پوښتنه : د نګور د پاره خسر محرم دی که نا محرم ؟
د پوښتنې کونکي پوښتنه را څخه نا درکه شوه خو متن همداسې ؤ
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د نګور د پاره خسر محرم دی د محرماتو لڼد بيان په لاندې ډول دی :
محرمات ابدي
د ابدي محرمات د پاره دری اصلی سببوبه وجود لري لکه خپلوي ،
زومولي او رضاع چې د ځنو انسانانو سره د هميشه د پاره نکاح او واده کول
حرام دي په لاندې آیت شريف کې دری واړه ډلې بيان شوي دي :
حُرِّمَتْ عَلَيْكُمْ
أُمَّهَاتُكُمْ وَبَنَاتُكُمْ وَأَخَوَاتُكُمْ وَعَمَّاتُكُمْ
وَخَالَاتُكُمْ وَبَنَاتُ الْأَخِ وَبَنَاتُ الْأُخْتِ وَأُمَّهَاتُكُمُ
اللَّاتِي أَرْضَعْنَكُمْ وَأَخَوَاتُكُمْ مِنَ الرَّضَاعَةِ …. ( 23النسأء
)
حرامې کړ شوی دي پر تاسې ميندې ستاسې او لوڼې ستاسې او خويندې
ستاسې او ترورياني (د پلار خوندې ) ستاسې او توړيانې (د مور خوندې ) ستاسې
او وريرې ستاسې او خورځې ستاسې او ميندې ستاسې کومې چې تاسې ته يي پی
درکړی وي او خوندې ستاسې له جهته د تي رودلو .
۱- سببي محرمات :
هغه ښځې چې د خپلوي او نسب له وجې د هغوی سره نکاح کول حرام
دي لکه : مور ، نيا ، خور ، خورزه ،وريره ، لور ، لمسۍ ، د مور خوندې ، د
پلار خوندې …….
۲- د زومولي محرمات :
له هغو سره هم نکاح حرامه ده کوم چې زومولي يا مصاهرت له کبله
حرام شوی دي لکه :خسر ، د خسر پلار ، خواښې د خواښې مور او د خاوند زوی يا
لمسۍ ….
۳- د رضاع له کبله محرمات :
هغه ښځه چې کوم چا ته شيدې ورکړي اسلامې شريعت هغه ته د مور
درجه ورکوي د الله تعالی د قول مطابق د هغه او د هغه ځنو خپلوانو سره نکاح
حرامه ګرځي .
موقت محرمات
۱- مطلقه ثلاثه :
کومې ښځې ته چې دری طلاقه ورکړ شي له هغې سره بيا نکاح کول حرام دي .
۲- واده شوی ښځه :
هغه ښځه چې خاوند ولري او خاوند يې هغې ته طلاق نه وي ورکړی د بل کس نکاح کول له هغې سره حرام دي .
۳- بې دينه ښځې :
هغه ښځې چې هيڅ آسماني دين ونه لري لکه اورپرستي ، بت پرستې ، مارکسيستي ، بهايي ، بودايي ،ملحدې ….
۴- د ښځې د خوندو يا خينې :
د ښځو د خوندو يا د هغه محارم لکه عمه ، خاله … سره نکاح کول
حرام دي د هغه د محارم سره ځکه نکاح کول حرام دي چې قطع صلح رحم مينځ ته
راځي
۵- پنځمه ښځه
د شرايطو په چوکات کې که څوک څلور ښځې ولري نو د پنځې ښځې سره نکاح کول حرام دي
د نورو ښځو سره د نکاح شرايط دلته وګورﺉ
آن لاين اسلامې لارښود
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.