Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Wednesday, November 16, 2011

د ژوند د جوړې ټاکنه! کوم معيارونه…

 
 

د ژوند د جوړې ټاکنه! کوم معيارونه

 
ليكنه: نګهت حسين
ژباړه: ډاکټر غنچه ګل ارمان

د ټولنيز ژوند بنسټيز واحد کورنۍ ده. په اسلامي ټولنه کې هره نوې کورنۍ د يوه نارينه او يوې ښځې له خپلمينځي نکاح څخه پيليږي. د ټولنيزو ارزښتونو وده، پياوړتيا او تلپاتيوالی د کورنۍ له پياوړتيا پورې تړلي. يوه غوره کورنۍ هغه وخت مينځ ته راځي چې کله يو نيک نارينه له نيکې ښځې سره د يوې پاکې اړيکې له لارې سره جوړه شي.
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: “نکاح زما سُنت ده”. په همدې توګه يې په يوه بل ځای کې ويلي: “څوک چې زما له سُنت څخه څخه سر وغړوي، له مونږ څخه نه دی-بخاری”. له دې څخه ښکاري چې نکاح په مسلمانه ټولنه کې نه يوازې دا چې له ستر اهميت څخه برخمنه ده، بلکې د رسول الله سُنت هم ده.
نکاح د ښځې او نر تر مينځ د يوې سوچه او له خلوص ډکې اړيکې يو داسې تړون دی چې الله پکې برکت، مينه او ښکلا ايښې ده.
وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ – روم ۳۰:۲۱
او له نښو نه يې يوه دا هم ده چې له تاسې نه يې ستاسې جوړه پيدا کړه چې ارام ور سره وکړئ. او ستاسې په مينځ کې يې مينه او خواخوږي پيدا کړې ده. په ريښتيا چې په دې کې د هغه قوم له پاره چې فکر کوي لويې نښې دي.
په دې پاکې اړيکې کې مينه اصلاً د الله د نه ختميدونکي رحمت برخه ده چې موخه يې د يوه نيک او سوکاله ټولنيز ژوند جوړونه ده. الله تعالی مؤمنانو ته دا دُعا ورښودلې چې:
رَبَّنَا هَبْ لَنَا مِنْ اَزْوَاجِنَا وَذُرِّیّٰتِنَا قُرَّۃَ اَعْیُنٍ وَّاجْعَلْنَا لِلْمُتَّقِیْنَ اِمَامًا o (الفرقان ۲۵ :۷۴)
ای زمونږ ربه زمونږ په ښځو او بچيانو زمونږ سترګې يخې کړه او مونږ د متقيانو مخکښ وګرځوه.
د واده له پاره خو چمتووالی زياتره په زور او شور سره کيږي مګر له واده وروسته ژوند له پاره د داسې نقشې جوړول چې بنسټ يې يوازې د الله رضا وي، له پامه غورځول کيږي. په دې اړه د ديندارو او ملتزمو کورنيو له خوا د سترګو پټول هم ښايي په هغه کړۍ کې د دين را ايسارول وي چې په ژبه د کلمې په ويلو پيليږي او د څو ټاکلو عبادتونو په تر سره کولو بشپړيږي.
که چيرې په دې برخه کې اسلامي لارښوونې په پام کې ونيول شي نو د کورنۍ تهداب به په اسلامي اصولو کيښودل شي. اسلام د ژوند بشپړ نظام دی. اسلام هيڅکله هم د ژوند يو داسې اړخ چې د انسان له نيم څخه زيات ژوند ور پورې تړلی له پامه نه شي غورځولی. اسلام په دې هکله ډاګيزې لارښوونې لري چې که عمل پرې وشي ډيرې هغه ستونزې به له مينځه لاړې شي چې نن ور سره وګړي لاس او ګريوان دي.

د ژوند د ملګري ټاکنه

دا واده ته د چمتووالي لومړنی پړاو دی چې زمونږ په ټولنه کې بيخي يو ښځينه کار ګڼل کيږي. هر کار چې د ورځني ژوند برخه ګڼل کيږي که په ديني لارښوونو ولاړه نقشه ور ته جوړه کړل شي، په آخرت کې د زيات اجر او ثواب لامل ګرځي. دلته لږ غور وکړئ او ځان وپوښتئ چې د ژوند د ملګري/ملګرې د ټاکنې له پاره مو کوم اصول په پام کې دي. بيا هغه په ترتيب سره وليکئ، په خپله به در ته په ډاګه شي چې دين په دې اړه له څومره اهميت څخه برخمن دی او د هغې په وړاندې دودونه او جاهلانه رواجونه چې قوم، ټبر، او نور پکې شامل دي څه اهميت لري



 
له ځينې هغو اصولو څخه چې د ژوند د ملګري په ټاکنه کې يې په پام کې نيول په کار دي، په لاندې ډول يادونه کيږي

نيت:
 
د رسول الله وينا ده چې هر عمل له نيت پورې تړلی دی. د ژوند د مناسب ملګري د ټاکنې پر وخت دا حديث په پام کې نيول په کار دي چې ايا زما د لور، زوی يا خپل واده بايد يوازې له دې کبله وشي چې يوه ټولنيزه يا طبيعي اړتيا ده او که له دې کبله چې له يوې پاکې او سوچه اړيکې څخه به يوه پاکه او صالح کورنۍ رامينځ ته شي؟ دا پوښتنه ځکه مهمه ده چې له پاکه نيته شوی هر کار په عبادت کې شميرل کيږي. لکه څرنګه چې د هر عبادت نيت هغه له نورو څخه بيلوي، همدا راز د ژوند په نورو چارو کې هم د الله له پاره د نيت ځانګړي کول الله ته د نږدې کيدو وسيله هم ده او له شيطاني افکارو او کارونو څخه د ژغورنې وسيله هم. که د نکاح له پاره د چمتووالي په دې پړاو کې نيت پاک شي، تر پايه به د الله رحمت ور سره مل وي. له دې کبله په کار ده چې انسان تل خپل نيت وارزوي، او خپلې ليوالتياوې وپيژنې چې د نکاح په اړه يې نيت څه دی او په خپلو لومړيتوبونو کې يې دين تر کومه بريده په پام کې نيولی.

