Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, September 16, 2011

د تجارت د ترغيب د پاره اعلانات او د سوغاتونو ويشل څه حکم لري ؟

 

 

د تجارت د ترغيب د پاره اعلانات او د سوغاتونو ويشل څه حکم لري ؟


السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

الله تعالی دې تاسو ته د دې ستر دیني خدمت اجر په دنیا او آخرت دواړو کې درکړي. زه یو سوال لرم، هغه دا چې که څوک پخپل تجارتي اجناسو کې د انعاماتو سکیم شروع کول غواړي هغه داسې چې د اجناسو په کیفیت او قیمت کې د انعاماتو څخه د پخوا پشان څه فرق نه راولي، یوازې دې لپاره چې خپل اجناس په زیاته اندازه وپلورل شي او تجارتي شرکت یې په مارکیټ کې مشهور شي او داسې نور… نو آیا د داسې انعامي سکیم شروع کول په شریعت کې څنګه دي؟! ستاسو جامع ځواب ته ژر تر ژره سترګه په لار یم..

عمر خطاب


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دلته دوه صورتونه دي اول د تجارت د پاره اعلانات او تبليغات دوهم د انعاماتو ويشل .

اول صورت : د تجارت  د پرمختګ او ترغيب د پاره اعلانات کول د لاندې شرايطو په صورت کې جايز دي :

اول : دا چې خلک دده د تجارتي فعاليت څخه خبر نه وي او د اعلاناتو څخه مقصد د خلکو خبرول وي تر څو خلک دده د تجارتي فعاليت د نوعي او موقعيت څخه خبر شي .

دوهم : په تجارتي اعلاناتو او تبليغاتو کې به دوکه چل او فريب نه وي چې په اعلانات کې يو شی وي او په اصل بل څه وي او د عيوبو پټول به پکې نه وي ځکه داسې کول حرام دي جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي :

مَنٌ غَشَّ فَلَيٌسَ مِنَّا (مسلم)   فريب وركونكي له موږ څخه نه دی .

دريم : د تجارتي معاملاتو د پاره چې کوم اعلانات کيږي هغه به په صدق او رښتيا ولاړ وي دروغ به پکې نه وي ځکه چې داسې کول حرام دي

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «الْبَيِّعَانِ بِالْخِيَارِ مَا لَمْ يَتَفَرَّقَا». أَوْ قَالَ: «حَتَّى يَتَفَرَّقَا، فَإِنْ صَدَقَا وَبَيَّنَا بُورِكَ لَهُمَا فِي بَيْعِهِمَا، وَإِنْ كَتَمَا وَكَذَبَا مُحِقَتْ بَرَكَةُ بَيْعِهِمَا». (بخارى: 2079)

ژباړه: خرڅونکی او اخيستونکې څو پورې چې يو له بله نه وي جلا شوي د معاملی د فسخې حق لري او زياته يې کړه : که هغوی رښتيا ووايي او د جنس عيب بيان کړي نو د هغوی په معامله کې به خير او برکت وي او که د جنس عيب پټ کړي او درواغ ووايي د هغوی معامله به بې برکته وي .

څلورم : په دې تجارتي اعلاناتو کې به بل ته ضرر رسول نه وي او په دې مقصد به هم نه وي چې بل کس له پښو وغوځوي ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ( لا يؤمن أحدكم حتى يحب لأخيه ما يحب لنفسه ) رواه البخاري رقم 13 (1/ 2 ) ومسلم رقم 45 ( 1/67 )

يعنې تر هغه پورې يو د تاسې کامل مؤمن نشي کيدای څو پورې چې څه د ځان د پاره خوښوي هغه د خپل ورور د پاره خوښ کړي .

او همدارنګه فرمايي : ( لا ضرر ، ولا ضرار ) رواه أحمد (5/326-327،313) وابن ماجه رقم (2340-2341) عن عبادة بن صامت – يعنې په اسلام کې ځان او بل ته ضرر رسول حرام دي .

پنځم : په تجارتي اعلاناتو کې به اسراف او تبذير نه وي ځکه چې اسراف او تبذير په اسلامې شريعت کې حرام دی الله سبحانه وتعالی فرمايي :

 ( ولا تسرفوا إنه لا يحب المسرفين ) سورة الأنعام 141 يعنې اسراف مه کوﺉ ځکه الله تعالی اسراف کونکي نه خوښوي .

