Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Saturday, October 1, 2011

مسلمان خاوند (میړه) ته زما پیغام

مسلمان خاوند (میړه) ته زما پیغام



دکتور محمد بديع
د اخوان المسلمین عمومي لارښوود

ژباړن: خلیل الرحمن حنیف
 

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
وبعد: د اخوان المسلیمن د خويندو له ګروپ څخه ډیر شکایتونه را رسیدلي، چې د دې رسالې لیکلو ته یې وهڅولم.

محترمه وروره! غوړام نیغ په نیغه هغه مسؤولیت درته یاد کړم چې الله جل جلاله ستا په اوږو ایښی،  غواړم هغه توصیه او سپارښتنه  در په زړه کړم چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم د مرګ په بستر د خپل آخري وصیت په حیث تاته بیان کړې، آخري وصیت د لوړو شخصیتو لپاره.
رب تعالی درته سپارښتنه کوي چې د خپلې میرمنې سره په مینې او محبت علاقه ساته، او په دې توګه درسپارل شوی مسؤولیت په غوره بڼه اداء کړه، ته د ژوند د بیړۍ سرلښکر یې، او دا مشري کومه تشریفاتي دنده نه ده، بلکې ستا دنده خدمت دی، تل به د نورو په چوپړ کې وې، ستا رب تاته سپارښتنه کوې چې هیره یې نه کړې او دا ټینګار د دې لپاره چې کیدی شي د خپلې دندې نه غافله شې، درته وايي: (ولاتنسوالفضل بینکم) بقرة ۲۳۷. په خپل منځې چارو کې مروت مه هیروئ، په آیت کې د الفضل ټکی دیته وایي چې ډیر خلکو ته وړاندې کړې او د کم مطالبه ولرې، د خپل حق نه کم واخلې.
ستا رب تاته وايي چې د خپل اولاد او میرمنې کلک حمایت وکړه، سره د دې چې دا حمایت کیدی شي ستا لپاره د مادي او معنوي خطرونو سره مل وي، خو یاد ساته چې ستا د اولاد او میرمنې هر مادي او معنوي خدمت ستا پخوانی مسؤولیت دی، آن ستا د لومړني پلار او لومړنۍ مور (آدم او حواء) څخه تاته همداسې په پرله پسې توګه در پاتې دی…(فَقُلْنَا يَا آدَمُ إِنَّ هَذَا عَدُوٌّ لَّكَ وَلِزَوْجِكَ فَلاَ يُخْرِجَنَّكُمَا مِنَ الْجَنَّةِ فَتَشْقَى 117) طه.  نو موږ آدم ته وویل چې (ګوره! دا ستا او ستا د میرمنې دښمن دی، داسې نه چې دی تاسې له جنته وباسي او په دې سره تاسې په غم آخته شئ).
موسی علیه السلام د خپل رب دا سپارښتنه په عملي ډګر کې پلې کړه، او په دې سره یې د الله جل جلاله د امر متابعت وکړ، (فَقَالَ لأَهْلِهِ امْكُثُوا إِنِّي آنَسْتُ نَارًا لَّعَلِّي آتِيكُم مِّنْهَا بِقَبَسٍ أَوْ أَجِدُ عَلَى النَّارِ هُدًى 10) طه. خپلې میرمنې ته یې وویل، تاسې لږ تم شئ، ما اور ولید، ښایي چې تاسې ته یوه سکروټه راوړم، یا په دې اور سره لارښوونکی ومومم. یعنې تاسې لږ منتظر شئ، زه به وګورم چې د دغه اور تر شا څه روان دي، د خطر او ضرر په لومو کې به لومړی زه خپل ځان وآزمویم، او که چیرې کومه خطره نه وه، تاسې ته به سکروټه راوړم، چې دا هم مادي او هم معنوي ګټه وه د هغه د اولاد لپاره.
