Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Saturday, September 15, 2012

د سهار لمونځ ته نه شم پاڅېدلی،څه وکړم؟


ژباړه: محمدآصف احمدزى .   منبع : اصلاح انلاين

يوه شپه يو نېک بنده دشپې ناوخته  له سهاره مخکې راويښ شو، ګوري چې ښځه يې پر تهجدو ولاړه ده، لمونځ کوي، لاسونو يې پورته نيولي، سترګې يې له اوښکو ډکې او په ډېر اخلاص سره لاس په دعا ده. خاوند يې حيران شو، چې څنګه دى ويده دى او ښځه يې په عبادت بوخته ده، خاوند يې ورته وويل: ولې نه وېده کېږي؟ څه خبره ده، چې لاتراوسه ويښه يې؟ پرهيزګارې ښځې په ډېره عاجزۍ سره ځواب ورکړ، چې څنګه څوک ويده شي، په داسې حال کې، چې پردې پوهېږي، چې دوست او حبيب يې نه ويده کېږي؟
دسهار لمونځ هغه مقياس دى، چې له الله تعالى سره ستا ددوستۍ اندازه ښيي. په نن زمانه کې ځينې مسلمانان په خپل وخت دسهار لمونځ نه اداء کوي، ځينو بيا له قاموس څخه غورځولى دى، ځينې يې دقضا کېدو څخه څو ساعته وروسته راګرځوي، ځينې يې دماسپښين له داخلېدو مخکې ادا کوي او ځينې يې بيا قضايي هم نه راګرځوي.
که يو انسان له بل انسان سره دزړه له تله دوستي ولري، نو له هغه سره دملاقات کولو هڅه کوي، تل په دې فکر کې وي، چې هغه وويني او که کله يې هم دملاقات وخت رانږدې شي، نو خوب يې تښتي، ترهغه پورې چې خپل دوست وويني. نو آيا په رښتيا هغه کسان، چې دسهار لمونځ کې تنبلي او سستوب کوي، خپل خداى سره مينه نه لري؟ آيا هغه ته په لويي قايل نه دي او په رښتيا يې ملاقات کول نه غواړي؟
راځئ فکر وکړو، که يو بډاى مدير دخپل شرکت يو کارکوونکى په دې وګوماري، چې هر سهار وختي يې کور ته ورشي او دورځې د زرو ډالرو په مقابل کې نوموړى په څلورو بجو (دلمانځه پرمهال) له خوبه راويښ کړي او بيا بېرته لاړشي. دا حالت به تر هغه پورې ولري، چې په دنده ګومارل شوى شخص خپل کار په سمه توګه او هره ورځ سرته ورسوي، خو که چېرته يوه ورځ هم په خپله دنده کې ناغېړى وکړي او بې له عذر څخه په خپل وخت نوموړى کس راويښ نه کړي، نو هغه کومې پيسې چې پخوا يې اخيستې وې، هغه به بيرته دې شتمن ته ورکوي.
نو ګرانه وروره! که ته دده پرځاى وې، نو آيا دخپل مدير په راويښولو کې به سستوب وکړې؟ آيا هره ورځ به دهغو زرو ډالرو دلاسته راوړلو په موخه خپل ټول ځواک په لاره وانه چوې، ترڅو هغه کس راويښ کړې؟ آيا که کومه ورځ درڅخه دا کار پاتې شي او خپل مدير ته رسيدګې ونشې کړاى، نو دخپل تقصير ټولې لارې به په کار وانه چوي، ترڅو دخپل تقصير عذر په کې  وړاندې کړې؟
الله پاک له دې ټولو نه اوچت دى (ولِلهِ المَثُلُ الاَعلَى). نو ګرانه وروره! ته به په دې حال کې څه کوې؟ الله پاک هغه رازق ذات دى، چې هرڅه يې درکړي دي، هر نعمت يې له مليونونو ډالرو څخه لوړ ارزښت لري: (وان تعدوا نعمت الله لاتحصوها)،  نو آيا هغه کريم او رحيم ذات په دې نه ارزي، چې هره ورځ يې له خاطره څلور بجې (دلمانځه داداکولو پرمهال) راويښ شې، ترڅو يې په څو دقيقو کې دهغو نعمتونو په مقابل کې، چې تاته يې درکړي دي، شکر اداکړې؟
دسهار دوه رکعته سنت لمونځ رسول الله صلى الله عليه وسلم ته ډېر زيات ګران و او په دې اړه يې ويلي دي چې: (دسهار دوه رکعته لمونځ، ددنيا او هغه څه چې په کې دي، بهتره دي). نو کله چې دنيا او هغه څه چې په کې دي دسهار ددوه رکعتو سنتو سره مساوي نه دي، کله چې دسنتو دومره زيات فضيلت وي، نو دسهار ددوو فرضو رکعتونو فضيلت به څومره وي؟
که څوک دسهار دلمانځه پابند وي، نو دوزخ څخه ژغورل کېږي، رسول الله صلى الله عليه وسلم ويلي چې څوک، چې دسهار او مازيګر دلمونځونو پابند وي، نو جنت ته داخليږي. همدارنګه يې ويلي: چاچې دلمر دختو او ډوبيدو څخه مخکې لمونځونه ادا کړل، نو له دوزخ څخه به وژغورل شو.
