ايمان څنګه تقويه کړو ؟

د ايمان د ضعف وسائل :

۱- په ګناهونو کې اخته کيدل .

۲- په عباداتو کې سستي اختيارول .

۳- د الله تعالی د ذکر او دعا نه غفلت کول .

۴- د عباداتو په ښه شان سره نه ادا کول .

۵- بد اخلاقي د خلکو سره بد چلن کول او همدارنګه خلکو ته په ژبه يا لاس سره ضرر رسول.

۶- د وعض او نصيحت څخه لري والی .


د ايمان د تقويې وسايل :

۱- شرعي علم حاصلول . إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاء (فاطر ۲۸ ) ‹‹ حقيقت دا دی چې د الله تعالی له بندګانو نه د هغه (جل جلاله ) نه علماء ويريږي .
قال رسول الله صلی الله عليه وسلم (من يرد الله به خيراً يفقه فی الدين ) متفق عليه (چا ته د الله د خير اراده وشي نو هغه فقهی (د دين په احکامو پوه ) ګرځوي ) . ځکه کله چې يو کس په حلالو او حرامو پوه شي هغه بيا هيڅ کله هم په حرامو تيز نه ورځي او که کله اشتبا ورڅخه وشي نو ژر توبه وباسي .
۲- د صالحو خلکو سره ناسته . قوله تعالی : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَكُونُواْ مَعَ الصَّادِقِينَ (التوبه ۱۱۹ ) .
(ای مؤمنان له الله څخه وويريږی او له صالحانو خلکو سره ملګري شی ).
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : لا نصاحب إلا مؤمنا ولا يأكل طعامك إلا تقي (ترمذی ۲۵۰۶ ) .
صرف د مسلمان ملګرتيا کوه (ځکه د کافر او فاسق په ملګرتيا سره به په تا هم بد اثر وشي او د ايمان د ضعف سبب به وګرځي ) او صرف پرهيزګار دې ستا طعام خوري ( هغوی ته چه د ډوډی په وجه کوم طاقت رسيږي په هغه باندې به عبادت کوي او په هغې کې ستا هم حصه ده .
د ښو خلکو سره ملګري کولو تر ټولو ښه مثال د اصحاب الکهف سپی دی دغه سپي د ښو خلکو ملګرتيا اختيار کړه ددې ملګرتيا په وجه الله تعالی د هغه نوم په خاص ډول په قرآنکريم کې ياد کړی دی .

۳- په فرضو محکم والی .الله تعالی په ټولو امرارو کلک عمل کول وَمَن يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ يُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ وَمَن يَتَوَلَّ يُعَذِّبْهُ عَذَابًا أَلِيمًا (الفتح ۱۷ ) .
 
۴- نفلي عبادات : نفلي عبادات الله تعالی ته د نږدې کيدو سبب جوړيږي او په خاصه ټوګه د نفلي لمونځونو يوه خاصه ګټه داده چې کله د حشر په ورځ لومړی د لمانځه حساب شروع شي نو که په فرضو کې کمی راشي هغه به په سنتواونفلو پوره کيږي .

۵- په قرآنکريم کې تدبر کول : د قرآنکریم په معنی او مقاصدو کې فکر کول أَفَلاَ يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ (النسآء ۸۲ )
( ايا په قرآن کې تدبر او فکر نه کوئ .    ) .

۶- د ايمان د ضعف د وسائلو ترک کول كوم چه ّپورته ذكر شول .
مفكورة الدعوة – آن لاين اسلامې لارښود