Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Wednesday, April 11, 2012

په شپه کې د خوځښت کمښت




 


 اوشپه یی دسکون لپاره جوړه کړه(الانعام 96).

د "سکنا" عربی کلمه يعنی استراحت، دوقفې ،وخت, دشاته تګ اوآرامښت  په مانا ده . څه ډول چې   الله (ج) فرمایی شپه یی دآرام اواستراحت لپاره پیداکړې . په شپه کې د   دميلاتونين Melatonin هورمون افرازېږی چې دبدن خوځښت دکراریدو، دستومانی داعصابو دآرامښت اوخوب لامل ګرځی . دخوب په وخت کې دزړه خوځښت اوسا کښل کرارېږی دوینی فشار کمېږی . سهار مهال ددغه هورمون افراز درېږی  اودانسان بدن ته وېښیدل تنبیه کېږی.
دخوب په وخت کې دبدن عضلې خپلې مړې حجرې ترمیموی داځکه چې دخوب په وخت کې دانرژی مصرف لږ وی ، بدن انرژی ذخیره کوی . دمعافیتی سیستم اودبدن دودې ډیر شمېرهورمونونه هم په شپه کې افرازېږی .
دبېخوبی له کبله دمعافیت سیستم کمزوری کېږی اوشخص په آسانی سره ناروغه کېږی . که څوک پرله پسې دوه شپې ویده نه شی ښه تمرکز نه شی کولای اوډېرې تیروتنې کوی، که څوک درې شپې پرله پسې ویده نه شی ښه فکر نه شی کولای اوخیالاتی کېږی.  
 (Hallucination يعنی داسې څه وینی اواوری چې اصلاًشتون نه لری ).
شپه دانسانانو اونورو ژوو لپاره داستراحت وخت وی .  الله (ج)   داچې شپه دآرامښت لپاره پیداکړې ده اوډیر فعالیتونه په دې وخت کې کمېږی نو ځکه دې مسالې  ته اشاره کوی. په داسې حال کې چې موږ په سترګو ډیر داسې بدلون نه شو لیدلای ، دبېلګې په ډول دفوتو سنتېز عملیه په نباتاتو کې چې دلمر په راوتو سره پیلېږی . دشپې له خوا تودوخه کمېږی نباتات خولې نه کوی اواستراحت کوی . که شپه نه شی ډیر نباتات به ومری یعنی داچې شپه دنباتاتولپاره هم داستراحت اودځواک دنوی کولو وخت وی.
دمالیکولونو فعالیت هم دشپې له خوا کمېږی ، دلمر وړانګې دروځې دمالیکولونو اواتومونو دفعالیت لامل ګرځی. په تیاره کې مالیکول اواتوم لږه انرژی لری اودوړانګو په له لاسه ورکولو پیل کوی.
.

په لوړو سیموکې د سینې انقباض

انسانان دژوند لپاره داکسیجن اودهوا فشارته اړتیا لری. له هوانه داکسیجن اخستل اودهغه رسول هوایی کېسوته  په سږو کې صورت نیسی  . څومره چې دیوې سیمې لوړوالی ډیر وی دهوا فشار هلته کمېږی ، له همدې کبله ساه ایستل ستونزمن کېږی اوینې ته داکسیجن رسېدل کمېږی. دسږو هوایی کېسې انقباض کوی اوتنګېږی اوموږ داسې فکر کوو چې سا نه شو اخستلای . که چېرې دبدن داړتیا لپاره دوینې داکسېجن کچه لږه وی بېلابېلې نښې په انسان کې لکه ستومانتیا، دسردرد، ګنګستوب، زړه بدوالی پیداکېږی اوناسم قضاوت له انسان نه سروهی . کله چې یوټاکلی لوړوالی ته ورسېږو په دې صورت کې دسا اخستل ناممکنه کېږی له همدې کبله په ډیرو لوړو ځایو کې داکسیجن کڅوړې اوماسک ته اړتیالرو. دسمندر له سطحې نه پنځو نه تر اووه نیم مترو پوری که څوک پورته ولاړشی دساایستلو دستونزو له کبله کیدای شی دکوما حالت پرې راشی. له همدې کبله په الوتکو کې داکسیجن کڅوړی وی دغه راز په الوتوکو کې داسې وسیلې شته چې فشار کنټرولوی .کله چې انساجو ته اکسیجن ونه رسېږی دې حالت ته انوکسیا  Anoxia  وایی. د اکسیجن کموالی له درې زره نه تر څلورنیم زره  متره لوړوالی نه پیلېږی،  ویل کېږی چې په دې لوړوالی کې انسان شعور له لاسه ورکوی. پوهانو دغه حقیقتونه اوس موندلی چې په لاندې آیت کې روښانه شوی.