الله رب العزت ستاسو د دغه دروند او کلک تړون ساتنه هم ستا په غاړه ایښې، ته به یې ساتنه او پاملرنه کوې، رب تعالی به ستا سره محاسبه کوي، دا به درنه پوښتي چې څنګه دې دغه تړون ساتلی و او څنګه دې بیا له منځه یووړ.. (وَكَيْفَ تَأْخُذُونَهُ وَقَدْ أَفْضَى بَعْضُكُمْ إِلَى بَعْضٍ وَأَخَذْنَ مِنكُم مِّيثَاقًا غَلِيظًا 21) النساء. او تاسې به هغه په څه شان اخلئ، په داسې حال کې چې تاسې یو د بل سره په مینه اوسیدلي یئ، او هغوی له تاسې څخه پخه ژمنه اخیستې ده.که چیرې ستا میرمن عیبونه او خطاګانې لرې، ته هم ورته عیبونه او خطاګانې لرې، ته هم کامل نه یې، نو دا اړینه ده چې دا ستونزه په خپل مینځ کې سره حل کړئ، او یوازنی حل یې صبر او زغم دی، خو ټوله خبره ستا په لاس کې ده، ځکه چې د ژوند بیړۍ یو مشر لري او هغه هم ته یې
که چیرې ستا میرمن عیبونه او خطاګانې لرې، ته هم ورته عیبونه او خطاګانې لرې، ته هم کامل نه یې، نو دا اړینه ده چې دا ستونزه په خپل مینځ کې سره حل کړئ، او یوازنی حل یې صبر او زغم دی، خو ټوله خبره ستا په لاس کې ده، ځکه چې د ژوند بیړۍ یو مشر لري او هغه هم ته یې، د کورنۍ ستونزې د مشرۍ او سرلښکری په اړه نه دي، دیته کلکه پاملرنه کوئ ځکه چې دا ډول ګنګوسې د اسلام دښمنه کړیو لخوا خپریږي، دوی هڅه کوي چې د اسلامي کورنیو دغه ټینګ تړاو له منځه یوسي، د ښځې او نر تر منځه تودې جګړې ته لمن ووهي، پام چې دوی په دې هکله د ځینې خاوندانو له اشتباهاتو ګټه اخلي، بیا همدوی دغه اشتباهات د اسلام په کورني نظام پورې نښلوي، الهي شریعت او غوښتنه یې بولي، دوی غواړي چې نارینه د نارینه د ستونزو مټ شي، او ښځینه د  ښځو، او په دې سره دوی وايي موږ د ټولنې ساتنه کوو!.
قرآن په څو ښکلیو ټکو کې دا خبره را خلاصه کړې (وَاللَّيْلِ إِذَا يَغْشَى 1 وَالنَّهَارِ إِذَا تَجَلَّى 2 وَمَا خَلَقَ الذَّكَرَ وَالأُنثَى) اللیل. قسم دی په شپه کله چې خوره شي. او په ورځ کله چې رڼه شي. او پرهغه ذات چې نارینه او ښځینه پیدا کوي. په آیتونو کې یې شپه او ورځ، نارینه او ښځینه یاد کړي…دواړه په یو شان په ښکلي انداز بیان شوي، هیڅ یو پربل فضیلت او غوراوی نلري، مګر هغه وخت چې تر بل وړاندې خپل مسؤولیت په ښه توګه اداء کړي، فرعون د خدایۍ دعوه کړې وه، خو ښځې ته یې کومه ستونزه پیدا نکړه، که وګورئ د دوو پیغمبرانو ښځې کافرانې وې، د دوی پیغمبری ورته ګټه نه وه رسولې.


