د خاوند پر ښځه او د ښځي پر خاوند څه حقوق دي ؟


اول د ښځې حقوق:

د ښځې په ميړه باندې مالي حقوق دي لکه مهر ، نفقه ، استوګنځئ او غير مالي حقوق لکه عدل ، ښه سلوک او ضرر نه رسول او داسې نور ………

اول : مالي حقوق :

د ښځې په خاوند باندې مالي حقوق دي لکه مهر ، نفقه او د استوګنې ځای .
الف ) مهر : مهر هغه مال دی چې خاوند يې د عقد نکاح په وخت خپلې ښځې ته ورکوي او دا د ښځې واجب حق دی پر خپل خاوند باندې قال الله تعالی  : { وآتوا النساء صدقاتهن نحلة } يعنې : او ښځو ته د دوی مهر په خوښئ او رضا ورکړئ .
که د نکاح د عقد په وخت کې مهر نه وي ټاکل شوی نو بيا مهر مثل ادا کيږي د مهر مثل بيان دلته وګورئ
ب ) نفقه : د اسلامې امت د علماؤ په دې باندې اتفاق دی چې د ښځې نفقه پر ميړه باندې فرض ده ، ځکه چې د نفقي پيدا کولو د پاره د کور څخه د باندې وتل د نارينه مسئوليت دی نه د ښځې او ميړه به خپلې ښځې ته د اقتصادي توان موافق نفقه برابروي قوله تعالی :
( وعلى المولود له رزقهن وكسوتهن بالمعروف ) البقرة/233 ، يعنې په دې صورت کې به د ماشوم پلار په ښه توګه هغوی (مور او ماشوم ) ته په ښه توګه خواړه او جامې ورکوي .
وقال عز وجل : ( لينفق ذو سعة من سعته ومن قدر عليه رزقه فلينفق مما آتاه الله ) الطلاق/7 . يعنې : توانا خاوند ښايي د خپل توان په اندازه نفقه ورکړي او په هر چا چې روزې تنګه شوه ، نو د هغه څه نه چې الله جل جلا له  ورکړي دي نفقه دي وکړي .
في السنة :
 وعن جابر : أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال في خطبة حجة الوداع : …………. ولهن عليكم رزقهن وكسوتهن بالمعروف ” . رواه مسلم ( 1218 ) . يعنې : جابر رضی الله عنه  روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  په حجة الوداع وفرمايل : ……… او د هغوی پر تاسې باندې دا حق دی چې هغوی ته به يه ښه شان نفقه او د استوګني ځای برابروئ .
عائشه رضي الله عنها روايت کوي چه: «أنَّ هنداً بنت عتبة قالت: يا رسول الله إنَّ أبا سفيان رجل شحيح، وليس يعطيني ما يكفيني وولدي إلاَّ ما أخذت منه وهو لا يعلم، فقال: خذي ما يكفيك وولدك بالمعروف» (متفق عليه ) .
د عقبه لور (هند ) وويل : ای رسول الله صلی الله عليه وسلم ! ابوسفيان يو بخيل سړی دی ، او ماته دومره شی چې د ځان او اولاد مې کفايت ورباندې وشي نه راکوي ، مګر څه چې زه يې د هغه له مال څخه اخلم هغه ور باندې نه پوهيږی (په پټه يې اخلم ) ، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : هغه څه چې د تا او ستا د اولاد دپاره کفايت کوي او اسراف پکې نه وي واخله ولو که هغه ورباندې پوه نه شي (ځکه د ښځې او اولاد نفقه پر خاوند واجبه ده ) .
خپلې ښځې او اولاد ته د نفقي برابرولو د فضيلت په اړه جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي :
 دِينَارٌ أنْفَقْتَهُ في سَبيلِ اللهِ ، وَدِينار أنْفَقْتَهُ في رَقَبَةٍ ، وَدِينارٌ تَصَدَّقْتَ بِهِ عَلَى مِسْكِينٍ ، وَدِينَارٌ أنْفَقْتَهُ عَلَى أهْلِكَ ، أعْظَمُهَا أجْراً الَّذِي أنْفَقْتَهُ عَلَى أهْلِكَ ( رواه مسلم) .
يعنې : يو هغه دينار دی چې د الله جل جلا له  په لار کې صدقه شي ، بل هغه دينار دی چې غلام باندې مصرف شي ، او بل هغه دينار دی چې په مسکين باندې صدقه شي ، او بل هغه دينار چې پخپل اهل خرڅ شي ، تر ټولو د هغه اجر زيات دی کوم چې د خپل اهل د پاره نفقه او خرڅ شي .
په پورته حديث شريف کې د الله جل جلا له په لاره کې خرڅ ، دغلام د آزادولو لپاره خرڅ او غريبانو سره د کومک لپاره خرڅ کې غوره خرڅ د خپل اهل عيال لپاره خرڅ يا د نفقې د پاره مصرف ښودلی دی .
بل حديث کې راغلي : «إِذَا أَنْفَقَ الرَّجُلُ عَلَى أَهْلِهِ يَحْتَسِبُهَا فَهُوَ لَهُ صَدَقَةٌ». (بخارى:55)
ابن مسعود رضی الله عنه  وايي جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : که څوک د ثواب په نيت پخپل اهل او عيال خرڅ وکړي د هغه دا نفقه کول صدقه شميرل کيږي .
ج) : مسکن ( استوګنې ځای ) :
خاوند به خپلې ښځې ته د خپل اقتصادي توان موافق د استوګنې ځای برابروي چې حد اقل يې د ځانته اتاق برابرول دي ، الله جل جلا له  فرمايي : ( أسكنوهنَّ من حيث سكنتم مِن وُجدكم ولا تُضاروهن) الطلاق/6.
يعنې : دوی په هغه ځای کې چې تاسې پخپله اوسيږئ د خپل وس په اندازئ واوسوئ (د استوګنې ځای ور ته برابر کړئ ) او دوی ته ضرر مه رسوئ .