هرڅوک چې وغواړی لارورکی یی کړی دهغه سینه تنګوی اونیسی یی داسې لکه چې دآسمان په لوری پورته کېږی(الانعام 125).
 


اوموږ دابېلګې ددې لپاره خلکوته وایو خو پرته له پوهانو نورڅوک په هغه کې فکر نه کوی (العنكبوت 43).

 د قرآن وړاندوېنې

دقرآن بل اعجاز دهغو پېښو وړاندوینه ده چې کټ مټ پېښې شوی دی چې بېلګې یی دادی:

 د روم بری




            دقرآن کریم په دوهم  سورت کې دختیز روم بری ددې کتاب یوه وړاندوینه ده.

روم ماته وخوړه په ډیره ټیټه ځمکه کې ، اوهغوی به وروسته له دې ماتې نه له درېو نه تر نهوکلوپه موده کې  بریالی شی  (الروم 1-4).
دغه آیت په زېږدیز ۶۲۰  کال کې نازل شو یعنې وروسته دختیزروم ( ننۍ استانبول یا قسطنطنیه ) دعیسویانو له ماتې نه چې دپارسیانو له لوری یی وخوړه. کله چې رومیانو په زېږدیز ۶۱۳ کال په  انتيوچ کې ماته وخوړه پارسیانو شام, سيليسيا, تارسوس, آرمينه او بيت المقدس ترلاسه کړل. په تیره بیا دبیت المقدس له لاسه ورکول او دصلیب له مېنځه تلل رومیانو ته ډیر ستونزمن تمام شول. برسېره پردې پارسیانو، آوارانو، سلاوانو لمباردانو هم دروم امپراطوری ګواښوله ، له وخت نه په ګتې آوران دقسطنطنیې دیوالونو ته ورسیدل ، امپراتور هيراکليوس فرمان ورکړ څو چې دکلیسا ګانو دټولو سرو اوسپینو زرو  نه پیسې جوړې کړی چی لښکرته ورکړشی، له دې نه چې داپیسې کافی نه وی  دژېړو پیسې هم جوړې شوی . ډیرو والیانو دهراکلیوس پرضد پاڅون وکړ اونږدې وو چې قسطنطنیه سقوط وکړی . عراق, سوريه, مصر, ارمنيه , فلسطين او سليسيا ټول دامپراطوری دله مېنځه وړلو په سوچ کې وو. خو قرآ ن وړاندوېنه وکړه چې له دریو نه ترنهو کلونو پورې به روم بیا بریالی شی. خو دعربو مشرکینو دانه منله چې داوړاندوینه به سمه وی اوحقیقت به شی. په ۶۲۲ز کال کې  هيراکليوس دپارس په وړاندې بریالیتوبونه ترلاسه کړل او ارمنيه یی ونیوله د۶۲۷ زېدیز کال په وروستیو کې دواړه لښکر ددجلې دسیند په ختیزه برخه کې بغداد ته نږدې په جګړه اخته شول، داځل هم پارسیانو ماته وخوړه اوڅو میاشتی وروسته پارسیانو له رومیانو سره سوله وکړه اوپه زورسره خپل هیواد ته ستانه شول.
په کال ۶۳۰ز کې  دپارس دخسروپاچا په ماتې سره اودبیت المقدس په بیانیولو اودصلیب په لاسته راوړو سره په پارس باندې دروم بری په حقیقت بدل شواوڅه ډول چې قرآن وړاندوینه کړې وه له دریو نه ترنهوکلونوپوری روم په پارس غالب شو.
بل اعجاز لرونکی ټکی په دې آیت کې یو جغرافیایی مثل دی چې دهغه وخت پوهې سره د اټکل وړنه وه . رومیانو دځمکې په ډیره ټیټه برخه کې ماته وخوړه.
"ادنی الارض"  په ډيرو تفسیرونو کې نږدې ژباړل شوی په داسې حالی کې چې اصلی مانای یی دځمکې ډیره ټیټه برخه ده . مفسرینو دجګړې دسیمی نږدې والی دعربو دژوندانه له سیمې سره په پام کې نیولی . حقیقت په دې کې دې چې جګړه په بحر ميت کې په کال  ۶۱۳ ۶۱۴ ز کې پېښه شوې .  دغه سیمه ۳۳۹ متره دسمندر له سطحې نه ټیټه  ده اودځمکې پر سر ډیره ټیټه وچه ده . دبیت المقدس ښار هم دهمدی بحرالمیت سره نږدې دی . جګړه دسوریې، فلسطین او اردن دتقاطع په ځای کی شوې اودځمکې ددې سیمې ډیر ټيټ والی یواځې اوس اوس دپرمختللو وسیلو له لاری  تثبیت شوی  اوهغه وخت یی په قران کې ذکر ددې الهی کلام یوه بله معجزه ده.

