Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, October 21, 2011

د لقمان حکیم نصیحت خپل زوی ته



د لقمان حکیم نصیحت خپل زوی ته

1.       له مور او پلار سره نیکۍ چلند کوه.
2.       پوه شه چې هیڅ شی له الله ج نه پټ نه دی.
3.       لمونځ هغه قسم چې ښائی اداء کړه.
4.       د نورو نصیحتونه او مشوری مه هیروه.
5.       له بدکارو نه هیڅ وخت د نیکۍ او ځوانۍ طمعه مه کوه.
6.       له نورو سره په کبر او غرور رفتار مه کوه.
7.       په لاره تللو کې درمیانه اوسیږه.
8.       په نورو باندی مه په غصه کیژه او ورسره په نرمۍ خبری کوه.
9.       په هغه څه چې نورو ته یی نصیحت کوي خپله پری زر عمل کوه.
10.  لږ خبری کوه.
11.  خپل رازونه دی فقط  له ځانه سره وساته.
12.  هغه دوست ته دوست ووایه چې په سختۍ کې در په کار شوی و.
13.  له بدانو او جاهلو سره بنډار مه کوه.
14.  له عالمانو او هوښیارو خلکو سره تعلقات وساته
15.  کاروبار او نیک کار کې جدی اوسه.
16.  د ځلمیتوب ورځی دی غنیمت وشمیره.
17.  د دوستانو احترام کوه.
18.  د مور او پلار وجود غنمیت وشمیره.
19.  ښوونکی د مور او پلار په څیر وگڼه.
20.  په ټولو کارونو کې میانه حاله و اوسه.
21.  اولاد ته دی اسلام او دینداری ور وښایه.
22.  په لږ ویلو، لږ خوړلو او لږ ویده کیدلو ځان عادت کړه.
23.  د نورو کومک او یاری ته مه منتظریږه.
24.  هیڅ کار مخکی له مکمل پلان لرلو نه مه کوه.
25.  د نن کار سبا ته مه پریږده.
26.  له مشرانو سره اوږدی خبری مه کوه.
27.  محتاجان له خپل مال او دارایی نه مه محروموه.
28.  تیره شوی دعوه او دشمنی مه تازه کوه.
29.  د نورو نیک کار په خپل ځان مه تپه.
30.  له خپلوانو سره خپلوی مه پری کوه.
31.  د ولاړو خلکو په حضور کې مه کینه.
32.  هیڅوک د چا په مخکی مه رسوا کوه.
33.  ویل شوی خبره بار بار مه تکراروه.
34.  د زنانه ئی خوی او لباس نه ډډه وکړه.
35.  په بدکارۍ کې له چاسره لاس مه یو کوه.
36.  په هیڅ کار کې عجله مه کوه.
37.  د خبرو په وخت کې د نورو خبری مه پری کوه.
38.  د خلکو په اصلاح کې یوه زره سستی هم مه کوه.
39.  ادب او عاجزی هیڅکله هم مه هیروه.
40.  له الله ج سره صادق او له خلکو سره په انصاف چلیږه.
41.  د مشرانو احترام او په کشرانو نرمی کوه.
42.  د نورو مال او مقام ته طمعه مه کوه.
43.  عمر او روزی په حساب او کتاب ده، نو له هیچانه مه ډاریږه او مه تری طمع کوه.
44.  عمر د عبادت او بنده گی لپاره غنیمت وشماره.
45.  هغه څه چې الله ج درکړی پری خوښ اوسه.
46.  له نیکو او ایماندارو خلکو سره مشوره کوه.
47.  مصرف دی له پیداوار نه کم ساته.
48.  هر څومره چې کولای شی میلمه سره مهربانه اوسه.
49.  د ښځی او اولاد د بی ځایه غوښتنو پیروی مه کوه

