د لوي اختر د مياشتي

د لومړنيو لس ورځو فضيلتونه

فضائل العشر من ذي الحجة

الحمْدُ لله ِوكفَى والصّلاةُ والسلامُ علىَ مَنْ لاَ نَبِّي بَعدَه

الله رب العزت پخپل حکمت او پوهي سره ځني ځايونو ته په ځنيو نورو ځايونو فضيلت او برتري ورکړې او همدا شان ځنيو وختونه ته يي په نورو وختونه باندي ارزښت ورکړي له هغه وختونو څخه چې الله غوره ګرځولي، د لوي اختر د مياشتې لومړني لس ورځي دي، الله په کې نيکياني يو په دوه کوي، او دا د لوي خداي له اړخه په موږ (مسلمانانو) باندي يو خورا لوي احسان دي چې موږ ته يي داسي موسمونه را په برخه کړي چې عبادت لږ او ثواب يي ډير وي. حضرت ابن عمر رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کړي دي چې انحضرت وفرمايل : ستاسو او د يهوديان او د نصرانيانو مثال داسي دي: چې يو سړي مزدوران په مزدوري نيول وي او بيا داسي ووايي چې څوک ماته د سهار نه تر غرمې پوري په يوه اشرفۍ کار کوي؟ نو يهوديانو مزدوري وکړه. بيا يي وويل چې له غرمې نه تر مازديګر پوري څوک په يوه اشرفۍ کار کوي؟ نو نصرانيانو (عيسايانو) کار وکړ.او بيا يي وويل چې مازديګر نه تر ماښام پوري څوک په دوه اشرفۍ کار کوي؟ نو بيا تاسو يعني مسلمانو کار وکړ ، نو يهوديان او نصرانيان په قهر شول او وويل چې دا ولي؟ کارموږ ډير وکړ، او پيسي مو موږ ته لږ راکړي ؟ هغه ورته وويل : ايا ستاسو په حق کې مې څه کمي کړي ده ؟ هغوي وويل چې نه. نو بيا هغه وويل دا زما خوښه ده چې چاته څومره ورکوم. صحيح بخاري
 ځيني هغه دليلونو چې د دي لس ورځو فضيلت پري ثابتيږي ، الله رب العزت په دي ورځو باندي لوړه (قسم) کړې ده. والفَجْر وليالٍ عَشْر ژباړه : قسم دي په سهار او قسم دي په شپو لسو باندي . ابن کثير رحمه الله ليکلي دي چي دا لس شپې د لوي اختر لومړني لس ورځي دي او دا خبره يي د ابن عباس او ابن زبير رضوان الله عليهم او نورو مختلفو مخکنيو او روستنيو علماو نه روايت کړي ده. شاه ولي الله دهلوي رحمه الله ليکلي دي چې : الفَجْر نه مطلب د لوي اختر ورځ ده او وليالٍ عَشْر نه مطلب د لوي اختر نه مخکيني لس ورځي. او شيخ الاسلام ابن تيميه او ابن قيم رحمهم الله هم همدا خبره ترجيح کړې ده.
او دا هغه لس ورځي دي په کوم کې چې الله موږ ته د حج کولو، او د ذکر کولو حکم کړي دي ، الله تعالی فرمايلي دي: (وَأَذِّن فِي النَّاسِ بِالْحَجِّ يَأْتُوكَ رِجَالًا وَعَلَى كُلِّ ضَامِرٍ يَأْتِينَ مِن كُلِّ فَجٍّ عَمِيقٍ * لِيَشْهَدُوا مَنَافِعَ لَهُمْ وَيَذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ فِي أَيَّامٍ مَّعْلُومَاتٍ عَلَى مَا رَزَقَهُم مِّن بَهِيمَةِ الْأَنْعَامِ) الحج /28
ژباړه : او اعلان وکړه په خلکو کې د حج، نو راځي به تاته پياده او سوار په هره تيز رفتاره سوارلۍ، چي راځي به د هري لاري لري نه ددي لپاره چي حاضر سي فايدو خپلو ته، او ياد کړی نوم د الله تعالی په ورځو معلومو کې په هغه څه چې ورکړي دې دوي ته الله تعالی د څاروو نه . ابن عباس رضي الله عنه فرمايلي د أَيَّامٍ مَّعْلُومَاتٍ نه مراد د لوي اختر لومړي لس ورځي دي. (بخاري باب العيدين )
او په يو بل حديث کې راغلي چې د دنيا غوره لس ورځي هم دا دي ( صحيح الترغيب / الباني )
او په همدي لس ورځو کې يو ورځ د عرفات ورځ ده، او د عرفات په ورځ کې الله د بندګانو ګناهونه معاف کوي او له دوزخ څخه يي ازاد وي او ځيني نورو ته جنت ورپه برخه کيږي، او که په همدي لس ورځو کې يواځي د عرفات ورځ وي نو همدا يي د برکت او غوره والي لپاره کافي وه. د عرفات په ورځ الله تعالی د بندګانو دعاګانې قبلوي