مریم علیها السلام بیا هیڅ میړه نه درلود، هره ښځه ځانته خپل مسؤولیتونه لري، چې باید ترسره یې کړي، رسول الله وايي چې ښځه د کږې پوښتۍ نه پیدا شوې، دا هم کوم عیب نه دی چې ښځو ته په مخ وموښل شي، ځکه ښځو خو خپل ځانونه په خپله نه دي پیدا کړي، پیدا کوونکی یې بل دی، بل دا چې کوږوالی کله کیدای شي د مسؤولیت په ترسره کولو کې ډیر پرځای تمام شي، که چیرې پوښتی کږه نه وی د انسان زړه به آرام نه وو، همداسې جګر به نا منظم وو، په دې توګه به ټول تنفسي جهاز له ستونزې سره مخ وو، انسان به مریض وو، خو همدا کږه پوښتۍ ده چې دا ټول مهم مسؤولیتونه یې اداء کړي.
یوازې الله جل جلاله کامل او پوره دی، بشري وګړي ډیر نقصانونه لري، که تاته د میرمنې نقص او عیب لوی ښکاري ستا وجدان باید ویښ وي، ستا عیبونه او نقصانونه هم باید درته په ګوته کړي، رب تعالی په همدغه موضوع کې تاته داسې وايي: (فَإِن كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا 19) النساء. که ستاسې هغوی نه خوښیږې نو کیدای شي چې تاسې به یو شی نه خوښوئ خو الله به په هغه کې ډیرې ښیګڼې ایښې وي.

