Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, December 9, 2011

د شيخ احمد په نوم خوب او خبر يا وصيت درواغ او ګمراه کونکی دی


د شيخ احمد په نوم خوب او
خبر يا وصيت درواغ او ګمراه کونکی دی 
دا ليک زمونږ ايمل ته هم رارسيدلی ؤ چې د شيخ احمد په نوم وصيت نامه ؤه په انګريزی متن ليکل شوی چې د متن لنډ مطلب يې په لاندې ډول ؤ .
داخبر راساً د مدينی د شيخ احمد لخوا د جمعی په ورځ را استول شوی دی، شيخ د قرآن د تلاوت ورسته بيده او په خوب کې حضرت محمد ص وينی چې ده ته مخامخ ولاړ دی او ورته وايی :چې په دې يوه هفته کې ۷۰۰۰ خلک مړه شول مګر يو دوی هم رښتنی مسلمان نه ؤ ،هيڅ يو يې دالله د غوښتنی موافق عمل نه ؤ تر سره کړی .
هغه همدارنګه وويل اوس بد وخت دی د نجونو بې حجابې ،زکات نه ورکول ،لمونځ نه کول وروسته د درواغو ډراميې  ليک څه نوره ادامه مومې او په آخر کې د نوموړی خبر د تأيد او نه تأيد رسولو او نه سولو په اړه د ګټي او ضرر خبردارئ  ورکوي او پای مومی .
اګر چه دا خبر يا ليک ځوابول هم نه ارزي ځکه چې دې ته اهميت ورکول خدای (ج) مه کړه د مسلمانانو په سادګۍ او بې علمۍ دلالت کوي خوبيا هم يو مسئوليت يې بولو چې دغه فاسد عقايد د اسلامې ارشاداتو په رڼا کې ځواب کړو او په آينده کې کوم څوک دې ته ورته درواغجنو او ګمراه کوونکو خبرو ته اهميت ورنه کړي  .
ددی ليک يا خبر په اړه د آن لاين اسلامې لارښود غبرګون
۱- خوب ليدل که رښتيا هم وي که هر چا ليدلی وي کوم شرعی دليل نشی کيدای ،په مسائلوکې پر خوب باندې اعتماد رواه نه دی خوبونو ته څه اعتبار دی اول خو دخوب حجت او دليل کيدل غيرثابت دي بيا دهغه صحيح تعبير په فکر کې را تلل ضروري نه دي (فتاوی ابوالمختار ج ۱ص ۱۴۴ ،افاضات ج ۹ ص ۲۱۰-۲۰۸ ) .
 خوب د امورو په شناخت باندې دليل نشي کيدای ځکه خوب کله سم او کله خطا وي نو دخوب شرعی اصل او دليل کيدل يو خيال او ګمان دی (فتاوی البلدالحرام – مکه مکرمه 1/440-443 ) .
۲- په غيبو يواځې الله تعالی پوهيږي نفع او ضرر رسول يواځې د ستر چښتن تعالی جل جلاله کار دی او بس قوله تعالی :قُل لاَّ أَمْلِكُ لِنَفْسِي نَفْعًا وَلاَ ضَرًّا إِلاَّ مَا شَاء اللّهُ وَلَوْ كُنتُ أَعْلَمُ الْغَيْبَ لاَسْتَكْثَرْتُ مِنَ الْخَيْرِ وَمَا مَسَّنِيَ السُّوءُ إِنْ أَنَاْ إِلاَّ نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُون (الاعراف ۱۸۸) .
ووايه (ای محمده ! دوی ته ) چه زه ځان ته د نفع او ضرر رسولو واک نه لرم مګر هغه څه چې اراده وفرمائې الله ، اوکه زه پوهيدلی په غيب باندې نو خامخا حاصل کړی به مې وای ډير له خير (نفعی ) او نه به ؤ رسيدلی ماته کوم ضرر او زيان ، نه يم زه مګر ويروونکی (دکفارو په جحيم سره ) او زيری ورکوونکی (په نعيم سره ) قوم د مؤمنانو ته .
تشريح : محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم د خدای (ج) نازولی خاتم انبياء او دټول عالم لپاره را استول  شوی پيغمبر هم ځان ته د ضرر او نفعې واک نه لري مګر د الله په اراده او همدارنګه په غيبو نه پوهيږي مګر د وحی په وسيله .
نو د سيد د ليک په رسولو او نه رسولو کې به څنګه نفع او ضرر وي ؟
دا يوه ګمراه کوونکی عقيده ده چې د قرآن او سنتو خلاف ده .
۳- که غالباً يو چا دا کار په دې موخه کړی وي چې خلک به پدې سره وويروم (امرپه نيکی او منعه له بدو کارو) يې هدف وي نودعوت خو بايد د قرآن اوسنتو په چوکات کې وشي نو درواغ جوړول درواغ ويل خو کبيره ګناه ده .
آيا ته د قرآن د هغه وعيدونو څخه خبر نه يې ؟ چې د زکات نه ورکونکو او لمونځ نه کوونکو په باره کې بيان شوي دي .
قوله تعالی : …. وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلاَ يُنفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللّهِ فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ (التوبه ۳۴ ) .
اوهغه کسان چه خزانه کوي سره زر او سپين زر (مال او دولت ) او نه لګوی هغه په لاره د الله ج کښی (زکات نه ورکوي ) نو زيری ورکړه دوی ته په غذاب دردناک سره .
مَا سَلَكَكُمْ فِي سَقَرَ ۴۲ قَالُوا لَمْ نَكُ مِنَ الْمُصَلِّي(المدثر۴۳).
تاسې څه شي دوزخ ته بوتلی ، هغوی به ووايي مونږ له لمونځ کونکو څخه نه ؤ.
د قرآن او سنتو په موجوديت کې د سيد خوب ته ضرورت ليدل کيږي ؟
پدی باور او د هغه په رسولو تأقيد څه معنی لري ؟
۴- محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم د ژوند په ورستيو شيبو کې خپل امت ته دا وصيت کړی دی چې تاسې ته مې دوه څيزونه پريښول (کتاب الله وسنتی ) که په دغه دوو څيزونو منګولی ونښلوی نو ګمراه به نشی .
زما مسلمانه وروره د قرآن او سنتو په موجوديت کې د درواغو وصيت او ګمراکوونکو خبرو ته څه ضرورت دي ؟
ددغه خبر يا وصيت ګمراه کونکی دروغجن انګريزي متن چې زما تر ايمل هم را رسيدلی په لاندې ډول دی :

