د پلاستيکي يا د ښايست د پاره عملياتو حکم څه دی ؟

 
پوښتنه : د ښايست د پاره عمليات ( جراحي) کولو حکم څه دی ؟ او د سينګار او ښايست د علم د زده کړې حکم څه دی ؟
ښايست او سينګار په دوه ډوله دی :
يو هغه ښايست دی چې د هغه په وجه عيب له منیځه وړل کيږي هغه عيب چه  د کومې حادثې يا بل څه له وجې منځه راغلی وي ورک کړي دا کوم باک نه لري .
په دليل د دغه روايت چه رسول الله صلی الله عليه وسلم يو کس ته چه پوزه يې په جنګ کې پرې شوی وه اجازه ورکړه چه د طلا له پوزې څخه استفاده وکړي . [1]            
دوهم ډول : اضافي ښايست دی او دا ښايست د غيب ورکولو د پاره نه وي بلکه د ښايست د زياتولو د پاره تر سره کيږي دا حرام او نا جايز دی .
 ځکه حضرت محمد صلی الله عليه وسلم فرمايي : لعن الله الواشمات والمستوشمات والنامصات والمتنمصات والمتفلجات للحسن المغيرات خلق الله (رواه بخاری ) .
الله تعالی لعنت کړی څوک چه خال وهی او هغه چه د خال وهلو خيال وکړي ،او هغه څوک چه وروځی نري جوړوي اوهغه چې  د وروځو د نری جوړولو خيال کوي ، اوهغه څوک چه د ډول اوښاست لپاره د غاښونو تر منځ فاصلی جوړوي دا هغه کسان دی چه د خدای ج خلقت کې تغير راولې .
 ) [2]
ځکه دا کار ددې د پاره تر سره کوي چه ښايست زيات کړي نه ددې د پاره چه عيب له منيځه يوسي .
مګر د ښايست يا پلاستکي جراحۍ زده کړه کوم باک نه لري په شرط ددې چه په حرامو برخو کې ونه کارول شي کوم چه ذکر شول .
او هغه کسان چه غواړي د اضافي ډول او سيګار د پاره پلاستکې عملات وکړي هغوی ته نصيحت وشي چه دا عمل حرام دی ځکه د طبيب په خوله به دا نصيحت زيات ګټور وي .
  فتاواي البدالحرام -شيخ ابن عثيمين- ټولونه اشرف عبد المقصود(2/833) – 

آن لاين اسلامې لارښود

[1] أبوداود (4886) اوالترمذی (1770) و قال:«حسن غریب»، اوالنسائی (5162،5161). او حسنه الألبانی؛ کما فی «صحیح أبی داود» (3561)
[2] بخاري


_________________________________________



نامشروع جراحي:

محترم ورور جمشيد افغان
 
دطب دجراحي په فن کي هغه عملیات چي په اسلامي شریعت کي حرام دی او نه یواځی داچي روانه دی بلکي دحرامو عملتاتونو له جملی څخه داسی عملیاتونه دی چي دهغوی په ارتکاب سره مرتکب ته یي رسول الله صلي الله علیه وسلم نه معاف کیدونکی ګناه ګڼلی ده او مرتکبینو ته یی سخت وعید فرمایلی دی چي دادي هغه جراحي عملیاتونه ډکر کوو چي په اسلامي شریعت کي ممنوع ګڼل شویدي.
لومړی مطلب: دښایست لپاره جراحي عملیات:
له ناروا او حرامو عملیاتونو څخه تجمیل او ښایست عملیاتونه دي چي داروپایي طاغوتي تهذیب اودهغه دروزل شویواطباو، ساینس پوهانو او بوټي پاولر متخصصینو دبشریت دبي لارتیا أه پاره وړاندي کړی دی په پرمختللولویدیځو هیوادونو کي دتجمیل عملیات یو عادی کار ګڼلی کیږی او په څو تیرو کلونو کي دلویدیځ دغه مخطه ډالۍ وروسته پاتي اوپرمختلونکو هیوادونو ته هم دهغوی دنورو بشر دښمنه اواسلام دښمنه سوغاتونو په څیرلمن ِغځولی ده به هر صورت دښایست او ښکلا عملیات چي رواج شوی دي دوه ډوله دي چي په لاندي ډول بیانیږي:
لومړي: شکل ته دتغیرورکولو عملیات:
داهغه ډول عملیات دی چي انسان په بدن کی یواندام ته تغیر ورکوی چي مثالونه یي په لاندي ډول دي
الف: دبوزي عملیات: اوهغه داسی چي بلنه وی نری کړای شي ، یا ډیره زیاته اوږده وی لنډه کړای شي او یالنډو وی اږده کړای شی اوله خپله طبیعی شکل څخه یی بدله کړي او تغیرورپکی راولی یا پیته او ټیټه وی، هسکه او اوچته یي کړي.
ب: دزنی عملیات: داسي کوی چي که اوږده وی نو هډوکي یی لندوی او کوچنی کوی یي او که ذنه پلنه وی نو هغه نرۍ کوی او یا مصنوعی ذنه ورته جوړوی چي له لحمی عضلاتو او انسجه و څخه جوړه کړای شوی وي.
ج: دسینوعملیات: پدي ډول چي دمخصوصو وسایلو به واسطه وړی سینی غټی اوِغټی سینی وړی کړي.
د: دغوږوتجمیل: هغه داسی چي که مخی پلو ته به طبیعی توګه پیداشوی وی دعملیات به وزله یي شاته بیا یي او دنورو وګړو دغوږونو ب هڅیر یي ګرځوی.
ذ: دګیډی عملیات: د ګیډی عملیات داسی کیږی چي له پوست څخه لاندی وازدی ورڅخه توږی اوبیا یي نس د څرمنی به کمربند ټینګ تړي څو کمکی وګرځیږي.
دویم مطلب: د ځوانۍ لپاره عملیات:
دښکلا داډول عملیات په خاص ډول دنډو عمر خودلو وګړو اوبودا ګانو لپاره دی چی غواړی خپل ځان ځوان معلوم کړي. دمثال په ډول دمخ، تندی او لاسونو، پښوپوست یي چوملک او ګونځی ګونځی شوی وی نو هغه دکیمیاوی قشر یعني پستوکی په ذریعه داسی هوار کړی چي په بشپړه توګه ځوان او زلمی شي او که ښخه وی دځوانی او پیغلي نجلی په څیر یي پستوکی تازه او هوار شي او ګونځی یي ختم شي.
همداراز دسترګو وریځی (حواجب) چه دکهولت اوزوړتوب له امله پړسیدلی وی اوډډی، ډډی ښکاری هغه عملیات کړی اوهغه دننه بوکڼی چي دبوډاتوب له امله پکی پیداشوی وی هغه ورڅخه لری کړی. وریځی هواری شي او شبات یي عود وکړی.
داسی نه ښکاری چی دکهولت اوزوړتوب وریځی دي.
اسلامي شریعت دښایست او تجمیل دغه ډول عملیات حرام ګڼلی او دحرمت ډیر عوامل اوعلتونه ورپکی دی چي په لانري ترینه یادونه کوو.
۱-دخلق الله تغیر: دحرمت یو علت یی دادی چي دتجمیل دعملیاتو به دغو دواړو صورتونو کي دلله جل جلاله دپنځیر خلقت تغیر اوبدلون دي چي دشیطان په لمسه کولی شي او دطاغوت له اعمالو څخه دی چی الله تعالي غندلي او فرمایلی دي: ولامرنهم فلیغیرن خلق الله.
ژباړه: او زه به هغو ته امر وکړم او هغوی به زما په امر په خایي ساخته کي ردوبدل راولی.