۲- غير مالي حقوق :

د ښځې پر خاوند باندې غير مالي حقوق لکه : د ښځو تر مينځ عدل ، ښه سلوک او داسې نور ………..
الف ) : د ښځو تر مينځ د عدل ساتل : که د شرايطو برابريدو په صورت کوم کس دوهم واده وکړي نو په نفقه ، سلوک او مسکن کې به د هغوی تر مينځ عدل کوي ….. نور تفصيل دلته وګورئ
ب ) ښه سلوک : خاوند به د خپلې بی بی سره تر خپله وسه نيک سلوک کوي او د هغوې پر وړاندې به مهربانه چلند کوي قرآنکريم د ميرمنی سره د ښه سلوک کولو امر کړی دی :
وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ فَإِن كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا)  النساء 19
(( اوله هغی سره په ښه طريقه ژوند تير کړی ، بيا که هغه ستاسی (په څه وجه ) خوښی نه وي نو کيدای شي چې يو شی ستا خوښ نه وي خو الله جل جلا له په هغه کی (ستاسو) لپاره ډيره څه ښيګڼه ايښی وي)) .
نو يو انسان خو به خامخا يوه خاليګاه يا څه نيګړتيا لري مثلاً که کومه ښځه په رنګ کې کمزورې وي نو شايد بل اړخ ته يوه ډيره دينداره او نيک خويه وي چه د خپل خاوند د دنيا او آخرت د نيکبختۍ سبب وګرځي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : أكمل المؤمنين إيمانا أحسنهم خلقا . وخياركم خياركم لنسائهم  (ترمذي 1162،مشکاة المصابيح 3200) .
ژباړه : د ايمان په اعتبار سره ستاسو کښې کامل ايمان والا هغه څوک دی چه د هغه اخلاق اوخوی ښه وي او تاسی کې بهترين اوغوره هغه دی چه د خپلی ښځی سره يی سلوک ښه وي .
وَعَنْ أُمِّ سَلَمَةَ رَضِيَ الله عَنْهَا قَالَتْ: بَيْنَا أَنَا مَعَ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم  مُضْطَجِعَةٌ فِي خَمِيصَةٍ، إِذْ حِضْتُ، فَانْسَلَلْتُ، فَأَخَذْتُ ثِيَابَ حِيضَتِي، قَالَ: «أَنُفِسْتِ»؟ قُلْتُ: نَعَمْ، فَدَعَانِي، فَاضْطَجَعْتُ مَعَهُ فِي الْخَمِيلَةِ. (بخارى: 298)
د مؤمنانو مور ام سلمه رضی الله عنها وايي : د رسول الله صلی الله عليه وسلم  سره په يوه چادر کې بيده وم چې حايضه شوم په کراره مې ځان بيرون کړ او د حيض جامې مې واغوستلې . رسول الله صلی الله عليه وسلم  پوښتنه وکړه ؟ ايا حايضه شوې ؟ ومي ويل : هو بيا يې زه ور وغوښتم او له هغه سره په هماغه چادر بيده شومه .