د خوښ او ناخوښ له پاره ديني معيار

دوهم پړاو د يوه داسې کس لټه ده چې د نکاح له پاره اړين هغه ټول شرايط يې پوره کړي وي چې اسلام غوښتنه کوي. په دې اړه هر څوک د پوره فکر او سوچ کولو حق لري مګر د برترۍ ټاکنه زمونږ له ديني فهم او تقوی پورې تړلې ده. د يوه ديندار کس له پاره دا يو ډير حساس پړاو دی. که يو چا د ژوند يوه برخه د الله له لارښوونو سره د سموالي په هڅه تيره کړې وي، هغه له يوه داسې کس سره د خپل پاتې ژوند د تيرولو سوچ هومره هم نه شي کولی چې ملحدانه يا بې دينه افکار لري او دين يې يوازې په ژبه د اسلام له دعوې پورې محدود وي.
قران کريم د نيکو نارينه وو له پاره نيکې ښځې او د نيکو ښځينه وو له پاره نيک نارينه غوره کړي (النور 24 : 26):
الْخَبِيثَاتُ لِلْخَبِيثِينَ وَالْخَبِيثُونَ لِلْخَبِيثَاتِ وَالطَّيِّبَاتُ لِلطَّيِّبِينَ وَالطَّيِّبُونَ لِلطَّيِّبَاتِ أُولَئِكَ مُبَرَّءُونَ مِمَّا يَقُولُونَ لَهُمْ مَغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ
ناپاکې ښځې د ناپاکو نارينه وو له پاره دي او ناپاک نارينه د ناپاکو ښځو له پاره دي، او پاکې ښځې د پاکو سړيو او پاک سړي د پاکو ښځو له پاره دي. د دوی لمنه له هغو خبرو نه پاکه ده چې منافقان يې په درواغو جوړوي. د دوی له پاره بخښنه او ښه روزي ده.
په همدې توګه د غوره او ناغوره معيار يې تقوی ټاکلی، لکه چې فرمايي (البقرہ 2 : 221):
وَلا تَنْكِحُوا الْمُشْرِكَاتِ حَتَّى يُؤْمِنَّ وَلأمَةٌ مُؤْمِنَةٌ خَيْرٌ مِنْ مُشْرِكَةٍ وَلَوْ أَعْجَبَتْكُمْ وَلا تُنْكِحُوا الْمُشْرِكِينَ حَتَّى يُؤْمِنُوا وَلَعَبْدٌ مُؤْمِنٌ خَيْرٌ مِنْ مُشْرِكٍ وَلَوْ أَعْجَبَكُمْ أُولَئِكَ يَدْعُونَ إِلَى النَّارِ وَاللَّهُ يَدْعُو إِلَى الْجَنَّةِ وَالْمَغْفِرَةِ بِإِذْنِهِ وَيُبَيِّنُ آيَاتِهِ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ
او مشرکې ښځې، تر څو چې مسلمانې شوې نه وي، په نکاح مه اخلئ. باايمانه وينځه له مشرکې اصيلې څخه ډيره غوره ده که څه هم چې تاسې ډيره خوښه کړې وي. او هم مسلمانې ښځې مشرکانو ته مه واده کوئ څو چې مسلمان شوي نه وي. په يقين سره مسلمان مريې له مشرک اصيل څخه ډير غوره دی که څه هم ستاسې ډير خوښ شوی وي. دا کسان د اور لور ته بلنه ورکوي او الله پاک تاسې ته په خپل اذن او بخښنې سره د جنت په لور بلنه در کوي او خلکو ته خپلې نښې او دليلونه په ښکاره ډول وړاندې کوي تر څو پند واخلي.
ټاکونکی کس بايد د ټاکنې پر وخت دا فکر خامخا وکړي چې د خوښ او ناخوښ معيار يې د ديني لارښوونو پر بنسټ دی او که د خپلو غوښتنو او د وخت د دودونو پر بنسټ. نبوي حديث را ته په دې هکله ډاګيزه لارښوونه کړې:له حضرت انس څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: چا چې له کومې ښځې سره يوازې د هغې د عزت پر بنسټ واده وکړ، الله به يې ذليل کړي، چا چې له کومې ښځې سره د هغې د مال پر اساس واده وکړ الله تعالی به يې کرياب کړي، او که چا له کومې ښځې سره د خپلو سترګو او شرمګاه د خوندي ساتنې په موخه واده وکړ، الله تعالی به دی د هغې او هغه د ده له برکته له خير او برکت څخه برخمنه کړي- (الطبرانی الاوسط).
له حضرت انس څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: چا چې له کومې ښځې سره يوازې د هغې د عزت پر بنسټ واده وکړ، الله به يې ذليل کړي، چا چې له کومې ښځې سره د هغې د مال پر اساس واده وکړ الله تعالی به يې کرياب کړي، او که چا له کومې ښځې سره د خپلو سترګو او شرمګاه د خوندي ساتنې په موخه واده وکړ، الله تعالی به دی د هغې او هغه د ده له برکته له خير او برکت څخه برخمنه کړي- (الطبرانی الاوسط).
ابوهريرة رضی الله عنه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کړی، چې هغه وفرمايل:
” تُنْكحُ الْمَرْأَةُ لأرْبَعٍ: لمالها ولِحَسَبها ولِجَمَالها وَلدينها: فَاظْفَرْ بذاتِ الدِّينِ تَربَتْ يَدَاكَ ” مُتّفَقٌ عَلَيْهِ
ښځه د څلورو دلايلو (ښايست، شتمنۍ، نسب او دين) له کبله په نکاح کيږي، نو د ديندارې ښځې (په نکاح کولو) ځان بريالی کړه.
اسلام چې د نکاح د پيغام ورکوونکو خپلوانو ته کوم معيار وړاندې کوي، له دې نبوي لارښوونو څخه په ډاګه څرګنديږي، او هغه دا چې د مسلمان د ژوند ټوله پانګه دين دی. د ټولو چارو بنسټ هم دين دی ځکه چې له دې پرته نور ټول معيارونه زمونږ د نفس له غوښتنو او بې ځايه دودونو او رواجوانو څخه سرچينه اخلي چې باطل دي. د دې د اغيزو، پايلو او زيانونو ذمه وار مونږ په خپله يو ځکه چې الله تعالی په چا ظلم نه کوي. رسول الله هر نکاح کوونکي ته په دې ټينګار کړی دی چې د ژوند د ملګري په غوره کولو کې يې بايد معيار پاک طبيعت، دينداري او غوره اخلاق وي نه ظاهري سينګار او شتمني. دا کارونه يوازې هغه وخت پر ديني بنسټونو درېدلی شي چې فرد خپل فکر د دين له غوښتنو سره برابر کړي. هغه کس چې ظاهري سينګار او دُنيوي مرتبه لري، هغه ته رسيدل ډير زړه راښکونکي وي. په دې معيار باندې هم اسلام کوم بنديز نه دی لګولی ځکه چې د دې اړيکې بنسټ د زړه مينه وي، مګر د يوازيني معيار په توګه ور ته کتل او له ديني اړخ څخه لومړيتوب اخيستل يا د غير ضروري ځانګړتيا په سترګه ور ته کتل ناسم کار دی

