Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Monday, November 21, 2011

فیس بوکیانو د ۳۹ اپلتې رد کړې





هدایت الله حمیدی

خبره هله بې پرتوږه شوه چې د هيواد له ګوټ ګوټ څخه تر دوو زرو زیات مخور او مشران! د هېواد د رسمی پلورلو د قبالې د لاسلیک لپاره سره ټول شوي ول. د کمیټو د تنظیم پر مهال په رڼا ورځ یو عدد له منځه ورک شو: …۳۵، ۳۶، ۳۷، ۳۸، ۴۰، ۴۱.
د حیرت د خندا تر څنګ ډیرو د دې منظرې په لیدو د حسرت اوښکې ځکه تویې کړې چې د ملک سرنوشت یې د داسې کسانو په لاس کې ولید.
رسنیو ډنډوره واچوله او خبره له رسمي مجالسو نیولې د بازار تر بنډارونو د ټولو خولې ته ولوېده. اوس به په هیواد کې کم کسان لدې خرافاتو نه وي خبر.
له څو كلونو را پدېخوا په افغانستان کې د ۳۹ عدد د خلکو په وړاندې ناوړه معرفی شوی چې ګنې د چا چې د کور، موټر، او ټلفون په نمبر کې ۳۹ عدد وي، خدای مکړه هغه د بدکارو ښځو لپاره بازارموندنه کوي. دا خبره هغه وخت ډیره عامه شوه او تر رسنیو ورسیده چې په کابل کې د موټرونو نمبر پلیټ ۳۹ شمېرې ته ورسید او ډیرو یې له اخیستلو ډډه وکړه، تر دې چې پدې منځ کې د رشوتخورو جیبونه ډک شول.

د ستونزې پراخوالی
که د دې ناوړه خبرې مخه ونه نیول شي نو هیڅ برخه به ترې په امن پاته نشي، آخر دا یو عدد دی چې هر چېرته پیښیدلای شي. د موبایل، کور او موټر نمبر، د پایزار اندازه، د حاضرۍ شمېره، د کتاب پاڼه، د قران کریم سورت، د لسګونو سورتو آیات، د پیغمبر صلی الله علیه وسلم احادیث. د تذکرې نمبر، د زیږېدو کال، د انسانانو عمر…. سربېره پردې دا یوازې یو عدد ندی بلکې په سلګونو عددونه له ځان سره رانغاړي، ۱۳۹، ۲۳۹، ۷۶۳۹…

