د ميلمه ،مسافر،ديني عالم ،پرهيزګار،مشر،دوست او محترم شخص د راتګ او لېدل وپه وخت كې قيام پاڅېدل او درېدل څه حکم دې
قيام :
د ميلمه ،مسافر،ديني
عالم ،پرهيزګار،مشر،دوست او محترم شخص د راتګ او لېدل وپه وخت كې ورته د مينې
،عقيدې او اخلاص له مخې د هغه عزت او اکرام لپاره پاڅېدل او درېدل د ټولنيزوادابود
جملې څخه يو ښه کاردى خوپدې شرط چې دغه راتلونکي شخص واقعا د عزت او اکرام وړوي
اوپه درېدل و كې ئې مبالغه او د اسلامي حدودو څخه تېرى ونه شي د درېدل وپه حال كې ورته
رکوع او انحناء ونه کړي او په اوږدو ورته ولاړپاتې نه شي برسيره پردې دغه درېدل د
راتلونکي د غوښتنې له امله بايدنه وي او نه د هغه د تکبر غروراو ځان غوښتنې سبب شي
او که نه نوبيادغه قيام مکروه ،بدعت اومنع دى څرنګه چې دغه درېدل د راتلونکي د
شخصيت او ورته د دريدونکي د کړنې د څرنګوالي او د دريدو د هدف په اعتبار توپيرکوي
نو ځکه اسلامي پوهان په دې هکله دوه ډلې شوي دي :
١- ځينې پوهان د
لاندنيودلايلوله کبله درېدل مستحب او حتى سنت بولي :
الف : د حضرت بى بى
عايشې C څخه په يوروايت كې داسې
راغلي دي :
هرکله به چې بى بى فاطمه
C جناب نبي کريم 0 ته راتله نو هغه مبارک به ئې مخې ته پاڅيده او هغه به ئې ښکلوله اوپه
خپل ځاى به ئې كې نوله او هرکله به چې جناب نبي کريم 0 د هغې کورته ورته نو هغې به هم ورسره همدغه ډول وضعيت کاوه [١]
ب : جناب سعدبن معاذ > ته د يارانو درېدل :
يو وخت چې حضرت سعدبن
معاذ > پداسې حال كې د جناب نبي کريم 0 حضورته راغى انصاراوياران ئې ورسره ناست وو نو انصاروته ئې
وفرمايل :
قوموا الى سيدکم [٢]
[خپل مشرته ودريږئ ]
ج : د حضرت ابوهريره > څخه روايت دى :
کان النبى 0 يحدثنافاذاقام قمناقياماحتى تراه دخل الى بعض
ازواجه [١]
[جناب نبي کريم 0 به مونږته خبرې [لارښودنې ]کولې کله به چې پاڅيده نو مونږبه هم
پاڅيدو اوترهغې پورې به ولاړ ووچې[جناب نبي کريم 0 ]به د خپلوازواجومطهراتويوکورته ننوته ]
د – خپل رضاعي ورورته د الله تعالى د استازي درېدل
:
په يوروايت كې راغلي چې
د جناب نبي کريم 0 رضاعي ورور راغي حضرت مبارک ورته پاڅيده او خپل مخ كې ئې كې ناوه
[٢]
هـ : حضرت کعب بن مالک > ته د حضرت طلحه بن عبيدالله
> درېدل :
هغه وخت چې الله تعالى د
حضرت کعب بن مالک > د تبوک د غزوې نه د تخلف په هکله د هغه توبه قبوله کړه او پداسې
حال كې دالله تعالى د سپيڅلي استازي حضورته راغى چې خلک ترې ګرد چاپيرناست وو نو
حضرت طلحه بن عبيدالله > مخې ته ورپاڅيده مصافحه ئې ورسره وکړه او د توبي
د قبليدومبارکي ئې ورکړه نويوشميرعلماوو د پورتنيودلايلوپه اساس د علم او فضل
خاوندانوته پاڅېدل روا او ښه ګڼلي دي [١]
٢- ځينې نورعلماء دغه درېدل
مکروه او بدعت ګڼي :
ځکه د حضرت انس > په يوروايت كې راغلي دي چې د الله تعالى د سپيڅلي استازي ياران به
ده مبارک ته نه پاڅېدل ځکه چې هغوى پوهېدل چې هغه مبارک دغه کارښه نه ګڼي [٣]
همدغه راز ابوامامه > روايت کړي دى چې جناب نبي کريم 0 پداسې حال كې راووت چې په امساباندې ئې تکيه کړې وه مونږورته
ودريدو وئې فرمايل داسې مه دريږئ لکه چې عجميان دريږي اويو د بل تعظيم کوي همدغه
رازځينې نور روايتونه هم راغلي دي خو د لومړۍ ډلې علماء وا يې په کوم ځاى كې چې د
قيام څخه منع راغلي ده
هغه داسې قيام اودرېدل دى
چې پ كې مبالغه وي او د اسلامي حدود پ كې تېرى وشي د مثال په ډول په ولاړه كې رکوغ
او انحناء کوي ياتر ډېروخت پورې ولاړپاتې كېږي يادغه کارد راتلونکي په غوښتنه
منځته راځي او د هغه د کبراو غرور وسيله وي يادغه کار د علم او فضل د درناوى لپاره
نه وي بلکه د هغه د مال او شتمنۍ او د دنيوي اعتباراو رسوخ له امله د کوم دنيوي
طمعۍ او د توقع له کبله وي نه د الله تعالى د رضالپاره نوپه دغه صورت كې البته د
ټولوعلماووپه نزد داسې قيام او درېدل يوناوړه او مشرکانه عمل دى چې د اسلام سپيڅلي
دين ترې په ټينګه ممانعت کوي :
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.