د عزت قرآني معيار

د عزت قرآني معيار يو داسې نړيوال معيار دی چې هره هغه نظريه ردوي چې پر انسانيت بدې اغيزې ښندي. دې معيار ته قرآن داسې اشاره کوي:
يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ (الحجرات: ١٣)
ای خلکو! تاسې ټول مې له نر او ښځې نه پيدا کړي يئ، او تاسې مې خيلونه او قومونه ګرځولي يئ څو سره وپيژنئ. بې له شکه چې د الله په وړاندې تر ټولو غوره ستاسې پرهيزګاران دي. بې له شکه چې الله په هر څه پوه او له هر څه خبر دی.
له ابوهريرة رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله فرمايلي:
الله جل جلاله ستاسې شکلونو او جسمونو ته نه ګوري، بلکې ستاسې زړونو او ستاسې عملونو ته ګوري-مسلم.
په همدې ډول رسول الله د وروستي حج د خُطبې پر مهال وفرمايل:
ستاسې له ډلې څخه تر ټولو غوره هغه دی چې تر ټولو زيات پرهيزګار وي.
دا په حقيقت کې د عزت په اړه د اسلام هغه معيار دی چې په هغه کې عزتمن يوازې هغه کس وي چې د تقوی څښتن وي. که چيرې د خپلويو بنسټ هم د عزت پر همدغه ستر معيار کيښودل شي نو د هغو دودونو د پيروۍ مخه تقوی د راتلونکي ژوند اړوندو ستونزو د هواري او د الله د رضا د تر لاسه کولو په برخه کې مرسته کوي. د شيطان په منګولو کې نښتي خلک د الله له ويرې پرته کارونه کوي او ټول ژوند يې له سپکاويو، پيغورونو، بدګُمانيو، کينې، رخې او نورو ناوړو کارونو سره په ډغرو کې تيريږي.به په خپله ونيول شي چې له اسلام سره يې هيڅ اړيکې نه شته. کيدای شي چې د ژوند هر ډګر يوه نه يوه قانون ته تابع کړای شي او خلک يې منلو ته اړ کړل شي مګر د کورنيو چارو په هکله له تقوی او د خدای له ويرې څخه بې پروايي بيخي ناشونې ده که نه په دې برخه کې پر فرد بل هيڅ ډول قانون نه شي پلی کيدای. تقوی د راتلونکي ژوند اړوندو ستونزو د هواري او د الله د رضا د تر لاسه کولو په برخه کې مرسته کوي. د شيطان په منګولو کې نښتي خلک د الله له ويرې پرته کارونه کوي او ټول ژوند يې له سپکاويو، پيغورونو، بدګُمانيو، کينې، رخې او نورو ناوړو کارونو سره په ډغرو کې تيريږي


د راتلونکي مور او پلار ټاکنه

مؤمن لنډفکره نه وي. د هغه د بصيرت غوښتنه ده چې هغه د خپل هر کار راتلونکې د هغه د اخروي نتيجې په پام کې نيولو سره سنجوي. د ژوند د ملګري د ټاکنې پر وخت هغه ته په دې خبره هم پوهيدل په کار دي چې دا يوازې د ښځې يا ميړه د ټاکنې خبره نه ده، بلکې د راتلونکي مور او پلار د ټاکنې خبره هم ده. سربيره پر دې دوی ته د اسلامي اُمت له پاره د داسې افرادو د روزنې وجيبه په غاړه ده چې په ځمکه کې د خلافت چارې په لاس …ځکه نو د ميرمنې يا ميړه د ټاکنې پر مهال په ذهن کې د يوې داسې کورنۍ نقشه رسمول په کار دي چې د صالحيت په قرآني تول پوره وي او په هغې کې مور او پلار د خپلو مسؤليتونو په تر سره کولو سره له اسلامي اصولو سره سم د نوي نسل د روزنې په وړتيا سمبال وي. چيرته چې د مور غيږ د خپل اولاد له پاره لومړنی ښوونځي وي هلته لکه په حديث کې چې ور ته اشاره شوې د يوه پلار له خوا خپل اولاد ته تر ټولو غوره ډالۍ د هغه غوره ښوونه او روزنه ده.کې واخلي. هغه نکاح چې په هغې کې ديني معيارونه په پام کې نيول کيږي د اولاد د روزنې په اړه هم رغنده نقش لوبوي او له دې لارې يو صالح نسل رامينځ ته کيږي. ځکه نو د ميرمنې يا ميړه د ټاکنې پر مهال په ذهن کې د يوې داسې کورنۍ نقشه رسمول په کار دي چې د صالحيت په قرآني تول پوره وي او په هغې کې مور او پلار د خپلو مسؤليتونو په تر سره کولو سره له اسلامي اصولو سره سم د نوي نسل د روزنې په وړتيا سمبال وي. چيرته چې د مور غيږ د خپل اولاد له پاره لومړنی ښوونځي وي هلته لکه په حديث کې چې ور ته اشاره شوې د يوه پلار له خوا خپل اولاد ته تر ټولو غوره ډالۍ د هغه غوره ښوونه او روزنه ده. په دې توګه د روزنې مسؤليت د مور او پلار دواړو پر اوږو پروت دی. روزنه هغه کس په ښه توګه کولی شي چې خپل مسؤليت په ښه توګه درک کوي.
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَاراً… (التحريم، ۶۶ :۶)
ای مؤمنانو! خپل ځانونه او خپلې کورنۍ له اور څخه وژغورئ.
قرآن کريم د خلاصون له پاره دا اصل وړاندې کړی چې يوازې د خپل ځان فکر مه کوئ بلکې د دوزخ له اور څخه د خپلې کورنۍ د غړو د ژغورنې مسؤليت هم ستاسې په غاړه دی. د دغه مسؤليت تر سره کول يوازې هغه وخت ممکن دي چې د مور او پلار په زړونو کې له خدای سره مينه، له هغه څخه ويره او پر هغه داسې ايمان موجود وي چې په ورځنيو معاملاتو او کاروبار کې يې نښې له ورايه ځليږي. د سبا د معمارانو د روزنې او پالنې بار د ننني ځوان نسل پر اوږو پروت دی. په دې برخه کې هر ډول لټي زمونږ د نسلونو د ايمان او عمل د تباهۍ لامل ګرځي.

