Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, March 23, 2012

ولې ژوند؟



ولې ژوند ؟
لیکوال: عنایت الله کاکړ
ای هغو کسانو چې پر ژوند عاشقان ياست... د ژوند د خوندونو او لذتونو د لاسته راوړلو لپاره مو خپل استعدادونه او ټول وسايل پرکار اچولي دي....اوږده اوږده پلانونه مو جوړ کړيدي....
د نويو کاروبارونو، ودانيو او ځمکو د تابيا او رانيولو ارادې مو کړيدي......بچيان مو د لوړو زده کړو لپاره باندنيو هيوادونو ته استولي دي..... خپل خو پريږدﺉ آن دهغوي بانکي حسابونه مو هم له پيسو او ډالرو ور ډک کړيدي....
آيا کله مو ديوې شيبې لپاره هم فکر کړی چې ژوند هم پای لري...اختتام او انتهاء لري....پای یې هم دومره لنډ دی چې انسان يې تصور هم نشي کولای...که ستاسې عمر همدا اوس پنځوس کاله وي، نو تاسې خپل ديرش کاله پخوا ژوند لږ درياد کړﺉ..... آيا تاسې به دا فکر وکړﺉ چې ديرش کاله موده داسې درته ښکاري لکه همدا پرون چې تيره شويده.....ديرش کاله وروسته به همدا نن ورځ ستاسې داسې ياده وي لکه پرون......بل څه چې په طبيعي ډول سړي ته ډير ورياديږي هغه ستونزي او مصيبتونه دي....انسان ته خوښۍ او لاس ته راوړني ځکه ډيري کمي ورياديږي یا هيڅ نه ورياديږي چې انسان قناعت نلري... په اوسنيو لاسته راوړنو راضي نه وي او غواړي چې نوري، نوري او نوري لاسته راوړني ولري......
خو آيا تاسې پر دې باور ياست چې تاسې به په ژوند کې دغه ټولي لاسته راوړني ولرﺉ؟.... نه ...هيڅکله هم نه ...ځکه چې کيدای شي همدا اوس اوس درته مرګ راپيښه وکړي...تاسې کيدای شي چې د یوې نوي فابريکې د جوړښت په نمت له باندنيو استازو سره په ميټنګ کې ناست ياست،کيدای شي د نوي پور دلاسته راوړلو لپاره له بانکي مسؤلينو سره د تړون په لاسليکولو اخته ياست، ياهم له کوم وزير او يا کوم لوی دولتي چارواکي سره دخپل نوي څو پوړيزه ودانۍ د پرانستلو په مراسمو اخته ياست، چې ناڅاپه مو پر زړه باندي د خوږو نرۍ څړيکه راشي....ټنډه مو خوله وکړي... له ناستې ولاړي ووزﺉ....حاضر خلک وارخطا شي.... سم له لاسه امبولانس راوغواړي...روغتون ته مو ورسوي..خو مخکې له دې چې موظف ډاکټر ستاسې پر سينه ساتسکوب کيږدي ساه مو الوتي وي او دهغوي پر وړاندي ديوه بريالي مليونر انسان بې اروا او تش کالبوت پروت وي.....
......خو تر دې ځایه هم کيسه ډيره ساده ده....تاسې مړه شوﺉ نو څه؟ هاغه دی مال جايداد،پيسې او ودانۍ خو مو بچيانو ته پاتي شوې...کيدای شي هغوي تر تا ډير بریالي انسانان شي...ستا کيسه خو په حقيقت کې له همدغه ځايه پيل کيږي....دا هغه ځای دی چې موږ ټولو په ژوند کې له پامه غورځولی دی. زموږ ټول وژنونه، ليدلوري،تګلاري او تګلوري تر ژوند پوري محدوده دي...زموږ دهر برياليتوب وروستنی پړاو دقبر ترڅنډي پوري دی...
د قبر له څنډې د ورهاخوا لوري لپاره مو هيڅ پلان ندی جوړ کړی...موږ دا ګڼلي وه چې ژوند هرڅه دی او هرڅه مو د ژوند لپاره دي...خو دا مو هيره وه چې له ژونده ورهاخوا يو بل پړاو هم شته. او هغه پړاو په حقيقت کې تر ژوند ډير ستونزمن،سخت او کړاوجن دی..

