د کوم حيوان قرباني چې جائز نه ده؟
ليکنه : مفتي مبشراحمد ( رباني ) حفظه الله
ژباړه: مفتي ابوخالدلائق ا حمدغزنوي
په احاديثو کي د حيواناتو ځېني داسي صفات بيان شوي چې د هغو په لرلو سره ېي قرباني کول نه صحيح کيږي.
د علي رضي الله عنه نه روايت دى چې موږ ته رسول الله صلي الله عليه وسلم امر کړى:(( أَنْ نَسْتَشْرِفَ الْعَيْنَ وَالأُذُنَ )).
چې موږ ( د قرباني د څاروي ) سترګي او غوږونه ښه وګورو:
(( عَن الْبَرَاءِ بْنِ عَازِبٍ أَنَّ رَسُولَ
اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ سُئِلَ عَنْهُ مَاذَا يُتَّقَى
مِنْ الضَّحَايَا فَأَشَارَ بِيَدِهِ فَقَالَ أَرْبَعًا: الْعَرْجَاءُ
الْبَيِّنُ ظَلْعُهَا وَالْعَوْرَاءُ الْبَيِّنُ عَوَرُهَا وَالْمَرِيضَةُ
الْبَيِّنُ مَرَضُهَا وَالْعَجْفَاءُ الَّتِي لَا تُنْقِي)).
د براء بن عازب رضي الله عنه نه روايت دى چې د رسول الله صلي
الله عليه وسلم نه پوښتنه وشوه د کوم حيوان څخه په قرباني کي ځان ساتل
پکار دى؟
هغه مبارک په لاس سره اشاره وکړه او وې ويل: د څلور ډوله څاروو نه ځان ساتل په کار دي:
(١) ګوډ چې ګوډوالى ېي ښکاره وي.
(٢) ړوند چې ړوندوالى يې ښکاره وي.
( ٣) ناروغ چې ناروغې يې ښکاره وي.
( ٤) داسي کمزورى او خوار چې د هغه په هډوکو کي مازغه نه وي.
[ صحيح ابي داود ٢\٥٣٩ ، صحيح ترمذي ٢\٨٨ ].
د قرباني وخت:
د قرباني وخت د اختر د لمانځه نه پس شروع کيږي او ذوالحجي د ديارلسمي (١٣) ورځي ترلمر لويدو پوري وي.
کوم انسان چې د لمانځه نه مخکي قرباني وکړه برابره خبره ده
که په کلو بانډو کي وي او که په ښارونو کي؛ نو هغه دي په دويم ځل قرباني
وکړي.
د جندب بن عبد الله رضي الله عنه نه روايت دى چې رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي:(( مَنْ كَانَ ذَبَحَ قَبْلَ أَنْ يُصَلِّيَ، فَلْيَذْبَحْ مَكَانَهَا أُخْرَى )).
چاچې تر لمونځ کولو مخکي قرباني وکړه نو هغوي دي د هغي په ځاي بل ( دويم ) حيوان حلال کړي.[ متفق عليه واللفظ ﻻبي عوانه ].
د ذوالحجي تر ديارلسم (١٣) ماښام پوري د قرباني کولو د جواز
دليل دا ده چې يوولسم، دوولسم او ديارلسم د ذوالحجي ته ايام تشريق ويل
کېږي او په حديث کي راغلې: ايام تشريق د قرباني ورځي دي.
د جبير بن مطعم رضي الله عنه نه روايت دى چې رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي:(( كُلُّ أَيَّامِ التَّشْرِيقِ ذَبْحٌ )).
چې د ايام تشريق ټولي ورځي د ذبحي ( يعني قرباني ) دي .
[ فتح الباري ١٠\١١، نيل الاوطار٥\١٢٥، زادالمعاد٢\٣١٨ ].
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.