Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Wednesday, November 9, 2011

د مور اوپلار سره ادب



د مور اوپلار سره ادب

که څه هم د انسان حقيقي خالق الله تعالى دي خود الهي تخليق تکوين څخه په وروستۍ مرتبه كې هغه څوک چې انسان ورته د خپلې ښووني اوروزني په لومړۍ مرحله كې ډېره اړتيالري او د احسانونومرهون يې دي هغه مور اوپلاردي نو د دوي درناوي او ادب کول يوداسې حقيقت دي چې هم يې عقل او منطق انسانې عواطف او د حق پيژندنې روحيه تاييدوي او هم پرې د اسلام جامع دين ډېر ټينګاراو تاکيدکوي دلته د موراو پلاردرناوي او ادب کولو د اهميت د دلائلوڅخه يو څه د نمونې په ډول رواړو:
١_ په دولسو ايتونو كې يې د احترام او ادب کولولارښودنه:
الله تعالى د عظيم الشان قران په دولسو مبارکو ايتونو كې د موراوپلارد عزت ،خدمت،درناوي او ادب کولو په هکله امر او لارښودنه کړې ده .
٢_ د توحيد او عبادت سره يوځاى د موراوپلار سره د احسان کولو امر:
الله تعالى د پاک قران په څلورومبارکو ايتونو كې د خپل توحيد او عبادت د امر سره يوځاى د موراو پلار سره د احسان کولو امر هم فرمايلى دي چې د هغو د جملې څخه يو يې دغه مبارک ايت دي
 وَاعْبُدُوا اللَّهَ وَلَا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا [١]
[او د الله تعالى عبادت وکړئ او د هغه سره هيڅ شى مه شريکوئ او د خپل موراوپلار سره نيکي وکړئ ]


٣_ د موراوپلارڅخه د شکرکولو امر:
الله تعالى په لاندني مباک ايت كې د خپلونعمتونوپه مقابل كې د شکرکولو د امرسره يوځاى د موراوپلار څخه د شکر کولو امرهم کړي فرمايلي يې دي .
أَنِ اشْكُرْ لِي وَلِوَالِدَيْكَ إِلَيَّ الْمَصِيرُ [٢]
[انسان ته مووصيت کړي] پدې چې ماته او خپل موراوپلارته شکر وکړه [ستاسو]بيرته راتګ ماته دي ]
٤_ په جهاد باندې د مور اوپلار د خدمت او نيکۍلومړيتوب :
که څه هم د الله تعالى په لار كې جهاد کول د اسلام د سپيڅلي دين د ډېرومهمو احکاموڅخه دي خوترڅوچې د عيني فرضيت مرتبې ته نه وي رسېدل ى د موراوپلارخدمت کول پرې د لومړيتوب حق لري لکه چې حضرت عبدالله بن مسعود > داسې فرمايلي دي :
سئلت النبي 0 اي العمل احب الى الله تعالى ؟قال الصلواة على وقتهاقلت ثم اى ؟قال برالوالدين قلت ثم اي ؟قال الجهاد فى سبيل الله [١]
[د پيغمبر0 څخه مې پوښتنه وکړه چې کوم عمل الله تعالى ته ډېر ګران دي ؟ويې فرمايل :په خپل وخت لمونځ .ما وويل چې بياکوم عمل ؟ويې فرمايل د موراوپلارسره نيکي کول .ماوويل :چې بيا کوم عمل [ورته ډېرګران دي ؟]ويې فرمايل:د الله تعالى په لار كې جهاد]
همدغه رازيوسړي د الله تعالى د سپيڅلي استازي څخه د جهاد د کولو هدايت وغوښت هغه ورته په ځواب كې وفرمايل :
الک ابوان ؟قال نعم قال ففيهمافجاهد[٢]
[اياته موراوپلار لري؟هغه [سړي ]وويل (هو)[ورته يې ]وفرمايل ته يوازي د همدود خدمت د جهاد فريضه پرځاى کړه ]د خپل موراوپلارخدمت وکړه ستالپاه همدايومهم جهاد دي ]
٥_ د الله تعالى خوښي د موراوپلارپه خوښۍ كې ده :
د الله تعالى سپيڅلي استازي داسې فرمايلي :
رضى الله فى رضى الوالدين وسخط الله فى سخط الوالدين[١]
[د الله خوښي د موراپلارپه خوشۍ او د الله قهراو ناخوښي د موراوپلارپه خپګان او ناخوښۍ كې دي ]