د فرعون د بدن ساتنه

څه ډول چې پوهېږو دمصر فرعون دخدایی دعوه درلوده ، او حضرت موسی (ع) چې د الله(ج)  بنده ګۍ ته یی خلک رابلل ترګواښ اوتیری لاندې ونیو. اودې حال ترهغه وخته دوام وموند چې فرعون ډوبېدوه ته نږدې شوی ؤ. چې په دې وخت کې یی دفعتا" په الله(ج) ايمان راوړ اودخپل خلاصون دعایی وکړه ، خو دده توبه دمړینې په وخت کې قبوله نه شوه  الله(ج) ده ته په خطاب کې وویل:
        
  له نن نه  (  وروسته له ډوبېدو) ستا بدن دخلکو دعبرت لپاره ساتو (يونس 92).
دغه معلومات چې دفرعون جسد به وساتل شی دې ته اشاره ده چې دده جسد به نه خرابېږی . ددغه ظالم حاکم جسد وروسته له ډوبېدو ساحل ته ورسېد اومصریانو هغه مومیایی کړ دغه جسد اوس هم دقاهرې په موزیم کې دخلکو دعبرت لپاره شته اوساتل کېږی.







د مکې فتحه




البته الله(
ج)  دخپل رسول خوب ريښتیا کړ که الله غوښتې وی مسجدالحرام ته به په امن سره ننوځی په داسې حال کې چې ( دحج لپاره) به سرونه وخرییی اویا به یی لنډ کړی له ډاره پرته.  . الله(ج)  پوهېږی په هغه څه چې تاسو نه پوهېږی برسېره پردې به ډیره ژر بل بری هم ولری  (الفتح 27).

یو شپه حضرت محمد(ص) خوب ولید چې مؤمنان مکې ته ننوځی اودمسجدالحرام په شاوخوا راګرځی . سهار یی خپل دغه خوب مهاجرو ته ووایه. وروسته دغه آیت نازل شو او ډاډ ورکړ شو چې خوب به یی په حقیقت بدل شی . هغه وخت لا مکه نه وه فتح شوې چې وروسته له هغه په لږه موده کې دحدیبیی سوله اودمکې فتح وشوه اومؤمنان مسجدالحرام ته ننوتل . الله (ج)   وښوده چې دا دده اراده وه چې رسول دخدای خوب ولید.
که چېرې ځیر شو دابه ومومو چې په دې آیت کې یوې بلې فتحې ته چې مخکې دمکې له فتح به واقع شی هم اشاره شوې اودا دخیبر فتح ده چې ډیر ژر وروسته دمکې له فتحې وشوه.  هغه وخت خیبرکلا دیهودانو په واک کې وه چې ترې آزاده شوه.
حضرت محمد (ص) په زېږدیز ۶۳۰ کال کې مکه فتح کړه اودوه کاله وروسته ټولو کفارو مکه خوشې کړه  څه ډول چې الله (ج)  فرمایلی وو.
مهم ټکۍ دلته دی چې کله  محمد (ص)  ددې سوبې زېری مسلمانانو ته ورکړ، حالات داسې وو چې هیچا داباورو نه درلود چې مسلمانان به دومره ژر مکې ته ننوځی اوهغه به فتح کړی اوان ځینې مسلمانان چې مذبذبه ول ددې وړاند وینې په وړاندې یی شک وکړ. خو بیاهم حضرت محمد(ص)  هغوی ته کومه پاملرنه ونه کړه اوالهی وحیه یی ټولو ته تبلیغ کړه  . الله(ج)  خپلې خبرې په عملی توګه تایید کړې اوبری ډیر ژر راغی.