مطلب دا چې د ښځې سره د حيض او نفاس په موده کې خوړل ، څملاستل نور ټول روا دي يوازې جماع کول حرام دی د جاهيلت په دور کې به چې کله ښځې حايضې يا نفاسې شوي له څخه به لرې کيدل او کرکه به يې ورڅخه کوله .
ج) ښځې ته د ضرر نه رسول : دا د اسلام اصل دی چې هيڅ څوک  به چا ته ضرر نه رسوي رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : ( لاضرر و لا ضرار فی الاسلام ) ابن ماجه . يعنې په اسلام کې ځان او بل ته ضرر رسول نشته .
ښځې ته به بدني ، لفظي ضرر نه رسوي او د ښځې خپلوانو سره به داسې چلن نه کوي چې دا ورباندې وځوريږي بلکي نيک چلن به کوي .
د خاوند بايد دې ټکې ته پام وي چې د ښځې د پاره پلارګنۍ خاص اهميت لري او د ښځې د ډاډ ، تسل او څو ورځو تيرولو همدا يوه دروازه ده . پام کوه دا دروازه د هغې پر مخ و نه تړي ! پام کوه د هغوی سره بد چلن ونه کړي تر د ښځې د ځور او خفګان سبب شي .
په هغه صورت کې چې خدای مه کړه ښځه بې لاری ته بډې ووهي نو په ځنو حالاتو کې ميړه چې د ښځې مشر او مسئول بلل کيږي د هغې د اصلاح د پاره څه لږ بدني تأتيب کولای شي .
عن جابر بن عبد الله قال : قال صلى الله عليه وسلم في حجة الوداع : ” فاتقوا الله في النساء فإنكم أخذتموهن بأمان الله واستحللتم فروجهن بكلمة الله ولكم عليهن أن لا يوطئن فرشكم أحدا تكرهونه فإن فعلن ذلك فاضربوهن ضربا غير مبرح ولهن عليكم رزقهن وكسوتهن بالمعروف ” .
جابر رضی الله عنه  وايي رسول الله صلی الله عليه وسلم  په حجة الوداع وفرمايل : د ښځو په باره کې له الله جل جلا له  څخه وويرېږئ تاسې هغوی د الله جل جلا له  په امان اخيسې دي او تاسې ته د هغوی شرمګا د الله جل جلا له  په کلمه حلال شوي او د تاسې په هغوی باندې دا حقونه دي چې هغوی به د تاسې فرشونه داسې چا ته نه غړوي چې تاسې يې بد ګنې ( کوم څوک چې د تاسې خوښ نه وي هغه بې اجازې کور ته نه ننباسي ) که يې داسې وکړل نو هغوی ووهئ لږ وهل چې زخم کونکي نه وي او همدارنګه د هغوی پر تاسې باندې دا حق دی چې هغوی ته به يه ښه شان نفقه او د استوګني ځای برابروئ ( رواه المسلم 1218 ) .

دوهم په ښځه باندې د خاوند حقوق :   

