Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Thursday, January 19, 2012

دقران کريم ژباړه په لمانځه کې لوستل څنګه ده؟


 

 

دقران کريم ژباړه په لمانځه کې لوستل څنګه ده؟

 

پوښته : ديوه زبردست عالم بيان دى چې که چيرې دقران شريف دکوم ايت ژباړه په اردو کې ولوستل شي نولمونځ اداء کيږي ځکه چې قران شريف کلام الله نه دى بلکې دهغه ژباړه ده چې رسول الله r په عربي ژبه کې کړي ده اودقران شريف دنزول داذريعه بيانوي چې الله تعالى دهغوى په زړه کې اچولي دى ،هغه په خپلې ژبې مبارکې سره اداء کړي ،دابيان ددغه مولوي صاحب صحيح دى اوکه غلط دى ؟

ځواب :  ددغه زبردست عالم په حوالي سره چې کومه مسئله تاسو ليکلي ده هغه بلکل غلطه ده له دې څخه څرګنديږي چې دغه صاحب ددين عالم نه دى ،افسوس دى چې داسې غلطې مسئلې تش په نامه عالمان بيانوي ،په لمانځه کې دسورت فاتحې يادبل سورت دترجمې په لوستلو سره  لمونځ نه کيږي ،ځکه چې قران شريف نوم دى دهغه عربي کلام الله چې مابين الدفتين دى يعني  د دوووفاتوپه مينځ کې چې کوم کلام الله دى همدا قران شريف

 دى ،اوهمداکلام الله دى داهل سنت والجماعة داعقيده ده ([1]).
نوددغه مولوي دا ويل چې داعربي قران شريف کلام الله نه دى بلکې دهغه ژباړه ده الخ بلکل غلطه ده او افتراء ده ،الله Y فرمايي ( اناانزلنه قرانا عربيا ([2])) همدا رنګه په زياتو ځايونو کې يي قرآن ته عربي ويلى دى  اويوځاى داهم ارشاد دى (ولو جعلناه قرانا اعجميالقالوا لولا فصلت اياته اعجمي وعربي ) يعني الله تعالى فرمايي چې که چيرې مونږ قران شريف په عربي ژبه کې نه واى نازل کړى نوکافرانو به دا اعتراض کاوه چې په عربي پيغمبرباندې عجمي قران نازل شوى ،داخو عجيبه خبره ده ،اودفقهي په کتابونو کې يي ښکاره ليکلي دي چې په لمانځه کې دقران شريف دژباړي په لوستلو سره لمونځ نه کيږي ،خو کوم نوى مسلمان سړى چې دداسې سختې ژبې والا وي چې هغه عربي لفظونه نه شي ويلاى نودهغه لپاره ترهغه وخت پوري چې هغه ياد کړي اوقران شريف ولوستل شي داصحيح ده ،چې يواځې ژباړه ووايي ځکه چې هغه معذوردى دقران شريف له لوستلو څخه ،اودا ويل د هغه چې خداى تعالى دهغه r په زړه کې (قران ) واچاووو،هغه r په خپلې ژبې سره په عربي الفاظوکې بيان کړ دهغه داعقيده هم بلکل له اهل سنت څخه خلاف ده ، دى دنيچريت اومرزائيت معتقد معلوميږي ،داهل سنت ،اهل اسلام دا عقيده ده چې دحضرت جبريل په ذريعه قران شريف نازل شوى دى ،په خپله په قران شريف کې راغلي دي ( نزل به الروح الامين ) چې داقران روح الامين يعني جبريل u دالله Y له لوري څخه نازل کړى دى غرض داچې د داسې عقيدې لرونکي خبره نه اوريدل اونه منل په کار دي .


[1] -کماصح لوشرع بغيرعربية الخ اوقراءبها عاجز فجائز اجماعا قيد القراءة بالعجز لان الاصح رجوعه الى قولهما وعليه الفتوى قلت وجعل العيني الشروع کالقراءة لاسلف له ولاسند له يقويه (درمختار) وانما المنقول انه رجع الى قولهما فى اشتراط القراءة بالعربية الاعندالعجز الخ لان الامام رجع الى قولهما فى اشتراط القراءة بالعربية لان الماموربه قراءة القران وهو اسم للمنزل باللفظ العربي المنظوم هذا النظم الخاص المکتوب فى المصاحف المنقول الينا نقلا متواترا الخ (رد المحتار ،باب صفة الصلوة فصل تاليف الصلوة  ج١ ص ٤٥١ ).
[2] - سورة يوسف رکوع ١ ،

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User