Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, March 20, 2012

که نوروز ونه لمانځو افغانان نه بلل کېږو؟


زما دوستان په دې نظر دي که دوی نوی کال تجلیل نکړي نو دوی به افغان ونه بلل شي.

ستاسو نظر په دې اړه غواړم.

مننه

حمیده

ځواب

وعلیکم السلام ورحمة الله و برکاته

محترمې خورې ستاسو د مشورې له غوښتلو څخه يوه نړۍ مننه الله مو د ديني امورو په پلټنه کې همداسې تانده لره.

درنې خورې!

الله تعالی مونږ او تاسو د خپل عبادت لپاره پيدا کړي يو، او په قرآن کريم او ګڼو احاديثو کې هم د انسان د خلقت هدف د الله جل جلاله عبادت ښودل شوی دی، الله تعالی فرمايي و ما خلقت الجن و الانس الا لیعبدون ..

نو کله چې زمونږ د خلقت او پيدا کېدو هدف مشخص او معلوم شو نو بيا معلومه شوه، چې له دې وروسته يې راته د عبادت او پرستش لارې چارې هم راښودلي دي، او د خپل دنيوي او اخروي ژوند د روښانتيا لپاره يې ډېر واضح او ښکاره دلايل څرګند کړي دي. الله تعالی او رسول يې په همدې خبره تاکيد کړی دی  چې خلاصون او نجات مو يواځې په دين کې او د دين په پرېښودلو او له دين څخه د واټن په نيولو سره به له الله تعالی څخه لرې شئ او په پای کې به د هغه د عذاب وړ وګرځئ.

که ستاسو د پوښتنې ځواب ته راشو نو وبه وايو چې که چېرته مونږ الله تعالی د خالق او رسول الله صلی الله عليه وسلم د خپل لارښود او وروستی پېغمبر په توګه منو  نو په دې برخه کې هغه وايي چې د الله تعالی پر وړاندې، افغان، عرب، هندي، افريقايي، امريکايي، تور پوستی او سپين پوستی ټول يو ډول بنده ګان دي، مګر الله تعالی ته نزدې کس هغه دی چې له هغه جل جلاله څخه و وېرېږي او تقوا غوره کړي، تقوا په دې معنی چې پر هغه لار لاړ شي، چې الله او د الله رسول صلی الله علیه وسلم بنده ګانو ته ښودلې ده.

نو اوس تاسو هم خپلو ملګرو ته توصيه وکړﺉ، چې يو چاته په افغان نه ويلو هغه له اسلام څخه نه وځي، زه مسلمان يم، ماته قوم، ژبه، نژاد او رنګ مهم نه دی بلکې ماته الله تعالی مهم دی چې هغه له ما څخه راضي وي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي چې يو مسلمان تر هغې مومن نه دي تر څو چې زه ورته له خپل مور او پلار، اولادونو او ټولو خلکو څخه ګران نه شم، نو دلته ګران په دې معنی نه دی، چې مونږ د هغه د ګرانښت شعار ورکړو او يواځې ووايو چې تر هر څه راته ګران دی، بلکې دلته هدف له ګرانښت څخه د هغه د قول، وينا او عمل پر وړاندې د خپلې خبرې څخه تېرېدل او د هغه تابعداري مقصد دی، که داسې نه وي نو بيا خو د هغه د ګرانښت دعوې کول کومه معنی نه لري.

الله تعالی دې مونږ او تاسو ته هم ددې وس او توان راکړي، چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره  محبت په خپلو اعمالو او د ژوند پو ټولو چارو کې راڅرګند کړو.

منبع : اصلاح انلاين

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User