د ميړه اطاعت کول : الله جل جلا له  نر پر ښځه باندې مشر او رئيس مقرر کړي ځکه چې نر د جسمي او عقلي لحاظ قوي او بل دا چې د اهل عيال مالي مصارف پر غاړه لري د نر مشري او رياست حکمتونه دلته وګورئ .
الله جل جلا له  فرمايي : ( الرجال قوامون على النساء بما فضل الله بعضهم على بعض وبما أنفقوا من أموالهم ) النساء/34 .
سړي پر ښځو حاکمان دي له دې کبله چې الله جل جلا له  ځنې د دوی ته ير ځينو نورو افضليت او غوراوی ورکړی دی او له دې امله چې نارينه ( د ښځو لپاره ) خپله شتمني لګوي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : خير النساء من تسرک إذا أبصرت، و تعطيک إذا أمرت، و تحفظ غيبتک في نفسها و مالک ( طبراني – راوي عبدالله بن سلام)
يعنې : د ښځو نيکه او ښه ښځه هغه ده چې کله هغې ته ګورئ تا خوشحاله کړي او کله چې هغې ته د څه امر وکړې هغه اطاعت کوي او کله چې ته غايب وي هغه ستا د کور او ځان سانته کوي .
پيغمبر صلي الله عليه وسلم  فرمايي : (إذا صلت المرأة خمسها، و صامت شهرها، و حفظت فرجها، و أطاعت زوجها، قيل لها ادخلي الجنة من أي أبوابها شئت) ( الأباني في صحيح الجامع بااسناد صحيح )  
يعنې : کله چې ښځه پنځه وخته لمونځ وکړي ، د رمضان روژه ونيسي د شرمګاه ساتنه وګړي او د ميړه اطاعت وکړي هغې ويل کيږي له هرې دروازې دې خوښه وي جنت ته داخله شه .
ب ) د شهوت پوره کول : د نکاح يو هدف دا دی چې نر او ښځه په مشروع ډول يو له بل څخه خپل شهوت پوره کړي ، که خاوند له خپلې ښځې څخه شهوت پوره کول و غواړي نو ښځه به له ضرورت پرته د هغه څخه مخ نه اړوي ، ضرورت لکه مرض چې هغې ته تکليف رسوي ، حيض ، نفاس ، احرام او روژه .
قال رسول الله – صلى الله عليه وسلم – : إذا الرجل دعا زوجته لحاجته ؛ فلتأته وإن كانت على التنور ( الترمذي 1160 ،صحيح الترغيب 1946 ) .يعنې : کله چه خاوند خپله ښځه د خواهش پوره کولو لپاره را وغواړي نوهغه لره راتلل پکار دي اګر که د تنور (ډوډی پخولو په کار مصروفه وي ) .
همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : : ” إذا دعا الرجل امرأته إلى فراشه فأبت فبات غضبان عليها لعنتها الملائكة حتى تصبح ” رواه البخاري ( 3065 ) ومسلم ( 1436 ) .
يعنې : کله چې ميړه خپله ښځه د کورواله (جماع) د پاره و بولي او هغه ور نه شي او خاوند په عصه کې شپه سبا کړي ، ملائکي تر سبا پورې پر هغې باندې لعنت وايي .
ج ) د خاوند د اجازې پرته به بل څوک کور نه بيايي :
    عن أبي هريرة رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال : ” لا يحل للمرأة أن تصوم وزوجها شاهد إلا بإذنه ، ولا تأذن في بيته إلا بإذنه ، ….” . رواه البخاري ( 4899 ) ومسلم ( 1026 ) .
يعنې : د ښځي د پاره رواه نه ده چې خاوند يې په کور کې وي او د خاوند د اجازې پرته نفلي روژه ونيسي ، همدارنګه د ښځې د پاره جايز نه ده چې د خاوند د اجازې پرته څوک کور ته ننباسي .
وعن جابر قال : قال صلى الله عليه وسلم : ” فاتقوا الله في النساء فإنكم أخذتموهن بأمان الله واستحللتم فروجهن بكلمة الله ولكم عليهن أن لا يوطئن فرشكم أحدا تكرهونه فإن فعلن ذلك فاضربوهن ضربا غير مبرح ولهن عليكم رزقهن وكسوتهن بالمعروف ” . رواه مسلم ( 1218 ).
ژباړه : جابر رضی الله عنه  وايي رسول الله صلی الله عليه وسلم  په حجة الوداع وفرمايل : د ښځو په باره کې له الله جل جلا له  څخه وويرېږئ تاسې هغوی د الله جل جلا له  په امان اخيسې دي او تاسې ته د هغوی شرمګا د الله جل جلا له  په کلمه حلال شوي او د تاسې په هغوی باندې دا حقونه دي چې هغوی به د تاسې فرشونه داسې چا ته نه غړوي چې تاسې يې بد ګنې ( کوم څوک چې د تاسې خوښ نه وي هغه بې اجازې کور ته نه ننباسي ) که يې داسې وکړل نو هغوی ووهئ لږ وهل چې زخم کونکي نه وي او همدارنګه د هغوی پر تاسې باندې دا حق دی چې هغوی ته به يه ښه شان نفقه او د استوګني ځای برابروئ .
د ) د خاوند د اجازې بغير به له کور نه وځي :