A Sallamualikom wa rahmatullah Wa Barakatu.
اسلام علیکم ورحمت الله وبراکاتو
باعرض حرمت به همه شماغزیزان گرامی
لطف نموده بخوانید ودیگران راهم آگاه بسازید
Subject: PLEASE READ THIS!


Subject: DON’T DELETE! IF YOUR A MUSLIM! PLEASE READ THIS! This is true.From Madina Sheikh Ahmed has sent this news.On a Friday
Sheikh Ahmed fell asleep reading the Quran. Then he dreamt the Prophet
Muhammad (saw) standing in front of him and saying that in one week
seven thousand people died but not even one was a true Muslim. None did
what ALLAH wanted. He also said now is a bad time. These days Wives don’t
look after their Husbands,Girls go round without being covered they do
not respect parents or others,Rich do not look after the poor,they do
not give gifts or money or do not give fulfil zakaat.he also said to
Sheikh Ahmed make people understand to give zakaat,To do prayer and to

keep fast. The day of judgement is near. When There is a single star in

the sky,straight away the path of forgiveness will close. The writing in
The Quran will disappear (vanish). The Sun will lower itself with
Earth.


The Prophet said whoever reads this news to someone else,


‘I WILL ON TH
E DAY OF JUDGEMENT MAKE HIM A PLACE IN PARADISE, AND IF

SOMEONE DOES NOT BELIEVE THIS NEWS TO BE TRUE THEY WILL BE BANISHED FROM

PARADISE
If a poor person gives out this news to other people his/her good wish
Will come true. Sheikh Ahmed said if this is not true then my death will

Be off a Non-Muslim. The Prophet said


‘KEEP FAST, DO PRAYERS, GIVE ZAKAAT AND GIVE KINDNESS TO THE POOR’


Whoever Forwards this will get his/her reward in three days. One Person

Forward it to 40 people he had 8,000 thousand, take prophet in his

Business. One Person did not believe this news and his son died. One
kept Saying he will forward it today,tomorrow but never forward this

News he died as well.
PLEASE DO NOT THINK THIS IS NOT TRUE.

PLEASE FORWARD THIS TO AS MANY PEOPLE AS POSSIBLE


 دا دې ېوا بله نمونه چه د فسبوک د لارې
هم ځنی ملګرو نشر کړې دې



 او دایی بله نمونه

2 comments:

  1. حلیم الله12/09/2011 09:43:00 AM

    چی داسی ده نو د یعقوب علیه السلام خوب ولی ریشتیا شو

    اداره الموقع :
    مطلب مو صحي نه دی څيړلی .
    اول دا چې د سيد احمد په نوم کوم شخص نشته دا سپره درواغ دي دا وصيت نامې د نړی د معتبرو اسلامې منابعو له خوا په کلکه رد شوي دي .
    دوهم دا چې په دې وصيت نامه کې د نفع او ضرر خبرداری ورکړ شوي چې له اسلامې عقيدې سره په ټکر کې ده او مونږ په دې عقيده لرو چې نفع او ضرر د الله تعالی د جانبه دي او بس .
    دريم دا چې د مؤمن خوب زيات اهميت لري خو شرعي دليل نشي کيدای چې د شرعت د کوم رکن په څير هغه عملي شي يا په هغه عمل وشي .

    ReplyDelete
  2. انجنير بشير احمد12/09/2011 09:45:00 AM

    بریالۍ اوسې خدای دی درته اجر درکړي دا ډول لیکونه او اشتهاري پانې ما ډیرې لیدلي دی خو هیچا دا هڅه ونکړه چې په دې موضوع باندې خبرې وکړي او یا ورباندې کوم کنفرانس جوړ کړي

    هیله ده چې نور موږ ټول خپل دین ته پاملرنه وکړو او هغه څوک چې پوهیږي هغه یی له نورو سره هم شریک کړي او له داسې ګمراه کوونکو لارو نه خلک خبر کړي

    مننه
    انجنير بشير احمد

    ReplyDelete

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User