٦_ که موراوپلارکافروي هم ښه سلوک ورسره لازم دي :
خداي دي نکړي که د يو چاموراوپلارکافرهم وي د اسلام د سپيڅلي شريعت له مخي به د دنياد ژوندانه په چارو كې ورسره ښه سلوک کوي لکه چې الله تعالى فرما يې :
وَإِنْ جَاهَدَاكَ عَلَى أَنْ تُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا وَصَاحِبْهُمَا فِي الدُّنْيَا مَعْرُوفًا [٢]
[که هغوي دواړه تا[دې خبرې ته ]اړباسي چې ته زماسره هغه څوک شريک کړه چې ته يې نه پيږنې نو د هغوى دغه خبره مه منه خوپه دنيا كې ورسره ښه سلوک او ښه ګذاره کوه ]
٧_ موراوپلارته د اُف د ويلو څخه هم ډډه کول:
د موراوپلاردرناوي او ادب کول دومره د پاملرنې وړدي چې اُف قدرهم بايدورته ونه ويل شي لکه چې الله تعالى فرما يې :
فَلَا تَقُلْ لَهُمَا أُفٍّ وَلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُلْ لَهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا [١]
[نوهغوته (اُف)[هم]ونه وائى او نه ئې ورټې اوښې د ادب خبرې ورسره کوه]
يعنى د موراوپلارسره بايدپه عاجزۍ او ډېرادب سره خبرې وشي او د رټلواو سپکاوي څخه يې په ټينګه ځان وژغورل شي . البته ډېربدمرغه به هغه څوک وي چې د موراوپلارڅخه عاق شي ځکه عقوق الوالدين د کبيره ګناهونوپه لړي كې يوه ډېره غټه ګناه ګڼل شوي ده لکه چې د اسلام سترلارښود حضرت محمد 0 فرمايلي دي .
الا انبئکم باکبرالکبائر؟قالوا بلى يارسول الله قال الاشراک بالله ،وعقوق الوالدين ،وکان متکئافجلس وقال الا وقول الزور،وشهات الزور،الا وقول الزور،وشهادت الزور،فما زال يقولها حتى قال ابوبکرة قلت ليته سکت [١]
[اياد کبيره ګناووپه ډېره غټه ګناه درته خبردرنکړم ؟[صحابه کرامو]وويل ولې نه اي د الله استازيه! ويې فرمايل د الله سره شريک نيول او د موراو پلار عقوق او پداسې حال كې چې تکيه يې وهلې وه راکښيناسته او و يې ويل خبردارشئ واورئ او دروغ وينااوپه دروغوشهادت ،واورئ او دروغ وينااوپه دورغو شهادت [ ډېره غټه ګناه ده] دايې ترهغه پورې ويل چې ابوبکره[راوي]وائې چې ما[ورباندې د رحم او زړه سوې له امله ]وويل کاشکې چې چپ شي].[ترڅوچې نور ونه زوريږي ]:
همدغه راز يې په يوبل حديث كې فرمايلي :
ثلاثة حرم الله تبارک وتعالى عليهم الجنة مدمن الخمر،والعاق لوالديه ،والديوث الذي يقرالخبث فى اهله [٢]
[دري [کسان]دي چې الله تبارک وتعالى ورباندې جنت حرام کړي دي هغه څوک چې تل شراب څښي،او د موراوپلارعاق ،اوهغه ديوث چې په خپلې کورنۍ كې خباثت [زنا] پرې ږدي [څوک ترې نه منع کوي ]
حضرت معاذ بن جبل > فرمايلي دي چې د الله تعالى استازي ماته په لسو کلمو وصيت وکړ او راته يې وفرمايل:
لاتشرک بالله شيئاوان قتلت وحرقت ولا تعقن والديک وان امراک ان تخرج من اهلک ومالک [١]
[د الله سره هيڅ شى شريک مه نيسه که څه هم ووژل شې او وسوزول شې او هيڅکله د خپل موراوپلار نافرماني مکوه که څه هم درته امروکړي چې د خپلې کورنۍ او مال څخه ووځه ]
البته د موراوپلارڅخه د عاق کېدل و اسباب ډېردي چې ځينې يې د نمونې په ډول ښودل كېږي :[٢]
١=په قهرغضب او لوړغږورسره خبرې کول .
٢=په اهانت او سپکه سترګه ورته کتل.
٣=خپل ځان ورڅخه لوړياورسره مساوي ګڼل .
٤=د لاس په ښکلولو يې شرمېدل او ترې ډډه کول .
