Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Wednesday, November 16, 2011

دا ولې… اې ځوانه؟

 

دا ولې… اې ځوانه؟


سرچينه: صيد الفوايد
سرچينه:  اصلاح آنلاين

ژباړه: خليل الرحمن حنيف

اې ځوانه!
هیله لرم ترڅو د دغې لیکنې په لوستلو کې بې حوصلې نشې، مطمئن یم چې په لوستلو به یې تاته څه زیان ونه رسیږي.
دا ولې؟
•    ځوانان په لوبغالي کې ساعتونه په توپ پسې منډې وهي…خو د لمانځه د اداء کولو توان نلري، ولې؟
د اسلام ټینګه دعوا کوي خو له اسلام ځینې بیزار دی، د لمانځه پريښودونكى کافر دی، که چیرې ځان مسلمان بولي مسکین دی. سره لدې چې جومات د څو ګامونو په واټن ورته نیږدې دی، خو بیا هم د لمونځ کوونکو په صفونو کې نه ښکاري، ولې؟
•    د موسيقۍ او سندرو په آوریدو له ځانګړي هوس سره مستي کوي، ځکه د شیطان په ملتیا خپریږي، خو د قرآن د آوریدو هیڅ زغم نلري، ځكه هغه د خدای کلام دی، د زړونو شفاء ده، رحمت دی او د خلکو لپاره هدایت دی، ولې؟
•    د سندرغاړو او فلم جوړوونکو په اړه پوره پوهه لري، نومونه یې له زړه نه په یادو دي، غوښتنې او کړنې یې ورته څرګندې دي، تردې چې د ښځو او زامنو نومونه یې هم پیژني، خو د هغه ستر ځواک په اړه هیڅ پوهه نلري چې دی یې د عبادت لپاره پیدا کړی، دا ولې؟
•    د  بې لارې شعرونو کتابونه او مزخرف باطل روایات لولي، د فاحشو مجلو او ورځپاڼو مطالعه په ډیره لیوالتیا سره کوي، خو قرآن یې مسح کړی هم نه دی، ولې؟
•    وعظ او نصیحت آوري خو په لاره یې نه ځي، حق ویني خو متابعت یې نه کوي، نصیحت کوونکي ته غوږ نیسي خو عمل نه پرې کوي، ولې؟
ته تر هغه د خیر کارونه نشې سر ته رسولى تر څو چې نفس د ځان تابع نکړې او د غوښتنو مخالفت ونه کړې.
داسې مه وایه چې د شیطان مخنیوی نشم کولی، ځکه پاک خدای وايي چې د شیطان مکر او فریب ډیر کمزوری دی. ته کولی شې مخالفت ورسره وکړې، ځان ځینې وژغورې، او پوه شه چې شیطان نه برلاسی کیږي مګر په کمزوریو خلکو، د خدایه نه په لرې خلکو.
داسې مه وایه چې زه خپل د مجلس ملګري نشم پریښودی، ځکه کیدای شي هغه ستا په تړاو ریښتیني نه وي.
پوهيږې ځواب څه دى؟
ځواب دا دى چې نفس د خدای سره نه دی نیښتی، زړه د حرامو په مینه تړلی، په شهواتو نفسیاتو تړلی، ایمان نشته که وي هم ضعیف دی.
او دا خو بنسټیزه قاعده ده چې ضعیف ایمان د محرماتو سره محبت نشي لرې کولی، ځکه ضعیف دی.
دلته کیدای شي سوال وكړې چې څنګه كولی شو خپل ایمان پیاوړی کړو، او د محرماتو څخه ځان وساتو؟
ځواب ډیره آسانه دی په لاندو ټکو کې یې تر لاسه کولی شې.
•    آیا تا په ریښتینې توګه دې دا هوډ کړی؟
•     آیا ته پوهیږې چې د څه لپاره پیدا شوی یې؟
•    آیا ته په ریښتینې توګه د قبر له عذابه ویریږې؟
•    د محشر له سختیو ډاریږې؟
•     د عملنامو ورکول، د کړنو تلل او په پل صراط تیریدل دې در په یادیږي؟
•    آیا کله دې فکر کړی چې دوزخ د څه لپاره پیدا شوی؟
•    آیا تا ته چا د جنت ضمانت درکړی؟!