ښه ابتکار او پر ځای غبرګون 

پرون افغان ځوانانو پدې اپلتو پسې راواخیسته او د ګڼ شمېر پیغامونو په شریکولو سره یې په کلکه رد کړ. لومړی او جالب اقدام د خپلو پروفایلو د انځورونو بدلول وو چې ټولو د ۳۹ عدد غوره کړ او ورسره هر چا په خپلو عباراتو دا جهالت وغندلو:
-    Brave facebookers, lets break the 39 taboo . Have it as your profile pic.
-    راځی زړورتيا وښيو او د ۳۹ شمېرې حماقت مات کړو. پر خپل پروفايل تصوير يې ولګوﺉ.
-    خرافه ۳۹ را باهم ميشکنيم. اقلاً اينقدر جرآت بايد داشته باشيم. باهم به ضد خرافات مي شوريم.
-     در دین اسلام هیچ عددی شوم و بدمعنی نیست!
-    این گونه خرافات جاهلی را نمی پذیریم.
-    ۳۹ شمېره بده ګڼل د جهالت نښه ده.
-    ما در فیسبوک به ضد ۳۹ مبارزه را شروع کرده ایم. مردم در سرتاسر جهان به کمک فیسبوک و استفاده خوب از فیسبوک نظام هارا سرنګون کردند بیایید ماهم آزمایش کنیم که با این تصمیم از جامعه خود خرافاتی مثل عدد ۳۹ را ګم کرده می توانیم یانه ؟ اولین قدم برای مبارزه این است که به عوض عکس پروفایل تان عدد ۳۹ را بګذارید تشکر
-    د دې بدبویه فتنی په وړاندی ودریږئ.
-     دا ډول جاهلی خرافات نه منو!!!
-     بهترين عكس profile بر برادران و خواهران ما (تصویر از عدد ۳۹) بيائيد با انتخاب نمودن اين عكس عليه اين خرافات مبارزه نمائيم.
-    ما نمی‌توانیم مطابق باورهای ناسالم جامعه خود را تغییر دهیم، اما می‌توانیم باورهای ناسالم جامعه را تغییر دهیم.
عدد 39 هیچ بدی ندارد؛ و ناممکن است که عدد 39 را از زندگی خود حذف کنیم. خداوند در قرآن‌کریم می‌فرماید: «… و (بدانید) که هرگز بار گناه دیگری را کسی بر دوش نخواهد گرفت…» (ترجمه: سوره‌ی 39 آیه‌ی 7) پس ما چرا گناه یک آدم «واسطه‌گر» و «دلال» را، که از عدد 39 سو استفاده کرده‌ بود، به گردن دیگران نیز 
بیندازیم.
-    موږ په فیسبوک د انټي 39 مبارزه پیل کړې، خلکو د فیسبوک په مرسته نظامونه ړنګ کړل ، راځئ موږ ځان وازمایو چې موږ د فیسبوک په مرسته یوازې یو خرافات له ټولنې نه ورکولی شو که نه ؟ د مبارزې اول قدم دا دی چې خپل د پروفایل تصویرونه مو 39 ته چینج کړئ….
-    په فیس بوک کې شیبه په شیبه د ۳۹ عدد د سپکاوي د خرافاتو په وړاندې پاڅون پیاوړي کیږي. هره شیبه پروفایل انځورونه بدلیږي… تاسې هم پدې هڅه کې ملګري شی ترڅو په ګډه دا ټولنیز پیغور له منځه یوسو. لومړی ګام: د پروفایل انځور= ۳۹
-     د نهه دېرش عدد مو ولې د انسانانو په کړي جرم محکوم کړی؟ څوک دا حق لري، چې رنګونه، عددونه، او نور میراثونه محکوم، متهم یا خاص کړي؟
-    د اسما الحسنی ۳۹ نوم= المقیط
-    د قران کریم ۳۹ سورت = الزمر
د دې ترڅنګ څه کسانو پدې هکله لیکنې وکړې. نورو د قران کریم د بیلا بیلو سورتونو ۳۹ آیتونه له ژباړې سره وکښل، ځینو د ۳۹ عدد ښکلي انځورونه یې د پروفایلونو لپاره جوړ کړل. بی بی سی په همدې اړه راپور خپور کړ

اوس نو وړاندې ګامونه څه دي؟

اصلي خبره دا ده چې دا اقدام د ټولنې منځ ته خپور شي، او عام ولس پدې اړه خپل حساسیت له منځه یوسي. ځکه نو لاندې لارې چارې د ځینو کسانو د ابتدایي وړاندیز په توګه په ګوته کیږي.
دا خبره د فيس بوك له پولو ووزي او په بلاګونو او سايټونو كې نشر شي.
پدې اړه ليكنې وشي او په چاپي رسنيو كې نشر شي. څوك چې قلم لري ودې يې خوځوي، او څوك چې له چاپي رسنيو سره اړيكه لري د نشر په اړه دې مرسته وكړي.
كه چا ته ممكن وي، چې د راديو ګانو او تلويزونونو له لارې هم دا خبره عامه كړي، ډيره ښه ده.
هغه کسان چې په یو ډول ۳۹ شمیره کاروي، هیڅ ډول حساسیت پدې اړه ونښیي او نور هم متوجه کړي چې دا هېڅ بدي نه لري.
نورې لارې چارې…. 

کیدای شي تاسې یې په ګوته کړی

منبع اصلاح انلاين

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User