Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Thursday, January 19, 2012

دفحاشۍ خپرولو سزا


د فحاشۍ خپرولو سزا 

مولوي احمد شاهنېټه : جمعه، 8 تله ، 1390موضوع : اسلامې ليكنې



الحمدلله رب العالمين والصلاة والسلام على نبينا محمد وعلى اله واصحابه اجمعين وبعد:
داچې اسلام دحيا‌‌ء او عزت دين دی نو ځکه يې پر خپلومنونکوباندې فحاشي حرامه کړې ده  دالله جل جلاله ويناده(ولاتقربوا الفواحش ماظهر منها ومابطن) الانعام :١٥١
ژباړه: ښکاره اوپټې بې حيايۍ ته مه نژدې کېږئ.
سره له دې بيا هم ډېری مسلمانان شپه او ورځ دبد کارۍ اوبې حيايۍ لور ته روان دي،دلته به دقران اوحديثو په رڼا کې وګورو چې د دا ډول کسانو شرعي حکم څه  دی؟


دقران کريم  پرېکړه
[ان الذين يحبون ان تشيع الفاحشة في الذين امنوالهم عذاب اليم في الدنيا والاخرة والله يعلم وانتم لا تعلمون]. النور :١٩
ژباړه:بېشکه هغه خلک چې په مومنانوکې فحاشي خورېدل خوښوي دهغوى لپاره په دنيا او اخرت کې دردناک عذاب دى،الله تعالى پوهېږي اوتاسې نه پوهېږئ.
ددې ايت  وړاندې او وروسته مضمون نه دا څرګندېږي ،څوک چې د دروغو بې حياء خبرې خپروي؛ نو د هغې لپاره دا سزا ده؛ نو د هغه خلکوبه لاڅه حال وي چې شپه او ورځ دتلوزيون،ټيپ ريکارډ،ډش او وي،سي ار دکيسټوپه ذريعه فحاشي خوروي، يقينا هغوى به الله جل جلاله په دنيا اوخرت کې درسوايۍ اوتباهۍ سره مخامخ کوي. همدارنګه په بل ايت کې الله جل جلاله فرمايلي دي (ومن الناس من يشتري لهوالحديث ليضل عن سبيل الله بغيرعلم) سورة لقمان :٩
ژباړه:يوشمېر داسې خلک هم شته،چې زړه غافله کونکې خبرې اخلي ددې لپاره چې خلک دالله جل جلاله له ﻻرې نه واړوي بغير دعلم اوپوهې نه.
عبدالله ابن مسعود ( رضى الله عنه )  به فرمايل (والله انه الغناء) په الله دې زما قسم وي، چې د لهوالحديث نه غزلې او سندرې مراد دى.د ايت په اخر کې ورته الله تعالى د سپکونکي عذاب سزا اورولې ده.
د حديث حکم
(ليکونن فى هذه الاء مة خسف وقذف ومسخ وذالک اذاشربوا الخمور واتخذواالقينات وضربوا با لمعازف) رواه الترمذي واحمد وصححه الالباني ٢٢٠٣
ژباړه: رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي، چې خامخابه دې امت کې دزمکې اوله برنه ډوبېدل راځي،
تيږي ورېدل اوشکلونه بدلېدل او دا عذابونه به هله راځي کله چې دوى دشرابو څښل،لوبې او دسندرو مجلسونه شروع کړي .
څېړنه: په دې حديث کې رسول الله صلى الله عليه وسلم يوه وړاندوينه کړې ده چې پدې امت کې به بېلابېل عذابونه راځي چې ځېنې له هغو نه په زمکه کې دخلکو ډوبېدل دي  زمکه به پرې وچوي اودوى به پکې ورک شي ،  بل له اسمانه پرې تېږې وورېږي او درېيم داچې شکلونه به يې بدل شي يانې شادوگان يا خنزيران به ترينه جوړشي اودا عذابونه  هله راځي چې کله دوى درې کارونه شروع کړي،يو شراب څښل(په حديث کې خو دشرابو ذکر راغلى دى ليکن هرډول نشه پدې کې شامله ده .