ته غواړې چې ځواب ترلاسه کړې، غواړې وپوهیږې چې څنګه له حرامو ځان وساتې، دا کار ډیر آسانه دی، انشاء الله کیدونکی هم دی، خو مخکې له دې زه تا ته دا وایم چې د خپل نفس سره یوه شیبه په ریښتینې توګه محاسبه وکړه.
خپل نفس ته ووايه
ورته ووایه تر کومه به دا ګناهونه وي، تر کومه اې زما غافل نفسه په داسې حال کې چې ته هره ورځ آورې چې فلانۍ مړ شو، قسم دې اې نفسه چې یوه ورځ به داسې راشي چې خلک به ستا د مرګ ووایي.
خپل نفس ته ووایه: اې نفسه! جنت د الله جل جلاله سره ریښتینولۍ او صداقت ته اړتیا لري.
ورته ووایه: اې نفسه څه لامل دی چې فلانۍ په سمه لار روان دی.
ورته ووایه: څه کمي راتلی شي که زه ځان خدای ته له رجوع کولو منع کړم، هیڅ هم نه، الله زموږ رجوع کولو ته اړتیا نلري.
د حل لاره
۱- له دعا کولو ځان مه محروموه، تل له خدایه غواړه چې لارښوونه درته وکړي، توبه دې قبوله کړي، د خدای په وړاندې دې خپله کمزوري بیان کړه،  د خپلو خطاګانو بښنه ترې وغواړه، د دعا د قبلیدو وختونه وپیژنه او بیا ترې
ګټه واخله، آخري دریمه د شپې، د سجدې په حالت کې، د آذان او اقامت ترمنځ.
۲- له ټولو هغو څیزونو ځان وزګار کړه چې ګناه تر یادوي، او نیت دې دا ونیسه چې دا ټول یوازې د خدای لپاره ترسره کوم اجر یې له خدایه وغواړه، ټولې سندریزې کسیټې له منځه یوسه، ډیش آنتن ورک کړه، له انټرنیټه ځان لرې وساته په هغه صورت کې چې په حرامو کې یې کاروې، ټول بې کاره او لوڅ عکسونه مجلې له ځانه لرې کړه…دا په یاد ولره څوک چې د خدای لپاره کومه ګناه ترکوي، پاک الله به د خیر بدله ورپه برخه کړي.
۳- د قرآن په تلاوت باندې همیشه والی وکړه، مأثوره اذکار زده کړه، ځکه قرآن، أذکار او فرایض دې له شیطانه ساتي.
۴- ضرور د ځان لپاره نیک ملګري پیدا کړه، ترڅو د خیر په کارو کې ستا مرسته وکړي.
۵- خپل پخواني ملګري هیر کړه، ځکه هغوی ګناه دریادوي، کله چې ستا عقیده او اصلاح پخه شوه دهغوی هدایت ته کلکه پاملرنه وکړه، هغوی ته نصیحت وکړه، له ګناه څخه یې وژغوره.
۶- ځانته یو وخت ځانګړی کړه ترڅو دیني موعظو او اسلامي درسونو ته غوږ ونیسې، ځکه ستا ایمان تقویه کوي، ستا رابطه له الله سره ټینګوي، پوه شه چې د خدای سره ټنګ تړاو ډیر دیني علم ته اړتیا لري.
۷- که چیرې د وخت پیدا کړ د همسایه ګانو په حال هم رحم وکړه، هغوی له کږې لارې سیده کړه، د خدای نه د هدایت غوښتنه ورته وکړه، په یاد لره چې جنت ته نه داخلیږي مګر مؤمن نفسونه لکه څرنګه چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم وايي.
پاک خدای وايي: ( واتقوا یوما ترجعون فیه الی الله، ثم توفي کل نفس ماکسبت وهم لایظلمون) بقرة ۲۸۱
او وویریږئ له هغه ورځې چې ګرځول کیږئ (په هغه ورځ تاسې) بیرته د الله لوري ته، بیا به پوره ورکړل شي هر نفس ته جزاء د هر کړي عمل، او په دوی به ظلم نه کیږي.
او پوه شه چې ستا مخیته مرګ راتلونکی دی، د حساب کتاب سره مخامخ کیږې، په پایله کې به بیا یا جنت وي یا دوزخ.
الله جل جلاله دې موږ له هغو کسانو وګرځوي چې خبرې ته غوږ نیسي او بیا غوره متابعت کوي.
ان أرید الا الاصلاح مااستطعت.

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User