دمشرانو خوږی خبری
1-               احسان کوه نیکان به شکرگذاره شی او بد خلګ به خپله رأیه بدله کړی. (ابن خاقانی )
2-               احمق هغه وی چې نور خلک احمق ګڼی. (ابن ماجه )
3-       اسلام بیله جماعت نه او جماعت بیله رهبری نه او رهبری بیله اطاعت نه او اطاعت بیله بیعت نه هیڅ معنی نلری. (حضرت عمر ابن الخطاب رض )
4-               اسلام د نظم او پلان دین دی. (دکتور صفت الله قانت)
5-               اسلام ځکه نظم ته ضرورت لری چې کفر په نظم کار کوی. او دنظم مخ بینظمی نشی نیولی.(دکتور قانت)
6-       اصیل ځوانمرد هغه دی چې لوړ منصب ته ورسیږی او تواضع اختیار کړی. طاقت لری مگر انتقام نه اخلی . (دمیاطــــی)
7-               افغانانو اتفاق کړی چې اتفاق ونه کړی او اختلاف یی کړی چې اختلاف پریږدی.(سید جمال الدین افغانی )
8-               آقارب ستا رسته لاس دی او دوستان دی  کیڼ لاس دی (بهاوالدین عاملی)
9-               انسان د تواضع ، سخا او حسن نیت څخه محبوب ګرځی او دبخل ، غرور او بدنیتی څخه منفور ګرځی.(ابوفراس)
10-          اوریدل شوی خبری مه منه مگر کوم چې په سترګو ګوری هغه نیمائی ومنه. (الفخری)
11-          اول ځان وپیژنه بیا خپل خدای ج وپیژنه . ((لقمان حکیم رح ))
12-     ای الله د علم څخه زما مرسته وکړه دعلم نعمت راکړه او په تقوا باندی می سرفراز وګرځوه او صحت راسره ملګری کړه. (کنزالنعمان)
13-     ای الله که زه ستا عبادت ددوزخ له ډاره کوم نو ما دوزخ کې واچوه. او که د جنت لپاره یی کوم نو ما جنت څخه محروم کړه. او که خاص ستا لپاره یی کوم نو بیا ته هم زما شه. (رابعه بلخی بصری)
14-     ای علی په درو خبرو هیڅکله تأخیر مه کوه 1 د لمانځه په اداء کولو 2 د جنازی په لمانځه 3 او دکونډی په نکاح کی. (ترمذی)
15-          با ید ډیره مطاله وکړی ترڅو په دی پوه شی چې نه پوهیږی. (کاتب)
16-          بخیل د دولت عابد وی او سخی د دولت معبود. (سیوطی)
17-          بخیل د دولت مالک نه وی بلکه دولت دهغه مالک وی. (یحی برمکی رح )
18-          بخیل د مال حفاظت کوي مګر دنوم او ننګ پروانه لری. ( بخزمی)
19-     بخیل دری کسانو ته مال جمع کوی، 1 دخپلی ښځی راتلونکی میړه ته 2 څوک چې په آینده کې دده زوم جوړیږی 3 خپل مږور ته . (ابی وردی)
20-          بخیل هغه خر غوندی دی چه په شا یی د زروصندوق و یاو خیټه یی وچ واښه وی (فضل بن ربیع)
21-          بد ترین کور هغه دی چې هلته د یتیم سره بد سلوکی او بد روش کیږی. (ابن ماجه )
22-          بد ترینه دروغ هغه دی چې لږ رشتیا هم ورسره وی. ( کاتب)
23-          بد کار یو داسی لړم دی چې کله وډار شی هری خواته منډی وهی. (زرقاوی)
24-          بد مزاج خپلو خپلوانو ته هم اجنبی وی او خوش خلق اجنبی خلگ خپلوان کوی. (برق رح )
25-     بدترین دولت و شتمنی هغه ده چې ګټه کونکی یی د ګټلو ګناه په غاړه واخلی او دخپلی ګټی دمصرف خوند نشی اخستلای. (جعفر برمکی رح )
26-          بزگران د خدای ج خزانی دی په نړی کی. (امام عسکری رح)
27-          بعضی احمقان په دی غم کې گرفتار دی چې الله ج فلانی دولت څنگه ورکړ. (امام غزالی رح )
28-          بعضی خلک د واوری څخه کور جوړوی بیا شکایت  کوي چې هغه ولی ویلی شو؟ ! (طبری )
29-     بعضی خلگ پردیو ته فایده رسوی او خپلوان له نظره غورځوی. ددی خلگو په مړی نه خپلوان اوښکی تویوی او نه پردی. (ابن الاحنف)
30-     بعضی وقت تاسی د هغو نعمتونو تلاش کوي چې هغه تاسو لپاره نه وی او هغه فراموش کوي چې ستاسو پله مخ کې پراته وی. (ابن سعید )
31-          بی زره کیدل هغه کار کوي چې زر درلودل په قارون وکړل. (فخرالدین رازی)
32-          بی علمه سړی دیگ غوندی وی دننه خالی دباندی تور . (شاذلی رح )
33-          پاد شاه دعوامو خلکو حاکم وی مګر علماء د پادشاه هانو باندی حاکمان وی. (نظام الملک)
34-          پر تجربه ناکه سړی بیله نیکی د بدی گمان مه کوه. (لقمان حکیم رح )
35-          پر ښځو باندی اعتماد مه کوه. (لقمان حکیم رح )
36-     پلار ته هغه اولاد گران وی چې د لوړوالی په تلاش کې وی . او د پستیو او رذالتونو څخه ځان بچ کړی. دمشرانو عزت وکړی او په کوچنیانو شفقت وکړی. (کسرای)
37-     پنځه شیان دی چې محبت پیدا کوي 1- لمړی سلام کول 2- په مجلس کې ځای ورکول 3- په هغه نامه ورته ویل چې یی خوښ وی 4- تحفه ورکول 5-دغیاب په وخت کې یی پوښتنه کول.(حضرت عمر ابن الخطاب رض)
38-     38-      پنځه شیانو سره مینه ساته خو چې پنځه نور هیر نه کړی. 1-  دژوند سره مینه وکړه او مرګ مه هیروه    2-  دقصر سره مینه وکړه او قبر مه هیروه   3-  دښائست سره مینه وکړه او خالق یی مه هیروه   4-  د دنیا سره مینه وکړه او آخرت مه هیروه  5-  دټولوسره مینه وکړه او دوست مه هیروه
39-          په انسانانو کې ذلیل ترین درویش هفه دی چې د امراو خوشامد کوي ( رفاعی )
40-          په جګړه کې پریوتل ډیر اسانه کار دی لیکن وتل ډیر مشکل دی. (حضرت علی کرم الله وجهه)
41-          په حقیقت کې اصلاً دتعریف قابل هغه شخص وی چې خپلوان، ملگری او همسایه گان د هغه تعریف وکړی. ( جاحظ)
42-     په خاموشی کې څو حکمتونه پټ شته. اول دا چې  دانسان زینت دی دویم بی سلطنته هیبت دی، بی زحمته عبادت دی. بی دیواله کلا ده، دکرام الکاتبینو خلاصی ده  ، او دعیب د پټیدلو آله ده. (لقمان حکیم رح)
43-     په دنیا کې شاید کله کوم داسی انسان وی چې لوړ منصب ته ورسیږی او مستو خواهشاتو پسی ولاړشی او د پستو او بدکاره خلگو سره ملگری شی او پښیمانه هم نشی. (امام شافعی رح )
44-          په دنیا کې ضعیف ترین انسان هغه دی چې خپلو خواهشاتو باندی غالب نشی. ( رود باری )
45-          په دنیا کې عظیم کتابونه هغه دی چې ناشرین یی په خساره کې وی (شوکانی)
46-          په دنیا کې لوړ او بزرګ شخص هغه دی چې مال او زر وړوکی و ګڼی . (بستی )
47-          په دنیا کې هر مال په مصرف کمیږی مگر د علم ثروت چې څومره مصرف شی زیاتیږی( حضرت علی رض)
48-          په دنیاکې غریب هغه دی چې دوست نه لری.(بزجمهر)
49-          په دوستی اعتراف کول ډیر سخت دی تر انکار.(کاتب)
50-          په سترخان چې کښینی خپله ګیډه وساته. (لقمان حکیم رح )
51-          په سترگو او وریځو باندی اشاری مه کوه. (لقمان حکیم رح )
52-          په سلام باندی لمړی توب کول د ښه سړی کار وی . (ابو داود او تر مذی شریف )
53-          په قسم باندی د بنی آدم تصدیق مه کوه ، بلکې بن آدم باندی د قسم تصدیق وکړه. (علامه تفتازانی)
54-          په کوم کور چې داخلیږی خپله سترګه او ژبه وساته. (لقمان حکیم رح )
55-          په لاره کې دمشرانو نه مخکې مه ځه. (لقمان حکیم رح )
56-          په لمانځه چې دریږی خپل زړه وساته . (لقمان حکیم رح )
57-     په لمر او سپوږمی ، دورځی په رڼا او دشپې په تیارو قسم ، دځمکې او اسمانونو په ښائست او رنګینو می قسم، د روح په وسایلو ، تزین او دهغه په عرفان ، خیر او شر قسم چه د ګناه څخه بچ کیدونکې کامیاب دی او بدکاران ظالمان ناکام دی  (قرآن کریم)
58-          په لوړ ږغ خوله او پزه مه پاکوه. (لقمان حکیم رح )
59-          په مجلس کې گوته په پوزه کې مه داخلوه. (لقمان حکیم رح )
60-          په محبت کې مصیــبتونه ددی لپاره راځی چې هر سفله او نادان د محبت دعوی و نکړی(نظام الدین اولیاءرح)
61-          په مومن کې دوه خصلتونه هیڅکله نه جمع کیږی.بخل او بدمزاجی. ( ترمذی)
62-          په هر کار کې خپله ابرو له لاسه مه ورکوه. (لقمان حکیم رح )
63-          په هیڅ کار کې تلوار مه کوه. (لقمان حکیم رح )
64-          په ټولو کارونو کې دی میانه وشه. (لقمان حکیم رح )
65-     په ځوانی کې به می ځان ته ویل: پړانګ که زوړ شی بیا هم پړانګ دی ، خو چې کله زوړ شوم نو په دی پوه شوم چې بډا که پړانګ هم شی بیا هم بډا دی. (کاتب)
66-          په ګناه نه پښیمانه کیدل داسی یو مرض دی چې علاج نلری. (ابن عربی )
67-          پیاده تګ د هغه آس نه ښه دی چې سړی په ځمکه وهی. (بزجمهر)
68-          تاسو کې هر یو چوپان دی او ستاسی نه به ستاسی د رمی په هکله پوښتنه کیږی. (بخاری او مسلم)
69-     تاسی هر دښمن راضی کولای شی مګر حاسد به راضی نکړی د حاسد راضی کیدل په یو صورت امکان لری چې تاسی پخپله تباه او برباد شی. (امیر معاویه (رض)
70-          تر ټولو هغه څوک راته گران دی چې زما عیبونه را ته څرګنده وی. (عمر ابن الخطاب رض)
71-          تر څلویښت کلنی پوری دحیوانیت حکومت وی هغه نه بعد د انسانیت . (دوانی)
72-          تربیت کونکی چې هر رقم وو تربیت کیدونکې هغسی جوړوی. (حضرت علی رض)
73-     ترڅو چې بنی آدم علم حاصلوی هغه به عالم اوسیږی خو کله چې د هغه خیال کې و گرځی چې هغه علم حاصل کړی نو هغه به جاهل و گرچې. (فارابی)
74-          تکبر او غرور مه کوه. (لقمان حکیم رح )
75-          تنبلی ددین او دنیا تاوان دی. (کاتب)
76-     ته په آینه کې وگوره که ښائسته یی نو په خپل مخ د ګناه تور داغ مه ایږده . او که مخ دی تور او بد رنگه وی نو دوه تور شیان مه یو ځای کوه.  
77-          ته په خواهشاتو باندی غالب شه او که نه نو هغه به په تا باندی غالب شی. (بستی)
78-          ته د پردی تر شاه هغه کار مه کوه چې د خلگو مخکی ئی نشی کولای . (امام غزالی رح )
79-          ته له لڅو پښو څخه ویریږی . آیا زمری بوټونه په پښه کوی؟ (مجاهد عراقی)
80-          تواضع دا ده چې څرنگه تواضع کوي نو خپل ځان ته له هغه نه بهتره تواضع لټوی . (هارونی)
81-          جاهل چې څه پیدا کړی په هغه باندی ګناه کوی، او که څه پیدا نکړی دخدای ج څخه ګیلی کوی. (طغرائی)
82-          جاهل د مال طالب وی او عالم د کمال طالب وی. (امام غزالی رح )
83-          جهالت د مفلسی بدترین قسم دی. (حدیث)
84-          چا باندی ټوکی کول د انتقام بدترینه صورت دی.(ثعلبی)
85-          چا حضرت محمد ص ته وویل چې کفارو ته بده دعاء وکړه .وی فرمایل : زه د کائناتو لپاره رحمت راغلی یم . (مسلم)
86-     چا دمامون الرشید وزیر حسن بن سهل ته وویل: په اصراف کې کوم خیر نشته . هغه و فرمایل په خیر کې کوم اصراف نشته.
87-     چرگ په درختی کې وو او ګیدړ په ځمکه ، نو چرګ ګیدړ ته ډیری ښکنځلی وکړی. ګیدړ وویل دا ښکنځلی تا نه دی راته کړی. بلکی درختی را ته کړی. (کاتب)
88-          حاسد د دری مصیبتونو ښکار گرځی 1 سوخت او سوځیدل 2 د خلگو ملامتیا 3 او د الله ج  غضب. (ابن درید)
89-          حاسد صرف په یو صورت خوشحالیږی چې بل په مصیبت کې ګرفتار شی. (دوانی )
90-          حاسد له دی غمه ویلی کیږی چې ګاونډی ئی ولی چاغ او قوی دی. (ماوردی)
91-          حرص آدم (ع) له جنت څخه بیرون کړ او حسد د فرشتو دمعلم څخه شیطان جوړ کړ. (ثعالبی)
92-          حریص او حاسد هیڅکله آرام نه پاته کیږی. (رابعه بلخی)
93-          حسد انسان داسی خوری لکه اوسپنه چې زنگ خوری. (ابن الخطیب )