دويم:چې کله دو‌ى ډمو ته کينې د حديث لفظ (واتخذوا لقينات)راغلى دى .داتخاذ مانا داده چې دا خلک باقاعده ددې ډمو کاروبار پيل کړي اوخاص ددې کارلپاره يې له ځان سره وساتي او قينات ته په نن زمانه کې فنکاره او سندرغاړې ويل کېږي اودا خبره ښه ښکاره ده چې دفنکارانو لوبو او اوازته خلک کيني لهذا په دې کې د ويډيو،اډيو(دليدلو او اورېدلو)کيسټې اوډيش وغيره ټول شامل دي.
درېيم: کاردادى، چې دوى د (معازفو) وهل شروع کړي ،(معازف) دمعزفة جمع ده او امام جوهري په صحاح اللغات کې دمعزفة په اړه ليکلي: هي الات اللهووقيل الات الملاهي.الصحاح ص٨٣
(معازف) دډم توب توکو او الاتوته ويل کيږى او ځينې نوروايې چې دډم توب دالاتواوازته ويل کېږي لکه باجه ،ستار،تبله،رباب او داسې نور.
نو دپورته حديث لنډيز دادی چې څوک کله دا درې ډول کارونه پيل کړي په هغوى به دا درې ډوله عذابونه راځي،
په يوبل روايت کې راغلي دي چې کله دوى ټوله شپه په دغه شرابو اوسندروکې تېره کړي اوبيا اوده شي، نو  کله چې  سهار راپاڅي الله تعالى به ترې بيزوګانې او خنزيران جوړکړي وي او د دوى په نوروملگرو به الله تعالى يو باد راولېږي چې دوى به داسې والوځوي لکه څنګه يې چې مخکني خلک الوځولي و، او داعذاب به په دوی ځکه راځي چې دوى شراب څښل او چمبې( تمبل ) وهل حلال ګڼي او سندرغاړي (ډمې) يې له ځان سره ساتلي. مسند احمد ج ١ ص٢٢٣
همدارنګه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي ))صوتان ملعونان صوت مزمار عند نغمة وصوت ويل عند مصيبة)) الترغيب حسنه الالباني٢٧ دوه ډوله اوازونه دي چې په هغوى لعنت رالېږل شوى دى يو دخوشحالۍ پر مهال دشپيلۍ اوسرود اواز او بل دمصيبت په وخت د تباهۍ چېغى وهل
دفقهاوو په اند:
نږدې ټول علماء په دې خبره يوه خوله دي چې سندرې او غزلې حرامې دي او لوبې يواځې فاسق او بې وقوف خلک اوري.
داحنافونظر: داحنافو په نظرسندرې يا ګانې اوريدل فسق دى اوخوند ترې اخېستل کفردى،او داسې منافقت او رزالت په يو دين کې هم جايز ندى،او د اورېدونکي ګواهي   نه قبلېږي.
٢.دمالکيانونظر:له امام مالک نه د سندرو اړوند پوښتنه وشوه؛ نوهغه وفرمايل چې داکار زموږ په ځاى کې فاسقان خلک کوي. همدارنګه يوبل سړي ترې د(سندرو) اړوند پوښتنه وکړه؛ نوهغه ورته وويل چې کله دقيامت په ورځ حق او باطل راوړل شي؛ نودا سندرې به په کوم يو کې وي؟ هغه سړي وويل :په اورکې؛ نوامام مالک ورته وويل، لاړشه اوخپل ځان ته دې پخپله ځواب ورکړو.
٣دامام شافعي نظر: امام شافعي فرمايې، څوک چې همېشه سندرې اوري؛ نو دا بې وقوف دى اوهره ګواهي يې نه قبلېږي.