٥=د احترام او درناوي لپاره يې نه پاڅېدل .
٦=د حقوقود پرځاى کولو څخه يې ځان ژغورل .
٧=د بي وزلۍ په حال كې يې د نفق څخه ډډه کول .
٨=د خپلې ښځې او اولاد څخه يې کم ګڼل .
٩=د پلارد معرفي څخه ډډه کول او په زوي والې  باندې  يې شرمېدل :
لکه چې ځينې اطرافي خلک چې په ښارونو كې رسمي ماموريت لري کله چې پلار يې ورته دفتر او ادراې ته راشي او ظاهري لباس او پيشن يې د ده په ذوق برابرنه وي نوور باندې  شرميږي او د خپل دفتري ملګروته يې پدې نامه نه ورپيږني چې دا مې پلاردى تردې چې ځينې بې ادبه خلک خپل پلار د خپل مزدوراو يا بزګرپه نامه معرفي کوي : سبحان الله سبحان الله سبحان الله :
يادونه : د اسلام سپيڅلي دين د پلارڅخه د مور په ادب کولو لا ډېر تاکيدکوي ځکه چې که څه هم موراوپلار دواړه د اولاد د ښونې او روزني او د ژوندانه د اړتياوو د پوره کولو وظيفه په غاړه لري او دواړه سره په ګډه پدغه لار كې زيارونه ګالي خوبياهم مورهغه رؤف او مهربان شخصيت دي چې اولاد په خپل نس كې د ننه په خپلو وينو روزي او تر نهو٩مياشتوپورې د هغه د درانده بار ستونځې په سړه سينه په غاړه اخلي بيا يې د زيږېدل و ربړونه او کړاوونه په خوره ټنډه ګالي بيادغه د خپل د زړه ټوټه په ډېره مينه د خپلې سينېاو ټټرپورې نيسي او په خوراپيرزوينه د خپل بدن عصاره د شيدو په بڼه ورکوي او دهغه د روزنې او هوساينې لپاره خپل خوب راحت اوهوسايي ترې قربانوي او د هغه د خوښۍ او خوشحالۍ په لار كې هر ډول هلې ځلې کوي نو ځکه د اسلام سپيڅلي او حق پالونکي دين د هغې دغه ستونزې په قدردانۍ سره يادوي او انسان ته يې د نيکۍ په کولو امر کوي لکه چې الله تعالى فرما يې :
وَوَصَّيْنَا الْإِنْسَانَ بِوَالِدَيْهِ إِحْسَانًا حَمَلَتْهُ أُمُّهُ كُرْهًا وَوَضَعَتْهُ كُرْهًا وَحَمْلُهُ وَفِصَالُهُ ثَلَاثُونَ شَهْرًا [١]
[اومونږانسان ته د موراو پلارسره د نيکۍ کولوسپارښتنه وکړه مور يې هغه په ډېرتکليف په نس كې پورته کړي [ساتلى] او په سختۍ سره ئې زيږولي دي په نس كې ساتل او د تى څخه جلاکول يې ديرش[٣٠]مياشتې دي ]
همدغه راز الله تعالى په يو بل مبارک ايت كې داسې فرما يې :
وَوَصَّيْنَا الْإِنْسَانَ بِوَالِدَيْهِ حَمَلَتْهُ أُمُّهُ وَهْنًا عَلَى وَهْنٍ وَفِصَالُهُ فِي عَامَيْنِ أَنِ اشْكُرْ لِي وَلِوَالِدَيْكَ إِلَيَّ الْمَصِيرُ [٢]
[او انسان ته مو د مور اوپلار [د نيکۍ ]په هکله سپارښتنه کړې ده مور يې په سستۍ سره د بلې سستۍ د پاسه دي ګرځاړه او[له تۍ څخه ]بيلول يې په دوه کلونو كې دي [او ورته موويلي ]چې ماته او خپل موراوپلارته شکرکوه [ستاسو]بيرته راتګ يوازي ماته دي ]
د الله تعالى استازي د هغه سړي د دې پوښتنې په ځواب كې چې يارسول الله !د دې خبرې ډېرزيات مستحق څوک دي چې زه ورسره ښه سلوک وکړم ؟ورته يې داسې وفرمايل :
امک قال ثم من؟قال ثم من ؟قال امک. قال ثم من ؟قال امک .قال ثم من ؟قال ابوک [١]
[ستامور.و يې ويل : بياڅوک ؟و يې ويل :ستامور. و يې ويل بيا څوک ؟ و يې ويل :ستامور.و يې ويل :بياڅوک ؟و يې ويل ستاپلار.]
