Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Saturday, October 29, 2011

د ذوالحجي د لسو ورځو فضائل او په دي ورځو کي مستحب عملونه

 

د ذوالحجي د لسو ورځو فضائل 

او په دي ورځو کي مستحب عملونه

ليکوال مفتي ابوخالد لائق احمد غزنوي

الحمد لله وحده، والصلاة والسلام على من لا نبي بعده ، امابعد:

ګرانو لوستونکو د الله رب العلمين له طرفه په خپلو بندګانو باندي بي شماره احسنات او انعامات دي؛ د هغه په دغه احساناتو او انعاماتو کې يو دا انعام دى چي د خپلو بندګانو لپاره يي د خپلي بندګې او ډيرو نيکيوو او ثوابونو ګټلو لپاره ځيني خصوصي وختونه پيداکړي، لکه د جمعي ورځ ، د رمضان مياشت ، د عرفي ورځ ، د ليلة القدر شپه او داسي نور…..

بختور انسان هغه څوک دى چي د الله تعالى ددي ورکړى شوو خصوصي وختونو څخه فائده پورته کړي.

ددي غوره  وختونو او موسمونو له جملې څخه يو غوره موسم د ذوالحجي لس ورځي خصوصا نهمه ورځ ده.

په قران او حديث کې ددي ورځو ځانګړي فضائل بيان شوي، چي ځيني فضائل او مسائل يي په لاندي ډول دي:

پدي ورځو الله تعالى قسم کړى:

(١) الله تعالى د ذوالحجي په اولو لسو شپو قسم کړي، الله تعالى چي په څه قسم وکړي نو هغه ډير لوي او د عزت شى وي لکه په سورة فجر کي راځي :( وَالْفَجْرِ (1) وَلَيَالٍ عَشْرٍ )  د قران کريم په دي ايتونو کي د جمهورو مفسرينو په نزد د (( وليال عشر)) څخه همدغه د ذوالحجي لس شپي مراد دي.

امام المفسرين علامه ابن کثير رحمه الله ويلي: (( وهو الصحيح )) د (( ليال عشر)) په مصداق کې د ذوالحجي لس شپي اخستل تر ټولو صحيح او غوره مصداق ده.

(٢) په دي ورځو کې په ذکر باندي ( خصوصي ) امر راغلى:

الله تعالى فرمايلي : ( ويذكروا اسم الله في أيام معلومات على ما رزقهم من بهيمة الأنعام ) [ الحج:28].

په دي ايت کې د (( ايام معلومات )) څخه د عامو معتبرو مفسرينو په آند همدغه د ذوالحجي اولنۍ لس ورځي مراد دي.

په احاديثو کې هم ددي ورځو ځانګړي فضائل بيان شوي:

(١) عن جابر رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال :(فضل أيام الدنيا أيام العشر ـ يعني عشر ذي الحجة ـ قيل: ولا مثلهن في سبيل الله؟ قال : ولا مثلهن في سبيل الله إلا رجل عفر وجهه بالتراب( [ رواه البزار وابن حبان وصححه الألباني].

د جناب جابر بن عبدالله رضي الله عنه نه روايت دى چي رسول الله عليه وسلم فرمايلي: ددنيا بهتريني او غوره ورځي ( همدغه ) لس يعني د ذوالحجي ورځي دي، چا ورڅخه پوښتنه وکړه ددي په شان غوره ورځي د الله د لاري د جهاد ورځي هم نه دي؟

رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وفرمايل د الله د لاري د جهاد ورځي هم ددي څخه غوره نه دي!! مګر که څوک خپل مخ په خاور خړ کړي ( يعني ځان شهيد کړي).

(٢)عن ابن عباس رضي الله عنهما قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: (ما من أيام العمل الصالح فيها أحب إلى الله من هذه الأيام ـ يعني أيام العشر ـ قالوا: يا رسول الله، ولا الجهاد في سبيل الله؟ قال: ولا الجهاد في سبيل الله، إلا رجل خرج بنفسه وماله ثم لم يرجع من ذلك بشيء) [رواه البخاري].