٤.دحنبليانو نظر: امام احمد بن حنبل فرمايي: چې سندرې ښه شى نه دى اوداپه زړه کې منافقت راټوکوي اوسندرې يو باطل کار دى اوباطل به په اور کې وي. همدا راز د حنبلي فقې دمشهورکتاب((الفروع)) مصنف دقاضي عياض وينا نقل کړې چې دلوبواوسرودونو حلال ګڼونکی کافر او د اسلام نه وتلی دى. فصل الخطاب ص ١٥ (پورتني معلومات دجاسوس القلوب کتاب نه اخيستل شوي دي)
دعلماوء فتوى:
سوال:(کتاب الدعوة ص ١٩٠للشيخ ابن عثمين رحمه الله تعلى) له محترم فضيلة الشيخ العلامه محمد صالح العثمين---رحمه الله نه پوښتنه وشوه چې د (وي،سي،ار) داسې کيسټې چې په هغې کې له ټولونه کمه  بې حيايي داسې وي چې بې پردې زنانه پکې ښکاري او د دروغو او دوکې عشقي کېسې په کې وي د دا ډول کيسټو اخيستلواوخرڅولوڅه حکم دى؟او اياپه دې کيسټوسره حاصل شوې روپۍ حرامې دي؟او ددې تاجراوسوداګر ته  څه کول پکاردي؟او ځان  به څنګه ترې خلاصوي؟
ځواب: ددې ډول کيسټو اخيستل خرڅول حرام دي،ځان سره ساتل يې حرام دي،او همدارنګه اورېدل او کتل ورته حرام دي ځکه چې داسې قسم کيسټې فتنې اوفساد ته بلل کوي اولازم او واجب دي چې داسې قسم کيسټې له منځه ېوړل شي او چې څوک يې استعمالوي هغوى ترې منع کول واجب دي ،ددې لپاره چې د فساد ماده اواصل ختم شي اومسلمانان دفتنو له اسبابونه بچ  شي.
مسلمانه وروره !
داځواب خو د هغه کيسټو اړوند و، چې په هغې کې بې حيايي څه ناڅه کمه وي ،يواځې پکې بې پردې ښځې ښکاره کېږي اوخيالي کېسې پکې وي، ليکن ددې ځواب نه به تاته پخپله اټکل شوی وي چې دهغو کيسټو او ډش انټينا به څه حکم وي چې په هغې کې بلکل لوڅې لغړې ښځې ګډېږي،څرګندېږي او د زنا لارې چارې پکې ښودل کېږى؟
دسندرو او بدلو زيانونه.
١.دبدلو،سندرو (ګانوو)اوسرودونو په اوريدوسره له ټولونه ستر زيان دا څرګندېږي چې زړه فاسدېږي او منافقت په کې پيداکېږي  . لکه چې دابوهريره، انس بن مالک او ابن مسعود رضى الله عنهما نه نقل دي چې (الغناءينبت النفاق کما ينبت الماءالبقل، والذکر ينبت الايمان فى القلب کما ينبت الماء الزرع) (ذم الملا هي لابن ابي الدنيا)
ژباړه: سندرې اوسرود په زړه کې داسې منافقت راټوکوي لکه  اوبه چې  (شينکى)راټوکوي اود الله ذکر په زړه کې داسې ايمان راپورته کوي لکه څنګه چې اوبه (فصل) راپورته کوي. او ددې لويه نښه داده چې په ټنګ ټکور ميين سړي باندې کله هم دقران تلاوت يا ديني مجلسونه،دقران درس وغيره ښه نه لګي بلکې په هغې کې ستومانه کېږى بل لور ته چې عياشۍ او فحاشۍ ته ناست وي، نو ټوله شپه يې پرواه نه وي.
تلى الکتاب فا طرقوالاخيفة        لکنه ا طراق ساه لاهي
ژباړه:چې کله قران لوستل کېږي، نودی دبې پروا اوغافله په څېر سرښکته کړي.
واتى الغناء فکا لحمير تناهقوا       والله مارقصوا لاجل الله
ژباړه:اوکله چې سندرې پېل شي، نود خرو په څېر هنګاری اوبې ځايه ګډاګانې کوي.
٢.دټنګ ټکور ا و سندروپه دودېدو سره وچکالي د دښمنانو غلبه او د نا اهلو مشرانو واکمن کېدل راځي لکه چې ابن قيم ( رحمه الله ) يې څرګندونه کړې ده.
