دريانه دبچ كيدلوعلاج
ابوانس عبدالرحمن صاحب حفظه الله
خپل نيك عمل دريانه بچ كول ډيرګران كاردے
ليكن بياهم خپل
كوشش كول پكاردے
چه انسان دټولونه اول دخپل نفس په خواهشاتوخپه كيدى
هغه داسے چه
پخپل نيك عمل باندے دخلكودخبرولوكوشش اومينه نه كوي
دے دپاره چه خلك ياځماصفت
اوعزت وكړي
يايى داطمعه وي چه خلكوسره څه دى هغه ماته حاصل شي
ځكه دادرياجرړه ده داپريكول
پكاردي
بلكے دالله تعالى خبرول په خپل عمل اوهغه سره خپل تعلق جوړول ضروري دي چه
هغه رانه راضي شي
اوپه آخرت كښ راته ثوابونه اواجرونه راكړي
اوكه بنده خبرشي اوكه
نشي نوپديكښ څه دى اوكه بنده ګان ځماصفت وكړي اوكه ونكړي نوديكښ څه دے اوكوم ذات
چه دغه نوروبندګانوته يى څه وركړيدي هغه يى ماله هم راكولے شي
نوچه ددوى نه طمع
كوم نوالله تعالى نه ولے نه كوم
چه هغه ځمونږدټولوخالق اومربّي اوكارسازدے اوغني
ذات دے
اومونږ هغه ته محتاج اوفقيران يؤاودهغه مخلوق يو
اودے سره سره پخپل نيك عمل
كښ دبندګانودبدے نه تيخته كول ندى پكاريعنى چه دے عمل سره به خلك راته بدووايي
نوكه په جايزاوسنت كاركولوباندے بندګانوتاته بدووايي
نووے وايي نوڅه به وشي
دآخرت
دعذابونونه چه خاص كردخفګان كنده چه رياكارودپاره جوړه شويده اودټولومخلوقاتومخكے
ددوى شرمول دي
ددينه دپناهى تصوراوخيال پكاردے
اميد دے چه ديسره به څه ناڅه
دريادفعه وشي .
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.