په دنيا کې ددي ورځو ( د ذوالحجي د اولو لسو ورځو) په شان نوري ورځي نه شته چې الله تعالى ته په کې نيک عمل ډير خوښ وي، صحابه کرامو ورڅخه پوښتنه وکړه يارسول الله ! د جهاد في سبيل الله نه هم ( په دي ورځو کي عمل کول ) ډير غوره ده، هغه ورته وفرمايل: جهاد في سبيل الله هم ددي ( ورځو نيک عمل ته )) نه شي رسيدلى ، مګر هغه مجاهد چي  جهاد ته له خپل ځان او مال سره لاړ شي او يو هم بيرته را نه وړي ( يعني ځان او مال قربان کړي).

(٣)عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ عَمْرٍو رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا قَالَ: كُنْتُ عِنْدَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَذَكَرْتُ الْأَعْمَالَ , فَقَالَ: ” مَا مِنْ أَيَّامٍ أَفْضَلَ فِيهِنَّ الْعَمَلُ مِنْ هَذِهِ الْعَشْرِ ” قَالُوا: يَا رَسُولَ اللهِ , وَلَا الْجِهَادُ ؟ فَأَكْبَرَهُ , وَقَالَ: ” وَلَا الْجِهَادُ إِلَّا أَنْ يَخْرُجَ الرَّجُلُ بِنَفْسِهِ وَمَالِهِ فِي سَبِيلِ اللهِ , ثُمَّ تَكُونُ مُهْجَةُ نَفْسِهِ فِيهِ ” [أخرجه الطبرانى كما فى مجمع الزوائد (4/16والطيالسى (1/301 ، رقم 2283) ، وأحمد (2/167 ، رقم 6559) ، وابن أبى عاصم فى الجهاد (2/441 ، رقم 157) .

[ وحسن إسناده الألباني والشعيب الارناووط ].

ابن عمر رضي الله عنه وايي زه د رسول الله صلي الله عليه وسلم سره وم چې د هغه په حضور کې ځيني عملونه ياد کړل شو، نو رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل ددي يعني د ذوالحجي د اولو لسو په شان بل هيڅ داسي غوره او بهترين وخت نشته چې په هغه کې دي نيک عمل دومره ډير ثواب لري!! صحابه کرامو ورته وويل اې د الله رسوله! جهاد هم ددي په شان ثواب نه لري؟ نو رسول الله ددي غوره والى ډير زيات کړ؛ وې فرمايل د جهاد کولو نه هم په دي ورځو کې نيک اعمال غوره دي، مګر که څوک جهاد ته له خپل مال او ځان سره لاړ شي او خپله ساه ( ژوند ) هلته ورکړي( يعني شهيد شي).

ددي ورځو د فضيلت بله وجه دا ده  چي په دي ورځو کي يوه ډيره غوره ورځ راځي چي هغي ته ((  يوم النحر )) يعني د غټ اختر وايي ، د يوم النحر ورځ هم د کال تر ټولو ورځو زياته غوره ورځ ده، په حديث شريف کې راغلي: ( أعظم الأيام عند الله يوم النحر، ثم يوم القر) دالله په نزد ډيري غوره ورځي د ذوالحجي لسمه ورځ ده بيا د ذوالحجي يوولسمه ورځ ده [رواه أبو داود والنسائي وصححه الألباني)).

ددي ورځو د فضيلت بله وجه داده چي په دي ورځو کې د عرفي ورځ راځي د عرفي د ورځي بي شماره فضائل دي، حديث کې راځي ((صوم يوم عرفة يكفر سنتين ماضية و مستقبلة )).

د عرفي د ورځي روژه د دوو کلو ګناهونه رژوي يو د تير شوي کال او يو د راتلونکي کال ( دا حديث مسنداحمد او داسي نورو په صحيح سند سره روايت کړى).

دارنګه پدي ورځو کې نور مهم او ډير غټ غټ نيک عملونه کيږي؛ نو په دي وجه غوره ورځي دي .

حافظ ابن حجر په فتح الباري کې ددي متعلق داسي ليکي: ( والذي يظهر أن السبب في امتياز عشر ذي الحجة لمكان اجتماع أمهات العبادة فيه، وهي الصلاة والصيام والصدقة والحج، ولا يتأتى ذلك في غيره).