د جنت تر لاسه کول

د جنت د تر لاسه کولو يوه مهمه وسيله د ژوند له پاره د نيک او صالح ملګري تر ټاکنې پورې هم تړلې. په قران کريم کې په بيلابيلو ځايونو کې ميرمنو او بچيانو ته د جنت ژمنه ورکړل شوې:
جَنَّاتُ عَدْنٍ يَدْخُلُونَهَا وَمَنْ صَلَحَ مِنْ آبَائِهِمْ وَأَزْوَاجِهِمْ وَذُرِّيَّاتِهِمْ وَالمَلاَئِكَةُ يَدْخُلُونَ عَلَيْهِم مِّن كُلِّ بَابٍ الرعد: (۱۳ : ۲۳
تل پاتې جنتونه دي چې دوی، د دوی نيک عمله پلرونه، د ژوند جوړې او بچيان به يې ور ننوځي او ملائکې به هم له هرې دروازې پرې ورننوځي.
له دې ايتونو څخه په ډاګه کيږي چې د برياليتوب مفهوم جنت ته رسيدل او د دوزخ له اور څخه خلاصون دی. دې واقعيت ته په کتلو سره د ژوند د داسي ملګري اهميت نور هم زياتيږي چې هغه د د دوزخ له اور څخه نه يوازې د خپل ځان بلکې د خپلې کورنۍ د ژغورنې له پاره هم هلې ځلې کوي.
په يوه بل ځای کې فرمايي:
وَالَّذِينَ آمَنُوا وَاتَّبَعَتْهُمْ ذُرِّيَّتُهُم بِإِيمَانٍ أَلْحَقْنَا بِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ وَمَا أَلَتْنَاهُم مِّنْ عَمَلِهِم مِّن شَيْءٍ كُلُّ امْرِئٍ بِمَا كَسَبَ رَهِينٌ- الطور ۵۲: ۲۱
او کومو کسانو چې ايمان راوړی او اولادونو يې هم د ايمان لار ور پسې نيولې ده، مونږ به يې اولادونه ور سره يو ځای کړو او د پلرونو له کړنو به يې هيڅ شی کم نه کړو. هر څوک د خپلو کړنو په ونج کې ګرو دی.
ځکه نو د ټاکنې پر وخت د راتلونکې هغه نقشه خامخا په مخ کې ايښودل په کار دي چې په هغې کې د آخرت تاوان نه وي. د راتلونکي په اړه خو حتماً فکر کيږي مګر دا فکر د ورځني ژوند يا د ځان اړوند مسائلو په هکله وي، خو که په دې کې د آخرت برخه هم ور زياته شي، نو انشاءالله له هغې اصلي ناکامۍ او تاوان څخه به خلاصون ومومي


ټينګه کورنۍ

خپلمنځي مشوره، ورورګلوي، مينه او نظم د هرې کورنۍ د ټينګتيا بنسټونه د کومو افرادو په زړه کې چې د ايمان بوټي ښې ريښې ځغلولي وي، ګلان يې د اعمالو په بڼه ځان ښکاره کوي. دا ډول وګړي زمونږ په خوا او شا کې هم شته مګر زمونږ د شخصي ليوالتياوو له کبله مو له سترګو پټ دي. اوس دا په خپله له هر فرد پورې اړه لري چې د ژوند د ملګري د ټاکنو پر وخت د راتلونکې اړوند دا معيارونه په پام کې نيسي او که د لنډې شيبې ګټه او سوکالي د ځان له پاره غنيمت ګڼي. په وروستي حالت کې ممکنه ده چې د دې دُنيا برياليتوب خو به تر لاسه کړي مګر ډير امکان د دې هم شته چې د دې تيريدونکي او لنډمهالي برياليتوب په مينه کې ترې د جنت لاره ورکه شي او پرته له دې چې دی/دا پرې پوه شي خپله ځولۍ د هغې دُنيا له ناکامۍ ډکه کړي.
دي. په يادو شويو ځانګړتياوو سمباله کورنۍ د داسې کسانو له خوا جوړيدی شي چې په زړه کې يې د الله مينه وي او د هغه مينه او کرکه، دوستي او دُښمني يوازې او يوازې د الله د خوښۍ په خاطر وي. په کومو کورنيو کې چې دې ځانګړتياوو ته درناوی کيږي، هلته خپلمنځي اړيکې په خپله ټينګيږي او له غړو سره يې د خپلو حقونو د تر لاسه کولو پر ځای د خپلو مسؤليتونو د تر سره کولو فکر پيدا کيږي. د بخښنې او تيريدنې چلن اصلاً د يوه مؤمن ځانګړتياوې دي. نيکه او صالح جوړه د خپلو اړيکو بنسټ د الله د رضا په تر لاسه کولو ږدي، ځکه نو تر وسه وسه د خپلو اخلاقو او غوره چلن ساتنه کوي. د مشرانو درناوی، پر کشرانو زړه سوی او له هغوی سره مينه، له خپلې خوښې تيريدل، د بل له پاره د خپلو جذبو او احساساتو ښندنه او داسې نورې غوره ځانګړتياوې له همدې کور څخه سرچينه اخلي. د کومو افرادو په زړه کې چې د ايمان بوټي ښې ريښې ځغلولي وي، ګلان يې د اعمالو په بڼه ځان ښکاره کوي. دا ډول وګړي زمونږ په خوا او شا کې هم شته مګر زمونږ د شخصي ليوالتياوو له کبله مو له سترګو پټ دي. اوس دا په خپله له هر فرد پورې اړه لري چې د ژوند د ملګري د ټاکنو پر وخت د راتلونکې اړوند دا معيارونه په پام کې نيسي او که د لنډې شيبې ګټه او سوکالي د ځان له پاره غنيمت ګڼي. په وروستي حالت کې ممکنه ده چې د دې دُنيا برياليتوب خو به تر لاسه کړي مګر ډير امکان د دې هم شته چې د دې تيريدونکي او لنډمهالي برياليتوب په مينه کې ترې د جنت لاره ورکه شي او پرته له دې چې دی/دا پرې پوه شي خپله ځولۍ د هغې دُنيا له ناکامۍ ډکه کړي

