د قربانۍ د احکامو لنډ بيان
د قربانۍ د احکامو لنډ بيان
قرباني همغه د ابراهيم عليه سلام د
سترې قربانۍ يادګار دی کوم چه الله جل جلاله ابراهيم عليه سلام ته د خپل
خوږ اولاد د قربانی حکم کوي پلار او زوی دواړه د خدای جل جلاله حکم
پرځای کوي .
قوله تعالی :
فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ السَّعْيَ قَالَ
يَا بُنَيَّ إِنِّي أَرَى فِي الْمَنَامِ أَنِّي أَذْبَحُكَ فَانظُرْ
مَاذَا تَرَى قَالَ يَا أَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ سَتَجِدُنِي إِن شَاء
اللَّهُ مِنَ الصَّابِرِينَ (الصافات 102).
ژباړه :هغه هلک چه کله د هغه سره د منډو
ترړو سن ته ورسيد ،نو ابراهيم عليه سلام هغه ته وويل زويه ! زه په خوب کی
وينم چه ستا زبح کوم ،اوس ته ووايه چه ستا څه نظر دی ،هغه وويل پلار جانه !
د هغه څه چه ستا ته حکم کيږی ترسره کړه ته به ان شآء الله ما له صابرانو
څخه ومومی .
اسماعيل عليه سلام دغه وخت لا بلوغ ته نه ؤ رسيدلی خو د مور او پلار سره د منډو او کومک سن ته رسيدلی ؤ.
اصلاً دخدای جل جلاله د اسماعيل زبح کول هدف نه ؤ بلکی په ابراهيم عليه
سلام يی دا امتحان وکړ چه آيا دی د خپل خوږ اولاد قربانی ته هم تيار دی ؟
چه بلاخره پدی امتحان کی ابراهيم عليه سلام بريالی شو د خپل زوی پرځای يی
څاروی قربانی کړ .
نو دا زمونږ قربانی همهغه د ابراهيم عليه سلام د سترې قربانی سنت دي .
ددې قربانۍ څخه اصلی موخه اخلاص دی ،خدای جل جلاله ته د قربانۍ غوښه نه رسي بلکی نيت او اخلاص ورته رسيږي .
ابراهيم عليه سلام هم يو بشر ؤ هغه د خپل زلمی زوی زبحې ته حاضر شو
مونږ خو بايد په ډير اخلاص د تقريباً (1100-3000) افغانيو قربانی ته
حاضرشو.
قربانی پرکومو خلکو واجبه ده :
په کومو خلکو چه د فطرصدقه واجبه وي په هغو قربانی هم واجبه ده ،مګر د
خپل طرف نه د خپل بالع او نابالغ اولاد د طرف نه واجبه نده اوکه څوک يی
وکړی نو ثواب لري .
د قربانۍ وخت دری ورځی يعنی د ذوالحجی د لسم،يوولسم اودولسم د ماښام پوری دی .
پدی موده کی که شپه وي اوکه ورځ قرباني کولای شي خو د اختر لومړې ورځ بهتره ده.
سرسايه خو د اختر له لمانځه مخکی کول ضرور دي مګر قرباني د لمانځه څخه ورسته کول ضرور دي.
د کومو څارويو قربانی کول ضرور دي:
پسه ،سريلی ،غويی،ميښه او اوښ دا پنځه ډوله څاروی که نر وي اوکه ښځه قربانی يی جائزه ده.
په ګډ اوڅرلی کی يواځی يو نفر او په غوا،ميښه او اوښ کی اوه کسان شريکدای شي .
د ګډ او وزګوړ يا سريلي عمر به يوکال يا ترهغه زيات وي ،خو که د يوکال
نه کم وي او په جسامت اوصورت کې د يوکلن په شان معلوميږي بيا هم جايز دی .
غوا به دوه کاله يا تردوه کاله زياته وي اوښ د پنځو کالو يا ترهغه زيات وي .