د ذوالحجي ددي لسو اولنو ورځو د فضليت وجه دا کيدى شي چي په دي کې غټ مرکزي او اصولي عبادتونه راجمعه شوي؛ لکه لمونځ ، روژه، صدقه، حج او داسي نور شو؛ چې دا ټول په يوځل نورو ورځو کې نشي راتلى.

په قران او حديث کې ددي ورځو د فضائلو ذکر کيدلو غرض موږ او تاسي بلکه تمام انسانانيت ته ددي دعوت او ترغيب راکول دي چې په دي ورځو کې ځانګړي نيک اعمال وکړو، د فضيلت او مرتبو څخه فائده پورته کړو، الله ته په اخلاص توبه وکړو، د ګناهونو څخه ځان وساتو، جهاد ، فرض لمونځ په جماعت سره ، د مسلمان سره نيکي ، د کونډو يتيمانانو سره احسان، امر بالمعروف والنهي عن المنکر او نور ګڼ نيک اعمال وکړو تر څو ددي ورځو فضيلت او قدر راڅخه ضائع نشي او ددي عظيمو راغلو ورځو پوره پوره حق اداء کړو.

په دي ورځو کې کوم کوم عملونه کول په کار دي ؟

مخکي په دي خبره ډير دلائل ذکر شو چي په دي ورځو کې (هر) نيک عمل الله ته ډيرخوښ او محبوب ده، البته په دي ورځو کې ځيني لاندينيو ځانګړوعملونو ته ډيره توجه په کارده:

( ١) حج او عمره:

چاته چي الله تعالى وسع او قدرت ورکړى وي  نو هغه ته پکار دي چي په دي لسو ورځو کې حج ته لاړ شي، ددي لسو ورځو يو ځانکړى عمل همدغه حج او عمره کول دي، څوک چي دا دواړه په اخلاص سره وکړي نو الله به په بدله کې جنت ورکړي.

حديث کي راځي: ( العمرة إلى العمرة كفارة لما بينهما، والحج المبرور ليس له جزاء إلا الجنة) [متفق عليه].

حج مبرو ديته وايي چي په سنت طريقه وکړل شي ؛ هيڅ ريا، شهرت او ګناه پکي ونه شي؛ ورسره ورسره نيک اعمال په کي ډير وکړي.

( ٢) روژه نيول:

ددي ورځو يو ځانګړى عمل روژه نيول دي، روژه هسي هم زيات ثواب لري ؛ د روژي فضيلت په حديث قدسي کې واورئ ، حديث کې راځي چي الله تعالى فرمايي : (كل عمل ابن آدم له إلا الصوم فإنه لي وأنا أجزي به) [متفق عليه].

د رسول الله صلى الله عليه وسلم معمول مبارک دا وو چې هغه به ددي مياشتي په النو ورځو کې روژه نيوله، حديث کي راځې: (( أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يَصُومُ يَوْمَ عَاشُورَاءَ وَتِسْعًا مِنْ ذِي الْحِجَّةِ )). يعني نبي کريم صلى الله عليه وسلم به د عاشوري روژه او د ذوالحجي نه ورځي روژه نيوله. _ رواه النسائي والبيهقي بسند صحيح.

په خاصه توګه په  دي ورځو کې يوه ممتازه ورځ د عرفي ورځ ده کومه چې د حج الأكبر ورځ ده، په دي ورځ الله تعالى بندګانو ته ګناهونه معاف کوي، په دي ورځ خپل بندګان د اور څخه ازادوي، ددي ورځي روژه نېول د ډير زيات اجر او ثواب سبب ګرځيږي، حديث کې راځي چي ددي ورځي روژه د دوو کلونو ګناهونه رژوي ( معاف کوي).

( صيام يوم عرفة احتسب على الله أن يكفر السنة التي قبله والتي بعده) زه د الله نه اميد لرم چې د عرفي په زوژي باندي د مخکيني کال او ورستني کال ګناهونه معاف شي  [رواه مسلم].

(٣) لمونځ کول:

لمونځ خو هغه عبادت دى چي انسان الله ته ورباندي ډيرزيات نزدي کيږي، نو په دي خاطر په دي ورځو کې د فرض لمانځه تر څنګ نور نوافل ډيرول په کار دي.

