Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Wednesday, February 15, 2012

د ښځې او خاوند تر منځ شخړه

 

واده

 له خوښۍتر غمونو

څو كيسې
- د محصل ملګري كره د كوژدې مباركۍ ته ورغلم. له روغبړ وروسته مې د ولور پوښتنه ترې وکړه. هغه له ساړه اسويلي سره وويل:
“پنځه لکه افغانۍ دی.” زه هغه پيژنم؛ په بېوزله کورنۍ کې را لوی شوی. ښوونځى يې په ستونزو وويلو، پلار يې د ايران مزدوریو زوړ كړ، كوچنى ورور يې چې لا متعلم دى، له وخته وروسته هوټلونو ته اوبه وړي او د ښوونځي كتابچې او قلم ته پيسې پيدا كوي.
دا يوه بېلګه. د هغو زرګونو ځوانانو یاد دې وي چې د ولور ګټلو په ارمان څوك د ايران څاګانو وخوړل او پر چا يې د پولیسو مرمۍ سړې شوې. یو، نیم یې هم چې ژوندی راشي نو معتاد وي او د ژوند تر پايه د کورنۍ او ټولنې د اوږو بار.
ښاریان تر دې زيات په كړاو كې دي
كيداى شي ښاري وګړی ګومان وكړي چې لدې ناسمو دودونو خو بېغمه دي خو كه راتلونكې كرښې ولولي ګومان به يې بدل شي:
- موبایل مې مستري ته د جوړولو لپاره يووړ. هغه دوه سوه افغانۍ غوښتې او ما سل تر زړه ویستلې وې. له ډيرو لانجو وروسته ما د صدقې په نيت پنځوس روپۍ زیاتې ورکړې، او هغه پدې نامه چې په راتلونکې کې به يې بيپار شم، راټیټ شو نو په ۱۵۰ افغانيو سره جوړ شوو. هغه په كار بوخت شو او زه يې څنګ ته په څوكۍ كښيناستم، خلك تلل راتلل. په خبرو خبرو كې پوه شوم چې په همدې ورځو كې د انجنير صاحب واده دى. ورور يې احوال راووړ چې له فلمبردارانو سره غږيدلى: “فلانی ډول يونټ له دريو كمرو، پروجكتور او ۳۷ انچ تلويزون سره د يوې ورځې لپاره په۱۵۰۰۰ افغانۍ، دا ډول يې په ۲۰۰۰۰ او هغه په ۳۰۰۰۰ زره….” څو شيبې وروسته بل ځوان راغى او د سندرغاړي نرخ يې راووړ. “فلانۍ دومره پیسې اخلی خو د شپې له لسو بجو وروسته ډنګ هم نه كوي، فلانۍ دومره غواړي او تر سهاره سندرې وايي. دا بل په دومره او دومره دى، دې ته هلكان ښه ګډيږي او دا د ښځو نه خوښيږي.” ورپسې د هوټل كيسه شوه. د یوه خوراک ډوډۍ بیې له ۳۵۰ افغانيو تر ۹۰۰ پورې وې. د دوى سلا په پنځه سويز خوراك راغله. د موټر، آرايشګاه، جامو او نورو مصارف چې يقينا تر يو لك زياتيږي پريږده. هغسې ګټل او داسې مصرفول!
سره زر او هوټل
هغه زما ټولګيوال او ساده هلك دى. پلار يې په كوچنوالي كې شهيد شوى او مور يې بل واده كړى، بس يو دى دى، يو يې فلج ورور او نور د الله دربار. ورځې وړاندې ېې د واده خبره راته كوله ويې ويل: “دوه ستر شيان مې په مخ كې دي. لومړى د طلا سيټ او دويم د هوټل مصارف. طلا خو شکر لرم. نيا مې برخه را ته بېله کړې وه. د هوټل مصارف چې ما سنجولي دوه لكه افغانۍ كيږي.” هغه بيچاره د دې دوه لكه افغانيو د ګټلو لپاره د پوهنتون د ټولو سرګردانيو سره سره، د خپلې سيمې په بازار كې كورس جوړ كړ، له سهاره تر ماښام ناوخته همالته مصروف دى او اوس د مياشتې پنځه زره افغانۍ عايد لري. که له څه ستونزې پرته په همدې توګه وړاندې لاړ شي نو په څلورو كلونو كې به د واده د يوې ورځې د هوټل پيسې را وباسي!