د قربانی څاروی څنګه پکار دی :
د قربانی څاروی ښه اوتيار پکار دی ړوند،کوډ اولکۍ پرې کړي څاروی قرباني صحي نده.
۱- کوډ : چه په دريو پښو ځی او يوه پښه پر ځمکه نشی لګولای که يی ولګوي هم تلی ورباندی نشي .
۲- د کوم څاروی چه غوږونو اوغاښونه نه وي قربانی يې نه صحي کيږي .
مګرکه دوه يا څلور غاښونه يی نه وي يا يی د غوږ د دريمی حصی نه کم پرې شوی وي صحي ده .
همدارنګه که ښکر يې بالکل په بيخ کی مات وي قربانی يي نه صحي کيږي او
که لږ حصه ماته وي يا د پيدايښت په وخت کي نه وي نو د هغې قرباني جائزه ده.
۳- د ډير خوار او ډنګر څاروی چه يواځی هډوکی اوڅرمن پاتی وي اوغوښه بالکل ونه لري په ټيله روان وي قرباني يې نه صحی کيږي .
۴- که بی خبره د څاروی په ګيډه کې بچی راووت نو قربانی صحی ده که بچی يی روغ وي هغه دې هم قربانی کړي.
د قربانۍ کولو طريقه :
د قربانی څاروی به داسې څملوي چه مخ يې قبلې طرف ته وي او دا دوعا دی ووايي :
اِنِّی وَجَّهْتُ وَجْهِیَ لِلَّذِیْ
فَطَرَ السَّموتِ وَالاَرْضَ حَنِفًاوَّمَآاَنَامِنَ الْمُشْرِکِیْنَ اِنَّ
صَلوتِی وَنُسُکِی وَمَحْيَایَ وَمَمَاتِی لِلهِ رَبِّ الْعلَمِينَ
لاَشَرِیْکَ لَه وَبِذالِکَ اُمِرْتُ وَاَنَامِنَ الْمُسْلِمِيْنَ
اَللهُمَّ مِنْکَ وَلَکَ .
ما خپله توجه له هرطرف نه کټ کړی ده د هغه ذات طرفته راګرځيدلی يم چه
آسمانونه اوځمکی يی پيداکړی دي او زه د مشرکانو نه نه يم ،زما لمونځ ،زما
حج اوټول عبادتونه او زما ژوند او زما مرګ ټول د الله د پاره دي ،چه هغه د
ټول جهان مالک دی او د هغه څوک شريک نشته ،ماته ددې حکم شوی دی او زه
فرمانبردار يم ،ای الله ! دا هرڅه ستا ورکړه ده اوستا د پاره ده.
که يی دوعا ياد نه وي په زړه کی دې نيت وکړی بسم الله او الله اکبر به ووايي .
څاروی بايد په تيره چاړه حلال کړ شي په پڅه چاړه زبح کول مکروه دي ځکه چې حيوان ته بې ضرورته تکليف رسيږي .
که چا قصداً بسم الله او الله اکبر پريښودل نو څاروی مردار شو، مګر که اراده يی وه خو د حلالولو په وخت کی يی هيره شي نو حرامه نده.
څو پوری چه د څاروی ساه نه وی وتلی ترهغه پوری د څرمن ويستل او سرپريکول ندي پکار.
څوضروری مسئلی :
۱- د قربای غوښه به دری حصی کړی يوه خپل ځان ته ،يوه حصه به په خپلو
خپلوانو وخوري او دريمه برخه به په فقيرانو اومسکينان وويشی ،خو که کور ګڼ
وي ټوله دی پر خپل اهل عيال وخوري.
۲- د قربانی څاروی که پخپله حلال شی بهتره دی ،پر بل چا حلالول هم جائز
دی خو چې هلته سړی موجود وي ،د قصاب مزدوري به له خپله جيبه ورکوي نه له
قربانی څخه.
آن لاين اسلامې لارښود
البرامج التالية لتصفح أفضل
This Programs for better View
که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی
زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ
hadawal.org@gmail.com
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.