 
عن عبدالله بن مسعود رض انه قال: سمعت رسول الله صلي الله علیه وسلم یلعن المتنمصات، والتفلجات الحسن اللتي یغیرن خلق الله.
ژباړه : عبدالله بن مسعودوايي درسول الله صلي الله علیه وسلم څخه می اوریدلي دي چي پر هغو ښځو يي لعنت ویلو چي دښایست له پاره خپلی وریځي باسی او یا دښاست په غرض خپل غاښونه یو له بله جداکوي یا یي تراشی او نرۍ کوي یي داهغه ښځی دی چی ددي کار په کولو سره الهي جوړښت ته تغیر ورکوي.
۲-دوکه ورکول: دحرمت دویم علت یي دادی چي پدغه ډول عملیات سره دوکه ورکول دی خکه هغه نارینه او یا ښځه چي په بوډا توب کي دغه عملیات وکړی نو خوان ښکاریږی او خلک پری دوکه کیږي نو له همدی امله رسول الله صلي الله علیه وسلم ټګماری او دوکه حرامه کړی او فرمایلی یي دي:
من غش فلیس منا.
ژباړه:چاچي دوکه او ټګي وکړه اوپخپله معامله کي یي دوکه وکړه هغه له مونږ څخه نه دي.
۳-پی ضرورته تخدیر: دحرمت دریم علت یي بی ضرورته څان بی سده کول اودمخدراتو استعمالول دی ځکه چي دغه عملیاتونه یو هم له نشي څخه پرته نه کیږی او د مخدراتو استعمال شرعا حرام دی اسلامی شرعت به ځینی سختو اړتیا یي صورتونو کي دهغوی اجازه ورکړی ده او دتجمیل په عملیاتونو کي شرعی ضرورت نشته چي له همدی امله د ښکلا تر لاسه کول لپاره ځان بی سده کول حرام او ناروا دی.
۴-له اودس اوغسل څخه منع کول: کله چي پورتنی اندامونه تجمیل لپاره عملیات کړای شی نودعملیات دبریالی توب لپاره تر ډیری مودی پوری پر طبی پلستر پوښل شوی وی او ډاکتر ورته توصیه کوی چی تر ډیری مودی پوری به هغه پوښلی ساتی پراوبو به یي نه لندوی چي په دی ټوګه تر ډیری مودي پوری له فرض اوداسه او غسل او غسل څخه منعه شوی وی او او ناولی ګرځیږی اوله نظافت او طهارت څخه هیڅه محروخ وی ددغي مودی فرض لمونځونه او نرعبادات یي پر غاړه باندی فرض پاتی کیږی ددغه ډول عملیاتو به اجراکولو سره یو اړ عبادات وروسته کیږی چي دا یو ناروا عمل دي
۵-بی ستری کول ک دحرمت پنخم علت یي دادی چي دغه ډول عملیا دبي سترۍ سبب ګرځی او اسلام بی سترۍ حرام ګڼی اودغه عملیات ډیرځله داسی وی چي اجنبی نارینه داجنبی اونامحرمی ښځی عملیات اجرا کوی یا نامحرمی ښځی داجنبی او نامحرمونارینه وو عملیات ترسره وي. چي دغی بي سترۍ ته اسلامي شریعت په هیڅ قسم جواز نه ورکوي.