او په همدي ورځو کې يو ورځ د لوي اختر د قرباني ورځ ده.رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:(( إِنَّ أَعْظَمَ الْأَيَّامِ عِنْدَ اللَّهِ تَبَارَكَ وَتَعَالَى يَوْمُ النَّحْرِ ثُمَّ يَوْمُ الْقَرِّ)) (سنن ابي داود) ژباړه:(يقينا چې د الله په نيزد له ټولو ورځو نه غوره ورځ د قرباني ورځ اود قرباني نه وروسته ورځ). دقرباني ورځ خو د حج اکبر ورځ ځکه ده چې خلک په مزدلفه کې د دعا او ژړا نه روسته د لوې جمرې ( شيطان ) دويشتلو لپاره ځي او بيا د کعبه په طرف د طواف لپاره ځي او بيا د سر ويښتان واړه يايي خريي (کَلْ کوي) او بيا قرباني کوي.
او دا لس ورځي دومره مبارکې دي چې الله تعالی په کې مالي او بدني او قلبي  عبادتونه ټول ،راټول کړي لکه : لمونځ ، روژه ، حج او د الله په لار کې خرچه کول. ابن قيم پخپل کتاب التبيان في اقسام القران کي ليکلي دي چي په کومو ورځو کې دومره نيک عملونه را ټول سوي وي دا ددې وړ ده چې د الله له اړخه قسم په ياد شوي وي .
په دي لس ورځو کې د نيکو اعمالو د کولو ثواب ته ځير سي  عَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ عَنْ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم  أَنَّهُ قَالَ:((مَا الْعَمَلُ فِي أَيَّامٍ أَفْضَلَ مِنْهَا فِي هَذِهِ)). قَالُوا : وَلَا الْجِهَادُ ؟ قَالَ:((وَلَا الْجِهَادُ ، إِلَّا رَجُلٌ خَرَجَ يُخَاطِرُ بِنَفْسِهِ وَمَالِهِ فَلَمْ يَرْجِعْ بِشَيْءٍ)).(بخاري،مسلم) ژباړه: حضرت ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبي کریم صلى الله عليه وسلم  فرمایلی چې بله هیڅ ورځ داسی نشته چې نیک عمل پکې الله ته دومره خوښ وی لکه پدی لسو ورځو کې , صحابه کرامو عرض وکړو, يا رسول الله : جهاد هم ددې ورځو دعمل برابر ندی ؟ نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل هو جهاد هم پدی ورځو کې دشوي نيک عمل برابر ندی، مګر هغه سړی چې ځان او مال دواړه واخلي جهاد ته ولاړشي او بیرته یوهم رانه وړي دواړه قربان کړي (شهید شي). که غواړي چې ددې ورځو فضيلت مو په ذهن کې پاتې سي نو لاندي حديث په غور سره ولولي او بيا يي مخکيني حديث سره مقايسه کړي . عن أبي هُرَيْرَةَ قَالَ : جَاءَ رَجُلٌ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم  فَقَالَ :دُلَّنِي عَلَى عَمَلٍ يَعْدِلُ الْجِهَادَ؟ قَالَ:لاَأَجِدُهُ) قَالَ:(هَلْ تَسْتَطِيعُ إِذَا خَرَجَ الْمُجَاهِدُ أَنْ تَدْخُلَ مَسْجِدَكَ فَتَقُومَ وَ لاَ تَفْتُرَ ، وَتَصُومَ وَ لاَ تُفْطِرَ ))؟ قَالَ : وَمَنْ يَسْتَطِيعُ ذَلِكَ ؟ بخاري ومسلم
ژباړه: ابو هريرة د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت کړي فرمايي : يوه ورځ  يو سړی رسول الله ته راغي او وويل :داسي عمل ما ته را په ګوته کړي چې د جهاد سره په ثواب کې برابر وي ؟ هغه ورته وويل: چي داسي عمل نه وينم چي په ثواب کې د جهاد برابروي.بيا يي ورته وويل چي : ايا داسي کولي سي چې کله مجاهد له کور ووځي او ته خپل جومات ته ننوځي او دومره لمونځ وکړي چي ستړي نسي او پرله پسي روژه ونيسي او ماته يي نه کړي) هغه وويل چې دا څوک کوي سي!!). او په دي لس ورځو کې د نيک عمل کولو ثواب تر جهاد کولو هم زيات دي .