94-          حسد اول د حاسد روح اخلی بیا محسود خواته توجه کوی. ( احسان)
95-     حسد د مار له زهرو څخه خطر ناک دی. مار د خپل زهرو څخه نه مړکیږی، مګر حاسد له خپل حسد څخه تباه او بربادیږی. (ابن الهیثم)
96-          حقیقی دوستان که له سترگو نه لیری شی خو د زړه نه به لیری نشی. (کاتب )
97-          حقیقی مسلمان هغه څوک دی چې د ژبی او لاس نه یی څوک آزار نشی. (الحدیث)
98-          خاموشی د خبرو اترو حسن وی. (ابن سینا )
99-          خبری په اندازه کوه . (لقمان حکیم رح )
100-     خبری په دلیل کوه . (لقمان حکیم رح )
101-     خپل او دخپل فامیل تعریف مه کوه. (لقمان حکیم رح )
102-     خپل جیب کې سل افغانی د بل د جیت تر سل زره بهتره دی. (کاتب)
103-     خپل راز پټ ساته . (لقمان حکیم رح )
104-     خپل رازونه ښځی او کوچېنی ته مه وایه. (لقمان حکیم رح )
105-     خپل عیبونه وگوره تر څو دنورو خلگو د عیبونو د لیدلو وخت ونه لری. ( جاحظ)
106-   خپل فرزند ته علم او ادب ور زده کړه که امکان لری نو بیا نښه ویشتل او آس ځغلول هم ور زده کړه. (لقمان حکیم رح )
107-     خپل کارونه په تدبیر او پوهی سره وکړه. (لقمان حکیم رح )
108-     خپل مال دوست او دښمن ته مه تعریفوه. (لقمان حکیم رح )
109-     خپل ځان او خپل لباس پاک ساته. (لقمان حکیم رح )
110-     خپل ډوډی د نورو خلکو پر سترخان مه خوره. (لقمان حکیم رح )
111-   خپله ژبه همیشه بنده ساته مگر د الله دذکر ، استغفار، تبلیغ، شکر، تلاوت او تدریس لپاره یی خوشی کړه . (غوث الاعظم رح )
112-     خدای ج ترټولو دمخه ښځو او ښائست او حسن ورکړ او تر ټولو وړاندی هم داشئ بیرته اخلی. (زرقالی)
113-   خدای ج هغه چا باندی رحم نه کوي چې پر نورو رحم نکوي او دهغه چا گناه نه بخښی چې دنور خلکو گناه نه بخښی. (حضرت عمرابن الخطاب رض)
114-     خوراک په اندازه خوره . (لقمان حکیم رح )
115-     خوشبخته به د آخرت غم خور وی ، او بدبخته به ددنیا غم خور وی. (حضرت علی کرم الله وجهه)
116-     خوښی دژوند یو طرف دی او غم یی دوهم طرف دی. په دی رقم ژوند له دواړو نه تکمیلیږی. (کندی)
117-     د احساس کونکی شکر اداءکړه او په شکر گذاره احسان کوه . (حضرت علی کرم الله وجهه)
118-     د احمق له دوستی څخه ځان بچ کړه ، چې د هغه کمک هم درته تاوان رسوی. ( دولابی)
119-     د احمق زړه د خولی پسی ځی او دهوښیار ژبه د خولی پسی ځی. (طرطوثی)
120-     د الله په ذات کې تفکر مه کوي د الله په قدرتونو کې تفکر وکړی. (الحدیث)
121-     د الله ج په نزد دګیډی او فرج دساتلو نه هیڅ عبادت لوړ نه دی. (محمد باقر رح)
122-   د الله ج دوه څاڅکی ډیر خوښ دی . اول د وینی څاڅکی چې د الله ج په لاره کې توی شوی وی دوهم د اوښکو څاڅکی چې د الله له ویری توی شوی وی ( سیوطی )
123-   د الله ج رحمت له دری خبرو څخه حاصلیږی . اول د گناه پریښودل دویم ډیر شکر اداء کول. او دریم عبادت کول ( ابراهیم بن ادهم رح ) 
124-   د الله حضور ته هره ورځ ورځه که دا نشی کولای په هفته کې یو وار ځه که داهم نشی کولای نو په میاشتی کې یو وار ورشه. او که نه نو په کال یا په ژوند کې یو وار لاړشه او د هغه ذات درحمت تماشا وکړه. (غوث اعظم)
125-     د الله خوف انسانی خوف لیری کوی. (ابوعلی ابن سینا )
126-     د الله سره ډیری خبری کوه او د خلگو سره کمی. (شاذلی)
127-     د الله هره فیصله په عقل بنا شوی وی . نو ددی لپاره دشکایت حرف په ژبه مه اخله . (امام غزالی رح )
128-   د امام ابو یوسف څخه چا پوښتنه وکړه د علم آداب کوم شیان دی ؟ وی فرمایل : اول خاموشی دوهم په توجه سره اوریدل دریم یاد ساتل څلرم په هغه عمل او پنځم د هغه تبلیغ .
129-     د انسان تر ټولو دښمن د هغه خیټه ده . حضرت علی کرم الله وجهه)
130-   130-    د انسان جمال او ښائست د دری شیانو څخه وی 1 د هوښیارانو سره مجلس   2نیک سلوک 3 او په خرچه کې اعتدال (بهاوالدین زهیر )
131-   د انسان له دی څخه غټه بد نیتی به کومه یوه وی چې هغه ته د احسان کول میسر شی او هغه انسان احسان ونکړی . (ابوالفداء)
132-     د اولیاؤ زړونه د علمأو له صحبت څخه داسی شاداب ګرځی لکه د باران څخه چې ځمکه شادابیږی. (ابن بطلان)
133-     د بخیل څخه سره زر اخیستل آسانه دی خو د حاسد له خولی د تحسین کلمه وتل ډیره مشکله ده. (ابن عبدربه)
134-     د بد اخلاقو برداشت نه کول خپله بد اخلاقی ده. (کرخی رح )
135-     د بدن پاکی او طهارت نیم اسلام دی. (الحدیث)
136-     د بوډا توب متانت او کلک والی د ځوانی دتکړه توب څخه ښه دی. (حضرت علی کرم الله وجهه)
137-     د بیعقلانو سره مسخری کول د خپل ځان بیعزته کول دی. (مولانا عبدالرحمن جامی رح )
138-     د بیقلانو سره که هرڅومره ښه وکړی، مننه نه کوي او که کار ورته ووایی هغه نه انجاموی.( ثعالبی)
139-     د پرده پوش پر عیبونو الله پرده اچوی. (ابو داود)
140-     د پستو خلگو وسله بد کلامی او ښکنځل وی. (حضرت علی کرم الله وجهه)
141-     د پلار په کارنامو هغه څوک نازیږی چې خپله بیکاره وی. (شاذلی)
142-     د پوهو او هوښیارانو سره مشوره کوه. (لقمان حکیم رح )
143-     د پوښتنی ذلت ومنه ترڅو دنادانی دذلت څخه خلاص شی.
144-     د ترقی دوه وزرونه دی . یو ستا خپل لیاقت او بل دنورو حماقت. (سقراط مونگک)
145-     د تواضع نتیجه سلامت او د غرور نتیجه ندامت دی (سفیان ثوری رح )
146-     د جاهل انکسار (تواضع) دعالم د غرور څخه بهتر دی . (کسائی)
147-     د جسم صحت په کم خوراک د روح صحت په کم خوب او د الله قرب په ډیرو اوښکو تویلو کې وی. (اجمیری)
148-     د جماعت مطابقت کوه. (لقمان حکیم رح )
149-     د چا د مال طمع مه کوه. او که یی درکړ نو منع مه کوه. (لقمان حکیم رح )
150-     د حسن ژبه مسکی مسکی کیدل دی. (ماوردی)
151-   د حضرت محمد (ص) څخه چا پوښتنه وکړه چې نجات څه شی دی ؟ وی فرمایل : په ژبی باندی حاکمیت او تسلط درلودل او په ګناه باندی د پښیمانی اوښکی تویول او ژړل . (ترمذی)
152-     د خدای ج د پیژندلو نه د ځان پیژندنه مشکله ده. (امام عسکری رح )
153-     د خلکو د خبرو په منځ کې مه غورځیګه. (لقمان حکیم رح )
154-     د خندا خبری ،مسخری او ټوکی مه کوه . (لقمان حکیم رح )
155-     د خوش اخلاق او احترام کونکی شخص سره دهرچا مینه وی. (ابوبکر رازی)
156-     د خښم په حالت کې خبری په فکر کوه. (لقمان حکیم رح )
157-   د درو خبرو نتایج دری شیان دی . د سکوت نتیجه سلامتی ده . دویم د تقوا نتیجه عظمت دی. دریم د خدمت نتیجه سرداری او سیادت دی .( نظام الملک )
158-     د درو شیانو دوام نه وی 1 د وریځو سیوری 2 د دروغو تعریف 3 او د دروغو وعده .(ابن رشید )
159-   د دریو شیانو قدر په دری وختونو کې دی.اول د زړه ورو او توریالیو قدر په جنگ کی. دویم د حلیم سړی قدر د قهر او غضب په وخت کی. او د ورور قدر د مصیبت په وخت کی. (شریشی)
160-     د دنیا د عاقل په مرگ او دجاهل په ژوند همیش اوښکی تویوی. (افلاطون مونکگ)
161-   د دنیا طلب هغه تږی غوندی وی چې د سیند څخه خپله تنده ماتوی څومره چې اوبه څښی هومره نور تږی کیږی. پړسیږی او بالاخره مری. (ابن الرشید )
162-     د دنیا لپاره خپل ځان په خطر کې مه اچوه. (لقمان حکیم رح )
163-     د دو کسانو څخه وویریږه دشریف څخه کله چې هغه وږی شی. او د رزیل څخه کله چې هغه موړ شی. (زرقانی)
164-     د دوست او دښمن سره تندی ورین ساته . (لقمان حکیم رح )
165-     د دوست عیبونه ددوست څخه پټول خیانت دی، او نورو ته ویل غیبت دی. (ابن زیدون )
166-     د دوستانو سره دوستی مه شلوه. (لقمان حکیم رح )
167-     د دولت د ګټلو نه د تکلیف منل بهتر دی. (حضرت علی کرم الله وجهه)
168-     د دښمن سره احسان وکړه دهغه نه دوست جوړیږی. (ابن الجوزی) 
169-     د دښمنان دکمی بهترینه لاره د دوستانو ډیرول دی. (کاتب )
170-     د روغجن او مړی یو رقم وی ، مړی خبری نه کوي او د دروغجن کوم ارویدونکی نه وی. (ثعالبی)
171-     د رښیتاو څخه چهره ښائسته کیږی. حضرت علی کرم الله وجهه)
172-     د زمری گاونډیتوب دومره خطرناکه نه وی لکه دحاسد گاونډیتوب. (ابن حجر )
173-   د زوال علامات څلور دی 1 له اصول څخه تیښته 2 په فروع باندی بحث 3 د پستو او رذیلو خلگو سرداری 4 او داهل علم بد حالی. (حضرت علی باب المدینة العلم )
174-     د ژوند هره ورځ اخری ورڅ شماره ، (کرمانی)
175-     د ژوندانه په ډګر کې دسستی او کاهلی نه ځان وساته تر څو د نورو د اوږو بار نشی. (امام صادق رح)
176-     د شپی په تاریکو لمونځ د قبر دتاریکو رڼا ده.
177-     د شپی خبری په کراره کوه او دورځی چې کله خبری کوي نو لمړی خپل شاوخوا وګوره. (لقمان حکیم رح )
178-   د شرابو په سلسله کې حضرت محمد (ص) په 8 تنو لعنت ویلی دی. 1 جوړونکی 2 خرڅونکی 3 چېښونکی 4 په بل باندی چېښونکی 5 اخیستونکی 6 دتحفی په توگه ورکونکی 7 دتحفی لپاره اخیستونکی 8 او د هغوی دګټی خوړونکی. (آنحضرت (ص)
179-     د طاقت په نشه کې غوځیدل د کمروزی علامت دی. (ابن عبد ربه)
180-     د طلا ګوتمی مه په گوته کوه. (لقمان حکیم رح )
181-     د ظالم پادشاه په مخ کې صحیحه خبره کول او حق ویل ډیر لوی جهاد دی . (ترمذی)
182-     د عجلت نتیجه ندامت او د تحمل نتیجه سلامت دی. ( حضرت علی کرم الله وجهه)
183-     د علم ژوندی کونکی هیڅکله نه مړ کیږی. (حضرت علی کرم الله وجهه)
184-   د علماو د مرگ څخه دین کې گډوډی را ځی . دفقراءو د مرگ څخه زړونه ورانیږی او دحاکمانو دمرگ څخه صرف د میخانو په رونق کې تخفیف را ځی. (ابن زهر)
185-     د قدم لغزش نتائج دومره خطرناک نه دی لکه د ژبی د لغزش. (ابو نواس)
186-     د کم اصلانو څخه د وفا امید مه کوه. (لقمان حکیم رح )
187-     د کوم خبر د صحیح ګڼلو څخه وړاندی، اوه کاله تحقیق پکار دی . (جاحظ)
188-     د لمر خاته په وخت کې مه ودیږه . (لقمان حکیم رح )
189-     د لویانو سره مسخری مه کوه. (لقمان حکیم رح )
190-     د لیونی او مست سره خبری مه کوی. (لقمان حکیم رح )
191-     د لیوه تر ټولو غټ خواهش دادی چې هغه دمیږو چوپان شی. (معری )
192-   د متلون(دوه مخی) هیڅوک دوست نه وی حاسد ته راحت او بدمزاجه ته قیادت هیڅکله لاسته نه ورځی. (موفق بغدای) 
193-     د مشرانو عزت وکړه چې کشران ستا عزت وکړی. (حضرت علی کرم الله وجهه)
194-     د مصافحی څخه زړونه صافیږی . او دتحفی څخه محبت زیاتیږی. ( موطاء امام مالک رح )
195-     د مظلوم د ښرا (بده دعا) څخه ځان ساته چې د مظلوم او خدای تر منځ کومه پرده نشته ( حضرت محمد ص)
196-   د منافق علامات څلور دی . اول دروغ ویل. دویم وعده ماتول . دریم دوستی کې خیانت او ناپایداری څلرم خبرو کې جگړه او بد الفاظ استعمالول . حدیث شریف
197-     د مومن په زړه کې دوه شیان نه جمع کیږی . ایمان او حسد . (مسلم او ابو داود)
198-     د مومن علامات دری دی . اول رښتیا ویل. دویم په وعده وفا دریم او دیانت داری (الحدیث)
199-     د نادان ویل او د دانا نه ویل ناروا دی. (حضرت علی رض)


