Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, December 30, 2011

واده هم دلته يو غم دی


واده هم دلته يو غم دی

هدايت الله حميدي

د پوهنتون په رخصتۍ کورته راغلى وو، نوې كوژده يې هم كړې وه، ځكه نو له ملګرو سره مبارکۍ ته ورغلو.
له روغبر وروسته مې د ولور پوښتنه ترې وکړه.
هغه سوړ اسويلى وويست، ويې ويل: پنځه لکه افغانۍ.
لدې ځواب سره مې ناڅاپه له خولې ووتل:
-    دا ولس به كله اصلاح كيږي!
يو ملګري په حيرانتيا پوښتنه وكړه:
-     نو په دې کې څه ستونزه ده؟ شريعت خو مهر ته لوړ حد ندى ټاكلى.
ما وويل:
-    له شریعت نه مو څه تړلى چرګ جوړ کړی؟ آيا دا ولور هماغه مهر دى؟ بلكل چې نه دی. دا پيسې پلار ځان ته اخلي او نجلۍ نه پكې برخه لري او نه يې د مصرف صلاحيت. لدې سربيره آيا له دين نه مو همدومره زده كړي چې مهر لوړه اندازه نده ټاكل شوې كه مو دا هم اوريدلي چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم غوره ښځه هغه ښوولې چې مهر یې کم وي.
ما هغه پيژندلو، په بېوږله کورنۍ کې لوی شوی وو، ښوونځى يې په ستونزو وويلو، پلار يې د ايران ناخوالو زوړ كړ، كوچنى ورور يې چې لا متعلم دى، له وخته وروسته هوټلونو ته اوبه راوړي او د ښوونځي كتابچه او قلم پرې اخلي.
دا يوازې يوه بېلګه وه، د هغو زرګونو ځوانانو یادونه خو به نه کوم چې په کم عمر د وير لړلي ولور د ګټلو په نيت څوك په ايران كې د کثافاتو څاګانو وخوړل او څوك د پولیسو د مرمیو قرباني شول. یو، نیم یې هم چې بېرته ژوندی راستون شي نو معتاد وي او د ژوند تر پايه د کور او ټولنې د اوږو بار.
بس دا مو ملايان شول
په همدې اړه مو سره د زړه خواله کول او کابو ډېره پړه مو په ملایانو واچوله. خو سمدستي یو ملګري وویل چې زموږ د سیمې مشهور مولوي په اووه لكه افغانۍ لور واده کړې ده.
يوه ورځ له يو ملا صاحب سره په موټر كې سپور وم او خبره له همدې ټولنيز ناوړه دود څخه راغله، له ډيرو لنډو اوږدو وروسته، هغه بالاخره اعتراف وكړ چې ريښتيا هم دا ناسم رواج دى. ما په هيله منه ژبه ترې وپوښتل چې نو تاسې ولې د هغې مخه نه نیسی؟
په بې پروايۍ يې وويل: دا زما په وس كې ندي، ټول ملايان همداسې كوي.
ورته مې وويل: ستاسې خو همدا مسئوليت دى چې خلكو ته دين ورسوى او ستونزې يې حل كړى. خو هغه چې نور يې حوصله پای ته رسېدلې وه را ته وويل:
-     كه دومره نر ياست امريكايان وباسئ! تاسې اوس په ملايانو پسې را اخيستې.

ښاریان تر موږ زيات بد بخته دي

كيداى شي ښاري وګړی ګومان وكړي چې موږ خو شكر لدې ناسمو دودونو بېغمه يو او سم ژوند لرو، خو په الله باور وكړئ چې د ښار پوهان د کلیو له ساده گانو څو ځله ساده دي. غوسه کیږئ مه، بلکې دا خاطرې هم راسره ولولئ:
د موبایل جوړولو لپاره دوكان ته لاړم، موبايل ساز دوه سوه افغانى غوښتې او ما سل تر زړه ویستلې وې. له ډيرو لانجو وروسته ما د صدقې په نيت – چې هسې غريبكار دى- پنځوس روپۍ زیاتې ورکړې، او هغه هم پدې نامه چې په راتلونکې کې به دوکان ته ورځم، راټیټ شو نو په ۱۵۰ افغانيو سره جوړ شوو.
هغه په كار بوخت شو او زه يې څنګ ته په څوكۍ كښيناستم، خلك تلل راتلل خو په خبرو خبرو كې پوه شوم چې په همدې ورځو كې د انجنير صاحب واده دى.
ورور يې د خپل فعالیت راپور ورته راووړ چې له فلمبردارانو سره غږيدلى يم، فلانی ډول يونټ له دريو كمرو او پروجكتور او ۳۷ انچ تلويزون سره د يوې ورځې لپاره په ۱۵۰۰۰ افغانى، دا ډول يې په ۲۰۰۰۰، هغه ډول په ۳۰۰۰۰ زره… له پوره بحث وروسته يې شل زریز ډول غوره کړ.

څو شيبې وروسته يو بل ځوان راغى او هغه د سندرغاړي نرخ ويلو،…. دومره پیسې اخلی خو د شپې تر لسو بجو خدمت کوي او بيا ډنګ هم نه كوي، … دومره غواړي خو هغه بيا تر سهاره سندرې وايي. … په دومره او دومره، دې ته هلكان ښه ګډيږي او دا بل د ښځو نه خوښيږي.
دلته هم خداى مې دې غاړه نه بندوي په ديرش زريز ډم باندې راضي شول.
ورپسې د هوټل د سرويس كيسه راغله. د یوه خوراک ډوډۍ بیې له ۳۵۰ څخه پيل او بيا تر۹۰۰ افغانيو پورې وې. د دوى سلا په ۵۰۰ راغله نو ما له ځان سره كم شمير ميلمانه چې حساب كړل يو لك افغانى كيدلې.
هغه نور اضافي مصارف چې د موټر، آرايشګاه، د واده د جامو… چې يقينا تر يو لك هغه هم زياتيږي پريږده او د طلا كيسه يې بيا بيله درته كوم.  دا مصارف او هغه د پنځوسو افغانيو چانې. ‎

د نصرت واده

زما ټولګيوال او ډېر ساده هلك دى. پلار يې په كوچنوالي كې شهيد شوى او مور يې دویم واده كړى، بس يو دى دى او يو يې فلج ورور او نور د الله دربار.
ورځې وړاندې يې را سره د زړه خواله كول چې اوس خو دا دى ستاژ هم راورسيد نو بايد واده وكړم.
ما ورته وويل چې دا خو ښه خبره ده، نو ولې پرې ګورې؟
هغه وويل چې د واده لپاره دوه مهم كارونه په مخ کې لرم: لومړى د طلا سيټ او دويم د هوتل مصارف.
طلا خو شکر لرم، ځكه نيا مې څه برخه زما په نامه بېله کړې وه. هغه به په سيټ بدله کړم او پاتې شول د هوټل مصارف چې ما سنجولي دوه لكه افغانۍ كيږي.
پوهيږۍ چې هغه بيچاره د دې دوه لكو افغانيو لپاره څه وكړل:
هغه د پوهنتون د ټولو سرګردانيو سره سره، د خپلې سيمې په بازار كې كورس جوړ كړى، له سهار وخته تر ماښام ناوخته پورې همالته مصروف دى او اوس د مياشتې پنځه زره افغانۍ عايد لري. که له څه ستونزې پرته په همدې توګه پر مخ لاړ شي نو په څلورو كلونو كې د واده د يوې ورځې د هوټل پيسې را وباسي
دا د ملت هغه شريف وګړي دي چې غواړي پاک لمني و اوسي.

 منبع : اصلاح انلاين

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User