ښه دومره با ارزښته ورځي بايد څنګه استقبال سي؟
لومړی: بايد هر مسلمان د ټولو ګناهونو نه ټينګه توبه وباسي او کلکه اراده وکړي چې بيا به  دالله نافرماني نه کوم، او په رښتيا سره دې د نيکو اعمالو د کولو تصميم ونيسي او هر څوک چي الله سره رښتيا ووايي الله يي کارنو په رښتيا کوي ،
دوهم : په دي ورځو کې حج او عمره کول که د چا وس وي  عن أبي هريرة رضي الله عنه: أن رسول الله صلى الله عليه وسلم  قال: (العمرة إلى العمرة كفارة لما بينهما، والحج المبرور ليس له جزاء إلا الجنة). بخاری ، مسلم ،ترمذي اونسائی ). له حضرتابی هريرة رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم  وفرمايل:يوه عمره تر بلی عمري دهغه ګناهونو کفاره ده چې د دوی تر منځ وي, او دقبول شوي حج بدله پرته له جنت څخه بل شی ندي (د مبرور معنی هغه چې ګناه پکې نه وي ،قبول شوی وي ،هغه چې ريا پکې نه وي يا هغه چې ورسته ورڅخه ګناه ونشي ) .
دريم : په دې ورځو کې روژه نيول، ځکه چې روژه نيول غوره عبادت دي او روژه الله ځان ته خاص کړي، او څوک چې يو ورځ د الله په لار کې روژه ونيسي الله به يي د اويا کالو په مسافه له دوزخ څخه ليري وساتي ، خو د نهمي ( عرفات ) د ورځي روژه نيول پرته له حاجي نه نورو مسلمانانو ته  سنت ده رسول الله صلى الله عليه وسلم  فرمايلي دي : صِيامُ يُومِ عَرَفة، أحْتَسِبُ على اللهِ أنْ يُكَفِّر السنَة التِي قَبْلَه، والسّـنَة التِي بَعْده) مسلم. ژباړه : د عرفات د روځي د روژې نيولو په ثواب کې مې په الله دا اميد دي چې د راتلونکي کال ، او تير سوي کال ګناهونه پري معاف کړي.
څلورم :او په دې ورځو کې تکبير تهليل، ويل سنت دي امام بخاري رحمه الله ليکلي دي:(كان ابن عمر وأبو هريرة يخرجان إلى السوق في أيام العشر يكبران ويكبر الناسُ بتكبيرهما) صحيح بخاري (1/329) ژباړه: ابن عمر او ابو هريرة رضوان الله عليهم به په دې لس ورځو کې بازارنو ته وتل او تکبير به يي ويلي او خلکو به هم ورسره ويلي. او دې تكبير الفاظ داسې دي: الله أكبر الله أكبر، لا إله إلا الله، والله أكبر الله أكبر ولله الحمد او دا تکبير د عرفات دورځي له ماسپښين نه او حاجيان به يي د اختر له ماسپښين نه د اختر تر دريمې پوري له هر لمونځ نه ورسته هم وايي .
 اود لوي اختر په ورځ کې قرباني کول واجب ده ، په هغه چا چي زکات فرض وي او د لوي اختر په ورځ غوره عبادت چې د الله نيزدېوالي پري حاصليږي هغه قرباني کول دي ، او همدا د مسلمان د تقوی نښاني ده
او لکه څنګه چې په دې ورځو کې ثواب يو په دوه کيږي همدا شان ګناهونه هم په کې څو چنده کيږي نو بايد انسان ډير کوښښ وکړي چې په دي ورځو کې ځان له ناوړه کارنو نه وساتي.اوپه اخر کې د الله نه دعا کوم چې ما او تاسو ته د صالح عمل کولو توفيق راکړي ، وصلی الله علی نبينا محمد وعلی آله وصحبه وسلم .
ليکونکی : عزت الله مخلص
سعودی عربستان رياض
 المکتب التعاوني للدعوة والإرشاد وتوعية الجاليات بالشفا
01/4221906  فاكس 4200620 ــــ 4222626  هاتف
   الرياض –الرمز البريدي 11418  ص-ب 31717