د ديني معيار پر سر سودا

د لويديز تهذيب مفاسدو زمونږ په کورني او ورځني ژوند کې ريښې دومره ځغلولي چې کله له ديني لارښوونو سره سم د معاملاتو د پر مخ وړنې خبره وي، نو بيا پرې عمل که ناشونی نه وي، ستونزمن خو خامخا را ته ښکاري. فرد ته تر هغه د دې خبرې معلومات نه کيږي چې دی کوم کار د څه له پاره کوي څو چې هغه خپل هر عمل د قرآني او نبوي لارښوونو په تله و نه تلي او د خپل هر کار رواوالی له خپل زړه څخه و نه پوښتي چې په دې کار کې يې شخصي ليوالتيا ده او که يوازې د الله د رضا له پاره يې کوي. ټولنه داسې شوې چې د دې تيريدونکې نړۍ د ژوند د اړتياوو په هکله ژور فکر کوي او ايله يو نيم پکې پيدا شي چې د دُنيوي چارو پر سر سودا وکړي، مګر د ديني معيار پر سر بيا ډير خلک سودا ته تيار دي. کله چې د نارينه په اړه د ټاکنې معيار مالي حيثيت، د کورنۍ د غړو شمير او داسې نور وي، او د ښځې په اړه ښايست، پيژندګلوي، مال او شتمني او نور وي، ديني معيار ته پکې لږ ځای ليدل کيږي. د اړوندو غاړو په هکله داسې پوښتنې کول چې د لمانځه اوداسه يې څه حال دی؟ له قران سره يې اړيکې څنګه دي؟ د قران کريم زده کړې او ښوونې ته څومره وخت ورکوي؟ له نبوي سنتو سره يې څومره مينه ده؟ په ورځني ژوند کې د دين د واکمنۍ له پاره څومره کار کوي؟ په دُنيا کې له خپل اصلي هدف څخه څومره پوهه لري؟ او په معاملاتو کې يې اسلام څومره واکمن دی؟ او د ورته نورو ځانګړتياوو په اړه پوهاوی چې يو اړين شرط دی بيخي له پامه غورځول کيږي، مګر د دې دوه ورځې دُنياګۍ ټول اړخونه بيا په پام کې نيسي. که سودا کوي، نو د ديني معاملاتو په سر يې کوي. د دُنيوي ژوند د هر کار په هکله له ښه نه ښه پسې ګرځو مګر که د کوم ديني امر پر سر د سودا مشوره زړه راکړي، (نه يوازې دا چې پښيمانتيا پرې نه راځي) بلکې خپله ځيرکتيا يې بولو.
د دې کار اصلي سرچينه دا ده چې د صالحيت قرآني معيار اصلاً دود نه دی، ځکه نو د هغې لټه هم يو بې ګټې کار ګڼل کيږي. صالحيت د ژوند تيرونې د يوه داسې طرز نوم دی چې نه په کومې محدودې دايرې کې ايساريدای شي او که غواړو جنت ته ورسيږو، معيار مو بايد دين وي. که لږ فکر وکړو ايا د جنت دا سودا دومره ارزانه ده چې هسې وړيا تر لاسه شي په داسې حال کې چې ټول ژوند مو د ماده پالنې ښکار وي؟ د خپل اولاد، د ژوند د ملګري، خپلوانو او اړيکو په اړه مو د خپلې خوښې اسلام جوړ کړی وي. په خولې د مسلمانۍ نارې وهو مګر ايمان مو له ستونې ښکته نه وي تير شوی.نه د مصلحتونو له اغيز لاندې راځي. صالحيت په هرې خبرې او هرې معاملې کې ځای لري. د الله په وړاندې ځيرک هغه دی چې د خپل آخرت په اړه فکرمن وي نه دا چې د دې فاني دُنيا ژوند يې د ځان له پاره يوازينی هدف ټاکلی وي او ټولې منډې ترړې يې د همدې له پاره وي. څه فکر کوئ چې الله به هم د تقوا دغه تعريف را سره ومني چې نن مونږ ور ته جوړ کړی؟ که د چا ځواب هو وي نو د هغه له پاره د ديني معيار پر سر سودا کول هم څه لرې خبره نه ده، که نه نو د دې څو ورځې ژوند له پاره د آخرت تباه کول هوښيارتيا نه بريښي. که غواړو جنت ته ورسيږو، معيار مو بايد دين وي. که لږ فکر وکړو ايا د جنت دا سودا دومره ارزانه ده چې هسې وړيا تر لاسه شي په داسې حال کې چې ټول ژوند مو د ماده پالنې ښکار وي؟ د خپل اولاد، د ژوند د ملګري، خپلوانو او اړيکو په اړه مو د خپلې خوښې اسلام جوړ کړی وي. په خولې د مسلمانۍ نارې وهو مګر ايمان مو له ستونې ښکته نه وي تير شوی. د رسول الله او صحابه وو له سيرت څخه مونږ ته د مسلمان له پاره د ژوند د ملګري د ټاکنې معيار په ډاګه معلوميږي. حضرت عمر رضی الله عنه د يوې شيدې پلورونکې د لور يوازې له دې خبرې اغيزمن شو او هغه يې خپله نګور کړه چې هغې د الله له ويرې په شيدو کې له اوبو ګډولو انکار وکړ. دا د دې څرګند دليل دی چې د يوه مسلمان اصلي هدف تقوی ده