د مشرانو خوږې خبرې
1-               د نادانانو څخه تیښته کوه . (لقمان حکیم رح )
2-               د نن کار سبا ته مه پریږده. (لقمان حکیم رح )
3-               د نورو تعریف په اصل کې ددی حقیقت اعلان دی چې هغه تاسره په بعضی خبرو کې موافق دی. (فارابی)
4-               د نورو ښه ګڼلو په وخت کې یقین وکړه چې ځان ښه ګڼی.(فارابی )
5-               د نیک کسانو نه په غیبت یاد مه کوه. (لقمان حکیم رح )
6-               د نیکی آغاز تریخ او انجام یی خوږ وی . لیکن د گناه شروع خوږه او انتهای یی ترخه وی (معروفی کروخی)
7-               د هر شی یو ښائست وی او د نیکی ښائست دادی چې فوراً وشی. (حضرت عمر فاورق رض )
8-               د هرچا د ابرو او عزت خیال وساته او دهیچا ابرو ته تاوان مه رسوه. (لقمان حکیم رح )
9-               د هرچا قدر وپیژنه . (لقمان حکیم رح )
10-          د هغه چا سره شناخت کوه چې ځان یی پیږندلی وی.   (لقمان حکیم رح )
11-          د ټولو څخه زیات ښائست حسن اخلاق دی. یعنی د اخلاق ښه والی او ښائست. (اسمعی)
12-     د ډیر خوراک څخه ځان بچ کړی ، چې دغه عادت د زړه نه کنډواله جوړی او د عبادت څخه دی منع کوی. ( حضرت عمر فاروق رض )
13-     د ښمن دی عیبونه ښکاره کوي او دوست دی عیبونه پټوی، نو ددی لپاره دښمن له دوست څخه بهتره دی چې تاته فایده رسوی.(اصفهانی)
14-          د ښځو په شان آرایش او فیشن مه کوه. (لقمان حکیم رح )
15-     د یو دانا څخه چا پوښتنه وکړه چې په ځیناورو کې کوم یو خطر ناکه وی؟ وی ویل وحشیانو کې ظالم پادشاه او نورو ځناورو کې خوشامدگر. (نظام الملک)
16-     د یونانی فیلسوف افلاطون څخه چا پوښتنه وکړه :چې هغه کوم قسم خبره ده چې که رښتیا او صحیح هم وی ویل یی ښه نه دی؟ وی ویل: د خپل ځان تعریف .
17-          د یوی دقیقی لپاره فکر وکړه چې انبیاء او فلاسفه د څه شئ په تلاش کې وه؟ (ابن الرشید)
18-     دا عجبه خبره ده چې خلگ د ورځی پنځه ځله خپل خوله پریمنځی مګر پنځو کالو کې خپل زړه نه پریمنځی. (ابراهیم بن ادهم رح )
19-     دا څومره بده خبره ده چې ته په ظاهر کې شیطان ته بد رد وایی او په باطن کې ته دهغه دوست یی. (حضرت علی کرم الله وجهه)
20-          داستاد او معلم ډیر قدر کوه. (لقمان حکیم رح )
21-          داسی کار کوه چې که چېری خلگ دی ووینی نو شرمنده نه وسی. (حضرت عمر ابن الخطاب )
22-          دالله ج څخه وویریږه ، تر څو د بل چا خوب درسره نه وی . حضرت علی اسدالله الغالب)
23-     دانا هغه دی چې د دنیا د زرق او برق څخه دوکه نشی او دولت مند هغه دی چې د خدای په تقسیم باندی راضی وی ( شقیق بلخی)
24-          دانسان تر ټولو غټه کارنامه داده چې خپل زړه او ژبه پخپل کنترول کې وساتی . ( امام غزالی رح )
25-          دانسان تر ټولو لوی بوج او تکلیف دهغه خښم او غصه ده. (امام مالک رح )
26-          دانسان قاتل د یو عقلمند قتل دی ، او د کتاب څیرل او ټوک ټوک کول د عقل قتل دی. (ابن حجر )
27-          دانشمند هغه دی چې دالله تقسیم د پوهی آخره درجه وګڼی (ابن مطروح)
28-          دبخیل دروازه صرف یوه میلمه ته خلاصه وی او هغه ملک الملک دی. (معین بن زاهد)
29-          دتیری جګړی یادونه مه کوه. (لقمان حکیم رح )
30-          دجسم راحت په کم خوراک د زړه راحت په کمه گناه او د ژبی راحت په کموخبرو (خاموشی )کی دی. (ماوردی)
31-          دچاچې په امانت کې دیانت نه وی د هغه ایمان هم نه وی. (بخاری او مسلم)
32-     دحضرت محمد (ص) آخری وینا دا وه چې په لمانځه کې پابندی ولری. او دلاس لاندی سره ښه سلوک وکړی. (ابوداود)
33-     دحضرت محمد (ص) څخه یو چا پوښتنه وکړه ، چې مومن ډارن کیدلای شی؟ وی فرمایل : هو.  بیا یی وویل چې بخیل کیدای شی ؟ وی فرمایل : هو. بیا یی پوښتنه وکړه چې دروغ هم ویلی شی؟ وی فرمایل : هیڅکله نه. یعنی مومن باید هیڅکله دروغ ونه وایی. (حدیث شریف)
34-     دحضور (ص) مبارک وینا ده چې کوم شخص الله او آخرت باندی ایمان لری هغه د خپل ورور عیبونه ځما مخکی بیان نکړی. (المسلم)
35-          دخبرو په وخت کې لاسونه مه ښوره وه. (لقمان حکیم رح )
36-          دخپل شر څخه ځان خلاصول لویه کامیابی ده . (حضرت علی رضی الله تعالی عنه)
37-          دخپلو دوستانو سره مینه کوه. (لقمان حکیم رح )
38-          دخلکو دمال حساب مه کوه. (لقمان حکیم رح )
39-          دخلکو مخی ته پوزه مه پاکوه. (لقمان حکیم رح )
40-          دخلگو دایمان اندازه دهغوی د وعدو څخه معلومه کړه . (حضرت علی کرم الله وجهه)
41-          دخیر په کار کې تأخیر او دشر په کار کې تعجیل مه کوه. (لقمان حکیم رح )
42-          درښتیا سره مرگ له هغه ژوند څخه بهتره دی چې ددروغو په زور قایم وی. ( ابن قدامه )
43-     دری تنه له دری شیانو څخه محرومیږی 1 عجله کونکی له کامیابی څخه 2 قهرجن له اقدام څخه او دروغجن څخه . (حضرت علی باب المدینة العلم)
44-     دری خصلتونه د خیر سبب گرځی . اول رضأ په قیضأ. دویم په مصیبت کې دعاء . دریم  صبر کول په ابتلاء کې ( امام غزالی رح )
45-     دری د عاګانی یقیناً قبلیږی. د مظلوم دعاء د مسافر دعاء او د نافرمانه اولاد په خلاف دپلار دعاء (مسلم او بخاری شریف )
46-     دری رقم انسانانو باندی رحم کوه اول هغه چې دعزت خاوند باندی چې ذلیل شوی وی دوهم هغه عالم باندی چې گمراه شوی وی او دریم هغه امیر باندی چې غریب شوی وی. (حضرت محمد ص )
47-          دری شیان انسان تباه کوی. ( حرص، حسد او غرور.(غزالی رح)
48-     دری شیان په دری شیانو کې پیداکیږی. 1 شرافت په تواضع کې 2 عظمت په تقوا کې او سکون په قناعت کی. (امام رازی رح )
49-     دری شیان دری کسان تباه کوي 1 بخیل دمال له لاسه تباه کیږی 2 بی کاره ځوان د خپل جمال له لاسه تباه  کیږی 3 او عالم د همه دانی دخیال او فکر له لاسه تباه کیږی. ( ابن الانیر)
50-          دری شیانو څخه زړه سختیږی. 1 ډیر خوراک 2 ډیر خوب 3 آرام پسندی. (حضرت محمد ص )
51-          دسخت گفتار په سبب لکه وریښمو غوندی نرم زړه هم کلک کیږی. (امام غزالی رح )
52-          دسختی په وخت کې دوست و ازمایه. (لقمان حکیم رح )
53-          دشاتو مچې (زنبورعسل) مونږ ددی لپاره خوښوو چې نورو ته کار کوي . (جاحظ)
54-          دشپی لمونځ (تهجد) ژوند ته رونق او روڼائی ورکوي . (حضرت علی ابن ابی طالب)
55-          دعالم یوه ورځ د جاهل د تمام عمر څخه بهتره ده .
56-          دعلم زینت حلم دی ، او دقوت زینت تواضع ده . (ابن عبدربه)
57-          دعلم که کوم شاخ وی د اختلاف څخه بغیر هغه وزرونه نشی خپرولای. (شعبی)
58-          دعوامو نیک بختی او بد بختی د هغوی په رهبرانو پوری تړلی ده (همدانی )
59-          دغماز ژبه د لړم دهغه نیښ غوندی ده چې پکی اور غوندی زهر دی. (احنف)
60-          دقرآن داسی یوه دریچه (کړکی) ده چې مونږ بله دنیا (آخرت) ورڅخه ګورو. (امام احمد حنبل رح )
61-          دقیامت په روځ دمومن په تاله کې ترټولو دروند شئ . ښه اخلاق دی. (ترمذی)
62-          دقیامت په ورځ عادل حاکم به الله ج ته ډیر نژدی وی او ظالم حاکم به ډیر لیری وی. (ترمذی)
63-     دلمر د رڼا څخه دکائناتو لوړی ژوری په نظر راځی او دحکمت د رڼا څخه د ژوند لوړی او ژوری لیدل کیږی. (عمر خیام )
64-     دمشرک مثال داسی دی لکه چې یو انسان د اسمان څخه لاندی را ولویږی. لاری کې یی الوتونکی هغه ونیسی. او یا دډیری تیزی څخه یوډیر لیری ځای کې وغوځیږی. (قرآن کریم)
65-          دمصائبو څخه مه وارخطا کیږه. ځکه چې ستوری په تیارو کې ځلیږی. (جمال الدین خوارزم شاه)
66-          دمصائبو څخه نارینه پیداشوی او عیش څخه ځناور پیداشوی دی.(  مقریزی )
67-          دمغرور حاکم په دروازه کې انتظار تر ټولی سخته ابتلا او بلا ده . (حضرت علی کرم الله وجهه)
68-          دملک په سرحدونو باندی یوه شپه پهره کول ددنیا او ما فیها څخه بهتره دی.
69-          دمومن مددگار دری شیان دی 1 ذکرکونکی ژبه 2 شکرگذاره زړه 3 نیکه ښځه . (حضرت محمد ص)
70-          دمړی بد مه وایه ځکه چې هیڅ فایده نلری. (لقمان حکیم رح )
71-          دمیلمه خدمت کوه ځکه چې واجب دی. (لقمان حکیم رح )
72-          دنورو خلکو دهغو عیبونو تشهیر مه کوي کومو چې الله ج پرده  اچولی ده . ( علی )
73-     دنیا د آخرت کرونده ده نو ته داسی کښت وکړه، چې هم دی ددنیا په ښه راشی او هم دی د آخرت. (دکتور یوسف قرضاوی)
74-          دنیک سړی لپاره مرگ راحت دی او دبد سړی له مرگ څخه دنیا ته راحت دی. (حضرت علی کرم الله وجهه)
75-     دهغو حاکمانو څخه چې ځما څخه وروسته راځی په الله ج پناه غواړم . هغه دچاپلوسانو له خوا محصور شوی وی چې دهغه دروازو ته بار بار راځی هغوی په ظلم کې ددی حاکمانو مدد کوي او د دروغو خبرو تصدیق یی کوی. هغوی ځما نه دی او نه زه دهغو یم. (ترمذی نسائی)
76-          دوست په تاوان امتحان کړه. (لقمان حکیم رح )
77-          دوست پیدا کول آسان دی خو دوست ساتنه سخته ده. (کاتب)
78-     دوستی پنځه شرطونه لری . 1- په ښکاره او غیاب کې ستاسره یو شکل رفتار وکړی. 2- ستا آبرو خپل آبرو و ګڼی 3- ستا بی عزتی خپله بی عزتی وګڼی 4- که کوم مقام او ثروت پیدا کړی نو ستا سره خپل رفتار ته تغیر ورنکړی 5- ستا سره دهیڅی مرستی سپما ونکړی. (امام صادق رح)
79-     دوطن خرڅونکی دهغه احمق په شان دی چې دمور او پلار مال په غلو باندی لوټ کړی ، بیا نو نه مور او پلار هغه بخښی او نه غل تری تشکر کوی. (علامه زمخشری)
80-          دولت د دری شیانو نوم دی . اول علم  دویم شرافت دریم عبادت ( ثعلبی )
81-     دوه شیان مراعت کړی یو انصاف دقضاوت په وخت کې او بل انصاف د تقسیم په وخت کی. (حضرت عمر ابن الخطاب رض)
82-          دوه شیان ناشونی دی اول د مقدر رزق نه اضافه خوړل او دمعلوم وخت نه مخکی رحلت کول. (سعدی)
83-          دوه نعمتونه دی چې ډیر خلګ پری خطاوتلی دی هغه صحت او فراغت دی. (الحدیث)
84-     دوی سترگی د جهم د اور نه بچ پاته کیږی.یو هغه چې د الله له ویری اوښکی تویوی بل هغه سترگی چې ټوله شپه ویښ وی او دخپلو سرحدونو پاسبانی کوی. ( ترمذی)
85-          دځوانانو احترام کوه څکه دهغوی گناهونه کم وی. (داتا گنج بخش رح )
86-          دځوانی په موسم کې د دواړو جهانو کار وکړه. (لقمان حکیم رح )
87-     دښائست عمر داسی وی لکه دګل لنډ او په زړه پوری خو د دوستی روح داسی وی لکه د شاتو سخت او ابدی او خوږ. (کاتب)
88-     دښمن څخه یو ځ وډار شه او ددوست څخه سل ځله. ځکه که دوست دښمن شو نو دهغه گذار به ډیر خطرناک وی .( ابن الفرات )
89-     دی دولت سره به کوم احمق مینه وکړی چې د دنیا کې ورته بدمستی او آخرت کې ورته د جهنم اور او عذاب ورکوی. (نظام الملک)
90-          دیو عالم طاقت د یو لک جاهلانو څخه زیات وی. (بایزید بسطامی رح )
91-          دیوه ساعت علم د لسو کالو د مصیبتونو څخه خلگ ساتی. (ابن عربی )
92-     دیوه هوښیار سړی نه چا پوښتنه وکړه چې ستا اختر کله دی ؟ هغه ورته وویل هغه ورځ چې زه دالله ج نافرمانی ونه کړم . (بهاوالدین عالی رح )
93-     زاړه لرگی د سوځولو لپاره ، زاړه شراب د مستولو لپاره، زاړه دوستان د اعتماد لپاره او زاړه مصنفین د مطالعی لپاره بهترین وی. (حکیم عمر خیام نیشابوری)
94-          زنه یا زنخدان په زنګون مه پریږده. (لقمان حکیم رح )
95-     زه په دنیا کې لکه داسی یو مسافر یم چې د یوی ونی لاندی آرام کولو لپاره کوز شم او ماښام بیا مخکی خواته و خوځیږم. (ترمذی)
96-          زه تر هغه وخته د نرمی څخه کار اخلم ترڅو چې په سختی کولو مجبوره نشم (خلیفه ابو العباس سفاح) 
97-     زه دهر دښمن دحملی څخه بچ شوی یم ، لیکن دخپلو گناهونو له گذارو څخه هیڅ رقم بچ شوی نه یم. (صلاح الدین ایوبی فاتح قدس اسیر)
98-     زه فقط هغه چا ته دوست وایم چې د خپل دوست په صلاح کې لگیا وی. او دهغه د خوشبختی فکر ورسره وی. ( کاتب)
99-          زه هغه علم او پوهه په یوه پلوړ نه اخلم چې غازی له توری او سپر نه بیګانه کړی. (علامه اقبال لاهوری رح)
100-     ژبه وره ښځه تر ټولو لوی عذاب دی. (حریری)


