Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Thursday, January 19, 2012

خپلې پېغلې لور ته د ام ایاس د مور نصیحتونه

 

 

خپلې پېغلې لور ته د ام ایاس د مور نصیحتونه 

 

13.01.2012 16:05
 د ام ایاس مور خپلې پېغلې لور (ام ایاس) ته د مېړۀ (عوف بن محلم الشیباني) کور ته تر ورتلو مخکې نصیحتونه کوي .
اې لورکۍ! تۀ لۀ هغۀ کور څخه ورجلا شوې چېرته چې تا خاپوړې کړې وې، لۀ هغۀ ژوند څخه ورجلا شوې چېرته چې تۀ لویه شوې وې ، داسې سړي ته ورغلې چې نه یې پېژنې او داسې ملګري ته ورغلې چې ورسره بلده نه یې، نو تۀ  د دۀ لپاره وینځه شه ترڅو دی ستا لۀ پاره غلام شي .
 لس خویونه (عادتونه) خپل کړه تاته به ګټه ورسوي :
۱: راضي اوسه او قناعت کوه .
۲:  ښۀ اورېدل او اطاعت کوه .
 ۳ : د سترګو خیال یې ساته، ترڅو همېشه تا په ښۀ صورت کې وویني او په بد منظر یې سترګې ونۀ لګي .
 ۴ : د پوزې (شامې) خیال یې ساته، ترڅو همېشه له تانه ښه بوی احساس کړي .
 ۵ : د خوب خیال یې ساته، ځکه بې خوبي غوسه زیاتوي .
۶ : د ډوډۍ خیال یې ساته، ځکه ډېره لوږه انسان بې واکه کوي .
٧ : د مال ساتنه یې کوه، مال یې په اندازه او انصاف سره مصرفوه .
 ٨ : د عیال پالنه یې د ښۀ تدبیر له مخې تر سره کوه .
 ٩: د دۀ ویلو ته هېڅ کار مه پرېږده، ځکه که د امر خلاف یې کوې نو زړۀ یې زخمي کيږي .
١٠: راز یې مه افشاء کوه، ځکه که راز یې افشاء کړې نو اعتماد به یې له لاسه ورکړې . چې کله دې مېړه غمجن ؤ د خوشالۍ اظهار مه کوه او کله چې خوشحاله ؤ نو غم مه ښکاره کوه .
که دا خويونه دې خپل کړل نو د یوۀ خوشاله ژوند مېرمن به يې، د مور نصیحتونه یې ومنل او د ښۀ  ژوند درلودونکې مېرمن وه او د لوی شاعر امری القیس نیکۀ (حرث بن عمرو) یې لۀ لمنې پیدا شو.



 (المستطرف ۲ ټوک ۴۷۹ مخ)
 منبع : سيدجمال الدين فاطمي (څپې)

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User