د نکاح د لارې خنډونه

په لاندې ډول له هغو عواملو څخه يادونه کيږي چې نکاح ستونزمنوي او حرام آسانوي. دا شيان په اسلام کې ځای نه لري او بې له کومه شکه په ځمکه کې د فساد لامل ګرځي

ديني معيارونه له پامه غورځول

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:
که تاسې ته يو داسې کس (د نکاح له پيغام سره) راغی چې له ديندارۍ او اخلاقو څخه يې راضي يئ، نو نکاح ور سره وکړئ که نه نو په ځمکه کې به فتنه او فساد خپور شي-ترمذی
چيرې چې د ديني معيارونو پر سر سودا کيږي، هلته دينداران له دې کبله هم ځوابيږي چې هغوی د دُنيوي اړتياوو له پلوه وروسته پاتې يا له نورو شاته وي. د اسلامي ټولنې له پاره به له دې څخه بله ستره غميزه کومه وي چې په هغې کې يوه پاک لمنې او دينداره پيغله يوه بې دينه، او د ملحدانه افکارو او د ټاکنې پر وخت بايد غوره والی تقوی ته ورکړل شي. لږ کله د دې امکان هم وي چې خدای مه کړه ځوان له واده وروسته برعکس وخيژي نو کيدای شي چې دلته پيغله د آسيه نقش ولوبوي مګر که له سره څوک فرعون ته لور ورکوي، دا بيا د دين پر ضد ګام دی. د خپلې اُخروي راتلونکې په اړه خامخا فکر کول په کار دي.نظرياتو لرونکي ځوان ته چې ديني ارزښتونو ته په هيڅ حيثيت قائل نه وي په نکاح ورکړل شي او بيا پيغلې ته د فرعون د ښځې حضرت آسيه بيلګه وړاندې کيږي، له هغې څخه د ګوزارې غوښتنه کيږي يا دې ته چمتو کيږي چې د ميړه پر پله پل کيږدي او د خپل آخرت تباه کولو ته چمتو کړل شي. د ټاکنې پر وخت بايد غوره والی تقوی ته ورکړل شي. لږ کله د دې امکان هم وي چې خدای مه کړه ځوان له واده وروسته برعکس وخيژي نو کيدای شي چې دلته پيغله د آسيه نقش ولوبوي مګر که له سره څوک فرعون ته لور ورکوي، دا بيا د دين پر ضد ګام دی. د خپلې اُخروي راتلونکې په اړه خامخا فکر کول په کار دي. همدا راز د يوې بې دينه او بدلمنې ښځې ټاکنه د سړي پر ديندارۍ بد اغيز کولی شي. کوم کسان چې د جنت هيله کوي، هغوی د ټاکنې پر وخت د رسول الله لارښوونې په پام کې نيسي. رسول الله وايي چې دُنيا متاع ده او د دې تر ټولو غوره متاع نيکه کورودانې ده (مسلم). همدا ډول په يوه بل حديث کې راغلي چې (غوره) نکاح د سړي نيم دين دی، په هغه بله نيمايي کې دې دی له خدايه وويريږي.
د دې لارښوونو د له پامه غورځونې پايلې نن مونږ په خپلو سترګو وينو. حالت دې ته رسيدلی چې د نکاح په څير حلال، پاک او آسان کار تر ټولو ستونزمن ګرځيدلی او د حرامو لارو هره خوا پريماني ده. د کورنيو مشران، مور او پلار که د خپلو بچيانو په هکله فکر کوي، بايد د دې په هکله هم فکر وکړي چې د ټولنې په دې کړکيچ کې د چا ونډه څومره ده. کله چې مونږ د خپلو بچيانو له پاره حلالې او روا لارې دومره سختوو او د هغو دودونو پلي کولو ته يې اړ کوو چې مونږ له ځانه جوړ کړي، حرامو او ناروا لارو ته په خپله لاره هواريږي او د حلالو ځای نيسي. نن ورځ نکاح ستونزمنه ده او زنا اسانه!؟ له دې څخه به لويه فتنه او په ځمکه کې ستر فساد بل کوم وي چې هغه ګناه چې د صالحيت د ماڼۍ د ړنګيدو لامل ګرځي اسانه کړل شوې او هغه روا لاره چې د ټولنې د پاک لمنۍ سينه ډبوي هغه زمونږ د خوښې او ناخوښې، کورني حيثيت او نورو له ځانه جوړو کړو دودونو له پښو لاندې سلګۍ وهي؟ هر څوک بايد په خپل ګريوان کې سر ټيټ کړي چې آيا د ده په کوم عمل خو به چيرته ټولنه د بدۍ لور ته نه ټيل وهل کيږي