د مشرانو خوږې خبرې
1-               کوم شخص چې دنیا کې په کم شی قناعت کوي د هغه غم نه وی . (ابو تمام)
2-               کوم شخص چې دنیا کې صرف خیټه کړی او وخوری آخرت کې به وږی وی . الحدیث الشریف
3-               کوم شخص چې رزق کې وسعت غواړی دخپلوانو سره دی محبت وکړی. (بخاری شریف)
4-               کوښښ دشهرت مور ده . (ابن حجر عسقلانی)
5-       گناه د انسان څخه صادریږی، که هغه پښیمانه شی نو فرشته غوندی دی او که غرور و کړی نو شیطان ګرځی. (بستی)
6-       لقمان حکیم رح خپل زوی ته وویل : کله چې خلگ دخپلو خبرو په احسان (ښائست او زیبایی )باندی فخر کوي نو تاسی په خپل چپ والی باندی فخر وکړی. (ابن خاقان ) 
7-               له بد ملگری او بد همنشین څخه تنهایی بهتره او ښه ملګری بیا د تنهایی نه بهتره دی. (جلال قزوینی)
8-       الله ج ته په صدق ،د نفس سره په قهر ، دخلکو سره په انصاف ، دمشرانو سره په خدمت، د کوچېنانو سره په شفقت، د درویشانو سره په سخاوت، د دوستانو سره په نصیحت ، د دښمنانو سره په حکم، د جاهلانو سره په خاموشی او سکوت، د عالمانو سره په تواضع ، ژوند کوه. (لقمان حکیم رح )
9-               الله ج د هغه بنی ادم څخه نا راضه کیږی چې دعاء نه غواړی. (ترمذی)
10-     الله ج دوه قطری ډیری زاتی خوښوی اول د وینی هغه قطره چې د الله  ج په لاره کې توئیږی او دوهم هغه قطره چې د الله ج له خوف څخه توئیږی. (سیوطی رح )
11-     الله ج مونږ دمصائبو په دریاب کې دډوبیدو لپاره نه غورځوی بلکی زمونږ دلمنی د پریمنځلو لپاره مونږ هلته غورځوی. (ابن عربی)
12-          الله د ضد کونکی ، حق نشناس، بد معامله او جګړه مار انسان څخه نفرت لری.( بخاری )
13-          الله راضی کړه هغه بیا تا راضی کوی. (بسطامی )
14-          له څلورو خلکو نه علم مه زده کوه 1- دروغجن 2- بدعتی 3- نادان 4 بیعمله. (امام مالک رح )
15-     لوړ همته انسان په سختیو باندی غالبیږی مگر بی همته هره ورځ مشکلات پیدا کوی. (حضرت سعد بن ابی وقاص رض )
16-          لوړوالی په تقوا کې ، دولت په توکل کې او عظمت په تواضع کې وی. (حضرت ابوبکر الصدیق رض )
17-          لږ خوړل ، لږ ویل او لږ ویده کیدل عادت کړه. (لقمان حکیم رح )
18-          لږ خوړل صحت راولی ، ډیر خوړل غفلت راولی. (بشیر احمد امانزی)
19-     ما ډیر شرابیان، غله ، قماربازان په توبه لیدلی ،خو یو دورغجن می تر اوسه نه دی لیدلی چې توبه وباسی. (یحی برمکی)
20-     ماته دا افسوس نه دی راغلی چې فلانی خبره می ولی نه ده کړی ، مگر  په ویل شوی خبری می بار بار افسوس کړی . (ابو علی سینا )
21-     مال په خزانو کې ایښودلو باندی مه ضایع کوه ، بلکی الله ج سره ئی جمع کړه . مطلب داچې که مال په خزانو کې کیښودل شی اهمیت یی ضایع کیږی. بلکی د الله ج په نامه یی ورکړه . (سهروردی)
22-          ماښام وږی بیدیدل ښه دی نه سهار د قرض سره را پاڅیدل . (فخری)
23-          محبت د وفا څخه نه زیاتیږی او د جفا څخه نه کمیږی. ( کرمانی )
24-          محتاج مه نا امیده کوه. (لقمان حکیم رح )
25-     محقق طوسی هلاکو خان ته مشوره ورکړه چې یو معلم باید د (35) کلونو په عمر باندی درس ورکړی او په څلویښت کلنی کې تحقیق وکړی او تر شپیته کلنی پوری ولیکی او بیا په دوه چنده تنخوا باندی سبک دوش کړل شی. (کاتب)
26-          مخامخ په خلکو کې د دوستانو تعریف وکړه په خلوت کې یی ملامت کړه او نصیحت ورته وکړی. (فارابی)
27-          مراعات کوه تر هغی چې خپل ځان خوار نه کړی. (لقمان حکیم رح )
28-     مرگ مصیبت نه دی مصیبت هغه دی چې ته د مرگ پسی گرځی او هغه نه میسریږی. (سلطان المجاهدین صلاح الدین ایوبی رح )
29-          مرگ یو پل دی چې دوست له دوست سره یوځای کوی. (حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم)
30-     مسلمان ددی لپاره نه دی پیدا شوی چې هری خواته چې جامعه تله دی هم ورسره لاړی شی ، بلکی ددی لپاره پیدا شوی چې دجامعی رهبری او سیادت وکړی او لاره ورته وښیی. (علامه اقبال لاهوری)
31-          مهربانی زده کړه او بیا عادت پری وکړی.
32-          مور او پلار غنیمت وشمیره . (لقمان حکیم رح )
33-     مومن مسلمان ته گناه داسی په نظر ورځی گویا داچې یو غټ غر میده میده کوي او پرځمکه یی غورځوی. (امام حنبل )
34-          مونږ داسی شیانو باندی ډیره عقیده کوو چې دهغو په متعلق زموږ علم کم وی . (فخرالدین رازی)
35-     مونږ داسی قوم یو چې الله ج د اسلام په واسطه مونږ عزتمند کړولو نو هرکله چې مونږ عزت په بل شی و لټو نو پرودګار به مو خوار کړی. (حضرت عمرابن الخطاب رض)
36-     نا لایق هغه څوک دی چې دوست ونلری او تر هغه نالایق هغه څوک دی چې خپل دوست ونه ساتی.(حضرت علی کرم الله وجهه)
37-          نه کړی کارونه کړی مه شمیره. (لقمان حکیم رح )
38-     نیک اخلاق ددین نیمایی دی. او ددین آفتونه دری دی 1- بدکاره عالم 2-ظالم رهبر 3-ناپوه مجتهد . هر شی لره ستون شته او ددین ستون علم دی. (حضرت محمد ص)
39-     نیک اخلاق کولای شی د علم ،مال،مقام او ښائست ځای ونیسی خو هیڅ نعمت نشی کولای د نیک اخلاق ځای ونیسی. (حجازی رح)
40-     هر انسان مجبوره دی چې خپل ځان نه داسی دایره تاو کړی چې دهغی څخه بیرون قدم وانخلی . آیا تا داسی دایره له ځان څخه تاو کړی؟ که دی نه وی کړی پس د انبیاءو ومنه او دایره له ځانه تاو کړه.(کندی)
41-     هر بادشاه چې ښه عمل کوي او د خپل ملت سره ښه گذاره کوي نو دهغه ملت ساعتونه دورځو او ورځی یی د اونیو په شان اوږدیږی. (سیوطی )
42-          هر چا چې ماته یو حرف را وښودی هغه زما بادار دی. (حضرت علی کرم الله وجهه)
43-          هر کار داسی په فکر وکړه چې دا ستا د ژوند آخری عمل دی . (جاحز)
44-     هر ماښام داسی فکر کوه چې نن تانه داسی کومه خبره چې د الهی قانون په خلاف وی، نه ده صادره شوی. او بیا په سجده پریوځه او دسبا ورځی د ښه تیریدلو لپاره دعا وکړه . (ابن سینا )
45-          هر نصیحت چې کوي لمړی خپله عمل پری وکړه. (لقمان حکیم رح )
46-          هر نیک کار یوه صدقه ده .
47-          هر هغه شئ چې ځانته نه خوښوی نو هغه بل مسلمان ورورته هم مه خوښوه.(لقمان حکیم رح )
48-     هر هغه قوم چې په ښکاره دخپل مشر ښه وایی او په غیاب کې یی بد وایی د ژوندانه وړ نه دی. (سید جمال الدین افغانی)
49-     هر هغه قوم چې د خپلو علماءُ قدر کوي او بدی خبری نه ورپسی کوي هغه قوم کامیابه کیږی. (شیخ محمد صالح پردل)
50-     هر څوک چې د دنیا خوښونکی دی هغه دی علم زده کړی او هر څوک چې د آخرت خوښونکی دی هغه دی علم زده کړی. (امام شافعی رح )
51-          هر ښائسته شئ ښه نه وی لیکن هر ښه شئ حتماً ښائسته وی. (کندی)
52-     هغه چې خبره وکړه ما ومنله ، هغه چې تکرارتکرار خبره وکړه زه مشکوکه شوم، او کله چې هغه په خپلی خبری قسم وخوړ نو ځما یقین شو چې دورغ وایی. (عمرخیام)
53-          هغه سړی نه ځان وساته چې څان له تا څخه غټ او لوړه و بولی . (حضرت علی کرم الله وجهه)
54-          همسایه گوره کور جوړوه . (خلی)
55-          همیشه تواضع او قناعت کوه . (لقمان حکیم رح )
56-          همیشه دډلی سره همراه وشه دډلی نه مه لیری کیږه. (لقمان حکیم رح )
57-          همیشه رښتیا وایه تر څو د قسم خوړلو ضرورت پیښ نشی. (حضرت علی رضی الله عنه)
58-          هنر د انسان تر ټولو لوی دوست دی. (دوانی )
59-          هوښیار او ذکی دوستان غوره کړه . (لقمان حکیم رح )
60-          هوښیار مومن له یوی غاری نه دوه ځله نه داړل کیږی. ( حضرت محمد ص)
61-          هوښیاران د ژوندی پاته کیدو لپاره خوراک کوي او جاهلان د خوراک لپاره ژوند کوی. ( دوانی رح)
62-     وایی چا د بلوغ په هکله و پوښته. چا ورته وویل دوی معنا گانی لری. اوله دا چې د سړی نه منی را ووځی دویم دا چې سړی له منی نه راووځی. (لقمان حکیم رح )
63-          ولادت دموت قاصد دی.(حضرت علی سیف الرحمن)
64-          ټولو سره په ادب رفتار وکړه خو د لږو سره صمیمی دوست وشه. (کاتب)
65-          ځما په نزد په ژوندانه کې تر ټولو ښه خوند د نیکی او عبادت په تسلسل کې دی. (داتا گنج بخش)
66-     ځما په هغه چا باندی زړه سوځی چې شهرت ئی په نیکی باندی ئی مګر په حقیقت کې هغه بد وی یعنی په حقیقت کې بد سړی وی خو په غلطه ئی ځان په نیکو مشهور کړی وی. (حضرت علی کرم الله وجهه)
67-     ځما په هغو فرمان روایانو باندی حیرانتیا راځی چې بعضی موضوعات په ژبه حل کیږی اما دوی له توری نه کار اخلی. (امیر معاویه رض )
68-          ځما توره د غماز د ژبی څخه ډیره تیره ده . (حارث بن حمزه )
69-          ځوانی دی غنیمت وګڼه . (لقمان حکیم رح )
70-     څرنګه چې تیزترین طوفان غرونه له منځه نشی وړلای نو په همدی ترتیب لوړ ترین منصب یو شریف انسان مغرور او مست نشی ګرځولای. (نظام الملک طوسی).
71-          څلور شیان دی چې ډیر نقصان پیښوی . د ښځو ښکار. قمار ، خمار او دکار په وخت کې ښکار. (عالمگیر)
72-          څلور شیان سړی ډیر خفه کوي 1- بد گاونډی 2- بد زوی 3- بده ښځه 4- تنگ کور. (مسعودی)
73-          څلورشیان دی چې انسان لوړی درجی ته رسوی . علم ، حلم ، کرم او ښه ژبه (خوږه ژبه) (بسطامی )
74-     څو شیان د څو خلکو لپاره ډیر بد دی. 1 دبادشاه لپاره کم ظرفی 2 د قاضی لپاره دورغ 3 دعلماوو لپاره فریب 4 عبادت کونکو لپاره غصه 5 دامراؤ لپاره طمع 6 د بوډاگانو لپاره بی ځایه تمسخر. ( ولید بن شجاع محدث کوفی)
75-          څوک چې د چا پرده څیری کوي نو الله  ج به هغه بی پردی کړی. (شهرستانی )
76-          څوک چې دخوراک ډیر اقسام خوری دروغ به هم ډیر وایی (دوانی)
77-          څوک چې ددولت له وجهی کبر کوي د هغه مخ کې کبر کول عین تواضع ده . (شاه ولی الله )
78-          څوک چې دناروغ پوښتنه کوی، تر څو هلته دناروغ سره ناست وی په جنت کې به وی. ( مسلم ترمذی )
79-          څوک چې رحم نه کوي هغه باندی رحم نه کیږی (مسلم)
80-          څوک چې علم خپل امام وګرځوی هغه به د نړی امام جوړ شی. (حضرت محمد ص )
81-     څوک چې غواړی د دنیا له سختیو نه نجات ومومی نو علم دی زده کړی ، او څوک چې غواړی له آخرت له عذاب نه خلاص شی نو علم دی زده کړی. (امام اعظم ابوحنیفه رح)
82-          څوک چې فکر کم کوي خبری ډیری کوي . (هریری)
83-          څوک چې ډیری خبری کوي هغه زیات ملامتیږی. (حضرت علی کرم الله وجهه)
84-          څوک چې یواځی پخپل فکر او نظر باندی کلک وی داسړی ناکامه دی. (نظام الملک)
85-          څوک دچا مخی ته مه شرموه. (لقمان حکیم رح )
86-          څومره خوش نصیبه وی هغه انسان چې د ژوند انجام د هغه د شروع او اغاز په شان وی. (ابن رشید)
87-          څومره عجیبه خبره ده په عدالتونو کې دانشمندان بحث کوي او نادانان فیصله اوروی. (شوکائی)
88-     څومره لوړ خلگ د جهل په سبب ذلیل او پست شی. او څومره ذلیل او پست خلگ د علم په سبب لوړ شی. (ابن رشید رح )
89-     څومره نادان دی هغه خلګ چې په دی خیال ګناه کوي چې په بډاتوب کې به یی تلافی وکړو . کږه ونه به څوک سمه راسته کړی. (ذهبی )
90-          ډیر بهادر او زړه ور خلگ دی چې خپلی ژبی څخه پر ځمکه غوځیږی. (ابن فارس )
91-          ډیر خوراک کونکی په خپلو غاښونو ځانته قبر کنی. (ابن اللبیب )
92-     ښه دوستان لکه قیمتی لعل یا مرجان دی لاس ته راوړنه یی سخته وی او ساتنه یی سخت تره وی. (بشیر احمد امین امانزی وردګ)
93-          ښه ښځه ددنیا ښه متاع ده (مسلم او ترمذی)
94-          ګاونډی ته تکلیف ورکونکی به په جنت کې داخل نشی . (بخاری شریف )
95-     یو بد مزاجه او بداخلاقه انسان ډیر ښائسته وو . یو فیلسوف ولید او وی ویل: ډیر ښکلی عمارت دی خو افسوس چې اوسیدونکی یی قبیح دی. (کثیر بن عبید)
96-          یو دیانت دار او پاک تاجر په جنت کې د انبیاء او شهداوو سره یو ځای وی. (حضرت محمد(ص)
97-          یو زموږ له طبیعی ضرورتونو نه دادی چې څوک را باندی گران وی او موړ په چا گران وسو.(حجازی رح )
98-          یو ساعت تفکر تر اویا کالو عبادت غوره دی. (حضرت محمد ص )
99-          یو سړی دخپل د یوه دورغ دپټولو لپاره شل نور درواغونه وایی. (دوانی)
100-   یو شئ یا جنس چې په زیاته پیمانه پیداشی نو قیمت یی کمیږی . مگر که علم زیات شی نو قیمت یی هم زیاتیږی ( سینا
)