دا د واده ستونزې دي، خو كاشكې ټولې لانجې يوازې همدا واى. اصلي غمونه خو لدې ورځې وروسته پيليږي.
پلار مې مور وهي
په اصلاح غږ راډيو كې د اصلاح پيغام د دېرشمې ګڼې برنامه وه. ما په تلوسه اورېدله او د اوريدونكو ملاحظات مې ياداشتول. د اوريدونكو د تليفونو په منځ كې د يو ماشوم غږ پورته شو:
-           ” السلام عليكم… زه الياس يم.”
ښكاريده چې تر تاثير لاندې راغلى. بيا يې وويل:
-          “زه الياس يم… پلار مې مور وهي. دا ګناه لري؟”
تلفون قطع شو. خو د الياس خبرو پر ما يخې خولې را ماتې كړې. د برنامې خوند لاړ. قلم او كتابچه مې كيښودل. برنامه روانه وه خو ما د راديو د غږونو تر څنګ د ښځې او خاوند د شور ماشور غږ اوريده. ورو ورو غالمغال ډېر شو او نور مې تر پايه د راډيو غږ وانه وريد. الياس مې په لړزېدلې څېره د كوټې په ګوټ كې وليد چې د مور او پلار د وهلو ډبولو ننداره كوي. كله ترېېدلى په مور ورټيټ شي او كله په چيغو د پلار پښه راونيسي. هغه يې له لاسه كش كړي او د كوټې بل كنج ته يې ګذار كړي. ها خوا دېخوا وګوري خو هېڅ يې له وسه نه كيږي. رنګ يې الوتى او له وېرې په زوره ژړلاى هم نه شي.
څوک ملامت دی؟
- د الياس مور په نيشدارو خبرو د خاوند غصه توپاني كوي او هغه پرې ورټوپ كړي. د هغې قهر بر دى او د ده زور!
- اوس جنګ آرام دى. د الياس پلار ناست او له خپل كاره پښيمانه دى. خو مور ېې چېرته خبره پريږدي! اوښكې تويوې او ټكي ورته اچوي. د اصلاح راډيو نمبر داير او موبايل زوى ته په لاس وركړي. غواړي د راديو په ملا، خاوند ښه ملامت کړي.
- نه، ناسم قضاوت مه كوه، مېړه يې هسې ورته بهانه جوړوي. په وړه او غټه خبره يې لغتو ته واچوي. د پلار كره له وېرې نه شي تللاى. له خونې راوتلې د څنګ په كوټه كې يې ټلفون الياس ته وركړى چې كه خداى غوښتي وي خاوند يې د علماو په نصيحت سم شي. “ستاسې د برنامې موضوع (محمد صلی الله علیه وسلم د هغوى له نظره) ده. زما يې پدې موضوع څه؟ زما كور په ویر او ژړا ډك دی.”
- نه، دواړه سم انسانان دي، هسې شيطان سره اچولي تر څو د مشر شيطان شاباسى واخلي. يا دواړه سړيتوب نه لري. الياس له دواړو سر ټكوي. هغه په كم سن له ژونده زړه تورى دى. هره ورځ په كور كې شخړې ويني. پخپله يې ټلفون را اخيستى او غواړي د راډيو ملا يې پلار او مور ته نصيحت وكړي چې كه د ځان لپاره نه وي د ماشوم په خاطر د كور فضا سمه كړئ.
دا د رياضي مطابقتونه دي چې په هر قيمت باندې برابر خيژي. څېرې ستاسې په لاس كې دي. كه غواړۍ له مور نه پرښته او له پلار نه ليوه جوړ كړى هم كولاى شى او كه يې مور شيشكه بولى او پلار يې د زمانې ولي، بيا هم ستاسې واك. خو هغه څه چې پدې ټولو حالتونو كې شته، هغه د ښځې او خاوند تر منځ شخړه، د كوچني الياس مات شوى زړه او د شیطان په لاس کې نڅېدونکې کورنۍ ده.
د واده په اوومه ورځ شهيد شو!
د دريو ورځو ماشوم په ترس ژړل او بوډۍ نيايې تر هغې غټې اوښكې تويولې. مخكې لدې چې څوك ترې پوښتنه وكړي د هغې صبر ځواب وركړ او په سلګيو كې يې وويل:
- “خپل زوی يې ونه ليد، شهيد شو.”
ډاكټر په انديښناکه څېره ترې وپوښتل: “څنګه شهيد شو؟”