دودونه او رواجونه له ځان سره ظلم

دودونو او رواجونو زمونږ په ورځني ژوند کې دومره پراخې ريښې ځغلولي چې ترې سر غړوونکي د خلکو په نظر پړه او رټل شوي ګڼل کيږي. د زړونو او فکرونو په کونجونو کې ايښي د دودونو او رواجونو دا بُتان ماتيدلی هم نه شي. کله د کلي د نرخ په بڼه ځان ښکاره کوي، کله د خپل حيثيت د ښودنې په بڼه او کله په بله بهانه. د رسمونو او رواجونو همدا زندۍ وه چې انبياوو د تاريخ په بيلابيلو پړاوونو کې ترې خلک ژغورلي دي. د جهيز، خوړې، ورا، د اخترونو، برات نوروز او نورو مناسبتونو ميوې، نکريزو او … په څير دودونه نه په اسلام کې ځای لري او نه دا د مننې وړ شيان دي. نن دې نارواوو ته د اسلام د جامو د وراغوستلو له کبله دين ته ستر زيان رسيدلی. څوک چې دې دودونو ته غاړه نه ږدي، هغه د خلکو د خندي شي او خندنۍ ورپورې کيږي. ښايي دا هغه وخت وي چې دين به په مسلمانانو کې پردی شي او ديندارو خلکو ته به د پرديو په سترګه کتل کيږي.
له وخت سره تلل او بد ته د ښه نوم ورکول اصلاً تاواني سودا ده، په داسې حال کې چې د الهي لارښوونو غوره کول که څه هم چې ستونزمن کار به وي او په خلکو کې به سړی د پرديتوب احساس کوي خو اصلاً ګټوره سودا ده ځکه چې د ذهني سوکالۍ او د ژوند د اراموالي لامل ګرځي. دوهم دريځ خلکو ته د دې پيغام ورکوي چې اسلام روا اړيکې جوړول اسانه کړي او د حرامو لارو مخه يې ډب کړې ده

د نکاح په هکله له ځانه جوړ کړي اصول

د واده د جوړې په ټاکنې کې د کور د مشر يا مور او پلار له خوا ټول ټينګار پر هغو نظرياتو وي چې د کومې کورنۍ د ځانګړو عادتونو، دودونو، يا له ځينو خلکو سره د ناستې پاستې په پايله کې يې د هغوی په ذهن کې ځای نيولی وي او له قرآن او سُنت سره هيڅ اړخ هم نه لګوي. دغه ډول له ځانه جوړو کړيو نظرياتو ته يوه ځغلنده کتنه کوو او د نبوي لارښوونو په تله يې ارزوو.
۱- د نکاح له پاره بايد جلۍ له هلک څخه خامخا کشره وي
که د رسول الله بيلګې ته وګورو هغه خپله لومړنۍ نکاح د ۲۵ کلنۍ په عمر له يوې ۴۰ کلنې کونډې سره کړې وه. له دې څخه معلوميږي حتمي نه ده چې د جلۍ عمر بايد له هلک څخه کم وي. د دې ډول بنديزونو موخه د نکاح ستونزمنول وي. کله کله خو ځينې د درې څلورو کلونو له توپير څخه دومره سخت پيچومی جوړ کړي چې د جلۍ نورې ټولې غوره ځانګړتياوې او دينداري هم د هغې له کبله پريږدي. داسې خپلوۍ ته يوازې له دې کبله غاړه نه ږدي چې جلۍ له هلک څخه دوه درې کاله مشره ده. په اسلام کې د نکاح له پاره له هلک څخه د جلۍ حتمي کشرتوب هيڅ شرط نه دی.
۲- ناواده سړی بايد خامخا له پيغلې سره واده وکړي
له سيرت څخه د رسول الله د لومړنۍ نکاح د بيلګې تر څنګ يې چې له کونډې سره يې نکاح کړې وه، په احاديثو کې هم بيلګه موندل کيږي چې پورتنۍ نظریه کوم اسلامي بنسټ نه لري:
له حضرت جابر څخه روايت دی چې وايي: پلار مې د اُحد په غزا کې شهيد شو او اووه يا نهه لوڼه ترې پاتې شوې. بيا ما له يوې ښځې سره نکاح وکړه. رسول الله را نه وپوښتل چې جابره نکاح دې وکړه؟ ما وويل هو! رسول الله وويل له پيغلې سره که له کونډې سره؟ ما وويل له کونډې سره. هغه وفرمايل ولې له پيغلې سره نه؟ ما وويل: ای رسول الله! پلار مې شهيد شو او اووه يا نهه لوڼې ترې پاتې شوې. ما نه غوښتل چې د هغوی په څير يوه بله (کم عمره) ناوې راوړم، ځکه مې له يوې تجربه لرونکې ښځې سره واده وکړ چې د هغوی څارنه وکړي-بخاری.
ځکه نو که څوک خپل لوړ او ځوړ ته په کتلو سره دا ډول پريکړه کوي نو له اسلام څخه کومه سرغړونه نه ده. په پورتني حديث کې د پيغلې خبره يوازې دې خوا ته هڅونه ده، د نکاح له پاره شرط نه دی. غوره خو دا ده چې د خوشاله ژوند له پاره همخويه او همزولی کس ولټول شي مګر که د ځينو حالاتو يا اړتيا له کبله کوم کس په خپله خوښه غواړي له کونډې يا طلاقې شوې ښځې سره نکاح وکړي او دی په خپله ناواده وي، دا کار په شريعت کې بند نه دی. د رسول الله او حضرت خديجې نکاح بيا هم زمونږ له پاره يوه عملي بيلګه ده. په ياد بايد ولرو چې زمونږ له پاره بايد يوازې حرام کارونه د نيوکې وړ او زمونږ د لارې خنډ وي نه روا او مستحب کارونه پاتې خو لا دا چې په سُنت کې يې هم بيلګه موندل کيږي.
۳- د ښځې د کور له خوا هلک ته د نکاح د پيغام ليږل دشرم خبره ده
زمونږ په ټولنه کې د ښځې يا د ښځې د کور د مشر له خوا هلک ته د نکاح پيغام ليږل د شرم خبره ګڼل کيږي په داسې حال کې چې په دې کې هيڅ شرعي بنديز نه شته.
له حضرت سهل بن سعد څخه د روايت شوي يوه حديث مفهوم دی چې يوه ښځه رسول الله ته راغله او له هغه سره يې د نکاح ليوالتيا څرګنده کړه. د حضرت انس لور چې دا واوريده ويې ويل چې اخ دا څومره بې شرمه ښځه ده. حضرت انس ور ته وويل چې هغه له تا څخه غوره ده. هغې له رسول الله سره د ډيرې مينې له امله ځان هغه ته وړاندې کړ-بخاری. يعنې رسول الله ته نيغ په نيغه د نکاح پيغام ورکول له حيا سره په ټکر کې نه ده بلکې د شرف د لاس ته راوړنې جذبه ده. امام بخاري له دې حديث څخه داسې استنباط کړی چې يوه ښځه کولی شي کوم نيک او صالح کس ته د هغه د نيکۍ په وجه د نکاح پيغام ورکړي. نبي عليه السلام د نکاح له پاره د اسلام عمومي اصول داسې ښودلي چې “لا نکاح الا بولی” يعنې د ولي له خوښې پرته نکاح نه صحيح کيږي. په داسې نادرو پيښو کې چې ولي نه وي او يا ښځه د دې زړه وکړي چې په خپله د نکاح پيغام ورکړي، نکاح روا ده، خو چې معيار پکې د ديندار ميړه لټه وي.
حضرت خديجه هم يوه کونډه ښځه وه. هغې هم رسول الله ته د نکاح پيغام ليږلی وو. همدا راز حضرت عبدالله بن عمر وايي چې کله حفصه (چې بيا وروسته د مؤمنانو مور وګرځيده) کونډه شوه (د هغې خاوند خنيس بن خدافه سهمی د رسول الله د اصحابو له ډلې څخه وو او د اُحد په غزوه کې له ټپي کیدو وروسته يې په مدينه منوره کې پور پرې کړ) نو (پلار يې) حضرت عمر، حضرت عثمان او حضرت ابوبکر ته له هغې سره د نکاح پيغام وليږه مګر هغوی چوپوالی غوره کړ. له هغې وروسته رسول الله صلی الله عليه وسلم له حضرت حفصې سره د نکاح پيغام وروليږه-بخاری.
له دې څخه په ډاګه کيږي چې د ښځې يا د ښځې د کور له خوا د اسلامي چوکاټ د ننه نارينه ته د نکاح په پيغام ليږلو کې ړومبی والی کول چې زمونږ په ټولنې کې ور ته د شرم په سترګه کتل کيږي، د شرم خبره نه ده. هيره دې نه وي چې په دې کار کې بايد له هر ډول بې حيايی او د اسلامي بريدونو له پښو لاندې کولو څخه په کلکه ځان وساتل شي