وروسته تر ایمانه که چیرې ته په خپله میرمن کې ځینې داسې څه ووینې چې تاته په زړه پورې نه وي، کیدای شي د دې ترڅنګ هغه د بل داسې کار مهارت ولري چې تاته به په زړه پورې تمامیږي، نو ته باید ځان خپله په اتوماتیکه توګه د هغه څه سره عیار کړې چې ستا نه خوښیږي، او هغه نور نیک او غوره اخلاق یې ومنې چې تاته په زړه پورې دي، کیدای شي چې تر بدو یې ښه ډیر وي.
ته د مسؤول شخص په توګه باید علاج ولټوې، نبي کریم صلی الله علیه وسلم څومره ښه خبره کوي، او وایي چې لمړی په ایمان پسې وګرځه ځکه چې ایمان په ښځه او میړه کې اساسي شی دی، وروسته تر ایمانه که چیرې ته په خپله میرمن کې ځینې داسې څه ووینې چې تاته په زړه پورې نه وي، کیدای شي د دې ترڅنګ هغه د بل داسې کار مهارت ولري چې تاته به په زړه پورې تمامیږي، نو ته باید ځان خپله په اتوماتیکه توګه د هغه څه سره عیار کړې چې ستا نه خوښیږي، او هغه نور نیک او غوره اخلاق یې ومنې چې تاته په زړه پورې دي، کیدای شي چې تر بدو یې ښه ډیر وي.
ستا د میرمنې د فطر صدقه باید ته ورکړې اګر که ستا میرمن غني او مالداره هم وي، په دې کې دیته اشاره ده چې ستا د میرمنې مسؤولیت ستا په اوږو بار دی، لکه د نور اولاد او خادمانو په څیر د دې د فطر صدقه هم ته ورکوې، دا د مال زکات نه دی ځکه چې د مال زکات ستا میرمن باید په خپلواکه توګه په خپله ورکړي، پام چې د هغې نه د هغې د خپل مال زکات په زور وا نخلې، او یا دا ورته ونه وایې چې د خپل مال زکات خپلو خپلوانو ته مه ورکوه، دا د هغې خپله خوښه ده، د خپل مال زکات باید هغه چاته ورکړي چې خوښه یې وي، که چیرې ته د هغې مال ترې واخلې نو الله به درسره سخت حساب وکړي، ځکه په زور او ظلم د هغې د مال اخیستل حرام دي، ظلم الله په خپل ځان حرام ګرځولی او خپل بنده ګان یې هم ترې منع کړي.
نو تل د خپلې میرمنې سره وفاداره اوسه، نبي کریم صلی الله علیه وسلم د خپلې میرمنې خدیجې رضی الله عنها سره آن د هغې د مرګ نه وروسته هم وفا کوله، زموږ پیغمبر زموږ پیشوا دی، هغه به د خپلو میرمنو سره ډیره مینه ساتله، د عایشې سره یې ډیره مینه وه، وګوره کله چې چا پوښتنه ترې وکړه چې څوک دې ډیر خوښ دي، هغه مبارک ونه توانیده چې د عایشې مینه په زړه کې پټه کړي په زغرده یې ورته وویل (عایشه) بیا یې ورته وویل چې په ښځو کې نه ښیم، منظور مې نارینه ده، نبي کریم صلی ورته وویل (د عایشې پلار) مې ډیر خوښ دی مینه ورسره لرم، وګورئ په ځواب کې یې ورته ونه ویل چې ابوبکر، بلکې د هغه د مینې یادونه یې د عایشې سره په نسبت بیان کړه.
آیا د دې نه به نور هم نرم او لطیف ټکي پیدا شي ترڅو ریښتیني مشاعر او احساسات پرې ښکارې کړې، دا رنګه خواږه کلمات په ښځه ډیر تاثیر اچوي، هغه دې ته تیاریږي چې ستا ټولې خطاوې درته وبښي، اسلام موږ ته د نرمۍ امر کوي، او په نرمۍ سره مو روزي، وګورئ کله که د ښځې او میړه د اختلافاتو خبره آن د طلاق تر سرحده ورسیږي، وروسته تر طلاقه ښځه د یو څه وخت لپاره د میړه په کورکې پاتې کیږي او پاتې کیدل یې فرض دي، ترڅو د ښځې زړه نرم شي او ستا زړه هم پرې وسوځي، او په دې توګه ته دیته چمتو کیږې چې خپلې میرمنې ته رجوع وکړې، او هغه ناوړه کړنې مو له یاده ووځي چې مخکې له طلاقه ستاسو ترمینځ را ولاړې شوې وي، دا ټول ستا د تربیې او روزنې درسونه دي، په سختو حالاتو کې هم تاته ډیره پاملرنه شوې، که وګورئ هغه سورت چې د طلاق په نامه یادیږي ډیر آیتونه یې د یسر او آسانۍ پیغامونه ورکوي، (سَيَجْعَلُ اللَّهُ بَعْدَ عُسْرٍ يُسْرًا) لرې نه ده چې الله د تنګلاسۍ نه وروسته پراخي هم ورپه برخه کړي، (لَعَلَّ اللَّهَ يُحْدِثُ بَعْدَ ذَلِكَ أَمْرًا) ښایې له دې وروسته الله څه د توافق لاره پیدا کړي، (يَجْعَل لَّهُ مِنْ أَمْرِهِ يُسْرًا) څوک چې د الله نه ویریږي د هغه په کار کې الله آسانتیا را پیدا کوي، (ويُعْظِمْ لَهُ أَجْرًا)، او هغه ته به لوی اجر ورکړي، (يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا (2) ويَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لا يَحْتَسِبُ)، الله به د هغه لپاره له ستونزو نه د وتلو کومه لاره پیدا کړي، او هغه ته به له داسې لارې نه روزي ورکړي چې هغه لوري ته به د هغه ګومان هم نه رسیږي.
په پای کې باید ووایم چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه وروستی پیغام له یاده مه باسه چې وايي (د ښځو سره ښه چلند وکړئ) ډیره عجیبه ده د نبي کریم دا خبره د لمانځه د وصیت سره یوځای بیان شوې، یعنې کله یې چې د لمانځه په اهمیت خبرې کولې د ښځو سره د ښه سلوک بیان یې هم ویلی، نو فکر وکړه چې دا څومره مهمه ده!