دسهار دقرآن کريم دتلاوت په اړه الله پاک فرمايي: (وَقُرآنَ الفَجْرِ اِن قُرْآنَ الفَجْرِ کَانَ مَشْهُودًا)، دسهار له قرآن څخه دسهار لمونځ مراد دى، چې ملايکې ورباندې شاهدي ورکوي. په دې اړه رسول الله صلى الله عليه وسلم داسې وضاحت ورکړى چې: (دشپې مو ملايکې تعقيبوي، همدارنګه دورځې هم او دسهار او مازيګر دلمونځونو په وخت کې سره راټوليږي، بيا دا ملايکې پورته جګيږي، نو الله پاک بيا ترېنه پوښتنه کوي، په داسې حال کې چې هغه ذات ورباندې پوه وي، چې زما بندګان مو په کوم حالت کې پرېښودل؟ ملايکي وايي: په داسې حال کې مو پرېښودل، چې لمونځونه يې کول او کله چې ورغلو هم، نو لمونځونه يې کول. )
هغه خلک څومره نېکمرغه دي، چې دخپلو نفسونو سره جهاد کوي، په خپل بستر کې له پاتې کېدو څخه لاس په سر شوي او دا ددې لپاره، چې دمنافق له علامو څخه وژغورل شي. همدارنګه دسهار دعظمت او لويوالي په اړه الله پاک قسم کړى او ويلي يې دي چې: (وَالفَجْرِ وَليَالٍ عَشْر).
ګرانه وروره! په خپل وخت دسهار دلمانځه په ادا کولو سره ايمان نوى کېږي، زړونه ژوندي کېږي، سينې پراخېږي، نفسونو له خوښې ډکېږي، دميزان تله ورباندې درنديږي او اجرونه ورباندې ډېريږي.
ګرانه وروره! دسهار دخوب يو څو لحظې دقبر دعذاب او د دوزخ دلمبو په پرتله هېڅ دي، هلته بيا داسې انسان ټول عمر دپښېمانتيا له امله په خپلو ګوتو خولې لګوي او وايي چې: (رَب ارْجِعُونِ لَعَلي اَعْمَلُ صَالِحا فِيمَا تَرَکْتُ).
په هغه خوند دې اور ولګېږي، چې وروسته ورپسې پښېمانتيا وي، همدارنګه هغه راحت دې هم هلاک شي، چې وروسته ورپسې دردونه وي.
ګرانه وروره او ګرانې خورې! دخداى درکړي نعمتونه درپه زړه کړه، چې څومره ډېر دي، دهغه چا له حال نه ځان خبر کړه، چې کله دشپې مهال ويده کېږي، نو له يو عالم خفګانونو سره ويده کېږي، ټوله ورځ ديوې مړۍ ډوډۍ دپيداکولو له امله يې په بدن کې شيمه نه وي پاتې، هر سهار چې کله راويښيږي يا داده، چې دګرمي له امله ځوريږي، يا دسړو له لاسه رېږدي، له ډول ډول تکليفونو او دردونو سره مخامخ وي او شاوخوا يې بچيان ترېنه يوه مړۍ ډوډۍ غواړي؛ خو ته له هر اړخه بشپړ يې، هرڅه لري، بدن دې روغ دى او يوه مړۍ روزې هم دررسېږي. نو پام کوه او له دې ووېرېږه، چې دګناه او ناشکرۍ له امله يوه ورځ درڅخه دا ټول نعمتونه واخيستل شي.