- “ناوې يې نه وه خوښه. د واده په اوومه ورځ يې ځان وځړولو.”
دا ځوان دى چې ځان راځړوي، هغه نجونې خو مه یادوه چې له ویر لړلي ژوند نه مرګ غوره بولي.
څوك حال وايي څوك نه؟
دا څو لنډې كيسې -چې ډاډه يم لسګونه تردې ځورونكې يې تاسې ته معلومې دي- آيا پدې نه ارزي چې دا ستونزه جدي ونيسو؟
د څووم ځل لپاره د اصلاح پيغام لوستونكي د ټليفون او ايميل له لارې د خاوند او ميرمنې د خپل منځي حقوقو په اړه د پيغام چاپولو غوښتنه كوي. دا څرګندوي چې ډېرې خويندې او وروڼه لدې ناسور څخه كړيږي خو څوك حال وايي، څوك نه!  تل مې هغوى ته په ترخه موسكا وعده وركړې خو افسوس پدې راځي چې آيا دومره سترې ستونزې به په يوه  پيغام حل شي؟ پوهيږم چې خبره يوازې د يو بل د حقوقو په روښانيدو نه حل كيږي. قباله دا ده خو منې يې په چا؟
رنځ او درمل
دا چې د دې ډول پیښو علت څه او حل يې څرنګه دى، هغه سنډروم (د ګڼو ناروغيو ټولګه) ته ورته دى چې په لسګونو عوامل سره يو ځاى شوي او تداوي يې هم خداى زور، وسايلو او درملو ته اړتيا لري. د دې ټولو څېړل په كتابونو خبرې لري چې د دې پيغام او ليكوال تر وسه پورته دي. خو هغه څه چې دلته ورته لنډه اشاره کیږي دا چې:
۱- د اولادونو په روزنه كې پاملرنه:
كه موږ خپل بچيان (لوڼې او زامن) په سمو اجتماعي اخلاقو وروزو، مخكې لدې چې د ژوند له نوي شريك سره مخ شي، د ګډ ژوند اصول وروښيو، هغوى د نورو په حقوقو پوه كړو، ورته د صبر، مينې، زغم، ايثار او همكارۍ درس وركړو؛ كېداى شي راتلونكي نسلونه لدې ناورين سره مخ نه شي. وينو چې والدين د اولادونو د جامو او خوراك ښه تابيا كوي خو د راتلونكي ژوند لپاره د هغوى د ظرفيت لوړولو او ټولنې ته د ګټور انسان د وړاندې كولو په لار كې لږ پاملرنه كيږي.
۲- د واده انتخاب:
موږ د پنځلسو افغانيو مڼې ناليدلې نه اخلو.خو د ژوند دا اوږد تړون بيا په پټو سترګو تړو. اسلام چې د فطرت دين دى پدې اړه يې دروازه پرې ايښې. شریعت اجازه ورکړې چې کله څوک ریباری ته ځي نو کولای شي د هغې مخ او دوه لاسونه وویني، آن تر دې چې غوره یې ګڼلې پداسې حالت کې ولیدل شي چې هغه متوجه نه شي ځکه کیدای شي له یوې خوا په سر او صورت لاس ووهي او له بله پلوه که احیانا یې توافق رانشي، چې د کوم لوري عوا‌طف تر پښو لاندې نشی. کله چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم خبریږي چې مغیره غواړي واده وکړي نو ورته فرمایی: ورشه هغه وګوره. ځکه دا کار ستاسې تر منځ تفاهم او مینه پیاوړې کوي. (دا حدیث ابن ماجه روایت کړی او البانی صحیح بللی.)
په هغه ټولنه كې چې د ناخوالو نه د خلاصون وروستۍ لار، الله ته ناخوښ روا كار (طلاق) تقريبا په حرام اوښتى، هلته چې تر مرګه په سكروټو ژوند زغمل كيږي… آيا دومره بې غوري د زغملو وړ ده؟ آيا اړينه نده چې پدې اړه د ټولنې ناسم دود مات كړو؟
 ته كه واده كوې نو پلار او مور به یې خوښوي. د مور معيار مو غټې سترګې او سپين مخ دى او د پلار بيا د پلرونو او نيكونو ښه نوم. زما مور متل كوي چې “سپينه خو واوره هم ده چې سوزول كوي”. پلار ته يې سلام او د نيكه يې درناوى زما په سترګو، خو دا را ته ووايه چې دا آغلې/ ښاغلى څرنګه اخلاق لري، زماسره په خاورينه خونه كې ژوند تيروي كه نه؟ آيا هغې ارزښتونو ته درناوی كوي چې ما ته مهم دي؟ آيا زما سره په خبره پوهيږي؟
