Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Monday, April 9, 2012

دحيض دوران هغه وخت وی چې دیوې ښځې


حيض Menstruation

دحيض دوران هغه وخت وی چې دیوې ښځې له عضویت نه القاح شوې تخمه او له مېنځه تللی نسج درحم له مېنځه دباندې وشړل شی. دغه پېښه دوینې درګونو له څېریدو سره ملګری وی چی له پای ته رسیدو وروسته یی د تخمې د پخیدو لپاره یوه بله دوره پیلېږی. دهرې ښځې لپاره ځانګړی وخت یوه میاشت ټاکل کېږی . هره میاشت ټاکل شوی هورمونونه آزادېږی اویوه پخه شوی تخمه آزادېږی . نو دښځې وجود په هره میاشت کې یوځل دالقاح لپاره چمتوکېږی. خو دسپرم مداخله یا عدم مداخله وروستی بدلونونه ټاکی. په دې پړاوکې درحم په جوف کې بدلونونه یواځې کیدلای شی چې داناتومی اونسایی کتنو له لاری ښکاره شی.په داسې حال کې مخکې له دې چې پوهان په دې بهیر پوه شی قرآن یادکړی:  
الله (ج) پوهېږی چې دهرې ښځې دحمل بار څه دی اوهرکمی اوزیاتی په رحم کې . اوهرڅه په مناسبه کچه ټاکل شوی دی. (الرعد ۸).

دحیض دبهېر په پېل کې درحم دکورنۍ غشأ پنډوالۍ نږدې نیم ملی متره وی . دتخمدان له لارې دآزادو شوو هورمونونو تراغېزې لاندې دغه غشأ نوره هم پنډېږی تر پنځو اوشپږو ملی مترو پورې رسېږی اودزایګوت دخښیدولپاره چمتوکېږی. دعدم القأ په صورت کې دغه پوړدباندې توېږی . بیانو په هره میاشت کې په رحم کې زیاتوالی اوکموالی راځی. 


اوپوښتنه کوې له تانه دحیض له دورې نه ،ووایه په هغه کې دښځو لپاره درد شته نو په دې حال کې له هغوی سره مه یوځای کېږی اوترې لرې والی وکړی ترهغو چې له حیضه پاکې نه شی له هغو سره مقاربت مه کوی
(البقره ۲۲۲).

دطب ننۍ پوهې ثابته کړې چې دحیض په دوره کې جنسی مقاربت دمیکروبی ناروغیو اودرحم دسرطان لامل ګرځی.




د ماشوم د غړو د ودې ترتیب

انسان مو له مختلطې نطفې څخه پیداکړ اوترآزموینې لاندې مو راووست اوبیامو هغه اوریدونکی اولیدونکی وګرځاوه (الانسان ۲).
د قرآن په ټولو آیتونو کې د انسان دحواسو د یادښت یو ترتیب شته تل لومړی اورېدل ، بیا لیدل اوبیا حس کول یاد شوی دی .
 ډاکتر کيت مور وایی: په دوه ویشتمه ورځ د رحم په دننه کې لومړی د غوږنو جوړښت پېلېږی بیا سترګې جوړېږی اوبیا دفاعی مرکزونه چې د درک اوحس کولو توان لری جوړېږی . ماشوم په څلورمه میاشت کولای شی ټول غږونه واوری. چې د داډول وضاحت ذکر په قرآن کې خپله یوه معجزه ده.




د شېدو جوړښت

 ستاسو لپاره په څارویوکې هم یوعبرت دی چې تاسوته ددوی دنس نه له هضم شویوخوړونه اوله وینو نه پاکې شېدې درکووچې دټولو څښونکو لپاره خوندورې وی (النحل ۶۶).

لومړنی غذایی مواد دپړاوونو له وهلو اوکیماوی تعاملاتونه وروسته دهضم په جهاز کې بدلون مومی اودوینو بهیر ته ننوځی ، بیا دوینې دبهیر له لارې بیلابېلو نسجونو اوغړوته رسېږی.
د نوروامساجوغوندې د شېدوغدې هم لومړنی خوراکی توکی د وینو له دوران څخه لاسته راوړی. جوړې شوې شیدې د شیدود غدوله لارې افرازېږی چې ډیر لوړخوراکی ارزښت لری. ځکه چې د ټولو خوراکی توکو له خلاصې نه چې هضم شوی وی اود وینو د بهیر له لارې لېږدول کېږی لاسته راځی. نوشېدې له وینو اونیم هضم شویو موادوچې دواړه دخوړو وړنه دی جوړېږی. 
هغه ډول چې وینو ددغې موضوح بیان هغه وخت چې د تی لرونکوژوو د اناتومی اوفېزیولوژی په هکله پوره معلومات لانه وویوه فوق العاده امر دی.