د مشرانو خوږې خبرې
1-               - کوم شخص چې دنیا کې صرف خیټه کړی او وخوری آخرت کې به وږی وی . الحدیث الشریف
2-               3- کوم شخص چې رزق کې وسعت غواړی دخپلوانو سره دی محبت وکړی. (بخاری شریف)
3-               4- کوښښ دشهرت مور ده . (ابن حجر عسقلانی)
4-       5- گناه د انسان څخه صادریږی، که هغه پښیمانه شی نو فرشته غوندی دی او که غرور و کړی نو شیطان ګرځی. (بستی)
5-       6- لقمان حکیم رح خپل زوی ته وویل : کله چې خلگ دخپلو خبرو په احسان (ښائست او زیبایی)باندی فخر کوي نو تاسی په خپل چپ والی باندی فخر وکړی. (ابن خاقان ) 
6-               7- له بد ملگری او بد همنشین څخه تنهایی بهتره او ښه ملګری بیا د تنهایی نه بهتره دی. (جلال قزوینی)
7-       8- الله ج ته په صدق ،د نفس سره په قهر ، دخلکو سره په انصاف ، دمشرانو سره په خدمت، د کوچېنانو سره په شفقت، د درویشانو سره په سخاوت، د دوستانو سره په نصیحت ، د دښمنانو سره په حکم، د جاهلانو سره په خاموشی او سکوت، د عالمانو سره په تواضع ، ژوند کوه. (لقمان حکیم رح )
8-               9- الله ج د هغه بنی ادم څخه نا راضه کیږی چې دعاء نه غواړی. (ترمذی)
9-       الله ج دوه قطری ډیری زاتی خوښوی اول د وینی هغه قطره چې د الله  ج په لاره کې توئیږی او دوهم هغه قطره چې د الله ج له خوف څخه توئیږی. (سیوطی رح )
10-     الله ج مونږ دمصائبو په دریاب کې دډوبیدو لپاره نه غورځوی بلکی زمونږ دلمنی د پریمنځلو لپاره مونږ هلته غورځوی. (ابن عربی)
11-          الله د ضد کونکی ، حق نشناس، بد معامله او جګړه مار انسان څخه نفرت لری.( بخاری )
12-          الله راضی کړه هغه بیا تا راضی کوی. (بسطامی )
13-          له څلورو خلکو نه علم مه زده کوه 1- دروغجن 2- بدعتی 3- نادان 4 بیعمله. (امام مالک رح )
14-     لوړ همته انسان په سختیو باندی غالبیږی مگر بی همته هره ورځ مشکلات پیدا کوی. (حضرت سعد بن ابی وقاص رض )
15-          لوړوالی په تقوا کې ، دولت په توکل کې او عظمت په تواضع کې وی. (حضرت ابوبکر الصدیق رض )
16-          لږ خوړل ، لږ ویل او لږ ویده کیدل عادت کړه. (لقمان حکیم رح )
17-          لږ خوړل صحت راولی ، ډیر خوړل غفلت راولی.
18-     ما ډیر شرابیان، غله ، قماربازان په توبه لیدلی ،خو یو دورغجن می تر اوسه نه دی لیدلی چې توبه وباسی. (یحی برمکی)
19-     ماته دا افسوس نه دی راغلی چې فلانی خبره می ولی نه ده کړی ، مگر  په ویل شوی خبری می بار بار افسوس کړی . (ابو علی سینا )
20-     مال په خزانو کې ایښودلو باندی مه ضایع کوه ، بلکی الله ج سره ئی جمع کړه . مطلب داچې که مال په خزانو کې کیښودل شی اهمیت یی ضایع کیږی. بلکی د الله ج په نامه یی ورکړه . (سهروردی)
21-          ماښام وږی بیدیدل ښه دی نه سهار دقرض سره را پاڅیدل . (فخری)
22-          محبت د وفا څخه نه زیاتیږی او د جفا څخه نه کمیږی. ( کرمانی )
23-          محتاج مه نا امیده کوه. (لقمان حکیم رح )
24-     محقق طوسی هلاکو خان ته مشوره ورکړه چې یو معلم باید د (35) کلونو په عمر باندی درس ورکړی او په څلویښت کلنی کې تحقیق وکړی او تر شپیته کلنی پوری ولیکی او بیا په دوه چنده تنخوا باندی سبک دوش کړل شی. (کاتب)
25-          مخامخ په خلکو کې د دوستانو تعریف وکړه په خلوت کې یی ملامت کړه او نصیحت ورته وکړی. (فارابی)
26-          مراعات کوه تر هغی چې خپل ځان خوار نه کړی. (لقمان حکیم رح)
27-     مرگ مصیبت نه دی مصیبت هغه دی چې ته د مرگ پسی گرځی او هغه نه میسریږی. (سلطان المجاهدین صلاح الدین ایوبی رح )
28-          مرگ یو پل دی چې دوست له دوست سره یوځای کوی. (حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم)
29-     مسلمان ددی لپاره نه دی پیدا شوی چې هری خواته چې جامعه تله دی هم ورسره لاړی شی ، بلکی ددی لپاره پیدا شوی چې دجامعی رهبری او سیادت وکړی او لاره ورته وښیی. (علامه اقبال لاهوری)
30-          مهربانی زده کړه او بیا عادت پری وکړی. (بشیراحمد امین امانزی)
31-          مور او پلار غنیمت وشمیره . (لقمان حکیم رح )
32-     مومن مسلمان ته گناه داسی په نظر ورځی گویا داچې یو غټ غر میده میده کوي او پرځمکه یی غورځوی. (امام حنبل )
33-          مونږ داسی شیانو باندی ډیره عقیده کوو چې دهغو په متعلق زموږ علم کم وی . (فخرالدین رازی)
34-     مونږ داسی قوم یو چې الله ج د اسلام په واسطه مونږ عزتمند کړولو نو هرکله چې مونږ عزت په بل شی و لټو نو پرودګار به مو خوار کړی. (حضرت عمرابن الخطاب رض)
35-      نا لایق هغه څوک دی چې دوست ونلری او تر هغه نالایق هغه څوک دی چې خپل دوست ونه ساتی.(حضرت علی کرم الله وجهه)
36-          نه کړی کارونه کړی مه شمیره. (لقمان حکیم رح )
37-     نیک اخلاق ددین نیمایی دی. او ددین آفتونه دری دی 1- بدکاره عالم 2-ظالم رهبر 3-ناپوه مجتهد . هر شی لره ستون شته او ددین ستون علم دی. (حضرت محمد ص)
38-     نیک اخلاق کولای شی د علم ،مال،مقام او ښائست ځای ونیسی خو هیڅ نعمت نشی کولای د نیک اخلاق ځای ونیسی. (حجازی رح)
39-     هر انسان مجبوره دی چې خپل ځان نه داسی دایره تاو کړی چې دهغی څخه بیرون قدم وانخلی . آیا تا داسی دایره له ځان څخه تاو کړی؟ که دی نه وی کړی پس د انبیاءو ومنه او دایره له ځانه تاو کړه.(کندی)
40-     هر بادشاه چې ښه عمل کوي او د خپل ملت سره ښه گذاره کوي نو دهغه ملت ساعتونه دورځو او ورځی یی د اونیو په شان اوږدیږی. (سیوطی)
41-          هر چا چې ماته یو حرف را وښودی هغه زما بادار دی. (حضرت علی کرم الله وجهه)
42-          هر کار داسی په فکر وکړه چې دا ستا د ژوند آخری عمل دی . (جاحز)
43-     هر ماښام داسی فکر کوه چې نن تانه داسی کومه خبره چې د الهی قانون په خلاف وی، نه ده صادره شوی. او بیا په سجده پریوځه او دسبا ورځی د ښه تیریدلو لپاره دعا وکړه . (ابن سینا )
44-          هر نصیحت چې کوي لمړی خپله عمل پری وکړه. (لقمان حکیم رح)
45-          هر نیک کار یوه صدقه ده . (بشیر احمد امین امانزی)
46-          هر هغه شئ چې ځانته نه خوښوی نو هغه بل مسلمان ورورته هم مه خوښوه.(لقمان حکیم رح )
47-     هر هغه قوم چې په ښکاره دخپل مشر ښه وایی او په غیاب کې یی بد وایی د ژوندانه وړ نه دی. (سید جمال الدین افغانی)
48-     هر هغه قوم چې د خپلو علماءُ قدر کوي او بدی خبری نه ورپسی کوي هغه قوم کامیابه کیږی. (شیخ محمد صالح پردل)
49-     هر څوک چې د دنیا خوښونکی دی هغه دی علم زده کړی او هر څوک چې د آخرت خوښونکی دی هغه دی علم زده کړی. (امام شافعی رح )
50-          هر ښائسته شئ ښه نه وی لیکن هر ښه شئ حتماً ښائسته وی. (کندی)
51-     هغه چې خبره وکړه ما ومنله ، هغه چې تکرارتکرار خبره وکړه زه مشکوکه شوم، او کله چې هغه په خپلی خبری قسم وخوړ نو ځما یقین شو چې دورغ وایی. (عمرخیام)
52-          هغه سړی نه ځان وساته چې څان له تا څخه غټ او لوړه و بولی . (حضرت علی کرم الله وجهه)
53-          همسایه گوره کور جوړوه . (خلی)
54-          همیشه تواضع او قناعت کوه . (لقمان حکیم رح )
55-          همیشه دډلی سره همراه وشه دډلی نه مه لیری کیږه. (لقمان حکیم رح )
56-          همیشه رښتیا وایه تر څو د قسم خوړلو ضرورت پیښ نشی. (حضرت علی رضی الله عنه)
57-          هنر د انسان تر ټولو لوی دوست دی. (دوانی )
58-          هوښیار او ذکی دوستان غوره کړه . (لقمان حکیم رح )
59-          هوښیار مومن له یوی غاری نه دوه ځله نه داړل کیږی. (حضرت محمد ص)
60-          هوښیاران د ژوندی پاته کیدو لپاره خوراک کوي او جاهلان د خوراک لپاره ژوند کوی. (دوانی رح)
61-     وایی چا د بلوغ په هکله و پوښته. چا ورته وویل دوی معنا گانی لری. اوله دا چې د سړی نه منی را ووځی دویم دا چې سړی له منی نه راووځی. (لقمان حکیم رح)
62-          ولادت دموت قاصد دی.(حضرت علی سیف الرحمن)
63-          ټولو سره په ادب رفتار وکړه خو د لږو سره صمیمی دوست وشه. (کاتب)
64-          ځما په نزد په ژوندانه کې تر ټولو ښه خوند د نیکی او عبادت په تسلسل کې دی. (داتا گنج بخش)
65-     ځما په هغه چا باندی زړه سوځی چې شهرت ئی په نیکی باندی ئی مګر په حقیقت کې هغه بد وی یعنی په حقیقت کې بد سړی وی خو په غلطه ئی ځان په نیکو مشهور کړی وی. (حضرت علی کرم الله وجهه)
66-     ځما په هغو فرمان روایانو باندی حیرانتیا راځی چې بعضی موضوعات په ژبه حل کیږی اما دوی له توری نه کار اخلی. (امیر معاویه رض)
67-          ځما توره د غماز د ژبی څخه ډیره تیره ده . (حارث بن حمزه)
68-          ځوانی دی غنیمت وګڼه . (لقمان حکیم رح )
69-     څرنګه چې تیزترین طوفان غرونه له منځه نشی وړلای نو په همدی ترتیب لوړ ترین منصب یو شریف انسان مغرور او مست نشی ګرځولای. (نظام الملک طوسی).
70-          څلور شیان دی چې ډیر نقصان پیښوی . د ښځو ښکار. قمار ، خمار او دکار په وخت کې ښکار. (عالمگیر)
71-          څلور شیان سړی ډیر خفه کوي 1- بد گاونډی 2- بد زوی 3- بده ښځه 4- تنگ کور. (مسعودی)
72-          څلورشیان دی چې انسان لوړی درجی ته رسوی . علم ، حلم ، کرم او ښه ژبه (خوږه ژبه) (بسطامی )
73-     څو شیان د څو خلکو لپاره ډیر بد دی. 1 دبادشاه لپاره کم ظرفی 2 د قاضی لپاره دورغ 3 دعلماوو لپاره فریب 4 عبادت کونکو لپاره غصه 5 دامراؤ لپاره طمع 6 د بوډاگانو لپاره بی ځایه تمسخر. ( ولید بن شجاع محدث کوفی)
74-          څوک چې د چا پرده څیری کوي نو الله  ج به هغه بی پردی کړی. (شهرستانی )
75-          څوک چې دخوراک ډیر اقسام خوری دروغ به هم ډیر وایی (دوانی)
76-          څوک چې ددولت له وجهی کبر کوي د هغه مخ کې کبر کول عین تواضع ده . (شاه ولی الله)
77-          څوک چې دناروغ پوښتنه کوی، تر څو هلته دناروغ سره ناست وی په جنت کې به وی. (مسلم ترمذی)
78-          څوک چې رحم نه کوي هغه باندی رحم نه کیږی (مسلم)
79-          څوک چې علم خپل امام وګرځوی هغه به د نړی امام جوړ شی. (حضرت محمد ص )
80-     څوک چې غواړی د دنیا له سختیو نه نجات ومومی نو علم دی زده کړی ، او څوک چې غواړی له آخرت له عذاب نه خلاص شی نو علم دی زده کړی. (امام اعظم ابوحنیفه رح)
81-          څوک چې فکر کم کوي خبری ډیری کوي . (هریری)
82-          څوک چې ډیری خبری کوي هغه زیات ملامتیږی. (حضرت علی کرم الله وجهه)
83-          څوک چې یواځی پخپل فکر او نظر باندی کلک وی داسړی ناکامه دی. (نظام الملک)
84-          څوک دچا مخی ته مه شرموه. (لقمان حکیم رح)
85-          څومره خوش نصیبه وی هغه انسان چې د ژوند انجام د هغه د شروع او اغاز په شان وی. (ابن رشید)
86-          څومره عجیبه خبره ده په عدالتونو کې دانشمندان بحث کوي او نادانان فیصله اوروی. (شوکائی)
87-     څومره لوړ خلگ د جهل په سبب ذلیل او پست شی. او څومره ذلیل او پست خلگ د علم په سبب لوړ شی. (ابن رشید رح )
88-     څومره نادان دی هغه خلګ چې په دی خیال ګناه کوي چې په بډاتوب کې به یی تلافی وکړو . کږه ونه به څوک سمه راسته کړی. (ذهبی )
89-          ډیر بهادر او زړه ور خلگ دی چې خپلی ژبی څخه پر ځمکه غوځیږی. (ابن فارس )
90-          ډیر خوراک کونکی په خپلو غاښونو ځانته قبر کنی. (ابن اللبیب )
91-          ګاونډی ته تکلیف ورکونکی به په جنت کې داخل نشی . (بخاری شریف )
92-     یو بد مزاجه او بداخلاقه انسان ډیر ښائسته وو . یو فیلسوف ولید او وی ویل: ډیر ښکلی عمارت دی خو افسوس چې اوسیدونکی یی قبیح دی. (کثیر بن عبید)
93-          یو دیانت دار او پاک تاجر په جنت کې د انبیاء او شهداوو سره یو ځای وی. (حضرت محمد(ص)
94-          یو زموږ له طبیعی ضرورتونو نه دادی چې څوک را باندی گران وی او موږ په چا گران اوسو.(حجازی رح )
95-          یو ساعت تفکر تر اویا کالو عبادت غوره دی. (حضرت محمد ص )
96-          یو سړی دخپل د یوه دورغ دپټولو لپاره شل نور درواغونه وایی. (دوانی)
97-     یو شئ یا جنس چې په زیاته پیمانه پیداشی نو قیمت یی کمیږی . مگر که علم زیات شی نو قیمت یی هم زیاتیږی ( سینا )
98-     یو شخص د حضور (ص) په خدمت کې حاضر شو او عرض یی وکړ چې ای رسول الله ځما د خدمت مستحق تر ټولو لمړی څوک دی؟ ویفرمایل مور. پوښتنه یی وکړه چې دهغه نه بعد ؟ بیا یی و فرمایل مور . دریم ځل یی عرض وکړی چې تر هغه وروسته؟ بیا یی هم وفرمایل مور. او په څلرم ځل یی پوښتنه وکړه چې دهغه نه وروسته څوک مستحق دی؟ نو وی فرمایل پلار. (ابوداود)
99-     یو شخص د حضور (ص) څخه پوښتنه وکړه چې ما سره یو څه مال شته اولاد هم شته او پلار می هم ژوندی دی ، زه دغه مال څرنګه خرچ کړم ؟ وی فرمایل : تاسو او ستاسو دمال مالک ستاسو پلار دی. تمام څه چې لری د هغه په مرضی (خوښی) یی ورته خوشی کړه. (ابوداود)
100-     یو عالم ولیده چې یو جاهل پر خر سپور دی نو وی ویل خر پر خر سپور دی. (بشیر احمد امین مانزی)
101-   یو ځل سلطان مراد عثمانی وویل : چې که ماته دخپل تقدیر اختیارات وای (یعنی ماته اختیار راکړل شوی وای نو زه به معلم شوی وای. (اعمش)
102-   یوه فیلسوف خپل زوی ته وویل علم او مال دواړه حاصل کړه ځکه چې خواص به ستا دعلم احترام کوي او عوام به ستا دمال احترام وکړی. (کاتب)
103-   یوه ورځ حضرت محمد (ص) دشهادت گوته او منځنی گوته دواړه سره جوړه کړی او وی فرمایل زه او دیتیم پالونکی به داسی په جنت کې یو ځای وسو. (بخاری شریف)
104-   یوه ورځ حضرت محمد(ص) وفرمایل تباه شو، تباه شو تباه شو ! چا پو ښتنه وکړه څوک؟ وی فرمایل هغه زوی چې بوډا پلار لری یا بوډی مور لری یا دواړه او دهغوی د خدمت موقع ورته حاصله وی مګر هغه یی نه کوي او پدی ترتیب د جنت دورازی هم ورباندی بندی دی. (مسلـــم ). ای بچوړیه! هیڅوک او یا هیڅ شی له الله سره مه شریکوه


