بسم الله
الرحمن الرحیم
حامدا ومصلیا وبعد
شاهانو ورکړه لال او جواهروی
دَ قلــم دَ خاوندانو دَ زړۀ وينــې
دَ قلــم دَ خاوندانو دَ زړۀ وينــې
زده
کړه دا خبره چه د هر علم د شروع کیدونه مخکښی لابدې ده د معرفت د امور ثلاثونه
اول : تعرېف د علم دوېم : موضوع د علم
درېم : غرض او مقصد د علم
په
تعرېف د علم سره پیژندګلو د يو علم کیږی . نو تعرېف د يو علم ځکه ضرورې ده
چه
طلب د مجهول مطلق رانشی .
{ په عربی
ژبه کښی د تعرېف تعرېف دې }
ما
یبین به ﺣﻘﻴﻘﺔ الشئ
موضوع
: د علم هغه شی ته وئیلی شی چه په هغه علم
کښی د هغی د عوارضو ذاتیو نه بحث کیږی
نو
پیژند ل د موضوع د يو علم ځکه ضرورې ده چه
امتیاز د علم مشروع فیه راشی د نورو علومونه .
{
په عربی ژبه کښی د موضوع تعرېف دې }
موضوع
كل علم ما یبحث فیه عن عوارضه الذاتیه .
{ كبدن الإنسان لعلم الطب، فإنه
يبحث فيه عن أحواله من حيث الصحة والمرض }
غرض
او مقصد : د علم هغه شی ته وئیلی چه د يو علم زده کولو نه روستو کومه فا ئده انسان
ته حا صلیږی .
هغی
ته غرض او مقصد د دغه علم وائی . نو
غرض او مقصد د يو علم پیژندل ځکه ضرورې ده چه طلب د عبث رانشی .
ځکه چه حدېث کښی راځی : کل عبث حرام .
{
په عربی ژبه کښی د غرض او مقصد تعرېف دې }
مایصدر
الفعل عن الفاعل لاجله .
مناطقه
فرمائی په تعرېف د غرض او مقصد کښی چه مقدم وې
په تصور کښی او مأخر وې په وجود کښی . لکه کیناستل
په کټ کښی
--------------------------------------------------------------
ابو هشام خالدمنصور هډه وال
حالا مدرس
الجامعه الاسلامیة حديقة العلوم پشاور
http://hadawal.net.tc/
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.