د مورشېدې یوه معجزه زېږونکی مخلوط


اوانسان ته مو وصیت وکړ په نیکۍ دخپلو والدینو په حق کې په تېره بیا مور چې د حمل باریی پورته کړی اوله دوو کلو وروسته یی ماشوم له شیدو بېل کړ(القمان 14).

د مور شېدې د ماشوم لپاره نه بدلېدونکی غذا وی چې د ماشوم د ودې لامل ګرځی اوهم ماشوم د ناروغیونه ژغوری . د مورپه شېدوکې غذایی انډول په بشپړه توګه د ماشوم د اړتیا مطابق وی . د مورشېدې دکافی غذایی موادودرلودونکی وی چې د عصبی سیستم د ودې لپاره کافی وی. مصنوعی خوراکونه د شېدې خوړونکو ماشومانو لپاره هیڅ وخت هم د مور د شېدو ځای نه شی نیولی. 
د مور د شېدو دګټو لست د انسانی پوهې په پراختیا او  زیاتیدو سره لاهم اوږدېږی. څېړنو ښودلې هغه ماشومان چې د مور د شېدو له لاری تغذیه کېږی د انتاناتو اوهضمی اوتنفسی مکروبی ناروغیو په وړاندې مقاومت لری.  ځکه هغه انتی بادی چې د مور په شېدو کې شته ماشوم د میکروبونو په وړاندې ساتی. د مورشېدې دګټورو مکروبونو دتکثر لپاره ښه زمینه مساعدوی ، چې دا په خپله د ناروغیو د باکتریا، ویروسونو اوپارازیتونو په وړاندې مجادله کوی.
د مور شېدی په آسانۍ سره هضمېږی اوځکه چې د شېدې خوړنکې ماشوم مصرف لږ وی نو په دغو شېدو کې دقوی غذایی موادو دشته والی له کبله دغه مواد دماشوم ودې ته ډیر ګټور وی .
د هغو میندو شېدې چې له مودې مخکې یی ماشوم دنیا ته راوړای وی یعنی مخکې له نهو میاشتو نو د دغو مېندو شېدې د غوړو، پروتینو، سودیم کلورایدو اواوسپنې درلودونکی وی .  څوچې دهغه ماشوم اړتیا پوره کړی چې له مودې مخکې زېږېدلی وی. کله چې دغه ماشومان د مور په شېدو لوی شی  نو د ښې پوهې درلودونکی به وی.
د مور د شېدو بله ځانګړنه د اومیګا ۳ ماده وی. دغه شېدې دغه راز د دماغ اوسترګود پراختیا لپاره ښه ماده وی. Omega-3  اومیګا ۳ دشېدې خوړونکې ماشوم  دژوند په لومړیو پړاوونو کې ځانګړی اهمیت لری څو چې دماغ اوعصبی رشتې په نورماله توګه وده وکړی . پوهانو د مور شېدې د اومیګا ۳ د ډېرې ښې سرچېنې په توګه پیژندلی.
دبريستول پوهنتون څېړنو ثابته کړه چې دمور شېدې د وینی په فشار باندې اوږد مهالې اغېزې لری . هغه ماشومان چې د مور له شېدو څخه یی ګټه اخستې وی د زړه په ناروغۍ لږ اخته کېږی ځکه چې د هغو نامشبوع شحمی تېزابو موجودیت دمور په شېدو کې د رګونو جدار پوست ساتی. دغه راز هغه ماشومان چې د مورشېدې خوری په لږه کچه سودیم اخلی اولږ پنډېږی چې دا دوینې دفشار په لږیدوکې ډیر اهمیت لری.
داکتر ليزا مارتين اوهمکاران یی د امریکا د سينسناتى روغتون کې زیات پروتینی هورمونونه د اديپونکتين Adiponectin په نامه په شېدو کې وموندل. چې دا هورمونونه دزړه له حملو نه مخنیوی کوی . ددغو هورمونونو لږوالی په پڼډوکسانو کې لیدل شوی چې دزړه په ناروغیو اخته شوی . نوځکه څرګنده شوی چې ماشومانو کې دلږپنډوالی عامل همدغه هورمونونه دی .
دغه راز یو بل هورمون دلپتین په نامه  کشف شوی چې دشحمو په میتابولیسم کې بنسټیز رول لری. لپتین ددماغ دخبرداری لپاره غبرګون ښیی کله چې دشحمو کچه ډیره شی. دغه هورمون دمور دشېدو له لارې ماشوم ته لېږدول کېږی اوهغه له بې ګټې  پنډوالی ، د دیابت له ناروغی اود زړه درګونو له ناروغی څخه ساتی.

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User