی د پیجکاری له لاری داخلوی
  47. نه تعصوبي وهابيان منو او نه تعصبي مذهبيان
  48. نو دا به له يو خاوند سره نکاح کوي او که له دوو خاوندانو سره ?
  49. نو نو یو وخت په افغانستان کې .................................... (انځورېز راپور
  50. نومره {پلاټ} کور مارکيټ او دوکان په دې زکات شته او که نه ؟
  51. هره ورځ خپل مخ په آئينه کې كورئ، که مو خپله څيره
  52. هرڅوک چي دغه دعاولولي ، هيڅوک تکليف اوضررورته نشي رسولى
  53. هډوال وېب له طرفه هلک او جینی ته ېو پیغامو
  54. وليمه (د واده خوړه دشريعت له نظره)
  55. ولې زمونږ ټولنه کې ودونه وروسته کېږي؟
  56. ولې په روژه كې خلك ژاړي خو زه نه
  57. وهابيان ښه خلک دی او که څنګه ؟
  58. يا رسول الله يا علی يا خواجه وغيره ويل جايز دی
  59. يا محمد يا رسول الله ويل جايز دي ؟
  60. يو سړي محتلم شو يايې يوې ښځې ته وكتل اومني دخپل ځاى نه په شهوت سره ووتله ،بيايې په خپل ذكر فشار راوړ
  61. يو مجلس كې څوځله پرنجي کوي او د ښځې د پرنجي ځواب او د غيرمسلمان د پرنجي ځواب ورکول لازم دې او که نه ؟
  62. يو ځوان بايد څه وخت واده وکړي؟
  63. يوسړى چه اودس لري اونظر يي په يوه ښځې باندې پريوځي نودهغه اودس ماتيږي اوكه نه ؟
  64. ټول ملګرې دې خبر وې او نورو ته دې هم دا خبر وه رسوې هسې نه چه بزار یا هوټل او انتظار ګاه کی او یاهم یو بل ځای کی
  65. پتلون یانوري تنګي جامي په تن کول دشریعت له نظره جواز لري اوکنه؟
  66. پخلي کې استعمال شوي غوړي د بيا ګرمولو لپاره زهرجن کېږي
  67. په اسلام کي د قرباني څه اهميت، مقام او درجه ده؟ ددي متعلق مسئلي واضحه کړئ. ځواب :
  68. په اوسني عصرکې نارینه اومیرمنې په خاص ډول داسي ساعتونه چې دسرو یاسپینوزرو څخه جوړوي په لاس کوي څه حکم لرې؟
  69. په تصوير لرونکی جامه کې لمونځ صحي کيږي او که نه ؟
  70. په جنت کې به سړی له خپلو والدينو ،اولاد او ښځې سره يو ځای وي ؟
  71. په جنت کې به میرمن دکوم خاوندسره وي ؟
  72. په حمام يا تشناب کې اذکار ويل جايز دي او که نه ؟
  73. په داسې اتاق {کمره او کوټه} کې لمونځ کول چې هلته تصويرونه وي
  74. په دنيا پسې منډې وهونکی به سرګردانه او پريشانه وي
  75. په دنيا کې لويه کاميابي له ناکاميو نه وروسته حاصليږي
  76. په رحم کې د اولاد يا حمل دمخنيوي شرعي تحقيق
  77. په زخم زوركولوله كبله چه كوم مواد راووځي په هغه سره اودس ماتيږي اوكه نه ؟
  78. په شريكه قربانى كښے دټولوشركاؤنيت اوقصددثواب شرط دے
  79. په طلوع تلویزیون کی یوه خپرونه ده چی 20 نفره به کی اشتراک کوی
  80. په عدت کې له يوه څخه وروسته حامله شوه نوعدت څنګه تيرکړي ؟
  81. په غائبانه توګه د جنازې لمونځ جايز دی او که نه ؟
  82. په قبرونوپردی اوپوښونواچول څه حـــکم لری حالنـــــکه په ډیـــــرو پوښوډیرقـــرانی ســـورتونه لیکلی وی
  83. په قسط باندې خرچول او اخيستل د اسلام له مخې څه حکم لري؟
  84. په كوټ اوپتلون كښې مونځ كيږي اوكه نه؟
  85. په كټ باندې مونځ كول صحيح دي
  86. په لباس کښي دزیب او زینت ترڅنګ دپردې خیال ساتل لازمي دی
  87. په لمانځه کې د پښو تر مينځ فاصله بايد څومره وي ؟
  88. په لمانځه کې څنګه له شيطاني وسوسو ځان بچ کړم ؟
  89. په لمانځه کې کوم ځای ته وکتل شي او د څه شي تصور کول پکار دی ؟
  90. په مذي باندې په ككړو جاموكې مونځ كول صحيح دى اوكه نه ؟
  91. په نني عصر کې دمسواک په ځای ټوتهـ پیسټ اوبرش ډیرزیات استعمالیږي په دې باندې اجر اوثواب میلاوېږې او که نه ؟
  92. په وړينو كاليوباندې ګنده ګې ا وچه شي اوپه خپله ورژيږي بغير له پاكولو نه مونځ روا دى اوكه نه ؟
  93. پوښتنه دسختې يخنۍ اوتبې په سبب سره تيمم روا دى اوكه نه ؟
  94. پوښتنه : د مېرمنو {ښځو} له پاره په تبليغي جوماتونو کې وتل څه حکم لري؟
  95. پوښتنه : دمسواك اندازه څومره ده ؟
  96. پوښتنه ده نامه نه لاندې ویښته که چیرې پرې دوا استعمال شی { سپرې } نو په اسلام کې څه حکم لرې ؟
  97. پوښتنه: ايا ښځو ته هم د سړيو په شان د مسواک کارول سنت دي؟
  98. پوښتنه: آیا په اسلام کښی شاعری جائز ده؟
  99. پوښتنه: ايا د خاوندانو له پاره روا ده، چې خپلې مېرمنې ته د پرديو خلکو د ليدلو اجازه ورکړي؟
  100. پوښتنه: خاوند کوم مهال خپله ښځه وهلي شي، که کوم خاوند پرته له هغو لاملونو ښځه ووهې ګنهګاردي او که نه؟
 

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User