Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Thursday, December 15, 2011

خاوند د ديرشو {30} کلونو لپاره بندي شو اوښځه صبر نه شي کولاى نونکاح فسخ کيداى شي?


خاوند د ديرشو {30} کلونو لپاره بندي شو
اوښځه صبر نه شي کولاى 
نونکاح فسخ کيداى شي ?
پوښتنه : ېوسړۍ په کوم جرم دديوشو{30} کلونو لپاره بندي شو درې کاله تيرشوي دي او اوويشت کاله دهغه ميرمن وايي چې زه دومره اوږده موده له خاوند پرته صبرنه شم کولاى نکاح دي فسخ کړله شي سړې وايي زما دوه بجې دي يوه هلک پنځه کلن اويوه جينۍ درې کلنه دهغوى پالنه به څوک کوي دښځې اوبچونفقه به څوک ورکوي ځکه نوزه طلاق ورکول اودهغوى بيلول نه غواړم دښځې پلار وايي چې د سړې کوم حقيقې ورور نشته اونه سړې خپل شخصې کور لري چې دهغه کې بيل وسيږي دکوم خپلوان په کور ګې چې اوسول غواړې په هغه باندې اطمنان نشته دابرو اوعزت له منځه تللو غالب ګمان دى اوحالت کې شرعي حکم څه دى جبرا نکاح کيداى شي اوکه نه ؟
ځواب :  دحنفيانواصلې مذهب په دې صورت کې دادى چې نکاح نه فسخ کيږي  اودخاوند له طلاق ورکونى پرته ښځې ته له دوهم خاوند سره نکاح کول جائز نه دى ( کما في الدرالمختار  ولايفرق بينهما بعجزه عنها ولابعدم ايفاء حقها غائبا الخ  )  (1) ليکن ځينۍ نور امامان په داسې صورت کې فسخه جائزه بولې اوحنفې ته دضرورت په مهال دهغوپه قول عمل کول صحيح دى اوډير احتياط په دې کې دى چې دچامذهب دتفريق اودنکاح دفسخې وي په هغه باندې دې فسخه وکوله شي ) وقال في الدرالمختار وجوزه الشافعې رحمةالله ) ياعسار الزوج وبتضررها بغيبة ولوقضي به حنفى لم ينفذ حکمه نعم لو امر شافعيا فقضي به نفذ اذا لم يرتش الامر والمامور بحر درمختار(2) اوپه شامي کې دي والحاصل ان هندالشافعي رحمةالله ) اذا عسر الزوج بالنفقة فلها الفسخ وکذا  اذا غاب وتعذر تحصليها منه على مااختاره کثرون منهم لکن الاصح المعتمدعندهم ان الافسخ مادام موسرا الخ شامي(3) (  ج ٢ ص ٦٥٦ وفيه بعداسطرقال في غرر الافکارثم اعلم ان مثائخنا استحسنوان ينصب القاضي الحنفي نائبا لمن مذهبه التفرق بينهما اذا کان الزوج حاضر او ابى عن الطلاق لان رفع الحاجة الدائمة لايتيسربالاستدانه اذا الظاهر انها لاتجدمن يقرضها وغنى الزوج مالاامر موهم فالتفريق ضروري اذا طلبته وان کان غائبا يفرق لان عجزه غير معلوم حال غيبته الخ ونقل في البحر اختلاف المشائخ وان الصحيح کما في التحفة والحالة الاولى جعلها مشائخنا حکما مجتهدا فيه فينفذ فيه القضاء دون الثانية الخ الى ان قال نعم يصح الثاني المذهب احمد کماذکره في کتب مذهبه وعليه يحمل مافي فتاوى قاري الهداية حيث سئل عمن غاب زوجهامن الغير بعدالعدة   (4)الخ شامي ( ج ٢ ص ٦ _ ٥٦ _ نوڅرګنده شوه چې په دې اوړند عبارتونه بالکل مختلف اومضطرب دي ليکن دضرورت په ځاى کې حنفې ته ګنجايش شته چې تفريق راولې اوله عدت څخه وروسته ددوهمې نکاح دجواز فتوى ورکړي : 


(1)  الدرالمختار على هامش درالمختار با ب النفقة  ( ج ٢ ص ٩٠٣ ط س
(2)  ايضا ( ج ٢ ص ٩٠٣ ط س
(3)  درالمختار باب النفقة ( ج ٢ ص ٩٠٣ ط س
(4)  درالمختار باب النفقة ( ج ٢ ص ٩٠ ٣ ط س

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User