وقال الله تعالى : ( ولا تبذر تبذيراً ، إن المبذرين كانوا إخوان الشياطين ) سورة الإسراء /26-27

او اسراف مه کوﺉ په اسراف کولو سره ، يقيناً اسراف کونکي د شيطان وروڼه دي

شپږم : نوموړی تجارتي فعاليت به د اسلام او مسلمانانو په ضرر نه وي او په هغه کې به ترويج يا رواجول د محرماتو نه وي ځکه چې د داسې شي تجارت کول حرام دي

قوله تعالی : [ وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلا تَعَاوَنُوا عَلَى الإثْمِ وَالْعُدْوَانِ] په نيکی او پرهيزکاری يو له بله مرسته وکړئ او (هيچکله ) د ګناه او نافرمانی په کار کې يو له بله مرسته مه کوئ .

 من کتاب الحوافز التجارية التسويقية – خالد بن عبدالله المصلح – موقع السوال و جواب

دوهم صورت : د انعاماتو يا سوغاتونو ويشل دي چې دوه ډوله دي

اول : هغه چې تجار کوم کس ته څه سوغات ورکوي او په هغه باندې خپله پټه او تجارتي بيانات ليکل شوی وي ان شاء الله په دې کې به څه مشکل نه وي او په دې سوغات باندې د هبه احکام جايري کيږي .

دوهم : په سر بسته ډبيو ، قطيو يا کارټنونو کې د څه سوغات پټ ايښودل چې چې رقم يا جنس يې هم يو شان نه وي قمار دی د معاصر فتاوي البدالحرام يې په اړه ليکي :

پوښتنه  : ځنې تجارتي مؤسيسات اعلانونه کوي چې هرڅوک دغه اجناس واخلي د جائزې مستحق به وګرځي له دې لاری خلک ورماتوي ترڅو د دوی د اجناسو د خريدارۍ سره علاقه مند شي چې ځنی خلک يې د جايزی په نيت اخلي ددی حکم څه دی ؟

ځواب : داکار حرام دی او د قمار يو ډول دی دوی د خلکو مال په ناحقه تر لاسه کوي دا کار يې د خلکو د غلولو لپاره يو سبب جوړ کړی وي

مسلمان سوداګر بايد له دې کار څخه ځان وساتي .

فتاوی البلد الحرام (مکة المکرمه ) (19/398) مفتي اعظم عربستان ابن باز رحمه الله

و الله اعلم

موقع افغانية اسلامية نشر الاحکام اسلامية فی العالم الافغانية
 منبع  آن لاين اسلامې لارښود



  1. آيا خينه ( د ښځې خور ) سره سفر کول رواه دي ؟
  2. آيا لمونځ خاص دمعراج په شپه فرض شوى دى ؟
  3. آيا په استعمالېدونکو سروزرو کې زکات شته؟
  4. آيا په روژه کې له خپلې ښځې څخه مچې اخستلى شم ؟
  5. آيا په سرتور سر اذان اولمونځ كول دشيعه ګانو طريقه ده؟
  6. آيا په هېره سره روژه ماتېږي
  7. آياد قرآن كريم څخه دپنځولمونځونو وختونه ثابت دي اوكه نه
  8. آيادالله Y ذكرترفرض لمونځونوغوره دى؟
  9. آپ کے مسائل اور ان کا حل
  10. آپریشن سے متعلق جدید مسائل
  11. آپس کے لڑائی جھگڑوں سے بچنے کا اسلامی حل
  12. آی فون جوړونکی د جابس د مړيني خبر خپور سو
  13. آیا د جادو یا د تعویض او یا کومه بلی لاری د یو چا په واده یا نکاه کی خنډ پیداکیدای شی
  14. آیا د جماع (کورواله ) د پاره کوم مستحب وخت شته ؟
  15. آیا د وېښتانو کرل او د مخ سرجري روا ده ؟
  16. آیا دمسجد له برق څخه طالبان اوامام استفاده کولی شې ؟
  17. آیا پرکرایه ورکړل شوی موټر زکات شته ؟
  18. آیا په تلویزوني معاینه روژه مکروه کیږي؟
  19. آیا په شریعت کی د همبستر کیدا لپاره کوم ځانګړی وخت،اندازه،حد،…. ټاکل شوی او که څنګه…….؟
  20. أحاديث نبوية خاصة بالقرآن الكريم
  21. أخلاق المسلم
  22. أخي أحذر
  23. أدعية ختم القرآن
  24. أدعية وأذكار Videos
  25. أربعون نصيحة لإصلاح البيوت
  26. أقوال الحكماء يستحق القراءة لن تخسر شيء

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User