۳- ناسم دودونه او بې ځايه لګښتونه له منځه وړل:
موږ يوازې اوريدلي چې شريعت د مهر لپاره لوړ حد ندى ټاكلى خو کله مو هم پدې غوږ ندى ګرولى چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم غوره ښځه هغه ښوولې چې مهر یې کم وي. صحابی پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته احوال راووړ چې واده مې کړی او مهر یې 800 ګرامه نقره ده. پیغمبر صلی الله علیه وسلم په تعجپ سره پوښتي: “اته سوه ګرامه! ګواکي نقره لدې غره نه راباسې؟” (صحيح مسلم\ نکاح)
لدې پورته، آيا دا ولور هماغه مهر دى؟ بلكل چې نه. دا پيسې پلار اخلي. نجلۍ نه پكې برخه لري او نه يې د مصرف صلاحيت. آخر ولې مو په ځان آسانه ژوند سخت كړى؟ آيا هغه څوك چې لور په لوړ ولور ودوي، پخپله زوى نه لري؟ دا چې دا ډول لوړ ولورونه بيا بې چاره ناوې ته څومره ستونزې زيږوي، هغه خو ټولو ته څرګندې دي.
د ټولنيزو نادودو په وړاندې درېدل سخت دي خو ډاډه اوسئ چې دا كركجن ديوالونه به يوه ورځ نړيږي خو مهمه دا ده چې: ټولنه به د هغو جرئت او خدمت هېر نكړي چې لومړى ګام اخلي.
۴ – د ګډ ژوند په اړه:
درنو وروڼو او خويندو! په ژوند كې به لويه وړه هرو مرو راځي، خو ښه ده چې لاندې ټكي په پام كې ونيول شي:
- يو بل سره وزغمئ. كله مو چې طبيعت ښه جوړ وو او خوشحاله سره ناست وى، دا تړون وكړئ چې كه زه په قهر وم، ته به را ته حوصله كوې او كه ته په قهر وې زه به يې درته كوم.
- د ماشومانو په وړاندې غالمغال مه سره كوئ. آن كله مو كه سپينول سره كول، لږ تر لږه ماشومان له خونې وباسئ يا يې په لوبو بوخت كړئ. دا ښكلې نړۍ هغوى ته بدرنګه مه ورپيژنئ. كه تاسې د ټولنيزو دودونو له مخې د ناسم ژوند قرباني ياست، کم تر کمه هڅه وكړئ خپل ماشومان مو لدې ناوړه رنځ څخه وساتئ.
- په ګډ ژوند كې تعامل دوه ډوله دى. يو قسم چلند د پنبه يې توپونو په څېر دى. كه دواړه په سرعت او فشار هم سره ولګيږي نو كه يو فشار راوړي بل لور په هماغه اندازه د ننه خوا ته ننوزي. غږ نه ترې خيژي، هېڅ خرابي نه پيښيږي، د سترګو په رپ كې دواړه څنګ په څنګ سره كيني او د ټكر هېڅ اثر نه تر سترګو كيږي. خو دويم چلند د ښيښه يې لوښيو دى. كه دا ډول دوه لوښي د مخكينيو څخه په كم فشار هم سره ولګيږي. نو غږ به يې ټول ماحول راخبر كړي او تر دې د غم خبره دا ده چې كه دواړه نه وي، يو خو حتما ماتيږي. آيا دا پرتې شيشې بېرته د پيوندېدلو وړ دي؟ ځكه نو ښه ده چې د لومړي مثال په څېر ژوند وكړو. څومره كه يو پر بل تيز ورشو بيا مو هم بايد نرمي پر غوسې غالبه وي.
وروستۍ سپارښتنه الهی پيغام دی چې: ژباړه: (او له دوى سره نېك چلند وكړئ. كه مو هغوى نه خوښيږي، نو كيداى شي ستاسې يو شى خوښ نه شي خو الله په هغه كې ډېر خير اچولى وي.) (النسا۱۹)

د اصلاح پیغام لړۍ

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User