يعني دري ځلي دالله تعالي استازي همداځواب ورکړ چې ستاموردر باندې  دنيکي اوښه سلوک ډېرحق لري .اوپه څلورم ځل يې وفرمايل چې مورپسي بياستاپلاردر باندې  دښه سلوک اونيکي حق لري .
په يو بل مبارک حديث كې داسې هم راغلى دي چې د پښتوترجمې حاصل يې په لاندې ډول دي :
يو سړي پداسې حال كې د بيت الله په طواف بوخت ووچې خپله مور يې په اوږو  باندې  کيښنولې وه او طواف يې ورکاوه په همدې حال كې حضرت محمد0 ته په مخه ورغي عرض يې وکړچې يارسول الله !ايا د دې کار په کولو سره مې د خپلې مورحق پرځاي کړ؟هغه 0 ورته وفرمايل نه دا کار ستاد زيږېدل وپه وخت كې د هغى د يو درد جبيره هم کيداى نه شي [٢]
د پورتنې بيان او د نورو دلايلو په رڼا كې د موراوپلار سره د ادب لنډيزپه لاندې ډول دي :
١= د موراو پلار امر او فرمان منل :
د ګناوواو ناوړوکارونوڅخه پرته په نوروټولو چارو كې د موراوپلار د امراو فرمان منل :
٢= په ادب او نرمۍ ورسره خبرې کول :
د موراوپلار سره به په عاجزۍ نرمۍ مهربانۍ او ډېر ادب سره خبرې کوي او پرته د ضرورت څخه به ورسره په لوړ غږخبري نه کوي :

٣= د ادب او درناوي له امله ورته پاڅېدل :
کله چې موراوپلار د يوځاي څخه راځي نو اولاد يې ورته بايد د هغوي د درناوي او ادب په ډول ودريږي او احترام يې وکړي .
٤= په لازمو وختونو كې يې د لاسونوښکلول :
که خپل موراوپلار د يو څه وخت او مودې څخه وروسته ګورې او روغبړورسره کوي نو د ادب له امله يې بايد د مصافحې په وخت كې لاسونه ښکل کړي .
٥= د عزت ،شرف ،مال او حيثيت ساتل يې :
اولاد بايد د تل لپاره د خپل موراوپلار عزت او شرف ته په درنه ستر
ګه وګوري داسې کار ونکړي چې د هغوي وقار او حيثيت ته پرې ټکان  رسېږي  همدغه راز يې د مال او شتمنۍ ساتنه وکړي .
٦=پخپلوټولو چارو كې ورسره سلااو مشوره کول:
٧= دراغوښتنوپرځاي کول يې :
٨= په حضور كې يې د پښوغزولو او ډډې وهلو څخه ځان ژغورل :
٩= خبروته يې پوره غوږنيول :
١٠= په مخ كې يې د خندا او چټي خبروڅخه ځان ژغورل :
١١= د هر کار په کولو كې ترې اجازه غوښتل :
١٢= د خوب په كې يې د مزاحمت څخه ډډه کول :
١٣= پخپل اولاد اوښځې باندې ورته ترجيح ورکول .
١٤= په کار كې يې د تنقيد څخه ځان ژغورل :
که موراوپلار يې يو داسې کار سرته رسوي چې د ده نه خوښيږي نو د هغوى د ادب له امله به د هغوى په کار تنقيد نه کوي .
١٥= د ځان څخه يې مخ كې کول :
د لاري په تللواويو ځاي ته د ننوتلو په وخت كې يې بايد د ادب له مخې د ځان څخه مخ كې کړي .
١٦= د دوستانو درناوي يې کول :
د موراوپلار د ژونداو مرګ په دواړوحالو كې يې د دوستانو سره دوستي او درناوي يې کول :
١٧= د مخالفانود ملګري څخه يې ډډه کول :
د موراوپلار د مخالفوکسانو د ملګرۍ او دوستۍ څخه ځان ژغورل .
١٨= ورته دعا کول او د بخښنې غوښتل :
موراوپلار ته بايد د تل لپاره ډېرې ډېرې دعاوې وکړي خصوصاً د مرګ څخه يې وروسته ورته ډېرې دعاوې وکړي لکه چې الله تعالى فرمايلې دي .
وَقُلْ رَبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا [١]
[او ووايه اي زما پرودګاره !په دوي رحم وکړه لکه چې زه يې په کوچني والي كې روزلى وم [٢]

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User