پام کوه چې د هغې مال پرته د هغې د خوښې نه وانخلې، که یې خوښه وه نو بیا پروا نه کوي (فَإِن طِبْنَ لَكُمْ عَن شَيْءٍ مِّنْهُ نَفْسًا فَكُلُوهُ هَنِيئًا مَّرِيئًا) النساء. خو که یو څه تاسې ته بخشش کوي، نو تاسې هغه په خوند سره خوړلای شئ، چې حلال او بې ضرره دي.
نو ښاغلیه! په هر حالت چې یې… د ښځې سره وفا وکړه، د هغې سره نیکي غوره کړه، د هغې د مشاعرو او احساساتو ساتنه وکړه، د هغې د خپلوانو سره ښه رویه اختیار کړه، مرسته ورسره وکړه، ترڅو ستا میرمن ستا سره یوځای د کور ستونزې په همغږۍ حل کړي، ترڅو ستا خاطر د کور لخوا نه را ټول شي او په بې غمۍ خپل مسؤولیت ته شا ورکړې کوم چې الله پرې مکلف کړی یې.
پام کوه چې د هغې مال پرته د هغې د خوښې نه وانخلې، که یې خوښه وه نو بیا پروا نه کوي (فَإِن طِبْنَ لَكُمْ عَن شَيْءٍ مِّنْهُ نَفْسًا فَكُلُوهُ هَنِيئًا مَّرِيئًا) النساء. خو که یو څه تاسې ته بخشش کوي، نو تاسې هغه په خوند سره خوړلای شئ، چې حلال او بې ضرره دي.
اور…اور…خپل اهل دې له اوره وژغوره، (قُوا أَنفُسَكُمْ وأَهْلِيكُمْ نَارًا) خپل ځانونه او خپلې کورنۍ مو له اوره وژغورئ.
جنت ته د خپل اهل سره یو ځای ځان ورسوه، د ځانه سره یې ملګري کړه، (هُمْ وأَزْوَاجُهُمْ فِي ظِلالٍ عَلَى الأَرَائِكِ مُتَّكِئُونَ) هغوی او د هغوی میرمنې به په ګڼو سیورو کې وي، پرتختونو ناست، بالښتونو ته تکیه کوونکي.
(والَّذِينَ آمَنُوا واتَّبَعَتْهُمْ ذُرِّيَّتُهُم بِإيمَانٍ أَلْحَقْنَا بِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ). کومو کسانو چې ایمان راوړی او د هغوی اولادونه هم د ایمان په کومه درجه کې د هغوی په نقش قدم روان شوي دي، د هغوی اولادونه به هم د هغوی سره په جنت کې یوځای کړو.
دا هم یاد ساته چې زموږ غوره هغه دی

چې خپل اهل او میرمنې ته غوره وي، نبي کریم صلی الله علیه وسلم د ټولو خلکو نه غوره کس وو د خپل اولاد اهل لپاره، نو موږ باید په خپل پیغمبر پسې اقتداء وکړو.
رسول الله صلی الله علیه وسلم تا ته د کریم خطاب کړی، که چیرې ته د هغه صلی الله علیه وسلم وصیت ته پاملرنه وکړې او عملي یې کړې، (ښځو ته به د عزت په سترګه نه ګوري مګر عزتمند خلک، او نه به یې توهینوي، مګر سپک کسان)، نو اې وروره، یو مسلمان، عزتمند خاوند ځان جوړ کړه، الله دې ستا په مال او اولاد کې برکت واچوي، الله دې ستا په پلار او ستا د میرمنې په پلار رحم وکړي، الله دې تاسې ته د دنیا او آخرت خیر در په برخه کړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: د ښځو ښه سلوک د خپلو میړونو سره د جهاد سره برابر کار دی، د جماعت د لمانځه سره مساوي، او د جنازو له حضور سره مثل دی، او ته په دې سر خلاص کړه چې ستا رضا د خپلې میرمنې نه د هغې د جنت حاصلولو لاره ده، او دا یې حق دی باید اداء یې کړې، هیله ده چې په خپلو دعاګانو کې مو له یاده ونه باسئ.
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته…
ستاسو ورور

محمد بديع

اصلاح انلاين

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User