وروره! کله چې ته ويده کېږي، نو له مرګ څخه کله په امن کې پاتې کېږي، آيا يوه ورځ دې داسې فکر نه دى کړى، چې په همدې خوب کې درڅخه ساه ووځي او خداى ناخواسته دناوړو اعمالو او له ګناهونو څخه ډک مستقيما ځاى دې له هماغه خوږې بسترې څخه تنګ قبر ته وي. له همدا اوس نه چمتو والى ونيسه، دپوښتنې لپاره ځواب پيداکړه. که دا کار وکړې، نو شايد له هغو کسانو څخه وشمېرل شې، چې دحق خبره اوري او بيا لانور هم ښه کوي، خداى دې وکړي، چې زموږ او ستاسو خاتمه سمه کړي او الله دې وکړې چې دهغه شکر اداکړو، چې موږ ته يې دا پرېمانه نعمتونه راکړي دي.
دسهار په لمانځه کې دلټي حکم:
الله پاک فرمايلي: (ان الصلاة کانت علي المؤمنين کتابا موقوتا). اسلام دژوند بشپړ منهج دى، دخداى او بنده ترمنځ يو تړون دى، نو بنده ته په کار ده، چې دالله پاک له خوا په واجباتو عمل وکړي، او ددې واجباتو په ادا کولو سره الله پاک بيا خپله بدله ورکوي، نو دا منطق نه دى، چې يو تړون وشي، خو بيا وروسته هغه څه چې خوښه يې وي، ادا کوي يې او هغه څه چې خوښه يې نه وي، نه يې ادا کوې. الله پاک فرمايلي: (يَايهَا الذِيْنَ آمَنُوا ادْخُلُوا فِي السلْمِ کَافة). په دې اړه مفسرينو ويلي چې: (يعنې ټول اسلام له احکامو او شرايعو سره ومنئ). الله پاک پر اسرائيلو ځکه په قهر شو، چې پر ځينو احکامو به يې عمل کاوه او پر ځينو نورو به يې نه کاوه، بيا نو الله پاک ورته وويلې چې: (اَفَتُؤمِنُونَ بِبَعْضِ الکِتَابِ وَتَکْفُرُوْنَ بِبَعْض).
رسول الله صلى الله عليه وسلم هغه څوک، چې دسهار او ماخستن لمونځونه په جماعت سره ادا کولو کې سستوب کوي؛ منافق بللى، نو دهغه به څه حال وي، چې دا لمونځ نه په جماعت سره ادا کوي او نه يې بې له جماعته. رسول الله صلى الله عليه وسلم ويلي: (په منافقينو باندې دسهار او ماخستن لمونځونه ډېر سخت وي، که ددواړو لمونځونو په ثوابونو پوه شي، نو آن په خاپوړو به هم ورته راشي.)
الله پاک له هغو کسانو بېزاره دى، چې فرضي لمونځونه نه ادا کوي، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي چې: (په قصدي ډول فرض لمونځ مه پرېږده، که چا پرېښود الله او رسول ترېنه بېزاره دى. )
نو ګرانه وروره! دا دې خوښيږي، چې هغه څوک درڅخه بېزاره شي، چې تاته ترټولو ګران دى؟ نو لمونځ ولې قضا کوې، چې له دې سره الله پاک درڅخه بېزاره کېږي.