د نکاح مراسم

اوس د رسول الله د ژوند پر مهال د نکاح مراسمو ته يوه لنډه کتنه کوو چې په هغه وخت کې د نکاح او ودونو مراسم څه ډول وو.
له حضرت انس څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د عبدالرحمن بن عوف (پر بدن يا کاليو) يو ژيړ داغ وليد، پوښتنه يې ترې وکړه: چې څه خبره ده؟ هغه وويل ای د الله رسوله! د يوه زړي په اندازه سرو زرو مهر په ټاکلو سره مې له يوې ښځې سره نکاح وکړه. رسول الله ور ته وفرمايل: بارک الله لک (الله دې در ته بختوره کړي) وليمه خو وکړه که څه هم چې په يوه پسه وي-(بخاري).
د جلۍ د کوروالاو له خوا د ډوډۍ د بلنې د بوج په لرې کولو سره د هلک د کور له خوا يو وار ډوډۍ د وليمې په توګه سُنت ګرځول شوی. په دې لړ کې د وليمې (له نکاح وروسته خلکو ته ورکول کيدونکې ډوډۍ) په هکله چې په نبوي سُنتو کې کومې لارښوونې ورکړل شوي، زمونږ په مخ کې دي. نبي عليه السلام فرمايلي: “هغه وليمه څومره بده وليمه ده چې د حيثيت څښتنان ور ته بلل کيږي او په مسکينانو سترګې پټيږي”-مسلم.
په يوه بل ځای کې رسول الله فرمايلي: “د برکت له پلوه تر ټولو غوره نکاح هغه ده چې په هغې کې له کم څخه کم لګښتونه شوي وي”-شعب الايمان للبيهقی.
پورتنۍ ټولې نبوي لارښوونې زمونږ د ټولنې ياد شوي هغه رواجونه ردوي چې مونږ د نکاح په څير ساده، آسانو او سوچه سُنتو کې په زوره ور ننه کړي. هومره اسانه سُنت چې نه پکې د ټولو خلکو ګډون اړين وو او نه پکې د شان او شوکت څرګندونه وه چې د اسراف او ځان ښودنې په ډله کې راځي. ان رسول الله صلی الله عليه وسلم هم د حضرت جابر او حضرت عبدالرحمن بن عوف په څير اصحابو په واده کې نه وو خبر شوی. نه پکې څوک خوابدي شول او نه هم چا ګيله وکړه. که چيرې د سُنتو د پيروۍ په لړ کې د ژوند د ملګري ټاکنه او ورپسې د واده مراسم له اسلامي لارښوونو سره سم تر سره کړو، هله به مو له رسول الله سره د مينې دعوه يو څه ريښتيا معلومه شي.
ايمان اصلاً وايي همدې ته چې انسان په خپل ژوند کې له ټولو هغه دودونو او دستورونو څخه لاس په سر او د هغو پر ځای د سپيڅلې کلمې غوښتنې پلې کړي چې له اسلام سره په ټکر کې وي او اسلامي ژوند-بڼه مسخ کوي. د دې اړتيا ده چې ټول پردي دودونه په نه ماتيدونکي هوډ سره له پښو لاندې کړو ځکه چې دې رواجونو نه يوازې زمونږ د دين رنګ بد کړی بلکې د ټولنې د فساد او ناروا غوښتنو اصلي لاملونه هم همدا دي. دا ټول ناوړه دستورونه د جاهليت له نښو څخه دي او اسلام له جاهليت څخه د ژغورنې له پاره راغلی. له الله څخه غواړو چې په فکر او عمل دواړو کې د ريښتينې مسلمانۍ، او د يوې داسې ريښتينې مسلمانې ټولنې د جوړونې توفيق را په برخه کړي چې په هغې کې په روا کارونو عمل آسان او پر ناروا کارونو عمل ستونزمن وي. آمين
——————————-
سرچينه: ترجمان القرآن اردو مياشتنۍ، د ۲۰۰۹م کال د دسمبر ګڼه
سرچينه  اصلاح آنلاين  
له جلال آباد څخه خپرېدونكې ژوند مجله، ۱۳۸۹ كال د ثور مياشتې ګڼه

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User