د زده کولو لپاره مناسب (۱۵) حکایتونه
دحضرت عمر فاروق(رض) قصه
حضرت عمر فاروق رضی الله تعالی عنه : څخه یو چا پوښنته وکړه چې ته  له ځان سره حفاظتی دسته یعنی باډیگاردان ولی نه گرځوی؟
هغه وفرمایل: عوامو خلگو وظیفه دا نه وی چې زما حفاظت وکړی. بلکی زما وظیفه ده چې باید دهغوی حفاظت وکــــړم.

دحضرت علی«کرم الله وجهه» رحم دلی
یوه ورځ حضرت علی «رضی الله تعالی عنه»،«کرم الله وجهه» خپل غلام ته څو څو ځله آوازونه وکــړل لیکن هغه ځواب ور نه کړ. چا وویل چې هغه د دروازی څخه بیرون ناست دی او ستا آوازی اوری! کله چې یو اندازه وخت بعد غلام دننه راغی نو امیرالمؤمنین د هغه د بی توجهی او بی پروایی د وجهی پوښتنه تری وکړه.
غلام وویل ای زما آقا : ستاسو په رحم دلی باندی زما دومره اعتماد او تکیه ده چې ستا له قهر او غصی نه ډار او خوف قطعاً ماسره نشته . اسدالله «کرم الله وجهه » چې دا خبره وارویدل نو وی فرمایل : الله «ج» زه ستا شکــر په کومه ژبه آدا کـــړم چې نړی ما ظالـــم او جابر نه شمیری.