عبدالله بن مسعود رضي الله عنه له رسول الله صلى الله عليه و سلم نه روايت کوي چه فرمايي: «إنَّ المرأة عورة فإذا خرجت استشرفها الشيطان، وأقرب ما تكون من وجه ربها وهي في مقر بيتها» (صحيح. الترمذي وابن خزيمة، وابن حبان).
ژباړه : ښځه عورت ده ، او کله چې د کور څخه بيرون وځي شيطان هغې ته زينت او ښايست ورکوي ، او الله تعالی ته د نږدي کيدو تر ټولو غوره ځای کور کې پاتې کيدل دي .
هـ – التأديب : څرنګه چې نر د کور مشر دی نو د خپل اهل عيال مسئول دی . خپل اهل عيال ته به په نيکو کارونو امر کوئ او له بدو کارونو به يي منع کوي .
قوله تعالی : وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلاَةِ وَاصْطَبِرْعَلَيْهَا
ژباړه :اهل ته موپه لمانځه کولو امر کوی او خپله يی هم کوی .
وقوله تعالى : ( يا أيها الذين آمنوا قوا أنفسكم وأهليكم ناراً وقودها الناس والحجارة ) التحريم/6 .
ای مؤمنانو ! خپل ځانونه او خپل اهل عيال له هغه اور څخه چې خس يې خلک او تېږي دي وساتئ .
رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُمَرَ رَضِيَ الله عَنْهُمَا يَقُولُ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم يَقُولُ:«كُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، الإِمَامُ رَاعٍ وَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، وَالرَّجُلُ رَاعٍ فِي أَهْلِهِ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، وَالْمَرْأَةُ رَاعِيَةٌ فِي بَيْتِ زَوْجِهَا وَمَسْئُولَةٌ عَنْ رَعِيَّتِهَا، وَالْخَادِمُ رَاعٍ فِي مَالِ سَيِّدِهِ وَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ». (بخارى:853)
ژباړه : د عبدالله بن عمر رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :  هر يو د تاسې راعی (شپون ) دی او هر يو د تاسې د خپل رعيت (لاس لاندې کسانو ) په برخه کې مسئول دي (د رعيت په اړه به له ده څخه پوښتنه کيږي ) . د ټولنې رهبر د خپل رعيت شپون او د خپل رعيت مسئول دی ، سړی د خپل کور د اهل مسئول دی ،ښځه د ميړه په کور کې د خپل اولاد شپنه او مسئوله ده ، خادم د مالک په مال کې شپون دی او په دغه باره کې مسئول دی. .
 وقد ذكر الحنفية أربعة مواضع يجوز فيها للزوج تأديب زوجته بالضرب ، منها : ترك الزينة إذا أراد الزينة، ومنها : ترك الإجابة إذا دعاها إلى الفراش وهي طاهرة ، ومنها : ترك الصلاة ، ومنها : الخروج من البيت بغير إذنه .
    ومن الأدلة على جواز التأديب :
 که ښځه يا اولاد خدای مه کړه بې لاری ته مخ کړي نو کور مشر ته دا جايزه ده چې هغوی ته بدني تأديب ور کړي .
  قوله تعالى : ( واللاتي تخافون نشوزهن فعظوهن واهجروهن في المضاجع واضربوهن ) النساء/34 .
او هغه ښځې چې د هغوی د بدخويۍ څخه وېرېږئ نو (لومړی) دوی ته نصيحت وکړئ او که ( په نصيحت سمې نه شوې ) د خوب ځای يې جلا کړئ (او که په دې هم سمې نه شوې ) و يې وهئ نو که غاړه يې کيښوده نو بيا پرې ( د زيان رسولو لپاره ) لار مه لټوئ باور وکړئ چې الله جل جلا له  له پاسه شته چې لوړ او لوی دی .
دا د ميړه او کور د مشر مسئوليت دی چې خپل اهل عيال ته د دين ضروري احکام وښيي او همدارنګه هغوی ته په نيکو کارونو امر وکړي او له بدو کارونو يي منع کړي . تفسير ابن کثير ۴/۳۹۲
    وقد ذكر الحنفية أربعة مواضع يجوز فيها للزوج تأديب زوجته بالضرب ، منها : ترك الزينة إذا أراد الزينة، ومنها : ترك الإجابة إذا دعاها إلى الفراش وهي طاهرة ، ومنها : ترك الصلاة ، ومنها : الخروج من البيت بغير إذنه .( د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد بدني تأديب په ځلورو ځايونو کې جايز دی : کله چې ميړه د ښځې د زينت اراده ولري او هغه زينت او د ځان ښايسته کول ترک کړي ، د خواهش پوره کول بلنه ورکړي دا هغه ترک کړي په داسې حال چې هغه پاکه وي ، لمونځ نه کوي ، او د خاوند د اجازې بغير له کور وځي )
د ښځې په ميړه او د ميړه پر ښځه باندې حقوقو په باره ډير الهي او نبي ارشادات راغلي دي
او مونږ د هغه ځنې بيان کړل الله جل جلا له  مونږ ته د عمل کولو توفيق راکړي .

آن لاين اسلامې لارښود