په تصوير لرونکی جامه کې لمونځ صحي کيږي او که نه ؟

 
 
السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
که څوک د يو داسی جامی سره لمونځ کوی چې په هغی باندی د حيوان يا انسان شکل وی نوموړی شکل وړوکی هم وی، که د کاليو لاندی يي واغوندی نو ايا لمونځ يي دقبليدو وړ دی او که نه؟
الله مو کامياب او سرلوړې لره په مينه – حيات هجران
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
مشهور قول دادی چې د ذی روح تصوير لرونکو جامو سره لمونځ مکروه کيږي (د لمانځه ثواب کميږي او داسې کول ګناه ده ) .
په هغه اتاق کې چه مخامخ شاته يا چنګ ته تصوير ځوړند وي هلته لمونځ کول مکروه کيږي البته که تصوير تر پښو لاندې موقعيت ولري لمونځ نه مکروه کيږي ،يا تصوير دومره کوچنی وي چه که په ځمکه کيښودل شي ولاړ سړی يې ونشي ليدلای يا کامل تصوير نه وي بلکی سر يې پرې شوی وي لمونځ نه مکروه کيږي .(حکيم امت علی تهانوي )
ويکره ان يکون فوق رأسه او بين يديه او بحذائه تماثل واختلف فيها اذا کان خلفه والاظهر الکراهة ولو کانت تحت قديمه او في يده او علی خاتمه او کانت صغيرة او مقطوعة الراس اوالوجه او لغير ذی روح لا يکره (شرح التنوير ج ۱ ص ۶۷۸ ) (بهشتی زيور ۱۲۱ ) .
 
د تصوير لرونکو جامو سره لمونځ مکروه کيږي (وکره لبس فيه تماثيل ذی روح – شرح التنوير ج ۱ ص ۶۰۷ )
مګر ځنې فقها بيا په دې نظر دي چه له تصوير لرونکو جامو سره لمونځ کول جايز نه دي
فتاوي دارالعلوم ديوبند ليکي : د ساه لرونکو تصويرونو سره لمونځ نه کيږي او که بې ساه وی نو کيږي (وکره لبس ثوب فيه تماثيل (درالمختار ج۱ ص ۶۰۵ ) ولبس ثوب فيه تصاوير لانه يشبه حامل الصنم فيکره وفی الخلاصة وتکره التصاوير علی الثوب صلی فيه او لم يصل وهذاه الکراهة تحريمية (البحرالرائق ج 2 ص 27 ) .
فتاوي دارالعلوم ديوبند ج 4 ص 105 .
همدارنګه د البدالحرام د علماؤ فتاوی ليکي : د ذی روح تصوير لرونکو جامو سره لمونځ کول جايز نه دی ، د مسلمان د پاره واجبه ده چې هغه پاک او يا يې وشکوي (فتاوی البدالحرام – شيخ ابن جبرين– اللؤلؤ المكين،ص(114) ).
همدارنګه فتاوی اللجنة دائمه ليكي : “تصوير ذوات الأرواح حرام ، وجعل صور ذوات الأرواح في الحيطان ونحوها حرام كذلك . والصلاة في المكان الذي فيه تلك الصور غير جائزة إلا للضرورة ، وهكذا الصلاة في الملابس التي تشتمل على صور لحيوان لا تجوز ، لكن لو فعله صحت مع التحريم ، وقد ثبت عن النبي صلى الله عليه وسلم (أنه لما رأى سترا عند عائشة فيه تصاوير غضب وهتكه وقال : إن أصحاب هذه الصور يعذبون يوم القيامة ، ويقال: أحيوا ما خلقتم)” انتهى .
“فتاوى اللجنة الدائمة” (1 / 705) .
د مطلب خلاصه دا شوه چې د ساه لرونکو تصوير واله جامو اغوستل په لمانځه کې او د لمانځه د باندې حرام دي
لقوله رسول الله صلی الله عليه وسلم : أنه لما رأى سترا عند عائشة فيه تصاوير غضب وهتكه وقال : إن أصحاب هذه الصور يعذبون يوم القيامة ، ويقال: أحيوا ما خلقتم) (5951 بخاري ) .
ژباړه : له رسول الله صلی الله عليه وسلم روايت دی : هغه له بې بې عايشې رضی الله عنه سره پرده وليده چې په هغه باندې د ذی روح تصوير ؤ نا آرامه شو (په مبارکه څيره يې د نا آرامۍ او عوصې نښي څرګندې شوي ) او د هغه په باب يې اعتراض وکړ او ويې فرمايل : د قيامت په ورځ تصوير جوړونکو ته عذاب ورکول کيږي ، هغوی ته به وويل شي کوم شی مو چې جوړ کړي هغه ژوندي کړئ (په هغه کې روح واچوه ) .
آن لاين اسلامې لارښود