دبنی اسراییلو قوم به ډیر کبرجن شی



اوپه کتاب کې موبنی اسراییلو
و ته خبرورکړو چې تاسو به دوه ځلې په ځمکه کې فساد ته پاڅېږی اوکبر اوسرکښی به کوی . کله چې لومړنی پړاو راشی کلک جګړه مار اوځواکمن بنده ګان به تاسو ته راپاڅوو څو چې ستاسې کورونه هم ولټوی اوزموږ وعده هرومرو ترسره کیدونکې ده . اوبیا تاسو دهغوی په لور راګرځوو اوپه ډیرو مالونو اواولادونو سره به ستاسو مرسته وکړو اوستاسو شمېر به ډېر کړو. (الاسراء 4-6)

په دې آیتونو کې فرمایی چې بنی اسراییل به دوه ځلې دفساد لامل شی چې هرځل به ډیر متکبره اوسرکښه شی  .ا والله (ج) به ځواکمنه قوه ددوی پرضد راواستوی . لومړی ځل کله چې یهودانو يحيی (ع) وواژه اوزیار یی وایست چې عيسی (ع)  هم ووژنی ډیر کبرجن شول .خو بیا ژر په ۷۰ زیږدیز کال کې رومیانو هغوی له  بيت المقدس نه وویستل اووروسته له هغه یهودان په ټوله نړی کې تیت اوپرک اوسرګردانه شول .
ددغو آیتونو دنزول په وخت کې یهودان په بېلابېلاو سیمو کې په ډیرې خوارۍ سره ژوند کاوه له ځانه یی کوم هیواد نه درلود. الله (ج) بنی اسرائيلوته وویل چې یو ځل بیا به خپل ځواک اوتکبر ترلاسه کړی په هغه وخت کې چا دافکر نه کاوه چې داکار به ترسره شی.
وروسته له څو سوه کلونو په ۱۹۴۸ زېږدیز کال کې یهودان فلسطین ته راوګرځېدل اوداسراییلو دولت یی جوړ کړ . نن اسراییل ډیرپوځی اواقتصادی ځواک لری اوپه ډېر کبر سره یی مسلمانان اوعیسویان ځورولی . دا دبنی اسراییلو دفساد دوهمه دوره ده.
نوهغه وخت کله چې هېچا هم فکر نه کاوه  دبنی اسراییلو قوم په داسې حال کې چې ډیر کبرجن شوی وو اوپه ځمکه کې یی فساد خور کړی وو خدای خوار اوذلیل کړ، اودادی اوس یی په تیره سلیزه کې بیا ځواک وموند اودځمکی پرسر دفساد دخورلو سرچینه شو.

«خدای پاک قادر دی چی داسراییلو اوسنی کبر اوفساد ته هم داسې قوم راپاڅوی څه ډول یی چې پخوا راپاڅولی وو اودوی به انشاالله بیرته خوار اوذلیل کړی اوځمکه به ددوی له شر څخه پاکه کړی». ژباړن.

 












خلایی څېړنې

دانسانانو له خوا خلایی څېړنو هغه وخت پراختیا وموندله چې دلومړی ځل لپاره روسی پیلوټ یوری ګاګارین دسپوتنیک مصنوعی سپوږمګی له لاری د۱۹۵۷ کال داکتوبر په څلورمه نېټه دځمکې له فضا نه ووت . ورپسې  " امریکایی نيل آرمسترانگ لومړی انسان وو چې د۱۹۶۹ز کال دجولای شلمه نېټه یی دسپوږمۍ په کره قدم کېښود. په داسې حال کې چې الله (ج) دغه پرمختګ له وړاندی په قرآن کریم کې یادکړی وو.



ای پیریانو اوانسانانو که کولای شی دآسمانونو اوځمکې چاپیریال ته نفوذ وکړی ، نفوذ نه شی کولای مګر په یوه ښکاره صلاحیت سره (الرحمن 33).
دسلطان کلمه چې په ښکاره صلاحیت ژباړل شوی دقوې، ځواک، قانون، تګلوری، بهروتلو، استدلال، ثابتولو، حاکمیت اوسلطنت په ماناهم دی.
په دقیقی مطالعې سره پردې پوهېږو چې په دې آیت کې دځمکې اوآسمانونو په لور پرمختګ ته اشاره شوې خو په هغه صورت کې چې ښه ځواک به لری. اودغه ځواک همدغه ننی ټکنالوژی ده چې پوهان یی توانولی چې دځمکې په مینځ اوخلاکې نفوذ وکړی.






No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User