حديث قدسي کي  راځي:  ( وما يزال عبدي يتقرب إلى بالنوافل حتى أحبه) يو بنده ماته هميشه په نوافلو کولو سره ( د ځان را نزدي کولو) کوشش کوي؛ تر دي چي زه ورسره محبت وکړم ( يعني ور څخه راضي شم). [رواه البخاري].

(٤) تکبيرونه، حمدونه، لااله الاالله او نور ذکر اذکار کول:
د ابن عمر رضي الله عنهما نه روايت دي چي نبي کريم صلى الله عليه وسلم فرمايلي: ( ما من أيام أعظم عند الله ولا أحب إليه العمل فيهن من هذه الأيام العشر، فأكثروا فيهن من التهليل والتكبير والتحميد) [رواه أحمد].

نه په دنيا کې تر دې ورځو پر الله عزتمني ورځي شته او نه خو تر دي ورځو زيات په نورو ورځو کې هغه ته نيک عمل دومره خوښ او محبوب ده؛ نو تاسي په دي ورځو کې (( لااله الاالله )) (( الله اکبر)) (( سبحان الله)) ((  الحمدلله)) ډير ډير وايئ.

امام بخاري رحمه الله په خپل صحيح کې ليکي: كان ابن عمر وأبو هريرة رضي الله عنهما يخرجان إلى السوق في أيام العشر يكبران ويكبر الناس بتكبيرها.

ابن عمر او ابوهريره به په دي لسو ورځو کې بازار ته وتل؛ په زوره به يي تکبيرونه ويل او خلکو به هم ورسره تکبيرات بدرګه کول .

علامه ابن عابدن په ردالمحتار کې ليکې: قيل لابي حنيفه ينبغي لاهل الکوفةْ أن يكبروا أيام العشر في الاسواق والمساجد قال: نعم.

امام ابو حنيفه رحمه الله ته چا وويل  چي د کوفي  او د نورو علاقو اوسېدونکې په بازارونو او جماتونو کې تکبيرونه ويلى شي ؟ نو هغه ځواب ورکړ هُو ويلى ېي شي!.

د تکبيراتو الفاظ په لاندي ډول دي:

أ‌) الله أكبر. الله أكبر. الله أكبر كبيرأ.
ب‌) الله أكبر. الله أكبر. لا إله إلا الله. والله أكبر. الله أكبر ولله الحمد.
ج‌) الله أكبر. الله أكبر. الله أكبر. لا إله إلا الله. والله أكبر. الله أكبر. الله أكبر ولله الحمد.

(٥) صدقة

په احاديثو کې راغلي: صدقه هغه بهترين عمل ده چي په دي سره د الله تعالى غوسه سړيږي، په دي سره مصيبتونه دفعه کيږي، په دي سره د مرضونوعلاج کيږي.

الله تعالى  هم په صدقه ورکولو باندي ډير ترغيب راکړى: يا أيها الذين آمنوا أنفقوا مما رزقناكم من قبل أن يأتي يوم لا بيع فيه ولا خلة ولا شفاعة والكافرون هم الظالمون. [البقرة:254 ].

(  ٦ ) اختر په ورځ قرباني کول

په دي لسو ورځو کې يو عټ نيک عمل قرباني کول دي، د الله په لاره کي حيوان حلالول يو عظيم عبادت دى، قرباني بايد د الله د رضا او هغه ته نزديکت لپاره وکړله شي،د رياکارۍ او د ځان ښودنې  يا د بل چا د نزديکت  لپاره دي ونه کړل شي، ځکه الله تعالى انسان ته دده د تقوي، پرهيزګاري، اخلاص او جذبي موافق بدله ورکوي

د قرباني وخت :

قرباني د اختر د لمانځه نه ورسته کول په کار دي، که چا د اختر تر لمانځه مخکي قرباني حلاله کړه نو دده قرباني نده شوي لکه حديث کې راځي: (مَنْ ذَبَحَ قَبْلَ أَنْ يُصَلِّيَ فَلْيُعِدْ مَكَانَهَا أُخْرَى وَمَنْ لَمْ يَذْبَحْ فَلْيَذْبَحْ)

چاکه د اختر تر لمانځه مخکي قرباني وکړه نو هغه دي د هغي پر ځاي بله قرباني حلاله کړي او که چا نوي حلاله کړي نو اوس د اختر د لمانځۀ نه ورسته دي حلاله کړي.  [متفق عليه] .

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User