د يوه مار په وجود د خداى (ج) او رسول الله (ص) سپيڅلي نومونه څرګند شول
د لغمان ولايت د اليشنګ ولسوالۍ د شمران د کلي په جامع جومات کې داسې يو
مار پيدا شوى، چې په رڼه بڼه يې په وجود د الله جل جلاله او رسول الله صلى
الله عليه وسلم سپيڅلي نومونه څرګندېږي.
د دغه جومات يو خادم هدايت
الرحمن وايي چې د پنجشنبې ورځ د سهار له لمانځه وروسته لمونځ کوونکي دعا ته
ناست و ، چې د جومات له دېوال څخه يو مار راوغورځېد.
نوموړي زياته کړه، کله چې لمونځ کوونکو په دغه مار ګوزارونه کول د رڼا يو پړک ترې راپورته کېده.
هدايت
الرحمن وويل چې وروسته ټولو لمونځ کوونکو وليدل، چې د څلور لويشتې دغه مار
سر ته نږدې په رڼه بڼه د الله په منځنۍ برخه کې د محمد او په وروستۍ برخه
کې د نستعليق خط په بڼه مبارکه کليمه ليکل شوې ده.
ددغه جومات امام قاري خالد وايي چې د نيولو پر مهال مار دى ونه چيچه او اوس هم مار له ده سره دى او دى يې ډېر په درناوي ساتي.
ددغه
مار د ليدلو لپاره د سيمې له ګڼ شمېر راغونډو شوو خلکو څخه د لغمان ولايتي
شورا مرستيال ګلزار سنګروال وايي چې د دغه ډول بېلګو ليدنه مسلمانانو ته د
اسلام په حقانيت درس ورکوي.
د ننګرهار د حج او قافو رييس مولوي عبدالعزيز خيرخواه وويل چې د رسول الله ص د لارښوونې له مخې ، بايد ماران و وژل شي.
مولوي
خيرخوا د سيمې له خلکو غوښتنه وکړه، چې د توحيد او رسالت د ثبوت او د دغو
نومونو په درنښت يې نيول شوى مار له وژلو پرته خوشې کړي.
د يادونې ده
، چې درې مياشتې مخکې د نورستان په وانت وايګل ولسوالۍ کې د يوه جومات او
مدرسې جوړولو پر مهال د يوه غره په لمن کې مبارکه کليمه څرګنده شوې وه.
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.