نو علاج څه شى دى؟
هر يو بايد دساعت يا ټېلېفون زنګونه دسهار دلمانځه پر مهال عيار کړو، ترڅو لمونځ په خپل وخت سره ادا شي. بايد دشپې له خوا وختي ويده شو، ترڅو وختې راپاڅېږو او وروسته له هغه بيا پر ورځنيو چارو پيل وکړو، ځکه دسهار څخه وروسته الله پاک خپلو بندګانو ته رزق ويشي، همدارنګه  بايد مخکې له دې چې ويده شو، هغه اذکار ووايو، چې په احاديثو کې راغلي دي، تل له خداى څخه وغواړو، چې په خپل وخت دلمونځو دادا کولو توفيق راکړي، او که احيانا کوم لمونځ راڅخه قضا کېږي، له خداى سره ژمنه وکړو، چې داسې لويه ګناه به بيا نه تکراروو.




 
  1. ايا د انټرنټ او يا موبایل له لارې د نامحرم هلک او نامحرمې نجلۍ اړيكې ، محاوره او خبرې اترې روا دې او كه ناروا ؟
  2. ايا د ږيري په خپل حالت پريښودل پکاردي او که د قبضي نه آخوا يي وهل پکاردي
  3. ايا موندل شوى مال تاوان لري؟
  4. ايا په روژه کې د وېښتانو غوړول روا دي؟
  5. ايت ( صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا ) باندي اوازسره دروويل څنګه دي ؟
  6. ايمان څنګه تقويه کړو ؟
  7. اّيا پيوند كاري سبب اهانت انساني ميشود
  8. ای ګناهکاره : آيا ته پوهيږې چې ګناه ستا سره څه کوي ؟
  9. ایـاداعمل صحی ده اوکنه ؟
  10. بيګانه ښځو ته لاس ورکول جايز نه دي
  11. بیرېشه او بی ګیرې هلکانو سره یارانه او دوستانه په شریعت کښی جائز او که نا جائز ېو تفصیلی وضا حت
  12. تعليم يافته زوی د والدينو لپاره بهترين اشتهار دی
  13. تفصیلی وضاحت وکړې او که ممکن وې دلیل هم وا لیکی
  14. تولو ته سلامونه ډالی کووم. کرانه زما پوشتنه داده چی د اسلام له نظره د جنازی نه بعد دایره شته او کنه ؟
  15. تيمم چيست ؟ فرضهای تيمم و طرېقه
  16. جنازې سره جاى نماز وړل څنګه دي ؟
  17. جور كردن دوكان ها زيرمسجد
  18. حكم وضوه اعضاءِ مصنوعي
  19. خاوند د ديرشو {30} کلونو لپاره بندي شو اوښځه صبر نه شي کولاى نونکاح فسخ کيداى شي
  20. خبرتيا ګرانو ملګرو توجه وکړې که ستاسو
  21. خريد فروخت اعضاء تحقېق کامل
  22. خريد فروخت باغات وميوه جات
  23. خصوصی نشریات
  24. خطبه جمع بايد به زبان عربي داده شود اگر به زبان ديگر گفته شود درين
  25. خواب كردن در مساجد
  26. خپلی ښځی سره د جنسي اړيکو اغیزا د بدن په سلامتيا باندې
  27. خپلې وفات شوې ښځې ته کتل اوغسل ورکول خاوندلپاره جائزدي اوکه نه ؟
  28. د قربانی ېو اهمه مسئله
  29. د "سلام" او "سلامونو" تېروتنه
  30. د آذان په وخت کې د ګوتو مچي کول او په نغاره وهلو سره افطار کول
  31. د اختر تر لمانځه مخکي قرباني، او په کلي کي لمونځ کول
  32. د اختر پر ورځ ځينې کارونه چې سپارښتنه يې شوې ده او سنت يا واجب دي په لاندې ډول دي
  33. د اسلامې تجارت دريم اصل دنرخونوآزاد پريښودل دی
  34. د اولاد څخه عقيقه کولو په باره کی که راته څه معلومات او تفصیلی وضا حت وکړې ؟
  35. د بالغې نكاح پلار وكړه خو د رخصتۍ په وخت ده انكار وكړو څه حكم لري
  36. د بدل واده او نکاح { شغار } جايز دي او که نه ?
  37. د بدې يا خطرناکې خاتمې او پايلې اسباب په غور يې تر پايه ولولئ
  38. د تجارت د ترغيب د پاره اعلانات او د سوغاتونو ويشل څه حکم لري ؟
  39. د تخرګو او شرمګا د ويښتانو په اړه پوښتنه

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User