په ژوند کې موږ له ګواښونو او ننګونو سره دخپل عقل،پيسو، ملګرتياوو،نفوذ او امکاناتو پرمټ مقابله کوو او ماتي ورکوو...خو دلته چې کوم ګواښونه دي،کومې ننګونې دي، له هغو سره دخپل عقل،تدبير،نفوذ،دولتي واک، پيسو، سفارش، ملګرتياوو او قومي شاليدونو پر مټ نشو جنګیدلای..هغوي ته ماتي نشو ورکولای...هلته موږ کاملاْ بيوسه يو....
دهغه ځای د يوه سوټي پورته کول د نړۍ د انسانانو او پيريانو له وسه وتلي خبره ده...
دبشريت ستر لارښود حضرت رسول اکرم صلی الله عليه د عبدالله ابن عمر رضي الله عنه پر اوږه لاس کيښود او ورته ويې فرمايل: يا عبد الله بن عمر ، كن في الدنيا كأنك غريب ، وكأنك عابر سبيل، وعد نفسك من أهل القبور
ای عبدالله ابن عمره! په دنیا کې داسې اوسه لکه ته چې مساپر يې او داسې لکه ته چې پر لاره تيريدونکی يې، او ځان د قبرونو دڅښتنانو له ډلې وګڼه!
راوي حضرت مجاهد رضي الله عنه فرماي چې وروسته ماته حضرت عبدالله ابن عمر رضي الله عنه وفرمايل: چې سهار شي نو دبيګاه لپاره انديښنه مکوه او چې بيګاه شي نو د سبا فکر مکوه.او ژوند دې د مړينې لپاره توښه کړه او روغتيا دې دناروغۍ لپاره او ته ای د الله بنده نه يې خبر چې سبا ته به دې نوم څه وي(مړ به يې که ژوندی).(قصر الامل، لابن ابي الدنيا رحمه الله)

له حضرت علي رضي الله عنه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: « إن أشد ما أتخوف عليكم خصلتين (1) : اتباع الهوى (2) ، وطول الأمل . فأما اتباع الهوى فإنه يعدل عن الحق . وأما طول الأمل فالحب للدنيا » ثم قال : « إن الله يعطي الدنيا من يحب ويبغض (3) . وإذا أحب الله عبدا أعطاه الإيمان ، ألا إن للدين أبناء ، وللدنيا أبناء . فكونوا من أبناء الدين ، ولا تكونوا من أبناء الدنيا . ألا إن الدنيا قد ارتحلت مولية ، والآخرة قد ارتحلت مقبلة ألا وإنكم في يوم عمل ليس فيه حساب ، ألا وإنكم توشكون في يوم حساب وليس فيه عمل »
زه له تاسې نه پر دوو خويونو سخت ډاريږم ۱: د نفساني غوښتنو منل او ۲: دهيلو اوږدوالی! نو د نفساني غوښتنو منل سړی دحق له لاري اړوي او هرڅه چې دهيلو اوږدوالی دی نو هغه له دنيا سره مينه ده. بيا يې وفرمايل: بېشکه الله تعالی دنيا هغه چاته ورکوي چې خوښ يې وي او ناخوښ يې وي( يانې دواړو ته يې ورکوي). او کله چې خدای جل جلاله له کوم بنده سره مينه کوي نو هغه ته د ايمان شتمنۍ ورکړي. ای خلکو پوه شﺉ بېشکه دين هم زامن لري او دنيا هم. نو تاسې د دين زامن جوړ شﺉ. د دنيا زامن مه جوړيږﺉ. خبردار اوسﺉ چې دنيا مخ په کوچ ده او آخرت مخ په وړاندي را روان دی.
پام! چې نن تاسې د عمل په ډګر کې ياست او حساب نلرﺉ...پام چې ډير ژر به په داسې ورځ کې ياست چې هلته به حساب وي او عمل به نه وي!


No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User