د مولود شريف يا جشن ميلاد لمانځل جايز دي ؟


زه یوه پوښتنه لرم هغه داچی: د مولود شریف لمانځل دقرآن اوسنت په رڼاکی روښانه کړی او آیا په بدعت کی حسنه اوسیه شته اوکنه؟
مننه وروره  – حکمت الله
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د ميلاد نبي د مجالسو مروج شکل چې د شپي قيام کوي نعتونه وايي ، او د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د پيدايښ ياد کوي بدعت دی ځکه داسې مجلس جوړول او دا ډول د شپې قيام نه د صحابو په زمانه کې، نه د تابعينو او نه هم د تبع تابعينو په وخت کې ددې هيڅ وجود نه وو او نه هم په شريعت کې ددې څه ثبوت شته .( کفايت المفتي ج ۱ ص ۱۷۲ )
ان عمل المولود بدعة لم يقل و لم يفله رسول الله صلی الله عليه وسلم  و الخفاء ، و الائمه (کذا في الشرعية الالهية ص ۱۶۴ ) .
فتاوي دارالعلوم ديوبند ليکي :
ميلاد نبي بدعت دی او هغه خلک چې وايي مونږ د رسول الله صلی الله عليه وسلم  سيرت بيانوو آيا د رسول الله صلی الله عليه وسلم  په امت باندې صرف دغه حق دی چې په ټول کال د هغه صرف يو ورځ هغه هم نماشي ذکر يا د درواغو او رښتيا رسالو په بيانولو وشي او بس ، ای افسوس د مسلمانانو فرض خو دا دي چې ټوله ورځ يي رسول الله صلی الله عليه وسلم  په ياد وي ځکه مسلمان ته خو ټوله ورځ د قرانکريم او سنتو احکام او ارشادات متوجه دي ، په عباداتو ، معاملاتو ، اخلاقو کې د هغوی صلی الله عليه وسلم ارشادات عملي کول دي ( فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۲ ص ۷۷ ) .
همدارنګه فتاوي علماء البدالحرام ليکي :
جشن ميلاد بدعت دی ځکه چې په خيرالقرون ددې هيڅ ثبوت نشته
ځنې علماء وايي دا جشن د لومړي ځل د پاره په څلورم قرن کې د اهل تشيع فاطمي ډلې لخوا مينځ ته راغی چې ځنو د دين څخه نا خبرو اهل سنت د هغوی تقليد وکړ او وروسته دغه بدعت په خلکو کې خپور شو .
په اسلامې مسئولينو دا واجب ده چې ددې ډول بدعاتو مخه ونيسي او پرېنږدي څوک ددې ډول مجالسو او جشنونو د پاره دعوت کړي او دا د ټولو مسلمانانو وظيفه ده تر څو د بدعت پر وړاندې مبارزه وکړي او هغه څه چې د اسلامې شريعت خلاف دي له مينځه يوسي (فتاوي علماء البدالحرام – مجموع فتاوا و مقالات متنوعة (4/81) .
آيا بدعت حسنه او سيئه لري او که نه ؟
بدعت ښه او بد نه لري بلکي هغه شي چې په ديني امور کې نوی پيدا شي د دين امور وګڼل شي مګر د هغه په اړه په اسلامې شريعت کې هيڅ ثبوت نه وي بدعت ګڼل کيږي هغه که ښه وي (حسنه ) او که بد وي (سيئه ) بدعت دی ( د علمي څيړنو او افتاء دايمي ټولنه )
رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : إيّاكُم وَ مُحدَثاتِ الأُمورِ؛ فإنَّ كُلَّ مُحدَثَةٍ بِدعَةٌ، و كُلَّ بِدعَةٍ ضَلالَة : (از امور نوپيدا در دين بپرهيزيد كه هر نوپيدايي بدعت است و هر بدعتي گمراهي است).[1]
و الله اعلم
و بالله التوفيق. و صلي الله علي نبينا محمد و آله و صحبه وسلم.


آن لاين اسلامې لارښود