٣.پدې  سره دالله تعالی مينه دمسلمان له زړه نه کډه کوي اود شيطان  مينه اوملګرتوب واکمنيږي.
د ابو امامه رضي الله عنه په حديث کې راغلي دي، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرما يلي : کله چې يوسړى په سندرو اوبدلو ويلو سره اواز لوړ اوپورته کړي، نو په پښو يې وهي (چې نور يې هم  ګرم کړي) تر هغې چې سندرې بس کړى (فصل الخطاب ص١٨٩ )
عبدالله ابن مسعود رضى الله عنه فرمايي :کله چې يو سړى په سورلۍ سورشي او بسم الله ونه وايي، نوشيطان ورته وايي چې سندرې پيل کړه (ريکارډ ولګوه )که سندرې ورته نه ورځي اويا ورته يادې نه وي ،  نو بيا ورته وايې چې ارمانونه اواميدونه کوه (مخکنۍ حواله).
سبحان الله دلته انسان ته يوڅه فکرمند کېدل په دې پکار دي چې ايا دغه کار چې زه يې کوم لازم دی ،او په دې هم فکر کول پکار دی چې ايا الله پاک زه دې دنيا ته ددې لپاره رالېږلی يم ،لهذا لږ سوچ پکاردى!! چېرته لاړ هغه انساني غيرت اوحياء؟ مونږ ځان ته پښتانه وايو او له پښتو سره حياء او غيرت لا زم دى.
دزړه اطمينان او غم په څه کې دى ؟
ډيرى  خلک داپلمه لټوي چې موږ مسافر يو او په دې سره غم ختموو،ليکن دا واورئ چې په دې عياشۍ سره په حقيقت کې غم نورهم زياتېږي او غم دالله تعالى دکتاب په لوستلو اولمانځه سره له منځه ځي .په دې اړه الله پاک فرمايي (الابذکرالله تطمئن القلوب)الرعد :٢٨. ژباړه:خبردار شئ چې دالله تعالى په ذکر سره زړونه مطمئين کېږي.
عايشې رضي الله عنها-فرمايلي دي )).کان رسول الله صلى الله عليه وسلم اذا حزبه امر بادرالى الصلاة))     (رواه احمد)
ژباړه:کله چې به په رسول الله  صلى الله عليه وسلم باندې کوم کارمشکل شو نولمانځه ته به يې بېړه کوله .په بل حديث کې راغلي دي، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي ((وجعلت قرة عيني في الصلاة)(رواه النسائى )
ژباړه :زمادسترګو يخوالی (خوښي) په لمانځه کې ده.
همدا وجه ده، چې کله به دپيغمبرصلى الله عليه وسلم  طبيعت ناساز شو بلال رضي الله عنه  ته به يې وويل )ارحنا بالصلاة يابلال)) (رواه احمد)  ژباړه: بلاله په لمانځه موطبيعت برابرکړه.
پاېله:
ددې اياتونو،احاديثو اود علماوو له اقوالو موږ ته يو څو خبرې څرګندې شوې.
١.دسندرو اوبدلو د (وي،سي،ار)دکېسټو خرڅول حرام دي اوپه کوم دوکان کې چې خرڅېږي هلته کار کول حرام دي.
٢.د دا ډول کېسټو اخيستل يا له ځان سره ساتل اويا بل چاته ډالۍ کول حرام اونا روا  کار دى.
٣. (وي،سي،ار،ډش انټينا اوټيپ ريکارډر)دفحاشۍ او عياشۍ داورېدلو لپاره په خپل کورکې ساتل حرام دي .
٤.په کومه دېره کې چې دغه ذکر شوي شيان ددغه غلطو مقاصدولپاره شتون لري؛ نو ل هغه کور او دېرې نه وتل لازم دي. 






د ليكنې سرچينه : Afghan adabi baheer
 

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User