دحضرت عمر فاروق انصاف
یوه ورځ حضرت عمر فاروق رضی الله تعالی عنه یو شرابی ولیده چې پر ځمکه پروت دی نو دهغه دسزا ورکولو لپاره یی دوّره پورته کړه . هغه بدبخته په ښکنځلو شروع وکړه . هغه مبارک دشرابی د سزا څخه صرف نظر شو . او د هغه ځای نه ولاړی. یو چا پوښتنه تری وکړه چې ولی دی سزا ورنه کړه؟ هغه وفرمایل : چې شرابی ما ته ښکنځل وکړه او ماته قهر راغی. او د په قهر کښی انصاف نه کیږی.

د عمر بن عبدالعزیز عدل
یوه شپه عمر بن عبدالعزیز «رح» د دولتی څراغ رڼا ته دولتی کاغذونه مطالعه کوله چې غلام یی راغی او دکور کومه موضوع یی بیان کړه . عمر بن عبدالعزیز فوراً ډیوه مړه کړه . هغه ورته وویل چې ولی دی ډیوه مړه کړه ؟ وی فرمایل په دولتی تیلو باندی په شخصی معاملاتو خبری کول حرام دی.

بد گاونډی (همسایه)
یوځل د ابو مسلم خراسانی ته یو چا نهایت ښکلی او ښائسته آس وړاندی کړ. هغه پوښتنه وکړه چې دغه آس څخه څه کار واخلو ؟ یوه وویل چې د جهاد لپاره یی استعمال کړه. بل وویل چې د بز کشی لپاره . دریم وویل د ښکار لپاره تری کار واخله په مجلس کې یو فیلسوف ناست وو هغه وویل ددی آس بهترین استعمال دادی چې سړی ورباندی سپور شی او له بد همسایه څخه وتښتی.!

دعمر بن الخطاب«رض»  په وعده وفا
کله چې حضرت فاروق اعظم «رض» د ایران د یو سردار هرمزان د وژلو اراده وکـړه هفه اوبه وغوښتلی د اوبو پیاله ئی لاس کښی ونیوله او وی ویل ای امیرالمؤمنینه که ما وژنی نو د اوبو د څښلو څخه وروسته مـــــړکـــــړه. وی فرمایل منظوره ده یعنی صحیحه ده. هغه اوبه پر ځمکی توی کړی او وی ویل وگوره ما اوبه نه دی څښلی ما آزاد کړه ، حضرت عمر وفرمایل: تا له ما څخه په وعده اخیستلو کښی ډیره چالاکی و کـــړه نو زه په خپل وعدی باندی پابندی کوم.

د ابوالحسن خرقانی قصه
یو ځل ابوالحسن خرقانی «رح» دیو داسی ځای څخه تیری دی چې هلکان خاوری شیندلی ، هغه ودرید او وی ویل هلکانو په ما خاوری مه شیندی او دخاوری څخه می بچ کړی. یوه هلک ورته وویل : ای بابا د قبر دخاورو څخه به څنگه خلاص شی؟ ابوالحسن چې دا وارویدل په جوش او وجد راغی هلک ئی پورته کړ او شاباس یی ورته وویل.

دنظام الملک طوسی«رح» قصه
دنظام الملک طوسی «رح» دا عادت وو چې به کله اهل علم د هغه لیدلو لپاره را تلل ، نو هغه به څو قدمونه د هغه عالم مخی ته دپذیرائی په شکل ورتی. او عالم به یی خپل ښی لاس خواته کیناوه. مگر یو عالم وه چې هغه به ئی همیشه پخپل مسند(تخت) باندی کیناوه. چا ددغه کار دعلت پوښتنه وکړه ؟ وی ویل دا یوازینی عالم دی چې زما عیبونه ماته وائی . او نور ټول زما عیبونه راته نه ښکاره کوی.

دسلطان محمود غزنوی«رح» قصه
سلطان محمود غزنوی «رح» د ابوریحان البیرونی «رح» څخه پوښتنه وکړه چې ما سره دولت هم شته او توره هم شته دا دواړه څرنگه استعمال کړم؟ البیرونی وفرمایل د دولت څخه دغریب او عوامو خلگو دعاگانی حاصلی کړه. او په توره باندی د گناهونو خاتمه و فرمایه.

د انوشیروان عادل قصه
دنوشیروان په دربار کې غلامانو په قهقه سره خندیدل ، چا پوښتنه وکړه څنگه دا خلگ ستا څخه نه ویریږی؟ هغه وویل زه صرف خپل دښمنانو باندی قهر کوم او هغوی بیروم.
د ربیع الجنیری«رح» قصه
یوه ورځ د امام شافعی «رحمة الله تعالی علیه» یو ملگری چې ربیع الجنیری نومیدی د یوی کوڅی څخه تیریدی، چې یوی ښځی دبام دسره څخه ایری لاندی را وغورځولی هغه د ربیع جنیری په سر باندی پریوتلی . ربیع الجنیری وویل: الحمد لله چې الله «ج» په ایرو کتفاء وکړه کنی زه د اور مستحق وم .

انسان څلور قسمه
1-     حضرت علی«کرم الله وجهه» فرمایلی دی انسانان ځلور قسمه وی کریم ، سخی ، بخیل ، او لئیم
2-     کریم هغه دی چې په خپله یې نه خوری او په نورو باندی یې خوری.
3-     سخی هغه دی چې هم یې په خپله خوری او هم یې په نورو باندی خوری.
4-     بخیل هغه دی چې په خپله یې خوری او بل چاته یې نه ورکوی.
5-     لئیم هغه دی چې نه یې په خپله خوری او نه یې بل چا ته ورکوی.

سخی او   بخیل
وایـی چې حـضـرت عیسی (عـلـیه الســلام) دشیـطان څخه پوښـتـنـه وکړه چې تر ټـولو انسـانـانـو دی څوک ډیر دښمن دی؟
هغه ورته وویل: غیرتمند او سخی  فاسق ،
حـضـرت عـیسـی (علیه السلام) وویل تـر ټـولـو دی څـوک ډیر خوښ دی؟
هغه وویل: بـیـغـیـرتـه او بـخـیـل زاهـد ،                
دا ځـکـه چې هـغـه فـاسـق دخــپل غیــرت او ځوانـمـردی له لاری توبی ته رسیږی او خدای «ج» بخـښـنه ورته کوی. حــال داچې بـخـیــل زاهـد دخــپل بخالت  او بیغـیــــرتی لـه امـلــه ګمــراهی ته رسیږی. او په دواړو جهانـو کې به خـواریـــږی.



No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User